د امریکې د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت د روغتیا او بشري خدمتونو وزارت سره په همکارۍ د ویلکم کارپس (Welcome Corps) تر عنوان لاندې د کډوالو د خصوصي سپانسرشپ نوی پروگرام اعلان کړ.
دا د خصوصي مالي ملاتړ یو نوی پروگرام دی چې سازمانونو او عادي امریکایانو ته دا توان ورکوي چې د متحده ایالتونو د مهاجرینو د منلو پروگرام (U.S. Refugee Admissions Program - USRAP) له لارې متحده ایالتونو ته د ننوتونکو کډوالو د بیامېشتېدنې او ادغام په هرکلي او ملاتړ کې مخکښ رول ولوبوي. د تېر کال په اوږدو کې د امریکې خلکو د امریکې دولت افغان متحدینو او د ځینو نورو هېوادونو اتباعو ته چې له تاوتریخوالي او ظلم څخه تښتیدلي دي، په بې ساري ډول ښه راغلاست ووایه.

د ویلکم کارپس (Welcome Corps) پروگرام پړاوونه

د کډوالو د مالي ملاتړ یا د خصوصي سپانسر یا تمویل نوی پروگرام یا ویلکم کارپس (Welcome Corps) به دوه  لاندې پړاوونه ولري:

لومړی پړاو

د پروگرام په لومړي پړاو کې، خصوصي سپانسران چې په ویلکم کارپس (Welcome Corps) کې برخه اخلي له هغو کډوالو سره سر ورکول کېږي چې د دوی کېسونه د بیامېشتېدنې لپاره تاييد شوي دي. د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت به د ۲۰۲۳ په لومړیو شپږو میاشتو کې د خصوصي سپانسرانو او کډوالو تر منځ د اسانتیاوو برابرول پیل کړي.

دویم پړاو

د پروگرام په دویم پړاو کې، چې د ۲۰۲۳ په نیمایي کې به پیل شي، له لارې به یې خصوصي سپانسران وکولی شي کډوال وپېژني ترڅو د بیامېشتېدنې لپاره USRAP ته مراجعه وکړي او له هغو کډوالو ملاتړ وکړي چې دوی په نښه کړي دي. د دې پروگرام د دویم پړاو په اړه به نور جزیات وروسته اعلان شي. ویلکم کارپس (Welcome Corps) به په پای کې د متحده ایالتونو د کډوالو د بیامېشتېدنې سیسټم یوه مهمه برخه شي، چې له زیان منونکو خلکو سره مرسته وکړي چې د بیامېشتېدنې په برخه کې ملاتړ ته اړتیا لري.
د ویلکم کارپس (Welcome Corps) په لومړي کال به د بهرنیو چارو وزارت هڅه وکړي چې ۱۰۰۰۰ امریکېیان د خصوصي سپانسرانو په توگه وگماري او لږترلږه ۵۰۰۰ کدوالو ته ښه راغلاست ووایی. که چیرې په ۲۰۲۳ کې له ۱۰۰۰۰ څخه ډیر امریکېیان له ویلکم کارپس (Welcome Corps) سره یوځای شي، نو دغه پروگرام به دوه برابره پراختیا ومومي.

گډون کوونکي سازمانونه

د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت غیر انتفاعي سازمانونه تمویل کوي چې له Welcome Corps سره د مرستې لپاره د متحده ایالتونو په ټولنو کې د مهاجرینو په ښه راغلاست، بیامېشتېدنه او ادغام کې تخصص لري. دا کنسرسیوم د ټولنې د ملاتړ مرکز لخوا رهبري کیږي او د کلیسا نړیوالو خدمتونو (Church World Service)، د کډوالو او مهاجرینو د پیوستون خدمتونه (Integrated Refugee and Immigrant Services – IRIS )، د کډوالۍ نړیوالې مرستې پروژه (International Refugee Assistance Project)، د ژغورنې نړیواله کـــــــــــــــمېټه (International Rescue Committee - IRC) او Welcome.US ‌  شامل دي. دا کنسرسیوم هغو امریکایانو ته چې په Welcome Corps کې برخه اخلي لارښوونه او ملاتړ کوي. یاد کنسرسیوم به ویلکم کارپس (Welcome Corps) اداره کړي چې لاندې چارې پکې شاملې دي:
  • د غوښتنلیک د بهیر له لارې د خصوصي سپانسرانو بیاکتنې او تصدیق څارنه؛
  • د کډوالو د ښه راغلاست لپاره د اړتیا وړ پوهه، مهارتونو او وسایلو سره د خصوصي سپانسرانو د سمبالولو لپاره د روزنې، اضافي سرچینو او اړیکو چمتو کول؛ او
  • د پروگرام څارنه کوي ترڅو ډاډ ترلاسه کړي چې په خصوصي توگه تمویل شوي کډوال هغه ملاتړ ترلاسه کوي چې دوی د بریالیتوب لپاره ورته اړتیا لري او د پروگرام ارزونې لپاره معلومات راټولوي.

په ویلکم کارپس Welcome Corps د گډون تگلاره (How to Join)

لږ تر لږه د پنځو بالغو متحده ایالتونو اتباعو یا دایمي اوسیدونکو ‌ډله کولی شي په Welcome Corps پروگرام کې شامل شي ترڅو په خصوصي توگه په متحده ایالتونو کې د کډوالو بیا میشتیدنه سپانسر کړي. خصوصي سپانسران به په خپلواکه توگه د مالي مرستو راټولولو او کډوالو ته د دوی په نوې ټولنه کې د ژوند په لومړیو ۹۰ ورځو کې په مستقیم ډول د اړینو مرستو چمتو کولو مسؤل وي. په دې مرستو کې له کډوالو سره د استوگنځي او دندې په موندلو کې مرسته، په ښوونځيو کې د ماشومانو شاملول، او په ټولنه کې اړینو خدمتونو ته د کډوالو ورپېژندل شامل دي. د ویلکم کارپس Welcome Corps په اړه د معلوماتو او یا پر یوه خصوصي سپانسر کوونکي بدلېدو لپاره دې لینک ته مراجعه وکړئ.
یادښت: د ویلکم کارپس (Welcome Corps) پروگرام تر چتر لاندې دکډوالو نوی خصوصي سپانسرشپ پروگرام (Private Sponsorship of Refugees) لا تر اوسه په لومړنیو پړاوونو کې دی. کله چې د بهرنیو چارو وزارت یا د متحده ایالتونو د رسمي چارواکو له لوري نور معلومات خپاره شي، له تاسو سره به شریک شي.

مرسته او مشوره

د ویلکم کارپس (Welcome Corps) خصوصي سپانسرشپ په تړاو د نورو معلوماتو لپاره، تاسو او رسنۍ کولی شئ له اړوند چارواکو سره contact@welcomecorps.orgیا press@welcome.usاړیکه ونیسئ.
هغه افغانان چې ځانگړو معلوماتو یا مشورې ته اړتیا لري کولی شي د "بپرسېد" یا "وپوښتئ" مشاورینو سره د "وپوښتئ" 93729807235+ واټساپ شمېرې، فیسبوک مسېنجریا د "وپوښتئ" وېبپاڼېله لارې اړیکه ونیسي او لا ډېر معلومات ترلاسه کړي.