د امریکې متحده ایالتونو په دې وروستیو کې د هغو افغانانو د کورنیو غړو سره د پیوستون یا یوځای کېدو پلان اعلان کړ چې په دې هېواد کې د بشردوستانه ویزې (Humanitarian Parole) لرونکي دي یا د لنډمهاله خوندیتوب دریځ (Temporary Protected Status) تر چتر لاندې ژوند کوي.
د امریکې د بهرنیو چارو وزارت په خپله رسمي وېبپاڼه کې د "افغانانو لپاره د کورنۍ د بیا یوځای کېدو" په نوم یو ځانگړی پورټل رامنځته کړی چې په متحده ایالتونو کې مېشت افغانان کولای شي د دوی د استوگنې د وضعیت په نظر کې نیولو سره د خپلې کورنۍ غړي دغه هېواد ته ور وغواړي.
دا لیکنه د هغو افغانانو لپاره د لوستلو وړ ده چې د مشروط استوگنې اجازه او TPS لري او اوس د خپل مېرمن یا مېړه او ماشومانو سره د پیوستون په لټه کې دي.

ولې د کورنۍ د یوځای کېدو پلان؟

د ۲۰۲۱ کال د اگسټ په ۱۵مه د افغانستان د اسلامي جمهوریت له ړنگېدو او د طالبانو له واکمنۍ وروسته، د امریکې دولت د افغان همکارانو سربېره، یو شمېر هغه افغانان چې له خطر سره مخ وو او ځينې هغه خلک چې په یو ډول نه یو ډول په دې بریالي شول، چې ځان د کابل نړیوال هوايي ډگر ته ورسوي، متحده ایالتونو ته انتقال کړل. دغه خلک چې متحده ایالتونو ته لېږدول شوي، ځینې یې د (Humanitarian Parole) تر چطر لاندې مېشت شوي دي.
همدارنگه، ځینې هغه کسان چې د امریکې د ویزې په کتگوریو کې نه وو شامل شوي او یا په هر ډول چې په متحده ایالتونو کې مېشت وو، یا یې د بشردوستانه ویزې موده پای ته رسېدلې په متحده ایالتونو کې د لنډمهاله خوندیتوب دریځ لرونکي گڼل کېږي. خوندي دریځ هغه افغان اتباعو ته چې په متحده ایالتونو کې دایمي اقامې نه لري اجازه ورکوي چې د ۱۸ میاشتو لپاره (د ۲۰۲۲ کال د مې له ۲۰مې څخه د ۲۰۲۳ کال د نومبر تر ۲۰مې پورې) په دې هېواد کې د اخراج له خطر پرته مېشت شي.
د امریکې د نوې تگلارې له مخې په مشروطه یا بشردوستانه ویزو او TPS لرونکو افغانانو ته اجازه ورکړل شوې چې د خپلې کورنۍ له غړو سره یوځای شي.

د کورنۍ د غړو بیا یوځای کول

که په متحده ایالتونو کې ستاسو د پاتې کېدو موده پای ته رسېدلې وي او تاسو ته وروسته TPS درکړل شوي وي، ستاسو ۱۸ کلنۍ څخه پورته مېرمن یا مېړه د او د ۲۱ کلونو څخه کم عمرلرونکي ناواده شوي ماشومان ممکن متحده ایالتونو کې د مېشتېدو پر شرایطو برابر وي. د خپلې کورنۍ د غړو سره د پیوستون لپاره د غوښتنلیک د بهیر پیلولو لپاره، ټاکل شوي فورمونه چمتو کړئ او د متحده ایالتونو دولت ته یې واستوئ.
تاسو باید د اړونده فورمو او نورو اسنادو چمتو کولو لپاره ستاسو د استخدام جواز سند (Employment Authorization Document - EAD) کې شته معلومات وکاروئ.
تاسو باید د خپلې کورنۍ د غړو سره د پیوستون لپاره افغانستان ته سفر ونه کړئ. تاسو اړ نه یاست چې په افغانستان کې واوسئ تر څو د متحده ایالتونو دولت ستاسو د کورنۍ غړو سره مرسته وکړي چې له افغانستان څخه راووځي. که تاسو په افغانستان کې هم واوسئ نو د متحده ایالتونو دولت به ستاسو د کورنۍ غړو سره په چټکۍ د هېواد پرېښودو کې مرسته ونه کړي.

څنگه غوښتنلیک وسپارم(How to Apply)؟

د "افغانانو لپاره د کورنۍ د بیا یوځای کېدو" په نوم یو ځانگړی پورټل تشریح کوي چې څنگه په متحده ایالتونو کې مېشت افغانان د بشردوستانه یا بشردوستۍ ویزې(Humanitarian Parole) یا لنډمهاله خوندیتوب وضعیت(Temporary Protected Status) لرلو سره مېشت شوي، څنگه کولی شي د خپل پر شرایطو برابر مېړه یا مېرمن او ماشومانو سره یوځای شي. لاندې معلومات د همدې پورټل پر بنسټ دي:

د مشروطې استوگنې او TPS لرونکو له لوري غوښتنلیکونه

که تاسو متحده ایالتونو ته د بشردوستانه ویزې (Humanitarian Parole) پر مټ ننوتلي یاست او بیا د لنډمهاله خوندیتوب حالت (TPS) تر چتر لاندې راغلي یاستئ او یا په کوم بل ډول مشروطه استوگنه لرئ، تاسو کولی شئ د DS -4317 فورم سره یوځای د خپلې کورنۍ له غړو سره د پیوستون غوښتنه وکړئ.
انلاین پورټل دغه فورم ۲۰۲۳ کال د جنوري په ۱۳مه د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت له لوري د یوې مطبوعاتي اعلامیې په خپرولو ډاگیز کړ. تاسو به دا فورم د خپلې گمارنې د سند (Employment Authorization Document - EAD) پر بنسټ ډک کړئ. دا فورم به ډېر ژر ډاگیز شي.
په یاد ولرئ چې که تاسو د قانوني پناه غوښتونکي یا کډوال په توگه په متحده ایالتونو کې یاست، نو اړ یاست چې د خپلې میرمنې یا مېړه او ماشومانو د پیوستون لپاره د غوښتنې کولو لپاره د I-730 فورمډاونلوډ او ډک کړئ. په دې لینک کې د i-730 فورم د ډکولو او سپارلو لارښود ولولئ. ستاسو شرایطو ته په پام سره، په ځینو مواردو کې تاسو څخه د یاد فورم سربېره کېدی شي له تاسو د i-824 فورم د ډانلوډ او ډکولو غوښتنه وشي. په دې لینک کې د I-824 فورم د ډکولو لپاره لارښوونې ولولئ.

اړین سندونه

ستاسو د مېړه یا مېرمن او ماشومانو د اړتیا وړ اسناد په لاندې ډول دي:
  • دفورم DS-4317 ډکول؛
  • له خپل مېړه یا مېرمن سره ستاسو د اړیکې د اثبات لپاره د نکاح خط شتون.
  • که وړاندې تر دې مو واده کړی وي،
  • که تاسو مخکې واده کړی وي، د اسنادو یوه کاپي لکه د طلاق خط یا د مړینې خط چې د دې ښودنه وکړي چې ستاسو پخوانی واده پای ته رسېدلی؛
  • له تاسو سره د اړیکې ثابتولو لپاره ستاسو د ماشومانو تذکرې او زېږون­کارتونه؛
  • د کورنۍ د غړو پاسپورټونه؛
  • د کورنۍ د غړو تازه انځورونه؛ او
  • کېدی شي له تاسو څخه د خپلو کورنیو اړیکو د ثابتولو لپاره د ځينې اسنادو غوښتنه وشي.
که ستاسو اسناد په انگلیسي ژبه نه وي، د اسنادو انگلیسي ژباړه هم واستوئ. په ژباړه کې باید یو اقرارلیک شامل وي چې ژباړونکي یې یادونه وکړي چې هغه په ​​دواړو ژبو برلاسی دی.

د غوښتنلیک استول

تاسو د خپل غوښتنلیک د ثبت یا استولو لپاره باید لومړی اړین اسناد او فورمونه راټول او چمتو کړئ او وروسته خپل غوښتنلیکد امریکې د متحده ایالتونو د ښاروندۍ او کډوالۍ دفترونو (U.S. Citizenship and Immigration Services - USCIS) ته د خپلې استوگنې د سیمې په اړه معلومات ور ولېږئ.
د پورته ذکر شویو فورمو له لارې د کورنۍ غړو سره د یوځای کېدو غوښتنه کول په هغه ځای یا ایالت پورې اړه لري چې تاسو پکې اوسېږئ.
تاسو کولی شئ د USCIS وېبپاڼې څخه هم لیدنه وکړئ ترڅو په پام­وړ ایالت کې په هغه سیمه کې چې تاسو اوسېږئ د USCIS سیمه­ایزو دفترونو پوستي پتې ترلاسه کړئ او خپلې غوښتنې اړوندې پتې ته واستوئ.
د خپل غوښتنلیک سپارلو دمخه، ډاډ ترلاسه کړئ چې تاسو د ټولو فورمو او اسنادو یوه کاپي له ځان سره وساتئ. ان که تاسو اصلي اسناد هم ولرئ، تاسو باید تل د ټولو وروستيو اسنادو یوه کاپي له ځان سره وساتئ، ځکه چې کېدی شي په راتلونکي کې ورته اړتیا ومومئ.

د غوښتنلیک تر سپارلو وروسته څه پېښېږي؟

کله چې USCIS ستاسو غوښتنلیک ترلاسه کړي، نو تاسو ته به یوه خبرتیا یا لیک واستوي. په دې خبرتیا یا لیک کې به ویل شوي وي چې ستاسو غوښتنلیک د متحده ایالتونو د تابعیت او کډوالۍ خدمتونو ادارې ترلاسه کړ. دا لیک مهم دی ځکه:
  • تاسو ته وايي چې د USCIS کوم خدمت مرکز ستاسو د غوښتنې بیاکتنې باندې کار کوي. او
  • ستاسو د غوښتنې لپاره ۱۳ عددي تشخیصي شمېره چمتو کوي.
په یاد ولرئ چې لیک به ستاسو د کور پتې ته واستول شي او ستاسو تازه پته باید شتون ولري. تاسو کولی شئ انلاین پاڼې ته لاړ شئ او د خپل ۱۳ عددي پېژندنې شمېرې په دننه کولو سره د خپل استوگنې ځای یا کور پته تازه یا بدله کړئ.

د غوښتنلیک انلاین څار

تاسو کولی شئ د خپل غوښتنلیک اړوند هر پرمختگ په انلاین بڼه وڅارئ. غوره ده چې د خپل غوښتنلیک په تړاو تازه معلومات انلاین ترلاسه کړئ. د انلاین غوښتنلیک څار پاڼې ته لاړ شئ او د خپل غوښتنلیک د وضعیت په اړه معلومات ترلاسه کولو لپاره خپل د تشخیص شمېره دننه کړئ.

د غوښتنلیک ارزونه

د کورنۍ غړو د بیا پیوستون غوښتنې ارزونه کېدی شي څو میاشتې یا ډېر وخت ونیسي. تاسو باید د خپلې غوښتنې په اړه د ځواب ترلاسه کولو لپاره صبر وکړئ. په ټولو کېسونو کې مخکې له دې چې د سفر اسناد تایید شي ستاسو له مېړه یا مېرمن سره به مرکه وشي.
که ستاسو د کورنۍ غړي لا دمخه په متحده ایالتونو کې وي، نو تاسو ټولو سره به مخکې له دې چې ستاسو غوښتنلیک تایید شي د USCIS له لوري مرکه وشي. په ځینو حالتونو کې ان که ستاسو مېرمن یا مېړه او ماشومان له متحده ایالتونو څخه بهر وي،  کېدی شي USCIS د مرکې غوښتنه وکړي.
د USCIS دفتر به تاسو ته ستاسو د غوښتنلیک په اړه د هرې پرېکړې په اړه یو لیک واستوي. کله کله کېدی شي USCIS تاسو ته یو لیک واستوي او له تاسو څخه د نورو اسنادو غوښتنه وکړي، لکه د واده د مراسمو عکسونه لېږل. په ټولیز ډول، غوښتونکي ته د اسنادو چمتو کولو لپاره شاوخوا ۳ څخه تر ۴ میاشتو پورې وخت ورکول کېږي.
که تاسو د خپلو ماشومانو لپاره غوښتنلیک ثبتوئ، نو USCIS ځینې وختونه تاسو څخه د DNA ازموینه اخیستلو غوښتنه کوي. د وینې دغه معاینه کولی شي ثابته کړي چې تاسو او دوی د وینې اړیکه لرئ. که USCIS د DNA ازموینې ته اړتیا ولري، کله چې تاسو غوښتنه وسپارئ، نو په یوه لیک کې به تاسو ته تشریح درکړي چې څنگه ازمېښت ترسره کړئ.

د غوښتنلیک د تایید په صورت کې څه پېښېږي؟

کله چې ستاسو د غوښتنلیک فورم تایید شي، دا د کورنۍ پر بنسټ متحده ایالتونو ته د کډوالۍ بهیر لومړی گام بلل کېږي. دا چې د کورنۍ د غړو د پیوستون غوښتنلیک ارزونه به څومره وخت نیسي د کورنۍ اړیکو ډول پورې اړه لري. د کورنۍ ځینې غړي باید کورنۍ اړیکو پر بنسټ ویزې ته انتظار وباسي. د اړوندې ویزې لپاره د انتظار وخت په تړاو معلومات د بهرنیو چارو وزارت د ویزې اړوند ځانگړې لیکنه کې ولولئ.
کله چې ویزه چمتو شي، بل گام په دې پورې اړه لري چې ستاسو د کورنۍ غړی چېرته ژوند کوي. که ستاسو د کورنۍ غړي په متحده ایالتونو کې وي، دوی کولی شي د خپل لنډمهالي اوسېدني دریځ په دایمي قانوني اوسېدونکي بدل کړي. د دایمي قانوني استوگنې د وضعیت په تړاو اړین معلومات د USCIS په وېبپاڼه کې شتون لري. که ستاسو د کورنۍ غړي د متحده ایالتونو څخه بهر وي، دوی کولی شي متحده ایالتونو ته د کډوالۍ لپاره د مهاجرت ویزې غوښتنه وکړي. د بهرنیو چارو وزارت په وېبپاڼه کې د کډوالۍ د ویزې غوښتنلیک کړنلارو په اړه نور معلومات ولولئ.
په هر حالت کې، د کورنۍ غړي به د متحده ایالتونو په سفارت کې خپله مرکه وکړي. د کورنۍ غړي امنیتي ارزونې او روغتیايي معاینات کوي او تر هغه وروسته دوی ته ویزې ورکول کېږي چې دوی ته اجازه ورکوي چې متحده ایالتونو ته سفر وکړي.

مرسته او مشوره