د رومانیې دولت د نړیوالو زده کونکو لپاره بورسونه اعلان کړي دي. دا بورسونه د نړیوالو زده کونکو لپاره په اروپا کې له فیس څخه د معافیت په لرلو سره زده کوونکو ته استوگنې هم چمتو کوي. د رومانیې د بهرنیو چارو وزارت د دغو بورسونو یا سکالرشیپونو مالی ملاتړ کوي، ترڅو زده کونکي د دوی د زده کړې لگښتونو په اړه اندیښنه و نه لري.
له اروپایي ټولنې څخه بهر د هر هېواد زده کوونکي کولی شي د دې بورسونو لپاره غوښتنه وکړي. د دغو بورسونو لپاره خورا سخته سیالي په مخ کې ده. له همدې امله، د نړۍ له هېوادونو څخه د لوړو اکاډمیکو درجو لرونکو زده کوونکو له ډلې محدود شمېر خورا تکړه زده کونکي غوره کېږي. نو د اروپايي ټولنې د هېوادونو له زده کوونکو پرته نور زده کوونکي چې علاقه ولري، کولی شي له دې فرصت څخه په گټې اخیستنې د رومانیې په اروپایي هېواد کې زده کړه وکړي.
نړیوالو زده کوونکو لپاره د رومانیې د بورسونو گټې
د نړیوالو زده کونکو لپاره د رومانیې دولت بورسونه په بشپړ ډول په رومانیې کې د زده کړې ټول لگښتونه پوښي. د دې سکالرشپ د مالي پوښښ او گټو په اړه معلومات لاندې په دقت سره ولولئ:
- د غوښتنلیک یا نوملیکنې فیس ته اړتیا نه شته. سربېره پر دې، د دوکتورا د وړتیا ازموینې فیس هم نه شته.
- د یو کال لپاره د ژبې زده کړې وړیا کورس.
- د لیسانس، ماسټرۍ او دوکتورا درجې لپاره د بشپړ فیس معافیت.
- د رومانیې دولت د بورسونو برنامې په موده کې د نړیوالو زده کونکو لپاره وړیا استوگنځی چمتو کوي
- سربېره پر دې، میاشتنی معاش هم ورکړل شي.
- زده کونکي کولی شي بشپړې روغتیايي مرستې هم وړیا ترلاسه کړي.
په یاد ولرئ چې غوښتونکي باید سفر لگښت په خپله برابر کړي، نو زده کوونکي باید چمتو وی چې ځينې لگښتونه په خپله پوره کړي.
د منل کېدو شرطونه
- له اروپايي هیوادونو څخه پرته د نورو هېوادونو زده کوونکي د غوښتنلیک سپارلو وړ دي (د اروپايي هیوادونو اتباع د غوښتنلیک وړ نه دي).
- نوماند یا غوښتونکی باید د رومانیې تابعیت ونه لري.
- د ماسټري پروگرام غوښتونکي باید له ۳۵ کلونو او د دوکتورا پروگرام غوښتونکي باید له ۴۰ کلونو زیات عمر لرونکی نه وي.
- نړیوال زده کونکي باید د هغه پروگرام (زده کړو) څخه سند ولري چې دمخه یې پکې برخه اخیستې وي.
- غوښتونکی باید د پام وړ اکادمیک ریکارډ ولري.
- د لیسانس یا ماسټرۍ په برخه کې د سکالرشپ لپاره د غوښتنې په صورت کې باید د یو کال لپاره د ژبې د مهارتونو کورس بشپړ کړي.
- د رومانیې اتباع یا هغه خلک چې په رومانیې کې یې د سپانسرشپ لپاره غوښتنه کړې وي نه شي کولی د دې سکالرشپ لپاره غوښتنه وکړي.
- د دوکتورا غوښتونکي باید د غوراوي د بهیر د یوې برخې په توگه د لارموندنې او وړتیا ازموینه واخلي.
دا بورسونه د زده کړې کومه کچه پوښي؟
د سکالرشپ غوښتونکی کولی شي د رومانیې په نامتو پوهنتونو کې د لاندې زده کړو د لاندې درې پروگرامونو لپاره غوښتنلیک وسپاري:
لیسانس
د لیسانس پروگرامونه د دولسم ټولگي فارغانو لپاره دي. بشپړ پروگرام د 3-6 کلونو موده نیسي، او د مسلک په غوراوي پورې اړه لري، او په پای کې د لیسانس د بريلیک په ترلاسه کولو سره پای ته رسېږي.
ماسټري
د ماسټري پروگرامونه د هغو زدهکونکو لپاره دي چې لیسانس زدهکړې یې بشپړې کړې وي. دغه پروگرامونه له ۱ څخه نیولې تر یونیم او دوه کلونو پورې وخت نیسي، او د ماسټرۍ د پایلیک ( تېزس) په دفاع سره پای ته رسېږي.
دوکتورا یا .Ph.D
د دوکتورا پروگرام د ماسټرۍ سند لرونکو یا یې انډول زده کونکو لپاره په پام کې نیول شوی دی چې د دوکتورا لپاره غوره شوې څانگې ته په پام له ۳ تر ۵ کلونو پورې وخت نیسي او د دوکتورا د علمي تېزس وړاندې کولو سره پای ته رسېږي. د دوکتورا د سکالرشیپ لپاره د منل کېدو او سکالرشیپ ترلاسه کولو لپاره اړتیا ده چې غوښتونکی د غوښتنلیک تر استولو وړاندې، د پاموړ پوهنتون د دوکتورا د لارښود استاد (استاد باید د دوکتورا د پوهنځي غړی وي) هوکړه ترلاسه کړي. همدارنگه، نوماند باید د منل کېدو لپاره مرکه هم په بریالیتوب سره پاس کړي.
اړین اسناد
- تازه CV؛
- د غوښتونکي پاسپورت؛
- د پاسپورټ اندازې دوه نوي عکسونه؛
- سم بشپړ شوی فورم؛
- د زېږون کارت یوه کاپي (باید په انگلیسي یا رومانیايي ژبه وي)؛
- رسمي مکتوب چې د اصلي هیواد د ډیپلوماټیک ماموریت لخوا خپور شوی (افغان غوښتونکي کولی شي په وارسا/ پولنډ کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د لوی سفارت ویبپاڼې ته مراجعه وکړي ترڅو رسمي مکتوب ترلاسه کړي، کوم چې د رومانیې اړوند مسایل هم اداره کوي)؛
- په رومانیې کې د زده کړې لپاره د منلو لیک صادرولو لپاره د غوښتنلیک فورم؛
- ډیپلوم/ شهادتنامه یا د هغې معادل (د 12 ټولگي، لیسانس، ماسټر) کاپي چې په انگلیسي یا رومانیايي ژبو ژباړل شوې وي.
د رومانیې دولتي د ۲۰۲۳ کال بورسونو لپاره اړینو اسنادو لیست په اړه دلته ولولئ.
په یاد ولرئ چې اسناد باید په پی ډی ایف فارمیټ کې په جلا توگه سکن شي او وروسته د انلاین غوښتنلیک سیسټم له لارې واستول شي.
د رومانیې ژبې او کلتور ته وده ورکولو لپاره، د رومانیې د دولت له لوري ورکړل شوي بورسونو غوښتونکي یوازې په رومانیايي ژبه د لیسانس او ماسټرۍ په کچه زده کړې کولی شي. په استثنایی توگه، د دوکتورا بورسونو غوښتونکي کولی شي په رومانیايي یا هغې بهرنۍ ژبه زده کړه وکړي چې د دوکتورا پوهنځي له لوري ټاکل کېږي. د هغو بریالیو نوماندانو لپاره چې رومانیېیي ژبه خبرې نه کوي، د رومانیېیي ژبې زده کړې یو کلن پروگرام په پام کې نیول شوی دی. خو د دوکتورا پروگرام زده کوونکی بیا د بهرنۍ ژبې په برخه کې د دوکتورا د پوهنځئ پرته له دې چې د دوکتورا بورسونو لرونکي وي چې د بهرنیو ژبو زده کړې تگلاره یې د دوکتورا اړوند پوهنځي له لوري ټاکل شوې ده.
د غوښتونکو لاندې ډلې د رومانیېیي ژبې د چمتوالي پروگرام کې له نوملیکنې څخه معاف دي:
- هغه غوښتونکي چې رومانيايي تعلیمي (ډیپلومونه یا سندونه) یا د لوړو زده کړو سند، یا ۴ کاله په پرلپسې ډول په يوه پوهنتون/بنسټ کې چې د رومانیې ملي تعلیمي سیسټم یې تاییدوي، په رومانیايي ژبه د زده کړو مخینه ولري.
- هغه څوک چې د پوهنتون کچې د زده کړو لپاره د رومانیېیي ژبې ازموینې څخه په بریا وځي، چې له اوسنيو مقرراتو سره سمه تنظیم شوې وي.
- هغه څوک چې د پوهنتون کچې د زده کړو لپاره د رومانیې ژبې لږترلږه د B1 کچې د مهارت سند وړاندې کوي.
څنگه غوښتنلیک وسپارم (How to Apply)؟
تاسو کولی شئ د رومانیې انلاین پلیټفارم له لارې د سکالرشپ لپاره غوښتنلیک وسپارئ. دا پلیټفارم په انگلیسي او فرانسوي ژبو د لاسرسي وړ دی. د غوښتنلیک سپارلو لپاره، تاسو باید لاندې پړاوونه بشپړ کړئ:
- غوښتونکی باید لومړی د رومانیې د بهرنیو چارو وزارت په ویبپاڼه کې یو اکونټ جوړ کړي. د اکونټ جوړولو لپاره دلته کلیک وکړئ. د اکونټ جوړول به ستاسو یوازې دوه دقیقې وخت ونیسي.
- د اکونټ تر جوړولو وروسته به یو لینک ستاسو بریښنالیک ته واستول شي ترڅو تاسو خپل اکونټ تایید کړئ. تاسو کولی شئ د اکونټ تر تایید وروسته خپل اکونټ ته دننه شئ.
- کله چې تاسو خپل اکونټ ته ننوځئ، خپل معلومات په انلاین فورمه کې ثبت کړئ. په راتلونکو گامونو کې، اړین اسناد خپل اکونټ ته پورته (اپلوډ) کړئ او د خپلې خوښې او مسلک سره سم خپل مطلوب پوهنتون لیست کړئ.
- د وروستي گام په توگه، خپل غوښتنلیک په دقت سره تر نظر تېر کړئ او ډاډ ترلاسه کړئ چې تاسو په غوښتنلیک کې کوم اړین څه نه دي هېر کړي. تر تایید وروسته، خپل غوښتنلیک واستوئ.
- د ځواب په تمه واوسئ. د ارزونې پایلې به د ۲۰۲۳ زېږدیز کال جولای په ۱۵مه خپرې شي. مهرباني وکړئ صبر ولرئ او ډاډ ترلاسه کړئ چې خپل اکونټ او بریښنالیک په منظم ډول د تازه معلوماتو لپاره وگورئ.
مهرباني وکړئ په یاد ولرئ! هغه غوښتنلیکونه چې د غوښتونکو له لوري نېغ په نېغه د رومانیې د بهرنیو چارو وزارت یا د پوهنې وزارت د ثبت دفترونو یا د بهرنیو چارو وزارت د کارکوونکو/ ادارو بریښنالیک پتې یا د رومانیې ډیپلوماټیکو استازولیو ته استول شوي وي، نه ارزول کېږي. همدارنگه، په رومانیې کې بهرنیو ډیپلوماټيکو ماموریتونو ته سپارل شوي غوښتنلیکونه به هم په پام کې ونه نیول شي.
د غوښتنلیک سپارلو وروستۍ نېټه
د نوم لیکنې موده د ۲۰۲۲ ډسمبر په ۱۵مه پیل شوې ده، او د غوښتنلیکونو استولو وروستۍ نېټه د ۲۰۲۳ د مارچ، لومړۍ نېټه ده.
د پایلو اعلان
د رومانیې سکالرشیپ لپاره د ارزونې پایلې به د بریښنالیک له لارې د ۲۰۲۳ د جولای په ۱۵مه هر نوماند ته چې دسکالرشيپ لپاره یې غوښتنلیک سپارلی وي، واستول شي.
مرسته او مشوره
د رومانیې د بورسونو په اړه د نورو معلوماتو ترلاسه کولو لپاره، کولی شئ د رومانیې دولتي بورسونو ویبپاڼې ته ور شئ. د سکالرشپ په اړه د عامو پوښتنو ځوابونو ترلاسه کولو لپاره په دې لینک کلیک وکړئ.
هغه افغانان چې ځانگړو معلوماتو یا مشورې ته اړتیا لري کولی شي د "بپرسېد" یا "وپوښتئ" مشاورینو سره د "وپوښتئ" 93729807235+ واټساپ شمېرې، فیسبوک مسېنجر یا د "وپوښتئ" وېبپاڼېله لارې اړیکه ونیسي او لا ډېر معلومات ترلاسه کړي.