LearnAfghan ټولنیز- ښوونیز بنسټ افغان زده کوونکو ته د انلاین زده کړو زمینه برابره کړې ده. زده کوونکي کولای شي د یاد بنسټ وېبپاڼې ته په تلو سره په دري او پښتو ژبو ثبت شوي درسونو ته لاسرسی ومومي.
لرن LearnAfghan یو ټولنیز-روزنیز بنسټ دی چې په روغتیايي، روزنیزو او د بشري مرستو برخو کې کار کوي اوس مهال یې د افغان ماشومانو او زده­کوونکو لپاره انلاین ښوونځي پیل کړی دی. دغه بنسټ د لوږې له منځه وړلو او بشري رسولو په برخه کې کار کوي او همدارنگه د ښځو او ماشومانو د روغتیا، پاکۍ او روغتیا ساتنې په موخه خلکو ته پوهاوی ورکوي.
LearnAfghan انلاین او افلاین کورسونه جوړ کړي دي او د انلاین او افلاین پلیټفارم له لارې د بیوزلو ټولنو او د کلیوالي سیمو ماشومانو ته باکفیته زده­کړو ته لاسرسی چمتو کوي.

LearnAfghan او درسونه یې

LearnAfghan له لومړي څخه تر دولسم ټولگي پورې وړیا انلاین کورسونه وړاندې کوي چې په پښتو او دري ژبو د لاسرسي وړ دي. د ۲۰۱۸ کې د خپل پیل راهیسې، LearnAfghan د ۷۰۰۰ څخه زیاتو افغان ماشومانو او تنکیو ځوانانو ته د زده­کړو سرچینې، مسلکي روزنه، لارښوونې، او ټیکنالوژۍ ته لاسرسی اسانتیاوې چمتو کړې دي. د بېلگې په ډول LearnAfghan د بیولوژي، فزیک، کیمیا، گرافیک ډیزاین، ویبپاڼې ډیزان په څیر مضمونونو لپاره ټولگي او درسي پلانونه جوړ کړي دي. دغه بنسټ داسې اسانتیاوې هم رامینځ­ته کړې چې زده کونکي د ښوونځي څخه بهر زده­کړې شونتیا برابروي، د بېلگې په ډول د داسې اپلیکیشن جوړول چې دوی ته وړتیا وربښي چې د انټرنېټ د شتون پرمهال لوبو، کتابونو او ویډیوگانو ته لاسرسی ومومي او وروسته خپلو درسونو تعقیبولو ته په افلاین ډول دوام ورکړي.
LearnAfghan د یلدا او ثریا په نومونو دوه فعال ښوونځي لري. د دغو ښوونځیو په نصاب کې بریښنایی زده­کړې، STEM سېسټم، 2D خوځنده یا انمیشن ویډيو جوړولو او ازادو کاروبارونو (Freelancing) پورې اړوند موضوعاتو تمرکز کوي. په هر ښوونځي کې تر ۶۰ زیات ماشومان زده­کړه کوي.
د لرن LearnAfghan انلاین ښوونځی چې له لومړي ټولگي څخه بیا تر ۱۲م ټولگي پورې یې زده­کوونکو ته په خپله وببپاڼه کې زده کړې زمینه برابره کړې ده، د هر ټولگي درسونه یې د جلا ښوونکو او درسي موادو په درلودلوسره د خورا ساده پلټفارم وړاندې کوي.
LearnAfghan د هر ټولگي له نصاب سره سم، اړوند مضمونونو ته درسونه برابر کړي دي او د درسونو په پای کې چې د ویډیو په بڼه دي، د ازموینې جلا پاڼه ده او کله چې د یو مضمون یا کورس ټولې برخې او ازموینې بشپړې شي نو بیا LearnAfghan د یاد کورس یا مضمون تصدیق پاڼه هم ورکوي.

درسي موادو ته لاسرسی

تاسو د خپل ټولگي په نظر کې نیولو سره، لاندې پر اړوند لینک کلیک وکړئ څو درسونو ته لاسرسی پیدا کړئ:
کله چې تاسو پر خپل پام­وړ ټولگي باندې کلیک کړی نو نوې پاڼه به پرانیستل شي او د پاڼې په سر کې ښي لوري ته به د START تڼۍ کښېکاږئ تر څو په ټولگي کې شامل شئ. د ټولگی د درسونو تر لوستلو او یادولو وروسته به له تاسو د ازموينې د پاس کولو غوښتنه وشي چې په پاس کولو سره به یې تاسو ته تصدیق پاڼه یا Certificate هم درکول شي.

د LearnAfghan ارزښت

په ورستیو کې په افغانستان کې د سیاسي بدلونونو او ورپسې د نجونو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونو له تړل کېدو سره ځينو بنسټونو د انلاین او الکترونیکي زده­کړو پروگرامونه پر لاره اچولي چې مثبت گام گڼل کېږي او نجونې او په ټولیز ډول ټول زده­کوونکي کولای شي له خپلو کورونو څخه په دغو پروگرومونو کې گډون وکړي او د زده­کړو ټکنی بهیر یې پر مخ ولاړ شي.
که څه هم، افغانستان کې د برېښنايي زده­کړو بهیر نوی دی خو په وروستیو کې په دې برخه کې خورا ښه پرمختگونه شوي دي. د انټرنټ نه شتون یا کمزوری انټرنټ، د برېښنا نه شتون او اړینو وسایلو ته نه لاسرسی هغه څه دي چې کېدی شي د انلاین زده­کړو پر وړاندې خنډ وي خو ورځ تر بلې بدلېدونکې نړۍ کې د ټیکنالوژۍ پر مټ د انلاین زده­کړو چمتو کول غوره فرصت دی چې د افغان زده­کوونکو د روزنې لپاره ترې گټه اخیستل کېدی شي.
د يادونې وړ ده، چې لرن افغان په خپله وېبپاڼه کې ويلي، چې اوسمهال په کابل، کندهار، باميانو، تخار، هلمند او فارياب ولايتونو کې روزنيز فعاليتونه لري، خو په يادو ولايتونو کې يې د مخامخ درسونو يادونه نه ده کړې.

مرسته او مشوره

د LearnAfghan په اړه د نورو معلوماتو لپاره، تاسو کولی شئ د دې بنسټ رسمي وېبپاڼې څخه لیدنه وکړئ یا ورسره د info@learnafghan.org برېښنالیک له لارې اړیکه ونیسئ.
هغه افغانان چې ځانگړو معلوماتو یا مشورې ته اړتیا لري کولی شي د "بپرسېد" یا "وپوښتئ" مشاورینو سره د "وپوښتئ" 93729807235+ واټساپ شمېرې، فیسبوک مسېنجر یا د "وپوښتئ" وېبپاڼېله لارې اړیکه ونیسي او لا ډېر معلومات ترلاسه کړي.