د برېټانوي ښوونیز بنسټ FutureLearn په دې وروستیو کې اعلان کړی چې د افغان مېرمنو لپاره د آنلاین زده کړې او روزنې زمینه برابروي. دغه بنسټ په افغانستان کې د طالبانو لخوا د مېرمنو د لوړو زده کړو په برخه کې د هغوی د ګډون د بندیز له امله افغانو مېرمنو ته د ډیجیټل زده کړو وړیا لاسرسی زمینه برابروي.
د زده کړې د FutureLearn بنسټ د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر په ۲۲مه نېټه اعلان وکړ چې هغه نجونې او مېرمنې چې انټرنېټ ته لاس رسی لري کولی شي لنډمهاله کورسونه او د غوره برېتانوي لوړو زده کړو ځانګړي کورسونه پرته له کوم لګښت څخه تعقیب کړي.
ياد بنسټ د نړۍ له معتبرو پوهنتونونو سره په ځانګړې توګه د برېټانيې له لوړ پوړو پوهنتونونو سره همکاري  لري. دا بنسټ افغان مېرمنو ته وړیا انلاین زده کړې خدمتونه اعلان کړي، په داسې حال کې چې نورو زده کونکو ته یې ټول خدمتونه د پام وړ لګښت لري.
دا اقدام د طالبانو د ډلې د هغې پرېکړې په غبرګون کې کېږي چې د افغانستان په پوهنتونونو کې یې د ښځو پر حضور د سمدستي بندیز لګولو په ځواب کې لږ تر لږه افغان مېرمنو ته د انلاین زده کړو فرصت برابر شي. دغه بندیز په نړیواله کچه غندل شوی او په افغانستان کې یې نیوکې هم راپارولي دي، ځکه چې دا د ښځو زده کړې نور هم محدودوي. له هغه وخته چې د طالبانو ډله تېر کال واک ته ورسېده، نجونې له متوسطه او لوړو زده کړو محرومې شوې او د افغان مېرمنو وضعیت هغه مهال لا خراب شو چې د ۲۰۲۲ کال په ډسمبر میاشت کې طالبانو د مېرمنو پر لوړو زده کړو بندیز ولږول.
له زده کړې څخه د مېرمنو د محرومیت زغمل نړیوالې ټولنې ته دومره ګران وو چې د اسټرالیا، کاناډا، فرانسې، جرمني، ایټالیا، جاپان، هالنډ، ناروې، هسپانیې، سویس، بریتانیې او د امریکا د بهرنیو چارو وزیرانو او لویو د اروپايي ټولنې استازي د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر په ۲۱مه په یوه ګډه اعلامیه کې دغه پرېکړه غندلې او له طالبانو یې غوښتي چې خپله دا پرېکړه بدله کړي. په اعلامیه کې همداراز راغلي چې یو باثباته، اقتصادي او سوله ییز افغانستان یوازې هغه مهال ترلاسه کېدی شي چې د ښځو او نجونو په ګډون ټول افغانان وکولای شي د هېواد په راتلونکي او پرمختګ کې په پوره، مساوي او معنوي ډول برخه او ونډه واخلي.
د فیوچر لیړن رییس جو جانسن وايي: "د نجونو او مېرمنو لپاره چې انټرنیټ ته لاسرسی موندلی شي او خپل وخت ورته ځانګړی کړي، دا د حل یوه لاره کېدی شي. په داسې حال کې چې دا د حل یوازینۍ حل نه دی، ځکه چې د ضعیف انټرنیټ اړیکه، غربت او د ژبې خنډونه په دې کې بد اغیز لري. په دې مانا چې ډېری ښځې نشي کولی موادو ته لاسرسۍ ولري. په هرصورت، دا کولی شي په افغانستان کې د ښځو پر پیاوړتیا ارزښتناکه رول ولوبوي ترڅو د زده کړې په برخه کې د دوی د نه منلو وړ بشري حق څخه دفاع وشی."
افغان ميرمنې کولی شي د وړیا ګډون له لارې د FutureLearn پلټفورم کې له ۱۲۰۰ څخه ډېرو روزنیزو کورسونو ته لاسرسی ومومي. د FutureLearn پلټفورم په 2012 کې د آزاد پوهنتون لخوا پیل شو. د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر راهیسې د Global University Systems  ملکیت دی، دا نن د نړۍ د ۲۰۰ غوره پوهنتونونو شاوخوا څلورمه برخه کورسونه وړاندې کوي. د انګلستان د ۳۰ غوره پوهنتونونو څخه ۲۶ یې د FutureLearn بنسټ همکاران دي.
د پرانستې ټولنې بنسټ رییس لارډ مارک مالاک براون وویل: "طالبان فکر کوي چې نړۍ دوی هېر کړي دي. موږ باید د فیوچر لرن د ستاینې وړ اقدام وستایو چې د دې رژیم لاندې د مېرمنو  د زده کړې دوام ته د خپل پلټفورم پرانستلو له لارې ګټور رول لوبوي. دا زده کړې به هغو مېرمنو لپاره وړاندې کېږي چې د انټرنیټ خدمتونو ته لاسرسی ولري. دا د ښه راغلاست نښه ده چې د ټولو افغانانو لپاره د بشري حقونو د مبارزې لپاره زموږ ژمنتیا پیاوړې ده."
کچېرې افغانې مېرمنې چې د وړیا ګډون په اړه نور معلومات غواړي د FutureLearn وېبپاڼې ته مراجعه وکړي.
هغه افغانان چې ځانگړو معلوماتو یا مشورې ته اړتیا لري کولی شي د "بپرسېد" یا "وپوښتئ" مشاورینو سره د "وپوښتئ" 93729807235+ واټساپ شمېرې، یا فیسبوکمسېنجر یا د "وپوښتئ" وېبپاڼېله لارې اړیکه ونیسي او لا ډېر معلومات ترلاسه کړي.