برنامه اولویت اول سوالات متداول-02.jpg

د ۲۰۲۱ کال د اگسټ په میاشت کې د امریکې متحده ایالاتو د دویم لومړیتوب د بیامېشتېدنې پلان (P-2) د افغانانو د بیامېشتېدنې په توگه اعلان کړ. د دې پلان له مخې امریکایي بنسټونه، رسنۍ او سازمانونه کولای شي د امریکې له دولت څخه په دغه هېواد کې د خپلو افغان همکارانو د مېشتېدو غوښتنه وکړي.

د کډوالۍ دغه پروگرام د متحده ایالتونو د کډوالو د منلو پروگرام یا (The United States Refugee Admissions Program - USRAP) ته د ځینو افغان اتباعو او د هغوی د کورنۍ پر شرایطو برابرو غړو ته د لاسرسي شونتیا برابروي.

د P-2 پروگرام په تړاو ډیری پوښتنې شتون لري چې د غوښتونکو په ذهنونو کې راپورته کېږي چې دوی یې ممکن په ځوابونو و نه پوهېږي. په دې لیکنه کې په وار، وار پوښتل شویو پوښتنو ځوابونه (Frequently Asked Questions - FAQ) یا FAQ چمتو شوي، دا د هغو خلکو د لوستلو لپاره دي چې غواړي خپلو پوښتنو او اندېښنو ته د ځواب په لټه کې دي.

د دویم لومړیتوب P-2 په تړاو په مکرر ډول پوښتل شوې پوښتنې او ځوابونه

کوم خلک د P-2 د راجع کېدونکو پر شرایطو برابر دي؟

د متحده ایالتونو دولتي ادارې او بنسټونه او په متحده ایالتونو کې مېشته نادولتي سازمانونه یا رسنۍ چې په افغانستان کې یې فعالیت درلود، کولی شي د P-2 پروگرام لپاره د راجع کولو غوښتنلیکونه هغو افغانانو ته وسپاري چې په لاندې درېیو کټگوریو کې راځي:

  • هغه افغانان چې د کډوالۍ ځانگړې ویزې (Special Immigration Visa - SIV) لپاره یې د خدمت لږترلږه موده نه ده بشپړه کړې، خو یو مهال یې د متحده ایالتونو د حکومت، پوځ یا د نړیوال امنیت مرستندویه ځواک(ISAF) یا پرېکنده ملاتړ سره د قراردادي کارکوونکي، سیمه­ایز کارکوونکي، یا ژباړن په توگه کار کاوه؛
  • هغه افغانان چې په افغانستان کې یې له هغه پروگرام یا پروژې سره کار کړی وي چې د متحده ایالتونو د حکومت لخوا تمویل شوې وي یا د متحده ایالتونو د حکومت د مرستې یا همکارۍ تړون له لارې یې ملاتړ شوی وي؛
  • هغه افغانان چې په افغانستان کې د کار کولو لپاره د متحده ایالتونو نادولتي رسنیو له لوري په افغانستان کې په کار گمارل شوي؛ په متحده ایالاتو کې مېشته رسنۍ کولی شي د ورته شرایطو له مخې هغه افغان اتباع هم دغه پروگرام ته معرفي کړي چې د دوی لپاره یې کار کړی وي؛ او
  • هغه افغانان چې د قراردادیانو او فرعي ادارو لپاره کار کوي د P-2 لپاره پر شرایطو نه دي.

زه د دویم لومړیتوب P-2 پر شرایطو برابر یم، له چاسره اړیکه کې شم چې زما په راجع کولو کې مرسته وکړي؟

له خپل اوسني یا پخواني کارگمارونکي سره اړیکه ونیسئ، تر څو تاسو ته معلومات درکړي چې د هغوی اداره د دویم لومړیتوب پروگرام لپاره پر شرایطو برابره ده او که نه.

په افغانستان کې د نورو پروگرامونو په اړه د معلوماتو لپاره نورې سرچینې کومې دي؟

په افغانستان کې د خلکو د ملاتړ پروگرامونو په اړه د معلوماتو لپاره لاندې اضافي سرچینې شته:

  • په افغانستان کې UNHCR دفتر
  • د افغانستان اواز د اړیکو مرکز

ایا د دویم لومړیتوب P-2 ځنډول شوې یا لغوه شوې ده؟

اوس مهال، د P-2 پروگرام ځنډېدو یا درېدو په اړه هېڅ خبر نه­شته. په دې رسمي وېبپاڼه کې د P-2 پروگرام په اړه په انگلیسي، دري او پښتو ژبو ټول اړین او تازه معلومات ولولئ.

زه د ځانگړي کډوالۍ ویزې (SIV) د کېس شمېره لرم، دا زما د P-2 کېس باندې څنگه اغیزه کوي؟

که تاسو د SIV فعال کېس لرئ او د SIV پر شرایطو برابر یاست، ستاسو د P-2 غوښتنلیک رد کېدی شي او ستاسو د SIV کېس بهیر به پرمخ ځي.

زما د دویم لومړیتوب یا ټولگه زما د اوسني یا پخواني کارگمارونکي له لوري استول شوې ده، خو د راجع کولو افغان شمېره (Afghan Referral Record - ARR)مې لا نه ده ترلاسه کړې، څه وخت به خپله ARR شمېره ترلاسه کړم؟

  • که USRAP د متحده ایالتونو د یوې دولتي ادارې، د متحده ایالاتو مېشته نادولتي سازمان، یا د متحده ایالاتو مېشته رسنیو څخه د راجع کولو بشپړ او پرشرایطو برابر غوښتنلیک ترلاسه کړی وي، USRAP به په مستقیم ډول noreply@wrapsnet.org یا usrapprod@servicenowservices.com له لارې له تاسو ته برېښنالیک واستوئ. هڅه وکړئ دا برېښنتالیک پتې په سپین لیست کې واچوئ او د دې برېښنالیک ترلاسه کولو لپاره خپل Spam برېښنالیکونه ته سر ورښکاره کړئ.
  • مهرباني وکړئ خپل د راغلو برېښنالیکونو (Inbox)، سپیم (Spam) او بېکاره برېښنالیکونو (Junk Mails) برخو ته کتنې ته دوام ورکړئ.
  • د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت له لوري د راجع کولو بیاکتنې او د ARR شمېرو لېږلو تگلاره روښانه نه ده. ځینې ​​​​غوښتونکي خپل ARR شمېره ژر ترلاسه کوي او ځینې یې د نورو په پرتله په ځنډ ترلاسه کوي.

د راجع کولو افغان شمېرې یا ARR نېټه تېرېږي؟

اوس مهال، د افغانانو د دویم لومړیتوب د کېس د ARR د وخت د اوښتو لپاره هېڅ نېټه نه ده ټاکل شوې.

ایا د دویم لومړیتوب P-2 طرحې سیاستونه او کړنلارو کې بدلون راځي؟ که داسې وي نو څنگه ترې خبر شو؟

د دویم لومړیتوب P-2 د طرحې او د احتمالي بدلونونو په اړه کولای شئ په  رسمي ویپاڼې کې ولولئ څو له تازه معلوماتو خبر شئ.

ما د دوه یا ډېرو سازمانونو له لارې د P-2 پروگرام لپاره غوښتنلیک سپارلی دی، ایا زه باید د تکراري غوښتنلیک په اړه اندېښمن واوسم؟

که تاسو له یو څخه ډېر P-2 غوښتنلیکونه سپارلي وي، ستاسو تکراري غوښتنلیکونه رد کېدی شي او له ډلې به یې ستاسو هر هغه غوښتنلیک چې د P-2 لپاره معتبر او وړ وي، هماغه غوښتنلیک به د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت له لوري ومنل شي او نور غوښتنلیکونه به رد شي.

ایا د متحده ایالتونو دولت د P-2 پروگرام په اړه جدي دی؟ ایا پر بهیر باور کېدلی شي؟

د P-2 پروگرام په تړاو د متحده ایالتونو د دولت معلوماتو لوستلو لپاره، دې رسمي ویبپاڼې ته ور شئ.

سره له دې چې له گواښ سره مخ یو، ولې بهیر دومره ورو دی ؟

متحده ایالتونه د افغانانو د دویم لومړیتوب یا P-2 ډېر غوښتنلیکونه ترلاسه کړي دی او د سپارل شویو ټولو غوښتنلیکونو ارزول او د بیامېشتېدنې ملاتړ مرکزونه چمتو کول ډېر وخت نیسي. غوښتونکي باید متحده ایالتونو ته د ننوتلو لپاره میاشتې یا کلونه انتظار وکړي.

ستاسو د P-2 کېس ته تازه معلومات ورزیاتول

د P-2 پروگرام ته تر راجع کېدو وروسته کوژدن شوی یم، څنگه خپله کوژدن کېس ته ور زیاته کړم؟

کوژدن د کورنۍ د غړي په توگه پر شرایطو برابر نه دی. خو که تاسو او کوژدن مو سره واده وکړئ نو کېدی شي په خپل کېس کې یې ور زیاته کړئ. هرومرو نکاح خط یا هر بل قانونی سند چې ستاسو د واده ثبوت وړاندې کړي له ځان سره ولرئ.

د P-2 پروگرام ته تر راجع کېدو وروسته مې واده کړی دی؟ څنگه خپله مېرمن یا مېړه کېس ته ور زیات کړم؟

کله چې ستاسو کېس د بیامېشتېدنې ملاتړ مرکز او د کارکوونکو مسوول غړي ته واستول شي، تاسو کولی شئ اړوندکارکوونکي سره ته ستاسو په کېس کې د مېرمن یا مېړه د شاملولو په تړاو خبرې وکړئ.

ما طلاق اخیستی دی، یا مېرمن یا مېړه یا د کورنۍ یو غړی مې د P-2 پوگرام ته تر غوښتنلیک سپارلو وروسته مړ شوی دی؟ کولی شم دوی له خپل کېس څخه وباسم؟

کله چې ستاسو کېس د بیامېشتېدنې ملاتړ مرکز او د کارکوونکو مسوول غړي ته واستول شي، تاسو کولی شئ اړوندکارکوونکي سره ته ستاسو په کېس کې د کورنۍ د غړو د حذفولو په تړاو خبرې وکړئ.

که زه خپل اصلي برېښنالیک ته لاسرسی له لاسه ورکړم او د USG څخه پخوانیو راغلو اړیکو او لیکونو ته لاسرسی ونشم لرلی څه باید وکړم؟

د خپل نوي برېښنالیک پتې څخه خپل P-2 راجع کوونکي سازمان یا ادارې ته برېښنالیک واستوئ او په دې تړاو له خپل وضعیت څخه ورته ووایاست.

که زما برېښنالیک پته بدله شي نو څه پېښېږي؟

که تاسو ته له وړاندې د کېس شمېره ټاکل شوې وي، مهرباني وکړئ خپل برېښنالیک اړوند معلومات د کډوالو ارزونې پام­وړ مرکز سره نوي کړئ.

زما د P-2 راجع­کولو غوښتنلیک او زما په نوي پاسپورټ کې زما د نوم ترمنځ املايي توپیر شتون لري، زه باید څه وکړم؟

  • که د املا توپیر یوازې یو یا دوه تورو پورې محدود وي،کولی شئ دا ستونزه هغه مهال هواره کړئ چې ستاسو کېس مسوول کارکوونکي ته راجع کېږي او د لومړنیو څېړنو یا مخکنۍ ارزونې (Pre-Screening) پړاو ته لېږدول کېږي.
  • که ستاسو نوم د P-2 راجع کولو غوښتنلیک او ستاسو پاسپورت تر منځ توپیر ولري، په دې اړه د خپل کېس مسوول کارکوونکي سره د مخکنۍ ارزونې (Pre-Screening) پړاو څخه د مخه خبرې وکړئ.

زما ماشوم د P-2 غوښتنلیک تر سپارلو وروسته زېږېدلی دی، زه څنگه ماشوم په خپل کېس کې شامل کړم؟

کله چې ستاسو کېس د بیامېشتېدنې ملاتړ مرکز ته واستول شي او د کېس کارکوونکی وگمارل شي، تاسو کولی شئ د خپل کېس کارکوونکي سره ستاسو په کېس کې د خپل ماشوم د شاملولو په اړه خبرې وکړئ.

داسې مهال چې په درېیم هېواد کې د P-2 بهیر په تمه وم، ماشوم مې وزېږېد، کولای شم نوی زېږېدلی ماشوم په کېس کې شامل کړم؟

کله چې ستاسو کېس د بیامېشتېدنې ملاتړ مرکز ته واستول شي او د کېس کارکوونکی ستاسو کېس په غاړه واخلي، تاسو کولی شئ د قضیې کارکوونکي سره ستاسو په کېس کې د ماشوم اضافه کولو په اړه خبرې وکړئ.

زما د پاسپورټ موده پای ته رسېدلې یا زه نه­شم کولی پاسپورټ ترلاسه کړم او زما د کورنۍ غړي پاسپورټ نه شي ترلاسه کولی، ایا زه کولی شم د خپلې تذکرې پرمټ د P-2 پروگرام ته دوام ورکړم؟

کله چې تاسو د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت څخه د افغان ثبت (ARR) شمېره ترلاسه کړئ، تاسو باید د افغانستان څخه بهر په یو هېواد کې اوسئ ترڅو ستاسو د P-2 بهیر راتلونکي پړاوونه پرمخ یوسئ، کوم چې ممکن پاسپورټ او ویزې ته اړتیا ولري. مهرباني وکړئ هغه هېوادونه په یاد ولرئ چېرې چې دغه بهیر پکې شتون نه­لري.

که زه په خپل P-2 فورم کې دوه میرمنې لیست کړم نو څه پېښېږي؟

کله چې ستاسو د P-2 کېس پرمخ لاړه، نو له تاسو به وغوښتل شي چې د واده اسناد لکه ستاسو د مېرمن یا مېرمنو نکاح خط چمتو کړئ. که تاسو په قانوني توگه له یوې مېرمنې سره واده کړی وي او له بلې سره په قانوني توگه واده نه لرئ، نو هغه مېرمن چې تاسو په قانوني توگه ورسره واده کړی وي ستاسو د P-2 کېس لپاره وړ ده او ستاسو نورې مېرمنې د کېس لپاره وړ نه دي.

کولای شم خپل پلار او مور یا خویندې وروڼه په خپل کېس کې شامل کړم؟ پلار او مور یا خور او ورور مې ناروغان دي او زما له کورنۍ سره ژوند کوي، ایا په استثنايي ډول زما په کېس کې شاملېدای شي؟

له بده مرغه، د کورنۍ یواځيني غړي چې اجازه لري چې ستاسو P-2 کېس کې شامل شي ستاسو میرمن، ماشومان، ستاسو د ماشومانو مېړه یا مېرمن، او ستاسو لمسیان دي. د کورنۍ نور غړي د P-2 لپاره پر شرایطو برابر نه دي. ان که تاسو درېیم هېواد ته پرشرایطو نابرابرو کورنۍ غړو سره سفر وکړئ بیا هم دوی ستاسو د P-2 کېس کې نه شي شاملېدی. هغوی کولای شي د کډوالو په چارو کې د ملگرو ملتونو عالي کمیشنرۍ اړیکه ونیسي تر څو د افغانانو لپاره بیامېشتېدنې د پروگرامونو په اړه معلومات ترلاسه کړي.

کله به د کېس شمېره ترلاسه کړم؟

تاسو به د P-2 د قضیې شمېره هغه مهال ترلاسه کړئ چې درېیم هېواد ته لاړ شئ او د انلاین ثبت فورم چې تاسو ته د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت له لوري د افغان ارجاع ثبت (ARR) شمېره برېښنالیک کې لېږل شوي در واستوي. مهرباني وکړئ په یاد ولرئ چې د ترلاسه شويو غوښتنلیکونو د لوړ شمېر له امله، د انلاین فورمې تر ثبت وروسته ممکن څو میاشتې وخت ونیسي چې د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت څخه برېښنالیک ترلاسه کړئ.

ایا موږ اړ یو چې د یوه ځانگړي گواښ شواهد متحده ایالتونو ته وړاندې کړو؟ یا متحده ایالتونه دا په پام کې نیسي چې موږ اوس د متحده ایالتونو اړوند سازمانونو او مالي سرچینو سره زموږ د اړیکو له امله له گواښ سره مخ یو؟

د متحده ایالتونو دولت، افغان اتباع د گواښ سره مخ خلکو په توگه د دویم لومړیتوب برخه گڼي. دا په دې مانا ده چې په ټولیزه توگه داسې انگېرل کېږي چې ستاسو اوسني وضعیت او په افغانستان کې شرایطو ته په پام سره، غوښتونکي د اندېښنې یا گواښ د ټولیز تعریف لاندې راځي. په هر حال، له تاسو سره به بیا هم د بیامېشتېدنې ملاتړ مرکز (RSC) او ورپسې د متحده ایالتونو د حکومت استازي له لوري مرکه وشي. دا به تاسو ته فرصت درکړي چې د هغو ځانگړو مسایلو په اړه خبرې چې تاسو تجربه کړي یا هغه ناخوالې چې تاسو په افغانستان کې د اوسېدو پرمهال ورسره مخ شوي یاست.

د P-2کېس لپاره کوم ملاتړي اسناد له ځان سره ولرم؟

د امکان په صورت کې باید لاندې اسناد له ځان سره ولرئ:

  • د هویت د تثبیت لپاره اسناد: پاسپورټ، پېژندپاڼه یا تذکره او د زېږون­کارت؛
  • د کورنۍ اړیکې ثابتولو لپاره اسناد: د نکاح خط، د طلاق خط، د مړینې خط یا د زېږون­کارت؛ او
  • د کار د تثبیت لپاره د بشري سرچینو اسناد: د دفترکارت، د کار قراردادونه، د بشري سرچینو اسناد.

د ژغورنې نړیواله کمېټه د P-2 غوښتونکو د ملاتړ لپاره کومې هڅې کوي؟

د متحده ایالاتو په واشنگټن ډي­سي کې د ژغورنې نړیوالې کمېټې International Rescue Committee - IRC)) ډلې د P-2 غوښتونکو د بهیر د گړندي کولو لپاره د متحده ایالتونو پر حکومت فشار راوړی. په دې گامونو کې په نړۍوالو ملاتړکوونکو کمېټو کې برخه اخیستل، د متحده ایالتونو د کانگرس غړو سره مستقیمې خبرې کول او د بهرنیو چارو وزارت کارکوونکو سره لیدنه، شامل دي. IRC ته ډاډ ورکړل شوی چې د متحده ایالتونه د P-2 کېسونو بهیر څېړنې لپاره خپله ټوله هڅه کوي.

ایا کولی شم یو خپلوان مې چې وکیل دی، د امریکې متحده ایالتونو سره د خپل کېس د پر مخ بیولو لپاره وټاکم؟

هو! تاسو کولی شئ،  ځکه چې تاسو د متحده ایالتونو د مهاجرینو د منلو پروگرام (USRAP) د دویم لومړیتوب (P-2) پروگرام لپاره غوښتنلیک سپارلی، چې د بهرنیو کډوالو ارزولو لپاره د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت لارښوونې تعقیبوي. د کډوالۍ د نورو لارښوونو لپاره تاسو کولی شئ اضافي معلومات دلته ولولئ.

ما د SIV د کېس شمېره ترلاسه کړې، زه اوس څه وکړم؟

که تاسو د ویزې ملي مرکز (National Visa Center - NVC) څخه کېس شمېره ترلاسه کړې وي، دوی به تاسو ته د راتلونکو گامونو او اړینو اسنادو په اړه چې ورته اړتیا ولري خبر درکړي. مهرباني وکړئ په یاد ولرئ چې تاسو کولی شئ یوازې د NVC سره د خپل کېس پرمختگ همغږی کړئ، ځکه چې دوی د هر هغه چا غوښتنې ته ځواب نه ورکوي چې مستقیم غوښتونکي نه وي. د SIV بهیر په اړه د نورو معلوماتو لپاره دلته کلیک وکړئ.

درېیم هېواد ته لېږدېدنه

ایا درېیم هېواد ته د تگ لپاره ځانگړې موده ټاکل شوې؟

اوس مهال، درېیم هېواد ته د لېږدېدو لپاره کومه موده نه ده ټاکل شوې. په دې رسمي ویبپاڼه کې د P-2 پروگرام په اړه په انگلیسي، دري او پښتو ژبو تازه معلومات ولولئ.

ایا د P-2 پروگرام به له افغانستان څخه د وتلو سره مرسته وکړي؟

د P-2 پروگرام په مستقیم ډول له هغو غوښتونکو ملاتړ نه کوي چې د P-2 کېس تعقیبولو لپاره افغانستان پرېږدي.

څنگه او څه وخت باید درېیم هېواد ته لاړ شم؟

  • تاسو باید خپله پرېکړه وکړئ چې افغانستان پرېږدئ او که نه؟ کله له افغانستان څخه ووځۍ او درېیم هېواد ته لاړ شئ. که غواړئ چې له افغانستان څخه ووځئ، نو اړینه ده چې یو داسې هېواد ته لاړ شئ چې ستاسو د کېس څېړنه پکې شونې وي. دلته د هغو هېوادونو په اړه لارښوونې ولولئ چېرې چې د کېس ارزول ممکن نه دي.
  • په یاد ولرئ چې کړنلاره په ډاگه کوي چې د کېس څېړنه په افغانستان، ایران، شمالي کوریا، سوریه او یمن کې امکان نه لري.
  • مهرباني وکړئ په یاد ولرئ! چې اوس­مهال متحده ایالتونو د دې لپاره موده نه ده ټاکلې چې کله تاسو اړتیا لرئ د P-2 کېس د راتلونکو گامونو تعقیب لپاره له افغانستان څخه وتلو ته اړتیا لرئ.
  • لکه څنگه چې تاسو له افغانستان څخه د وتلو پریکړه پام کې نیسئ، دا هم په یاد ولرئ چې د امریکې متحده ایالتونه نه شي کولی هغو غوښتونکو ته مالي، قانوني، ویزې، یا نور ملاتړي خدمتونه وړاندې کړي چې د P-2 بهیر ته دوام ورکولو پار افغانستان پرېږدي. دې رسمي ویبپاڼه کې د P-2 پروگرام په اړه په انگلیسي، دري او پښتو ژبو تازه معلومات ولولئ.
  • د P-2 پروگرام د ارزونې بهیر اوږدمهاله دی او کېدای شي له افغانستان څخه له وتلو وروسته څو میاشتې وخت ونیسي چې ستاسو د کېس پرمخ وړل پیل شي. ټول بهیر ممکن تر ۱۸ میاشتو یا ډیر وخت ونیسي. برسېره پردې، هېڅ تضمین نه شته چې ستاسو کېس به د متحده ایالتونو د کډوالو د منلو پروگرام (USRAP) لخوا ومنل شي. موږ پوهېږو چې دا ستونزمن دی او د گوتو په شمېر اختیارونه وړاندې کوي.
  • دا وړاندیز هم کوو که د USRAP څېړلو لپاره درېیم هېواد ته د تلو تکل کړی وي، ځان د ملگر لپاره درېیم هېواد ته لاړشئ، نو د کډوالو په چارو کې د ملگرو ملتونو عالي کمیشنرۍ سره اړیکه ونیسئ او ځان ثبت کړئ.

کله چې زه لا په افغانستان کې وم، ما د گوگل فورم یا د ثبت انلاین فورم ډک کړی و، اوس به څه وشي؟

کله چې تاسو د انلاین ثبت فورم ډک کړئ او متحده ایالتونو ته یې وسپارئ، تاسو دا منئ چې تاسو د دوی له لارښوونو سره سم په درېیم هېواد کې یاست. که تاسو وروسته د لومړنۍ مخکنۍ ارزونې RSC لپاره وغوښتل شي او تاسو لاهم په درېیم هېواد کې نه یاست، نو که تاسو په ټاکل شوې موده کې هلته و نه رسېږئ نو ستاسو د مرکې د لغوه کېدو خطر شته. که پوښتنه وشي، نو د خپلې اوسېدنې د ځای په اړه رښتیني اوسئ. ټولو غوښتونکو ته سپارښتنه کېږي چې له متحده ایالتونو سره په ټولو اړیکو کې رښتیني وي ترڅو د دوی کېس وروسته رد نه شي.

زه اوس­مهال په درېیم هېواد کې یم، راتلونکي گامونه څه دي؟

  • د متحده ایالاتو د انلاین ثبت فورم تر ډکولو څخه موخه دا ده چې تاسو له افغانستان څخه وتلي یاست، ستاسو کېس به بالاخره ستاسو د استوگنې نيژدې سیمې د بیامېشتېدنې ملاتړ مرکز (RSC) ته لېږدول کېږي ترڅو ستاسو د کېس ارزونه پیل شي. په داسې حالت کې، د ARR شمېرې څخه جلا RSC کېس شمېره به ستاسو د نوي استوگنځي پربنسټ تاسو ته په برېښنالیک کې در واستول شي.
  • غوښتونکو ته سپارښتنه کېږي چې د دویم لومړیتوب په اړه د پوښتنو د ځواب موندنې په موخه په انگلیسي، دري او پښتو ژبو تازه معلومات ولولئ.
  • د P-2 پروگرام د ارزونې بهیر اوږدمهاله دی او کېدای شي له افغانستان څخه له وتلو وروسته څو میاشتې وخت ونیسي چې ستاسو د کېس پرمخ وړل پیل شي. ټول بهیر ممکن تر ۱۸ میاشتو یا ډیر وخت ونیسي. برسېره پر دې، هیڅ تضمین نه شته چې ستاسو کېس به د متحده ایالتونو د کډوالو د منلو پروگرام (USRAP) لخوا ومنل شي.
  • مرستې ته د اړتیا په صورت کې کولی شئ له UNHCR سره اړیکه ونیسئ.

که زه د P-2 غوښتنلیک لپاره افغانستان پرېږدم، خو د مالي ستونزو یا د کورنۍ بیړني حالت له امله بېرته افغانستان ته راستون شم، ایا زما د P-2 کېس به اغیزمن شي؟

کله چې ستاسو د P-2 کېس پرمخ لاړ شي، درېیم هېواد ته د P-2 کېس د تعقیب لپاره د سفر د معلوماتو په گډون د سفر معلومات شریک کړئ. مهرباني وکړئ د دې پوښتنو په ځواب کې رښتیني اوسئ ځکه چې د سفر په تړاو د معلوماتو شریکولو کې پاتې راتلل کېدی شي ستاسو د P-2 کېس منفي اغیزه وکړي.

امریکې ته به زموږ کډوالۍ به له درېیم هېواد څخه وي که له افغانستان څخه؟

کله چې تاسو د P-2 پروگرام کې د نورو گامونو تعقیبولو لپاره افغانستان پرېږدئ، تر ډېره تمه کېږي چې ستاسو د کېس د د ارزونې په لړ کې په درېیم هېواد کې پاتې شئ. کله چې ستاسو کېس داسې پړاو ته ورسېږي چېرې چې تاسو متحده ایالتونو ته تلی شئ، تاسو به له درېیم هېواد څخه سفر کوئ، نه له افغانستان څخه.

په درېیم هېواد کې زما کېس څېړنه څومره وخت نیسي؟

د کېس د څېړنې لپاره ټاکلی مهال وېش نه شته. خو بیا هم کېدای شي ستاسو کېس څو میاشتې یا کلونه وخت ونیسي.

ولې نه شم کولای د P-2  د تعقیب لپاره په افغانستان کې پاتې شم؟

په افغانستان کې کېس څېړنه شونې نه ده. د هغو هېوادونو لیست لپاره چېرې چې د کېس تعقیب شونی نه وي، مهرباني وکړئ دلته کلیک وکړئ.

هغه هېوادونه کوم دي چې د P-2 تعقیب پکې ممکن نه دی؟

په افغانستان، ایران، شمالي کوریا، سوریه او یمن کې د کېس تعقیب ممکن نه دی. د هغو هېوادونو لیست لپاره چېرې چې کېس تعقیب امکان نه لري، مهرباني وکړئ دلته کلیک وکړئ.

که چېرې زما ویزه په درېیم هېواد کې پای ته ورسېږي او زه د خپل P-2 کېس پایلو ته په تمه یم نو څه پېښېږي؟

کله چې درېیم هېواد ته ورسېدئ نو ارومرو ځان له UNHCR سره ثبت کړئ.

که زه په درېیم هېواد کې زده­کړو بوخت یم، ایا کولی شم د P-2 لپاره د انلاین غوښتنلیک فورم وسپارم؟

هو! تاسو کولی شئ! که تاسو د افغانستان څخه بهر یاست، تاسو کولی شئ د انلاین غوښتنلیک فورمه وسپارئ او د P-2 کېس د تعقیب کولو لپاره هلته پاتې شئ.

په درېیم هېواد کې زما او زما د اولادونو لپاره روزنیز فرصتونه شته؟

کله چې تاسو درېیم هېواد ته ورسېږئ، ډاډ ترلاسه کړئ چې د UNHCR سره ځان ثبت کړئ. د UNHCR کېدی د سرچینو، ساتنې او هغو پروگرامونو په اړه معلومات چمتو کړي چې کېدی شي ستاسو او ستاسو د کورنۍ د ملاتړ لپاره شتون ولري.

زه له خپل پلار، ورور یا خپلوانو پرته درېیم هېواد ته سفر نه شم کولای، څه باید وکړم؟

له بده مرغه، د کورنۍ یوازینی وړ غړي چې د P-2 په کېس کې له تاسو سره د سفر اجازه لري ستاسو مېرمن یا مېړه، ماشومان، د اولادونو مېرمن یا مېړه، او لمسیان دي. که تاسو د خپل پلار، ورور یا بل نارینه خپلوان سره سفر کوئ، مهرباني وکړئ په یاد ولرئ چې دوی ستاسو د P-2 قضیه کې شامل نه دی. که تاسو له دوی سره درېیم هېواد ته سفر کوئ، دوی کولی شي د د کډوالو په چارو کې د ملگرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ سره اړیکه ونیسي ترڅو له افغانانو سره د مرستو له شته پروگرامونو خبر شي.

ایا متحده ایالتونو د تگ لپاره، درېیم هېواد ته د تگ پرته بل غوراوی شته؟

تاسو باید د خپل P-2 کېس تعقیبولو لپاره له افغانستان څخه بهر اوسئ. د کډوالۍ د نورو لارښوونو او لاروچارو په اړه د معلوماتو لپاره دلته کلیک وکړئ.

کله چې درېیم هېواد ته ورسېږم، راتلونکي پړاوونه کوم دي؟

  • درېیم هېواد ته د ننوتلو سره سم، لومړی د UNHCR سره ځان ثبت کړئ.
  • بیا، د انلاین ثبت فورم ډک کړئ چې تاسو ته د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت له لوري په برېښنالیک کې استول شوی دی. ډاډ ترلاسه کړئ چې د انلاین ثبت فورم په احتیاط، بشپړ او رښتینې توگه ډک کړئ.
  • کله چې ستاسو د انلاین ثبت فورم وسپارله، ستاسو کېس باندې به بیاکتنه وشي او د بیامېشتېدنې ملاتړ مرکز (RSC) ته به وسپارل شي، په دې وخت کې به تاسو د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت څخه یو بل برېښنالیک ترلاسه کړئ چې ستاسو د کېس شمېره او نورې لارښوونې به پکې وي.
  • مهرباني وکړئ په یاد ولرئ چې د انلاین ثبت فورم سپارلو وروسته د کېس شمېره ترلاسه کول ممکن میاشتې وخت ونیسي.

ایا کولی شم له خپلې کورنۍ پرته درېیم هېواد ته لاړ شم او وروسته یې بیا را وغواړم؟

په لومړيو کې، تاسو کولی شئ د خپلې کورنۍ غړو پرته درېیم هېواد ته سفر وکړئ. خو کله چې ستاسو، د P-2 کېس پر مخ ځي نو د مخکنۍ ارزونې پړاو ته رسېږي نو ستاسو د کورنۍ د غړو شتون اړین دی.

که زما د کورنۍ غړي په بېلابېلو درېیم هېوادونو کې وي زما کېس به وڅېړل شي؟

ستاسو په P-2 کېس کې د کورنۍ ټول پر شرایطو برابر ټول غړي باید تاسو سره د مخکنۍ ارزونې پړاو کې حاضر وي.

زه په متحده ایالتونو کې خپلوان لرم، ایا زه لاهم باید لومړی درېیم هېواد ته لاړ شم او که نه کولی شم مستقیم د P-2 کېس لپاره متحده ایالاتو ته لاړ شم؟

د افغانانو لپاره P-2 کېس لپاره اړتیا ده چې ستاسو د کېس د تعقیب لپاره، ان که تاسو په متحده ایالاتو کې خپلوان هم لرئ، تاسو باید په درېیم هېواد کې اوسئ (نه په افغانستان او نه هم په متحده ایالاتونو کې).

که زما کورنۍ سفر نه شي کولی، ایا زه کولی شم زما د P-2 قضیه پخپله تعقیب کړم؟

په لومړيو کې تاسو کولی شئ د خپلې کورنۍ پرته درېیم هېواد ته سفر وکړئ، خو ستاسو په P-2 کېس کې د کورنۍ ټول پر شرایطو برابر ټول غړي باید تاسو سره د مخکنۍ ارزونې پړاو کې حاضر وي. که تاسو غواړئ د خپل P-2 کېس څخه د کورنۍ ځينې غړي لرې کړئ، تاسو دا کار هغه مهال کولی شئ چې ستاسو د کېس اړوند مسول کارکوونکی و ټاکل شي او ستاسو کېس د مخکنۍ ارزونې پړاو ته لاړ شي.

متحده ایالتونو ته ننوتل

متحده ایالاتو ته له ننوتلو سره سم افغان مهاجرینو ته کوم ډول دولتي مرستې شتون لري؟

متحده ایالتونه کډوالو ته له رسېدو سره سم د خدماتو لومړنۍ کڅوړه چمتو کوي. دا په دې پورې اړه لري چې تاسو په کوم ایالت کې مېشتېږئ، د مرستې اندازه او موده به توپیر ولري. کله چې ستاسو کېس د بیامېشتېدنې ملاتړ مرکز (RSC) له لارې پرمختگ وکړي، دوی به به تاسو ته د کلتوري پوهاوي پروگرامونه او توکي چمتو کړي چې تر څو تاسو وپوهوي چې متحده ایالتونو ته له راتگ وروسته کوم گامونه په مخ کې دي. دلته په متحده ایالتونو کې له کډوالو سره د مرستې په اړه ځینې معلومات لوستلی شئ.

په متحده ایالتونو کې تر مېشتېدو وروسته به متحده ایالتونه یا IRC به زما د ماشومانو د زده­کړو ملاتړ وکړي؟

متحده ایالتونو ته د ننوتلو وړاندې، ستاسو کېس د بیامېشتېدنې یوې ډلگۍ ته سپارل کېږي. د دغه ټیم کارکوونکي به ستاسو د لومړني ملاتړ، لومړني استوگنځي، روغتیایی معاینې او په ښوونځي کې نوم لیکنې برخه کې مرسته وکړي.

وروسته له دې چې زه متحده ایالاتو ته ورسېږم، ایا زما لپاره د کارموندنې فرصت شته؟

متحده ایالتونو ته له رسیدو سره سم به د بیامېشتېدنې ډلگۍ یا اداره به تاسو ته د کارموندنې، مسلک، او د اوسیدو خدمتونو په تړاو سلامشورې چمتو کړي. اصلي موخه دا ده چې نويو راغلو خلکو سره مرسته وشي چې ژر تر ژره د کارموندنې له لارې له اقتصادي پلوه په ځان بسیا او په خپلو پښو ودرېږي.

مرسته او مشوره

  • د دویم لومړیتوب په تړاو د لا ډېرو معلوماتو لپاره د امریکې د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو د وزارت یا په کابل کې د امریکې د متحده ایالتونو د سفارت ویبپاڼې ته سر ورښکاره کړئ.
  • د نورو معلوماتو لپاره کولای شئ د wrapsnet.org ویبپاڼې ته مراجعه وکړئ او یا هم نېغ په نېغه د prmpress@state.gov برېښنالیک سره په اړیکه کې شئ.
  • د پروگرام اړوند د عامو پوښتنو او ځوابونو (FAQ) لوستلو لپاره دا لینک کښېکاږئ.
  • که تاسو د دویم لومړیتوب د غوښتونکو له ډلې یاست یا د بېړني حالت کډوال یاستئ د بپرسید سلاکاران سپارښتنه کوي چې په هغه هېواد کې چې تاسو ژوند کوئ د کډوالو لپاره د ملگرو ملتونو عالي کمیشنرۍ (UNHCR) دفتر سره اړیکه ونیسئ.
  • د کېس ټولیزه ارزونه او USRAP پروگرام
  • د USRAP پروگرام ته د منل کېدو بهیر ډیاگرام
  • د پناه غوښتونکو ټولیزهارزونه او امنیتي څېړنه USCIS
  • د UNHCR د بیا مېشتېدنې انفوگرافیک
  • د امریکې د متحده ایالتونو نویو راغلو سرچینو ته ښه راغلاست.
  • د امریکې متحده ایالتونو د افغانستان سلام مرکز سرچینې له پښتو او دري ژباړو سره
  • د USRAP منل کېدو ټولیزه تگلاره
  • د پناه غوښتونکو د بیامېشتېدنې دفتر – د افغانستان مرستندوی مواد

د "وپوښتئ" له کارپوهانو څخه د مرستې غوښتنه 

هغه افغانان چې ځانګړو معلوماتو ته اړتیا لري، د "وپوښت‌ی" د معلوماتو مرکز ستاسو په خدمت کې دی. تاسو کولی ش‌ی په انلاین بڼه د معلوماتو ترلاسه کولو لپاره د وپوښت‌ی "وټساپ شمېرې"(93729807235+) ، فېسبوک مسېنجر (Facebook Messenger) یا د وېبپاڼې د مسېنجر له لارې زموږ کارپوهانو سره اړیکه ونیس‌ی!

نور معلومات 

هغه کسان چې په ټوله نړۍ کې د افغانانو لپاره د کډوالۍ، بیامېشتېدنې، ښوونیزو او لوړې زده کړې د پروګرامونو او د نورو بېلابېلو فرصتونو په اړه د لا ډېرو معلوماتو په لټه کې دي، او همدارنګه په افغانستان کې له نړیوالو سازمانونو څخه د بشردوستانه خدمتونو د معلوماتو او دولتي ادارو څخه د مدني اسنادو د اخیستلو د پړاوونو د پوهېدو په لټه کې دي، د "وپوښت‌ی" وېبپاڼې او ټولنیزو رسنیو ته مراجعه وکړي:

  د وپوښت‌ی وېبپاڼه (www.beporsed.org)

فېسبوک (@beporsed)

ایکس (X) یا توییټر (@beporsed)

انسټاگرام (@beporsed)

واڼساپ (93729807235+)

مسېنجر (@beporsed)