د برېټانیې د ډنډي پوهنتون (University of Dundee) افغان مېرمنو لپاره د زده کړې بورسیې اعلان کړي دي. افغان مېرمنې کولی شي په ۲۰۲۳/۲۰۲۴ تحصیلي کلونو د فوق لیسانس سند ترلاسه کولو لپاره د ډنډي پوهنتون (UoD) ته غوښتنلیک وسپاري. دا بورسونه د یو کلن پروگرام لپاره بشپړ فیس او همدارنگه د ژوند میاشتنی لگښت ورکوي. د دې سربېره، زده کوونکي کولی شي د استوگنې لگښت هم ترلاسه کړي، چې دوی ته مستقیم په میاشتني ډول ورکول کېږي. د دې سکالرشپ موخه د افغانستان د مېرمنو مالي ملاتړ، په بریټانیې کې د لوړو زده کړو پر مهال د فیسونو او د ژوند لگښتونو سره مرسته کول او په پایله کې د افغان مېرمنو لپاره د زده کړو زمینه برابرول دي چې گټور مهارتونه او پوهه ترلاسه کړي.

د دې بورسونو ښېگڼې

  • بریالي غوښتونکې به د یو کال زده کړو لپاره د بشپړ فیس معافیت ترلاسه کړي.
  • دغه سکالرشیپ د فوق لیسانس زده کړو پروگرام دی او د لیسانس پروگرامونه په دې سکالرشپ کې شامل نه دي.
  • بریالي گټونکي به د برېټانیې له شرایطو سره سم، د ژوند اړتیاو سره سم د ژوندانه میاشتني لگښت ترلاسه کړي.
  • بریالي گټونکي به د پوهنتون د استوگنې د لگښت شرطونو سره سم د استوگنځي میاشتنۍ کرایه ترلاسه کړي. غوښتونکي کولی شي د پوهنتون اړوند استوگنځي (لیلیه) یا شخصي استوگنځي کې ژوند وکړي. د هستوگنې فیس په مستقیم ډول هغو زده کونکو ته ورکول کېږي چې بیا د خپل استوگنځي لپاره د پیسو ورکولو مسوولیت لري.
  • بریالي غوښتونکي به د اړتیا په صورت کې د ډنډي پوهنتون د کورسونو له پیل څخه مخکې د انگلیسي ژبې پروگرامونو ته لاسرسی ولري.

څوک د سکالرشیپ لپاره وړ دی؟

  • غوښتونکی باید ښځینه وي. دغه سکالرشیپ د افغان تابعیت لرونکو ښځینه غوښتونکو غوښتنلیکونه مني.
  • ټول وړ غوښتونکي باید وکوالی شي خپل تابعیت او د اوسېدو هېواد ثابت کړي.
  • ټول وړ غوښتونکي باید په بشپړ وخت کې د پوهنتون د فراغت پروگرام کې شامل شي. د لیسانس ​​​​ماسټر او څېړنې پروگرامونه په دې سکالرشپ که نه شاملېږي.
  • ټول وړ غوښتونکي باید د ډنډي په پوهنتون کې د زده کړې لپاره مشروط یا غیرمشروط وړاندیز (Unconditional Offer) ولري.

د غوښتنلیک سپارنې وروستۍ نېټه

د ډنډي پوهنتون د افغان مېرمنو بورسونو لپاره د ۲۰۲۳ کال د مارچ ۲۳مې (د انگلستان په وخت) د شپې تر ۱۱:۵۹ بجو پورې غوښتنلیکونه مني.

اړین اسناد

  • د موخې بیان یا SOP (Statement of Purpose)؛
  • سپارښتلیک (Reference Letter)؛
  • د لیسانس ډيپلوم؛
  • د دولسم ټولگي شهادتنامه؛
  • د انگلیسي ژبې د مهارت سند؛
  • د هنر او ډیزاین کورسونو یا ډسپلینونو لپاره پورټ فولیو یا تخلیقي هنري کار؛
  • سي یا Resume؛ و
  • د ځینو مسلکي پروگرامونو لپاره د رضاکارانه کار او تجربې سند.

څنگه غوښتنلیک وسپارو (How to Apply

په ټوله کې د دې ډنډي سکالرشپ لپاره د غوښتنې دوه پړاوونه دي چې په لاندې دول دي:

لومړی پړاو

په لومړي پړاو کې ټولې ښځينه غوښتونکې اړ دي چې د ډنډي پوهنتون څخه وړاندیز لیک (Offer) او پېژندنمبر (ID) ولري. د دې لپاره اړتیا ده چې غوښتونکې لومړی د ډنډي پوهنتون ته د برېښنالیک له لارې خپل اسناد واستوي او د وړاندیزلیک (Offer) غوښتنه وکړي.

دویم پړاو

د وړاندیز لیک (Offer) او پېژندنمبر (ID) ترلاسه کولو وروسته باید غوښتونکې لاندې پړاوونه بشپړ کړي:
  • غوښتونکی باید لومړی د غوښتنلیک فورم ډک کړي کوم چې د "Apply Now" تڼۍ په کښېکاږلو سره موندل کیدی شي.
  • د ووېبپاڼې له لارې په الکترونیکي توگه د غوښنلیک کولو سربیره، ستاسو غوښتنلیک ته دوام ورکولو لپاره د ملاتړو اسنادو استول هم اړین دي.
  • په یاد ولرئ چې د ډنډي پوهنتون به ستاسو غوښتنلیک ته ارزونې لپاره ملاتړو اسنادو ته اړتیا ولري. مهرباني وکړئ ډاډ ترلاسه کړئ چې تاسو ټول اړونده اسناد د scholarships@dundee.ac.uk ته استولي دي.
  • پوهنتون سپارل شوي اسناد ارزوي کوي ترڅو ډاډ ترلاسه کړي چې د غوښتونکي د افغانستان تابعیت لري او که څنگه دا ډول نور توضیحات سم دي او که نه؟

د پایلو اعلان

پوهنتون به د سپارل شوي اسنادو بیاکتنه وکړي ترڅو ډاډ ترلاسه کړي چې غوښتونکي د افغانستان د تابعیت او نور اړوند شرطونه پوره کړي دي او که نه. مهرباني وکړئ په یاد ولرئ چې غوښتونکي به د ۲۰۲۳ کال د اپرېل تر لومړیو پورې د دوی د سکالرشپ غوښتنلیک پایلې په تړاو هېڅ ځواب ترلاسه نه کړي. له بریالیو غوښتونکو سره د بریښنالیک له لارې اړیکه نیول کېږي.

مرسته او مشوره

هغه افغانان چې ځانگړو معلوماتو یا مشورې ته اړتیا لري کولی شي د "بپرسېد" یا "وپوښتئ" مشاورینو سره د "وپوښتئ" 93729807235+ واټساپ شمېرې، فیسبوک مسېنجر یا د "وپوښتئ" وېبپاڼېله لارې اړیکه ونیسي او لا ډېر معلومات ترلاسه کړي.