د امریکې متحده ایالتونو د کډوالۍ ځانگړي ویزې (Special Immigration Visa - SIV) لرونکو ته د کورنیو د غړو د بیایوځای کېدو لپاره عمومي پلان او لارښوونې جوړې کړې دي.
د افغانستان د SIV غوښتونکي کولی شي د خپل ځان، خپل د ژوند ملگري او د 21 کلونو څخه کم عمر لرونکي ناواده شويو ماشومانو د وربللو لپاره غوښتنه وکړي. دا لیکنه په ډاگه کوي چې څنگه ستاسو ستاسو مېړه یا ښځه او ماشومان ستاسو د SIV پروگرام کې شامل کړئ. همدارنگه، په بېلابېلو حالتونو کې د غوښتونکو لپاره بېلابېل شرطونه روښانوي، تاسو کولی شئ هغه برخه ولولئ چې ستاسو حالت سره اړخ لگوي.

عمومي شرطونه

هغه خلک چې د امریکې د کډوالۍ ځانگړې ویزه لري، یا یې یوازې د SIV لپاره غوښتنه کړې، یا څوک چې په هر ډول د کورنۍ سره یوځای کېدو اراده لري، د دوی مېړه یا مېرمن چې عمرونه یې له 18 کلونو څخه پورته وي او د 21 کالو څخه کم عمر لرونکي ناواده شوي ماشومان متحده ایالتونو ته د کډوالۍ لپاره وړ گڼل کېږي.
هغه خلک چې د کډوالۍ ځانگړې ویزې (SIV) پروگرام له لارې د متحده ایالتونو د دایمي استوگنې (LPR) کارت ترلاسه کړی یا د SIV غوښتونکي دي، د دوی مېړه یا مېرمن او ماشومان چې عمرونه یې له 21 کلونو څخه کم دي د کډوالۍ ځانگړې ویزې (SIV) پروگرام لاندې متحده ایالتونو ته د کډوالۍ مستحق گڼل کېږي.
اړینه نه ده چې ستاسو د ژوند ملگرې، ماشومان، او د کورنۍ نور غړي دا وښيي چې دوی په خپل هېواد کې تعقیب شوي یا ربړول شوي دي ترڅو د دې غوښتنې لپاره وړ وگڼل شي.

څنگه غوښتنلیک وسپارو (How to Apply

د افغان کورنۍ د یوځای کېدو پورټل کې روښانه شوې چې څنگه په افغانستان کې د کډوالۍ ځانگړې ویزې غوښتونکي او په متحده ایالتونو کې میشت افغانان کولی شي د خپلو کورنیو نږدې غړو سره یوځای شي. لاندې د ذکر شوي پورټل پر بنسټ د SIV لرونکو او غوښتونکو د کورنۍ غړو د بېلابېلو شرایطو او حالتونو سره سم معلومات وړاندې کېږي:

1 - تاسو له متحده ایالتونو څخه بهر یاست

که تاسو د متحده ایالتونو څخه بهر یاست، ستاسو مېرمن یا مېړه او ماشومان له تاسو سره دي او تاسو د SIV پروگرام لپاره غوښتنلیک سپارئ، تاسو باید په یاد ولرئ کله چې تاسو د ماموریت د مشر تایید (COM Approval) لپاره غوښتنه کوئ، تاسو باید خپله مېرمن یا مېړه او ماشومان په  DS-157 فورم کې شامل کړئ. که له تاسو څخه وغوښتل شي چې د I-360 فورم چمتو او واستوئ، په فورمه کې د خپلې مېرمنې یا مېړه او ماشومانو نومونه یاد کړئ.
د ماموریت د مشر د تایید ترلاسه کولو وروسته، د ملي ویزې مرکز (National Visa Center - NVC)، د کورنۍ هر غړي لپاره چې په DS-157 فورم یا I-360 کې لیست شوي دي د nvcsiv@state.gov، برېښنالیک له لارې د DS-260 آنلاین ویزې غوښتنلیک بشپړولو پورې اړوند معلومات دراستوي. تاسو باید د خپلې مېرمنې یا مېړه او ماشومانو د ویزې غوښتنلیک سره په ورته وخت کې د ویزې غوښتنلیک بشپړ کړئ.

د نورو معلوماتو لپاره، د افغان اتباعو لپاره د کډوالۍ ځانگړې ویزې یا SIV اړوند ځانگړی لارښود دلته ولولئ.

د کډوالۍ ځانگړې ویزې یا SIV غوښتونکو لپاره د مرکې معلوماتو ترلاسه کولو لپاره، د متحده ایالتونو په سفارت کې شته معلومات ولولئ.

2 - تاسو د متحده ایالتونو څخه بهر یاست او د SIV لپاره غوښتنلیک سپارلو وروسته مو واده کړی یا ماشومان لرئ

تاسو د متحده ایالتونو څخه بهر یاست او د SIV لپاره غوښتنلیک سپارلو وروسته مو واده کړی یا ماشومان لرئ. که تاسو تر دې وړاندې د SIV لپاره غوښتنه کړې وي خو اوس اړتیا لرئ په خپل کېس کې د کورنۍ غړی اضافه کړئ، هغه گامونه چې تاسو ورته اړتیا لرئ ستاسو د غوښتنلیک بهیر پورې تړاو لري، چې موږ لاندې پرې بحث کوو:
  • که تاسو د COM تایید ته په تمه یاست، اړتیا نه لرئ اوس څه وکړئ ځکه چې تاسو کولی شئ د پروسې په وروستي پړاو کې ستاسو مېړه یا مېرمن یا ماشوم ستاسو د SIV کېس کې شامل کړئ.
  • که تاسو د I-360 غوښتنپاڼه وړاندې کړې وي او د پرېکړې په تمه یاست، بیا هم ستاسو له لوري د کوم اقدام اړتیا نه شته، ځکه چې تاسو کولی شئ د پروسې په وروستي پړاو کې ستاسو مېړه یا مېرمن یا ماشوم ستاسو د SIV کېس کې شامل کړئ.
  • که تاسو د DS-260 ویزې غوښتنپاڼه سپارلی وي، د خپلې مېرمنې یا مېړه یا نوي ماشوم په اړه NVC ته د NVCSIV@state.gov برېښنالیک له لارې یو لیک واستوئ او دغه مسله پکې بیان کړئ او اړین اسناد لکه د واده سند او د زېږون کارتونه ورسره ضمیمه کړئ. د ویزې ملي مرکز تاسو ته اجازه درکوي چې د دوی لـپاره د DS-260 ویزې نوي غوښتنلیک وسپاري.
  • که تاسو دمخه د ویزې مرکه کړې وي خو تر اوسه مو سفر نه وي کړی، سمدلاسه د متحده ایالتونو هغه سفارت یا قونسلگرۍ سره اړیکه ونیسئ چیرې چې ستاسو مرکه ترسره شوې وه. سفارت یا قونسلگرۍ ته ووایاست چې ستاسو نوې مېرمن یا نوی زېږېدلی ماشوم باید ستاسو غوښتنلیک کې اضافه شي.
  • که ستاسو ماشوم ستاسو د ویزې ترلاسه کولو وروسته زېږېدلی وي، خو لا تاسو امریکې ته سفر نه وي کړی، سمدستي د متحده ایالتونو سفارت یا قونسلگرۍ سره اړیکه ونیسئ. ستاسو ماشوم ممکن تاسو سره د یوځای سفر لپاره ویزې ته اړتیا و نه لري.

3 - تاسو د متحده ایالتونو څخه بهر د SIV برنامې لپاره غوښتنلیک سپارئ او ستاسو مېرمن یا مېړه او ماشومان په بل جلا هېواد کې دي

که ستاسو مېرمن یا مېړه او ماشومان ستاسو سره د ویزې په مرکه کې گډون نه شي کولی، دوی به ستاسو د SIV ترلاسه کولو او متحده ایالتونو ته تر کډوالۍ وروسته د خپل SIV لپاره غوښتنه وکړي.
کله چې تاسو غوښتنلیک سپارئ، تاسو باید لاهم د خپل غوښتنلیک په فورمو کې خپل مېرمن یا مېړه او ماشومان لیست کړئ. تاسو د متحده ایالتونو څخه بهر SIV ترلاسه کړی او متحده ایالتونو ته مهاجر شوي یاست، خو ستاسو مېرمن یا مېړه او ماشومان لاهم د متحده ایالتونو څخه بهر دي. ستاسو مېرمن یا مېړه چې عمر یې د 18 کالو څخه ډېر وي او ستاسو ناواده شوي ماشومان چې عمر یې د 21 کلونو څخه کم وي متحده ایالتونو ته د کډوالۍ وړ دي ځکه چې ستاسو مېرمن یا مېړه او ناواده شوي ماشومان کولی شي وروسته د SIV له لارې له تاسو سره د یوځای کېدو لپاره غوښتنه وکړي.
د دې لپاره چې د خپلې مېرمن یا مېړه او ماشومانو سره د یوځای کېدو لپاره غوښتنلیک وسپارئ، تاســـــو اړ یاست چې د I-130 فورم ډاونلوډ او ډک کړئ. همدارنگه، د افلاین فارم پرځای، تاسو کولی شئ د I-130 انلاین غوښتنلیک فورم هم ډک کړئ. د I-130 فورم د ډکولو او استولو لارښود په دې لینک کې ولولئ.
په امریکې کې ستاسو د وضعیت په پام کې نیولو سره، کېدی شي له تاسو څخه وغوښتل شي چې د پورته یاد شوي فورم سربېره د I-824 فورم ډاونلوډ او ډک کړئ. په دې لینک کې د I-824 فارم لپاره لارښوونې ولولئ.
په یاد ولرئ چې ستاسو مېړه یا مېرمن باید مخکې له دې چې تاسو متحده ایالتونو ته مهاجر شئ تاسو سره واده کړی وي ترڅو د یوځای کېدو لپاره SIV ترلاسه کړي.
همدارنگه په یاد ولرئ چې ستاسو مېړه یا مېرمن باید مخکې له دې چې تاسو متحده ایالتونو ته کډوال شئ تاسو سره واده کړی وي ترڅو د یوځای کېدو لپاره SIV ترلاسه کړي.
ستاسو د 21 کلونو څخه کم عمر لرونکی ناواده شوي اولادونه کولی شي د یوځای کېدو لپاره SIV ترلاسه کړي خو په دې شرط چې له لاندې حالتونو څخه یو ولري:
  • ستاسو ماشوم متحده ایالتونو ته ستاسو تر کډوالۍ وړاندې زېږېدلی و؛ یا
  • ستاسو ماشوم متحده ایالتونو ته ستاسو له کډوالۍ وروسته زېږېدلی، خو تاسو متحده ایالتونو ته له کډوالۍ دمخه د خپل ماشوم مور یا پلار سره واده کړی وي.
د SIV ترلاسه کولو او متحده ایالتونو ته تر کډوالۍ وروسته، د ویزې ملي مرکز ته د nvcsiv@state.gov برېښنالیک له لارې یو لیک واستوئ. د کېس د برېښنالیک په موضوع د خپل نوم او د زېږون نېټه ولیکئ. مسله د برېښنالیک په متن کې تشریح کړئ او د صادرې شوې ویزې یوه کاپي، د مېړه یا مېرمن او ماشومانو پاسپورټونه، او له تایید شوې انگریزي ژباړې سره نکاح خط له برېښنالیک سره ونښلوئ او پورته یاد شوي برېښنالیک ته یط واستوئ. د NVC په برېښنالیک باید یادونه وکړئ چې دوی په کوم سفارت یا قونسلگرۍ SIV مرکه کوي. کېدی شي له تاسو څخه غوښتنه وشي چې ستاسو د کورنۍ اړیکو په اړه اړین مدني سندونه وړاندې کړئ. که چېرې له تاسو سره یو سند شتون و نه لري، نو NVC ته یې په تړاو وضاحت ور کړئ چې ولې شتون نه لري.

که ستاسو مېړه یا مېرمن او ماشومان په افغانستان کې وي او غواړي چې له افغانستان څخه د وتلو لپاره د متحده ایالتونو حکومت مرستې څخه خبر شي نو د بهرنیو چارو وزارت وېبپاڼه کې د کورنۍ د غړو د پیوستون برخې ته مراجعه وکړئ.

په بل پړاو کې، ستاسو مېړه یا مېرمن او ماشومان باید د DS-260 ویزې غوښتنه او مرکه بشپړه کړي. د لا ډېرو معلوماتو لپاره د افغانانو لپاره د متحده ایالتونو د ځانگړې ویزې یا SIV په اړه ځانگړی لارښود ولولئ.

4 - تاسو متحده ایالتونو ته د بشردوستانه ویزې (Humanitarian Parole) پر مټ کډوال شوي یاست، بیا د SIV لپاره غوښتنه کوئ، ستاسو مېړه یا مېرمن او ماشومان هم په متحده ایالتونو کې دي

که تاسو په متحده ایالتونو کې یاست او د SIV لپاره غوښتنه کوئ، د COM تاییدي ترلاسه کولو یا هم د اړتیا په صورت کې I-360 تاييد وروسته، باید د وضعیت د بدلون لپاره غوښتنه وکړئ او گرین­کارت (Green Card) ترلاسه کړئ.
د افغانستان د SIV پروسې پر بنسټ د گرین کارت لپاره د غوښتنلیک سپارلو په اړه د IRAP لارښود دلته ولولئ.
د وضعیت د سمون لپاره د غوښتنلیک فورم I-485 بلل کېږي.که ستاسو مېړه یا مېرمن او ماشومان له تاسو سره وي، کله چې تاسو خپل I-485 ثبتوئ، باید د دوی I-485 غوښتنلیکونه له خپل غوښتنلیک کڅوړې سره یوځای کړئ.که ستاسو I-485 وار دمخه تایید شوی وي، دوی کولی شي خپل I-485 غوښتنلیکونه هم وسپاري.

5 -تاسو متحده ایالتونو ته د بشردوستانه ویزې (Humanitarian Parole) پر مټ کډوال شوي یاست، بیا د SIV لپاره غوښتنه کوئ، ستاسو مېړه یا مېرمن او ماشومان له متحده ایالتونوڅخه بهر دي

تر هغه چې ستاسو د I-485 د وضعیت غوښتنلیک تایید نه شي ستاسو مېړه یا مېرمن او ماشومان د متحده ایالتونو څخه بهر نه شي کولی له تاسو سره د پیوستون په پار د دوی SIV کېسونو لپاره غوښتنه وکړي.
د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې افغان بشردوستانه یا مشروطې ازادۍ ویزې لرونکي او د لنډمهاله خوندیتوب حالت (Temporary Protected Status – TPS) لرونکي کولی شي د کورنۍ غړو سره پیوستون لپاره د مرستې غوښتنه وکړي. خو د 2022 نومبر راهیسې تر دې مهاله، د بهرنیو چارو وزارت د غوښتنلیک څرنگوالي په اړه جزئیات نه دي ډاگیز کړي.

6 - تاسو متحده ایالتونو ته د بشردوستانه ویزې (Humanitarian Parole) پر مټ کډوال شوي یاست، او د وضعیت د سمون غوښتنه مو تایید شوې خومېړه یا مېرمن او ماشومان موله متحده ایالتونوڅخه بهر دي

ستاسو له 18 کلونو څخه پورته مېرمن یا مېړه او د 21 څخه کم عمر لرونکي ناواده شوي اولادونه کولی شي له تاسو سره د پیوستون په موخه د خپلو SIV کېسونو لپاره غوښتنه وکړي.
له تاسو سره د پیوستون پار د SIV ترلاسه کولو لپاره، ستاسو مېرمن یا مېړه باید مخکې له دې چې تاسو د SIV پروسې له لارې د وضعیت سمون لپاره غوښتنه وکړئ تاسو سره واده کړی وي.
ستاسو د 21 کالو څخه کم عمر لرونکی ناواده شوی اولادونه په لاندې حالتونو کې کولی شي د پیوستون لپاره SIV ترلاسه کړي:
  • ستاسو ماشوم ستاسو د وضعیت له بدلون وړاندې په متحده ایالتونو کې زېږېدلی وي؛ یا
  • ستاسو ماشوم د وضعیت له سمون وروسته په متحده ایالتونو کې زېږېدلی وي، خو تاسو مخکې له دې چې په متحده ایالتونو کې خپل موقف تنظیم کړئ د خپل ماشوم مور یا پلار سره واده کړی وي.

د I-824 فورم په اړه ځينې اړین ټکي

  • د I-824 فورم USCIS ته خبر ورکوي چې دوی باید کېس د ویزې ملي مرکز (NVC) ته واستوي ترڅو ستاسو د مېړه یا مېرمن او ماشومانو د بیا پیوستون غوښتنلیکونو بهیر پیل کړي.
  • تاسو اړ نه یاست چې د خپل I-824 غوښتنلیک ثبتولو لپاره فیس ورکړئ. د خپل غوښتنلیک په هره پاڼه کې د "AFGHAN SIV OPERATION ALLIES WELCOME" ولیکئ. دا د متحده ایالتونو حکومت سره مرسته کوي چې پوه شي تاسو اړ نه یاست د غوښتنلیک فیس ورکړئ.
  • که ډاډه نه یاست چې څنگه د فورم یوه برخه ډکه کړئ، تاسو باید د کډوالۍ اړوند وکیل سره خبرې وکړئ. دلته تاسو کولی شئ، نږدې وړیا یا ټیټ لگښت لرونکي حقوقي خدمتونو چمتو کونکو لټون وکړئ.
  • که تاسو د SIV پر شرایطو د برابروالي له مخې د وضعیت تنظیم لپاره I-485 فورم سپارلې وي او د خپلې مېرمنې/مېړه او ماشومانو د پیوستون لپاره پروسه مو پیل کړې وي د I-824 غوښتنلیک په دویمه برخه کې، "1c" غوراوی وټاکئ چیرې چې به لاندې متن څرگند شي:
"USCIS to notify a U.S. Consulate through the NVC about my adjustment of status to permanent resident in the United States."
  • کله چې تاسو د I-824 غوښتنلیک وسپارئ، تاسو باید د خپل I-797 فورم یوه کاپي هم له غوښتنلیک سره یوځای کړئ چې تاسو د I-485 د وضعیت غوښتنلیک د سمون لپاره ترلاسه کړې وه.
  • تاسو کولی شئ د I-824 غوښتنلیک د متحده ایالتونو د پوستي خدمتونو له لارې په دې پته واستوئ:
USCIS
Attn: NFB
P.O. Box 21281
Phoenix, AZ 85036-1281
که تاسو د FedEx، UPS یا DHL خدمتونه کاروئ، فورمه باید لاندې پتې ته واستول شي:
USCIS
Attn: NFB (Box 21281)
1820 E. Skyharbor Circle S
Suite 100
Phoenix, AZ 85034-4850
  • د غوښتنلیک سپارلو وروسته به تاسو له USCIS څخه د رسیدگڼې سره مل د I-797 فورمې په اړه یو تاییدونکی برېښنالیک ترلاسه کړئ. بیا تاسو کولی شئ دلته د خپل غوښتنلیک انلاین بڼه وگورئ.
  • که ستاسو I-824 تایید شي، د ویزې ملي مرکز به تاسو ته د nvcsiv@state.gov برېښنالیک له لارې ستاسو د مېرمن یا مېړه او ماشومانو د پیوستون ویزو لپاره د غوښتنلیک څرنگوالي په اړه معلومات درکړي.
ستاسو مېړه یا مېرمن او ماشومان باید بیا د DS-260 ویزې غوښتنلیک او د ویزې مرکې پروسه بشپړه کړي. په مرکه کې، ستاسو مېړه یا مېرمن او ماشومان باید ستاسو د کورنۍ اړیکو په تړاو اړین مدني اسناد چمتو کړي. په مدني اسنادو کې د نکاح خط، د زېږون کارتونه، او تذکرې شامل دي. مرکه کوونکی کولی شي له دوی څخه د کورنۍ اړیکو، د واده نېټې او ځای او ستاسو د ماشومانو د زېږون نېټو په اړه پوښتنه وکړي.
که ستاسو مېړه یا مېرمن او ماشومان په افغانستان کې وي او غواړي چې له هیواد څخه د وتلو لپاره د متحده ایالتونو د حکومت مرستې په اړه وپوهېږي، د بهرنیو چارو وزارت وېبپاڼه دلته وگورئ.

7 - تاسو د کډوالۍ یا د SIV پروسې له لارې د وضعیت تنظیم کولو وروسته له خپلې مېرمنې یا مېړه سره واده کړی دی، یا ستاسو ماشوم له تاسو سره د SIV پیوستون پر شرایطو برابر نه دی

د پیوستون په پار د SIV ترلاسه کولو لپاره، ستاسو مېړه یا مېرمن باید د وضعیت یا کډوالۍ له بدلون څخه مخکې تاسو سره واده کړی وي.
ستاسو د 21 کلونو څخه کم عمر لرونکی ناواده شوي اولادونه یوازې هغه مهال د پیوستون لپاره SIV ترلاسه کولی شي چې له لاندې حالتونو څخه یو یې شتون ولري:
  • ستاسو ستاسو د وضعیت څخه مخکې ستاسو ماشوم په متحده ایالتونو کې زېږېدلی وي؛ یا
  • ستاسو ماشوم په متحده ایالتونو کې وروسته له دې زېږېدلی وي چې تاسو خپل حالت تنظیم کړئ، خو تاسو مخکې له دې چې په متحده ایالتونو کې خپل موقف تنظیم کړئ د خپل ماشوم مور یا پلار سره واده کړی وي.
که ستاسو مېړه یا مېرمن او ماشومان د SIV سره د پیوستون پر شرایطو برابر نه وي، تاسو بیا هم کولی شئ د دوی لپاره I-130 فورمه ډکه او واستوئ.

8 - کله چې تاسو د SIV لپاره غوښتنه کړې وه ستاسو اولاد عمر د 21 کلونو څخه کم و،خو اوس له21 څخه پورته دی

که ستاسو ماشوم د SIV لپاره غوښتنې پر مهال د 21 کلونو څخه کم عمر ولري خو د غوښتنلیک ارزونې په بهیر کې 21 کلن شي، دوی بیاهم کېدی شي د SIV یا SIV سره د پیوستون د شرایطو وړ وي. ځکه چې قانون پېچلی دی، تاسو کېدی د کډوالۍ اړوند وکیل سره د خپلې کېس په اړه سلامشوره وکړئ.
د متحده ایالتونه به وگوري چې هغه مهال چې تاسو د SIV غوښتنلیک سپارلی دی ستاسو ماشوم د 21 کلونو څخه کم عمر درلود او که نه. که تاسو I-360 ثبت کړی وي، د متحده ایالتونو حکومت به وگوري چې ایا ستاسو هغه مهال چې تاسو د I-360 فورم ثبت کړی ستاسو ماشوم د 21 کلونو څخه کم عمر درلود که نه. که تاســــو د I-360 فورم ته اړتیا و نه لرئ (نه وي ثبت شوی) نو د متحده ایالتونو حکومت به وگوري چې ستاسو ماشوم د DS-157 په نیټه د 21 کلونو څخه کم عمر درلود، او که نه.
که ستاسو ماشوم ستاسو د SIV غوښتنلیک سپارلو وروسته 21 کلن شي، نو دا مهمه ده چې تاسو د غوښتنلیک د تایید څخه وروسته یوکال دننه د خپلو اولادونو لپاره د DS-260 ویزې غوښتنلیک یا د I-824 فورم ولېږئ. که تاسو په متحده ایالتونو کې یاست، تاسو کولی شئ د وضعیت د سمون لپاره د I-824 فورم سره په ورته وخت کې د I-485 غوښتنلیک هم ثبت کړئ. که تاسو په یو کال کې غوښتنه ونه کړئ، ستاسو ماشوم چې 21 کلن دی کېدی شي د SIV لپاره وړ و نه گڼل شي.

9 - تاسو خپل مېړه یا مېرمن او ماشومان په غوښتنلیک کې نه دي ذکر کړي

که تاسو خپل مېړه یا مېرمن او ماشومان په هغه سند کې نه وي شامل کړي چې تاسو پخوا ثبت کړی وي، دا کار کولی شي ستاسو غوښتنلیک اغیزمن کړي. تاسو کېدی شي د کډوالۍ وکیل سره د خپلو غوراویو په اړه بحث وکړئ.

اړین سندونه

ستاسو د مېړه یا مېرمن او ماشومانو د اړتیا وړ اسناد په لاندې ډول دي:
  • له خپل مېړه یا مېرمن سره ستاسو د واده د اړیکې ثابتولو لپاره نکاح خط؛
  • که تاسو مخکې واده کړی وي، د اسنادو یوه کاپي لکه د طلاق خط یا د مړینې خط چې د دې ښودنه وکړي چې ستاسو پخوانی واده پای ته رسیدلی؛
  • له تاسو سره د اړیکې ثابتولو لپاره ستاسو د ماشومانو تذکرې او زېږون­کارتونه؛
  • د کورنۍ د غړو پاسپورټونه؛ او
  • کېدی شي له تاسو څخه د خپلو کورنیو اړیکو د ثابتولو لپاره د ځينې اسنادو غوښتنه وشي.
که ستاسو اسناد په انگلیسي ژبه نه وي، د اسنادو انگلیسي ژباړه هم واستوئ. په ژباړه کې باید یو اقرارلیک شامل وي چې ژباړونکي یې یادونه وکړي چې هغه په ​​دواړو ژبو برلاسی دی.
د خپل غوښتنلیک سپارلو دمخه، ډاډ ترلاسه کړئ چې تاسو د ټولو فورمو او اسنادو یوه کاپي له ځان سره وساتئ. ان که تاسو اصلي اسناد هم ولرئ، تاسو باید تل د ټولو اسنادو یوه کاپي له ځان سره وساتئ، ځکه چې تاسو ممکن په راتلونکي کې ورته اړتیا ومومئ.

د غوښتنلیک انلاین څار

تاسو کولی شئ د خپل غوښتنلیک اړوند هر پرمختگ په انلاین بڼه وڅارئ. غوره ده چې د خپل غوښتنلیک په تړاو تازه معلومات انلاین ترلاسه کړئ. تاسو د انلاین غوښتنلیک څار پاڼې ته لاړ شئ او د خپل غوښتنلیک د وضعیت په اړه معلومات ترلاسه کولو لپاره خپل د تشخیص شمېره دننه کړئ.

د غوښتنلیک ارزونه

د کورنۍ غړو د بیاپیوستون غوښتنې ارزونه کېدی شي څو میاشتې یا ډېر وخت ونیسي. تاسو باید د خپلې غوښتنې په اړه د ځواب ترلاسه کولو لپاره صبر وکړئ. په ټولو کېسونو کې مخکې له دې چې د سفر اسناد تایید شي به ستاسو د مېړه یا مېرمن سره مرکه وشي.
که ستاسو د کورنۍ غړي لادمخه په متحده ایالتونو کې وي، نو تاسو ټولو سره به مخکې لدې چې ستاسو غوښتنلیک تایید شي د NVC له لوري مرکه وشي. په ځینو حالتونو کې وکړي ان که ستاسو مېرمن یا مېړه او ماشومان له متحده ایالتونو څخه بهر وي، کېدی شيNVC د مرکې غوښتنه وکړي.
د NVC دفتر به تاسو ته ستاسو د غوښتنلیک په اړه د هرې پریکړې په اړه یو لیک واستوي. کله کله کېدی شي NVC تاسو ته یو لیک واستوي او له تاسو څخه د نورو اسنادو غوښتنه وکړي، لکه د واده د مراسمو عکسونه لېږل. په ټولیز ډول، غوښتونکي ته شاوخوا 3 څخه تر 3 میاشتو پورې وخت د اسنادو چمتو کولو لپاره ورکول کېږي.
که تاسو د خپلو ماشومانو لپاره غوښتنلیک ثبتوئ، نو NVC ځینې وختونه تاسو څخه د DNA ازموینه اخیستلو غوښتنه کوي. د وینې دغه معاینه کولی شي ثابت کړي چې تاسو او دوی د وینې اړیکه لرئ. که USCIS د DNA ازموینې ته اړتیا ولري، کله چې تاسو غوښتنه وسپارئ، نو په یوه لیک کې به تاسو ته تشریح درکړي چې څنگه ازمېښت ترسره کړئ.

د غوښتنلیک د تایید په صورت کې څه پېښېږي؟

کله چې ستاسو د غوښتنلیک فورم تایید شي، دا د کورنۍ پر بنسټ متحده ایالتونو ته د کډوالۍ بهیر لومړی گام بلل کېږي. دا چې د کورنۍ د غړو د پیوستون غوښتنلیک ارزونه به څومره وخت نیسي د کورنۍ اړیکو ډول پورې اړه لري. د کورنۍ ځینې غړي باید کورنۍ اړیکو پر بنسټ ویزې ته انتظار وباسي. د اړوندې ویزې لپاره د انتظار وخت په تړاو معلومات د بهرنیو چارو وزارت د ویزې اړوند ځانگړې لیکنه کې ولولئ.
کله چې ویزه چمتو شي، بل گام په دې پورې اړه لري چې ستاسو د کورنۍ غړی چېرته ژوند کوي. که ستاسو د کورنۍ غړي په متحده ایالتونو کې وي، دوی کولی شي د خپل لنډمهالي اوسېدني دریځ په دایمي قانوني اوسیدونکي بدل کړي. د دایمي قانوني استوگنې د وضعیت په تړاو اړین معلومات د USCIS په وېبپاڼه کې شتون لري. که ستاسو د کورنۍ غړي د متحده ایالتونو څخه بهر وي، دوی کولی شي متحده ایالتونو ته د کډوالۍ لپاره د کډوالۍ ویزې غوښتنه وکړي. د بهرنیو چارو وزارت په وېبپاڼه کې د کډوالۍ د ویزې غوښتنلیک کړنلارو په اړه نور معلومات ولولئ.
په هر حالت کې د کورنۍ غړي به د متحده ایالتونو په سفارت کې خپله مرکه وکړي. د کورنۍ غړي امنیتي ارزونې او روغتیايي معاینات کوي او تر هغه وروسته دوی ته ویزې ورکول کېږي چې دوی ته اجازه ورکوي چې متحده ایالتونو ته سفر وکړي.

مرسته او مشوره