د آلمان فدرال دولت د افغانستان په ګاونډیو هېوادونو کې شاوخوا پنځه زره (۵۰۰۰) افغان مېرمنو ته د زده کړې زمینه برابروي.
د آلمان د اقتصادي همکاریو او پراختیا وزارت په یوه خبرپاڼه کې چې د ۲۰۲۳ کال د جنورۍ په ۱۰ مه خپره کړې، د ښځو لپاره د آلمان د اکاډمیک تبادلې خدمت ادارې (DAAD) په همکارۍ د دغه شمېر بورسونو چمتو کول اعلان کړل. د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، د بورسونو لپاره راغلي کسان به تر ډېره هغه مېرمنې وي چې د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر په پای کې په افغانستان کې له زده کړو څخه منع شوي دي. د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، دغه بورسونه د هغو ځوانانو لپاره دي چې د طالبانو له ظلم څخه د بنګلدېش، قرغزستان او پاکستان هېوادونو ته تښتېدلي دي.
د آلمان د پراختیایي چارو وزارت وېبپاڼې په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي چې دغه تحصیلي بورسونه د یادو درېیو هېوادونو په معتبرو پوهنتونونو کې د لېسانس او ​​ماسټرۍ په کچه ورکول کېږي. په بنګلدیش کې، افغان مېرمنې د DAAD پروګرام سره په همغږۍ کې د چیټاګنګ په آسیایی ښځینه پوهنتون کې زده کړې کوي. د قرغزستان په بشکیک کې د منځنۍ اسیا امریکايي پوهنتون به افغان مېرمنو ته د زده کړو زمینه برابره کړي. په پاکستان کې به د DAAD پروګرام له لارې افغان مېرمنو ته په بېلابېلو پوهنتونونو کې څلور کلن لیسانس او ​​دوه کلن ماسټر سکالرشیپونه ورکړل شي.
د المان د اقتصادي همکاریو او پراختیا وزیره سونیا شولز په دې برخه کې وايي، سره له دې چې افغان ښځې د طالبانو د حکومت په واکمنۍ کې له زده کړو بې برخې دي، موږ به هېڅکله د ښځو لپاره د زده کړو د دوام په لټه کې له هڅو لاس وانخلو. هغه زیاته کړه، د طالبانو پالیسي نه یوازې دا چې د ښځو سپکاوی دی، بلکې د افغانستان د پرمختګ لپاره هم زهرجن دی. د زده کړې له فرصت څخه د نیم وګړي بې برخې کول د دې هېواد راتلونکي ظرفیت له منځه وړي. له لوستو ښځو پرته له لوږې او فقر څخه د خلاصون لاره نشته. په مرستندویه موسسو کې د دوی شتون هم اړین دی. طالبان باید هغه بندیزونه لرې کړي چې پر ښځو اغېز کوي.
په همدې حال کې د آلمان د پوهنتونونو د محصلینو د تبادلې د پروګرام مشر جویبرتو مکرجي وايي، د تحصیلي بورسونو نوی پروګرام د ځوانو مېرمنو د ځواکمنولو لپاره یو مهم جوړښت دی چې پوهنتونونو ته د چمتووالي او په سیمه ایزو پوهنتونونو کې د لېسانس او ​​ماسټرۍ د کچې بورسونو سره د افغان ښځینه مهاجرینو ملاتړ کوي.
د افغان مېرمنو لپاره دغه بورسونه چې ارزښت یې اوه (۷) میلیونه یورو کېږي، د آلمان د فدرال دولت د اقتصادي همکاریو او پراختیا وزارت له خوا ورکول کېږي. دا پروګرام به تر ۲۰۲۷ کال پورې دوام وکړي او شاوخوا پنځه زره افغان مېرمنې به ترې ګټه واخلي. د دې ترڅنګ د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ هم له دغه پروګرام څخه ملاتړ کوي او له افغان مېرمنو سره به لازمې مرستې وکړي.
د الماني چارواکو په وینا اوسنی وضعیت د افغانستان خلکو لپاره یو ناورین دی او په ځانګړې توګه ځوانې ښځې سخت ځپل شوي دي. څرنګه چې دوی له پوهنتونونو څخه ایستل شوي، نو په ټولنیز ژوند کې د ګډون چانس د دوی لپاره خورا ستونزمن دی او دوی د اکادمیک زده کړې له هر فرصت څخه بې برخې دي.
نړیوالې ټولنې د طالبانو وروستۍ پرېکړې ته چې له ټولنې څخه د ښځو د محروم کولو په اړه یې توند غبرګون ښودلی او په دې توګه د نړۍ بېلابېلو هېوادونو اعلان وکړ چې افغان مېرمنې او نجونې به یوازې نه پرېږدي.