P2 Steps [Recovered]2-01-02.jpg
د امریکې متحده ایالتونو د  ۲۰۲۱ کال د اگسټ په میاشت کې د افغانانو د بیامېشتېدنې په موخه د دویم لومړیتوب د بیامېشتېدنې تگلاره (Priority Two)، چې په عام ډول د P-2 په نوم پېژندل کېږي، اعلان کړه. د دغه پلان له مخې امریکایي بنسټونه، رسنۍ او سازمانونه کولای شي د امریکې له حکومت څخه په دغه هېواد کې د خپلو افغان همکارانو د مېشتېدو غوښتنه وکړي. په دویم لومړیتوب (P-2) کې د هغو افغانانو لپاره لارښوونې شاملې دي چې په افغانستان یا په امریکې متحده ایالتونو کې مېشت یوې نادولتي موسسې له لوري په کار گمارل شوي وو.
د کډوالۍ دغه پروگرام د امریکې متحده ایالتونو د کډوالو د منلو پروگرام (The United States Refugee Admissions Program - USRAP) ته د ځینو افغان اتباعو او د هغوی د کورنۍ د وړ غړو د لاسرسي شونتیا برابروي. دغه پروگرام د هغو افغانانو لپاره د امریکې په متحده ایالتونو کې د دایمي استوگنې امکان برابروي چې د متحده ایالاتو له حکومت سره د همکارۍ له امله له خطر سره مخ وو خو د ځانگړي کډوالۍ ویزې (SIV) پر شرطونو برابر نه وو. د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت هغه افغانان چې د متحده ایالتونو د حکومت یا اردو لپاره یې د سیمه­ایزو کارکوونکو او ژباړونکو په توگه کار کړی او همدارنگه هغه افغانان چې د متحده ایالتونو مېشته رسنیو یا غیر دولتي سازمانونو لپاره یې کار کړی دی د P-2 پروگرام کې پر شرایطو د برابرو اشخاصو په توگه پېژني.
په دغه پروگرام کې هغه افغانان شاملېږي چې د متحده ایالتونو اړوند یوه بنسټ یا لوړپوړي کارکوونکي له لوري تایید شي، یا د اړوند غیر دولتي سازمان او په متحده ایالتونو کې د مېشته رسنیو له لوري اعلان وشي چې پام­وړ اشخاصو له دوی سره کار کړی دی. د دې لپاره چې امریکایي بنسټونه، رسنۍ او سازمانونه وکولی شي خپل پر شرایطو برابر کارکوونکي او د کورنۍ غړي د P-2 پروگرام ته راجع کړي، متحده ایالاتو یو روښانه کړنلاره ډاگیزه کړې ده. د دې کړنلارې پربنسټ، د اصلي غوښتونکو سربیره، د دوی د کورنۍ وړ غړي، د ژوند ملگري په گډون ټول ماشومان د دې پروگرام لپاره وړ دي. د متحده ایالاتو د اوسنیو قوانینو له مخې د ژوند ملگري باید لږ تر لږه ۱۸ کلنۍ عمر بشپړ کړی وي او همدارنگه نا واده شوي او واده شوي اولادونه چې له میرمنو یا میړه سره وي او د دوی د هر عمر ماشومان د P-2 پروگرام لپاره وړ گڼل کېږي.
په دې لارښودلیکنه کې د متحده ایالتونو د P-2 پروگرام په ۱۰ پړاوونو کې په لنډیز سره بیان شوی چې په راتلونکو کرښو کې ور ته اشاره کېږي.

لومړی پړاو: د P-2 غوښتنلیک د معلوماتو برابرول

که تاسو د یوې نادولتي موسسې (NGO) یا په افغانستان یا متحده ایالاتو کې مېشت اوسني یا پخواني بنسټ مستقیم کارکوونکی یاست، تاسو کولی شئ د P-2 پروگرام ته د دغو بنسټونو له چارواکو څخه د راجع کولو غوښتنه وکړئ. د P-2 غوښتنلیکونو راجع کولو په اړه د معلوماتو لپاره له خپلې اړوندې ادارې سره سلامشوره وکړئ یا د دوی لوړ پوړو کارکوونکو څخه د مرستې غوښتنه وکړئ.
په ټوله کې تاسو د P-2 غوښتنلیک لپاره لاندې معلومات هغې ادارې ته راجع کولو لپاره استوئ، چیرې چې تاسو کار کاوه:
  • د P-2 راجع کولو فورم او د خپل ځان او ستاسو د کورنۍ د وړ غړو اړوند معلومات؛
  • په یوه غیر دولتي سازمان کې ستاسو د کار پورې اړوند معلومات لکه د کار نېټه، ستاسو د دندې یا د موقف نوم او د کار ځای؛
  • د گمارنې اسناد او لاسوندونه لکه قراردادونه، د دفتر پېژندپاڼه او د بشري منابعو د تاییدلیکونه، که شتون ولري؛ او
  • د ستاسو او د کورنۍ وړ غړو د پېژندنې اسناد لکه تذکره، پاسپورټ او د اړتیا په صورت کې د نکاح خط.
په یاد ولرئ چې چارواکي مکلف نه دي چې له تاسو سره مرسته وکړي او P-2 پروگرام ته مو راجع کړي او ممکن د دې چارې لپاره اړینې سرچینې واک کې ونه لري.

دویم پړاو: د P-2 غوښتنلیک ارجاع

د اړوندو بنسټونو یا موسسو چارواکي به ستاسو د اسنادو بیاکتنه وکړي او ستاسو د دندې په تړاو د ډاډ ترلاسه کولو وروسته به د متحده ایالتونو حکومت ته راجع کړي. دلته، ادارې چارواکي راجع کوونکي او تاسو ته راجع کېدونکي گڼل کېږئ.
راجع کوونکی ستاسو معلوماتي ټولگه یا غوښتنلیک بشپړوي او هغه د USRAPAfghanReferrals@state.govبرېښنالیک له لارې د متحده ایالتونو د کډوالو د منلو ادارې (The United States Refugee Admissions Program - USRAP) ته راجع کوي.
ادارې او نادولتي سازمانونه اړ دي چې د خپلو اوسنیو او پخوانیو کارکوونکو د گمارنې او تمویل سرچینه تایید کړي چې د P-2 پروگرام ته راجع کېږي. د اړوندې ادارې یا موسسې چارواکي ممکن ستاسو د کار ریکارډونو او مالي حقونو موندنې لپاره تاسو څخه د نورو معلوماتو غوښتنه وکړي. نادولتي موسسې د راجع کولو غوښتنې نېغ په نېغه USRAP ته استوي. د غوښتنلیک راجع کول کې لاندې توکي شامل دي:
  • ستاسو بشپړ شوې د P-2 راجع کولو فورم؛
  • یو لیک چې په راجع کوونکي سازمان کې د متحده ایالاتو ترټولو لوړ پوړي کارکوونکي له لوري لاسلیک شوی چې ستاسو د کار اړوند معلومات تاییدوي؛ او
  • ټول هغه اسناد چې تاسو چمتو کړي دي.

درېیم پړاو: افغان راجع کولو ریکارډ (ARR)

ستاسو د راجع کولو ټولگه ترلاسه کولو وروسته به د متحده ایالتونو د پناه غوښتونکو منلو پروگرام USRAP به د افغان راجع کولو ریکارډ (Afghan Referral Record - ARR) شمېره د راتلونکو گامونو له لارښوونو سره یوځای تاسو ته واستوي. تاسو ته د ARR شمیره لېږل کېدی شي څو میاشتې یا ډیر وخت ونیسي. د USRAP هر ډلگۍ د راجع کولو غوښتنو بیاکتنې لپاره خپل مهال­وېش او ځانگړی لري.
د بهرنیو چارو وزارت له راجع کوونکو امریکې موسسو، بنسټونو او شرکتونو څخه غوښتي چې د بیاکتنې بهیر تر بشپړېدو او منل کېدو پورې دې له غوښتونکي سره د اړیکې د مرجع په توگه پاتې شي. که د بهرنیو چارو وزارت راجع شوی کس ومني، دواړه لوري، ادارې او کارکوونکي به د بریښنالیک noreply@wrapsnet.org یا usrapprod@servicenowservices.com پتو څخه یو برېښنالیک ترلاسه کړي.
په دې لینک کې د غوښتنلیک راجع کولو په اړه نور معلومات ولولئ.

څلورم پړاو: ځای پرځای کېدل او نوم ثبتول

د ARR شمېرې ترلاسه کولو وروسته باید تاسو درېیم هېواد ته لاړ شئ، چېرې چې د کډوالۍ یا د دویم لومړیتوب پروگرام غوښتنلیک پر مخ بیول شوني وي. د امریکې متحده ایالتونو اعلان نه دی کړی چې د دغه پروگرام لپاره به په کومو هېوادونو کې مرکې کوي، خو یادونه یې کړې ده چې په افغانستان، ایران، شمالی کوریا، سوریه او یمن کې به د غوښتنلیکونو بهیر څېړنه نه کوي کوی. د هغو هېوادونو لیست لپاره چیرې چې د دویم لومړیتوب پروگرام پر مخ بیول ممکن نه وي، مهرباني وکړئ دې لینک ته مراجعه وکړئ. په یاد ولرئ چې دغه بهیر یوازې هغه مهال پیل کېدای شي، کله چې تاسو درېیمو هېوادونو ته ننوځي او د متحده ایالاتو حکومت ته د خپل استوگنځي خبر ورکړئ.
درېیم هېواد ته له رسیدو سره سم، باید تاسو د USRAP د انلاین ثبت فورمه ډکه کړئ چې تاسو ته د ARR شمېرې سره یوځای په بریښنالیک کې استول شوې. انلاین فورمه په درېیم هېواد کې ستاسو د ځای او استوگنځي په اړه معلومات غواړي. دا معلومات به ستاسو د قضیې د جوړولو او پر مخ بیولو لپاره د بیا مېشتیدنې ملاتړ نږدې مرکز (Resettlement Support Center - RSC) ته ورکړل شي. فورمه به د لاندې بېلگې سره ورته وي:
Picture1.png
د ARR کوډ داخلولو پر مهال د ARR مختاړی ټایپ کړئ. د معلوماتو لېږلو وروسته به تاسو د لاندې بېلگې په څېر د راجسټریشن تایید بریښنالیک ترلاسه کړئ:
Picture2.jpg
تاسو باید ځان د UNHCR سیمه­ایز دفتر کې هم ثبت کړئ. په درېیم هېواد کې د نوم ثبتونې او د UNHCR سیمه­ایزو اړیکو اړوند معلوماتو لپاره دې وېبپاڼې ته مراجعه وکړئ.
په پیل کې، تاسو کولی شئ یو درېیم هېواد ته یوازې سفر وکړئ، خو بیا د کورنۍ ټول وړ غړي چې تاسو یې بیا مېشته کول غواړئ باید د بیامېشتېدنې ملاتړ مرکز (RSC) ته د نورو پروسس لپاره مراجعه وکړئ.

پنځم پړاو: د کېس منل کېدل

د انلاین ثبت فورم له ډکولو وروسته، د بیامېشتېدنې ملاتړ مرکز (RSC) ستاسو د کېس شمېره جوړوي او د راتلونکو گامونو په اړه د نورو معلوماتو سره یوځای به یې تاسو ته واستوي. د بیامېشتېدنې ملاتړ مرکز (RSC) به له غوښتونکي سره اړیکه ونیسي، په ټولیز ډول د بریښنالیک له لارې، د غوښتونکي د کېس شمېرې پر مټ اړیکه نیسي.
د ترلاسه شوي غوښتنلیکونو د لوړ شمېر له امله شونې ده انلاین فورم تر ډکولو وروسته د کېس­شمېرې ترلاسه کولو پورې، میاشت. په یاد ولرئ چې ستاسو د کېس­شمېره د دې تضمین نه کوي چې تاسو به ارومرو په متحده ایالتونو کې د بیامېشتېدنې لپاره په پام کې ونیول شئ.

شپږم پړاو: مرکه او مخکنۍ ارزونه (Pre-screening)

وروسته له دې چې ستاسو د قضیې شمیره درکړل شي، تاسو ته به د بیامېشتېدنې د ملاتړ مرکز (RSC) استازي له لوري د مخکنۍ ارزونې (Pre-screening) مرکې لپاره بلنه درکړل شي. د کورنۍ ټول وړ غړي چې تاسو ورسره سفر کوئ باید په دې مرکه کې گډون وکړي. په مرکه کې به د قضیې کارکوونکی ټول بهیر تشریح کړي او له تاسو سره به همکاري وکړي تر څو ډاډ ترلاسه شي چې ستاسو د قضیې اړوند معلومات او اسناد بشپړ دي. که تاسو په خپل غوښتنلیک کې سمون یا زیاتوالی راولئ نو تاسو کولی شئ هغه د خپل قضیې له اړوند مامور سره شریک کړئ. تر مرکې وروسته، د هغو معلوماتو او اسنادو پر بنسټ چې تاسو چمتو کړي د ارزونو یا سکرینیگ لړۍ پیلېږي.

اووم پړاو: له USCIS سره مرکه

بیا به تاسو ته د متحده ایالتونو د تابعیت او کډوالۍ د خدمتونو ادارې (USCIS) له استازي سره د مرکې بلنه درکړل شي. تاسو به د بایومیټریک، امنیتي ارزونې لپاره عکس او د گوتو نښې اخیستل کېږي. د USCIS استازی به له تاسو سره مرکه وکړي ترڅو دا تاييدکړي چې تاسو د متحده ایالاتو د مهاجرینو منلو پروگرام پر شرایطو برابر یاست، ستاسو د کډوالۍ غوښتنه معتبره ده او همدارنگه ډاډ ترلاسه شي چې تاسو په درېیم هېواد کې مېشت یاستئ.

اتم پړاو: امنیتي ارزونه او روغتيايي معاینات

که تاسو د تایید وړ وگڼل شئ، د امریکې د اړوندو امنیتي ادارو په مرسته ستاسو د ژوند مخینې ته په کتو سره ستاسو په تړاو خپلې امنیتي ارزونې ترسره شي. همدارنګه، د بیامېشتېدنې ملاتړ مرکز به د ناروغیو او نورو روغتیا اړوند چارو لپاره معاینو لپاره بېلابېل روغتیايي معاینات همغږي کړي. همدارنگه، ستاسو قضیه به د متحده ایالتونو د بیامېشتېدنې ډلې ته هم واستول شي ترڅو هغه لومړني ځای په گوته کړي، چیرې چې تاسو به استوگن کېږئ.
ستاسو د بیامېشتېدنې ملاتړ ډلگۍ به تاسو ته د کلتوري پوهاوي پروگرامونه او توکي چمتو کړي ترڅو تاسو له هغو بدلونونو سره بلد کړي چې تاسو به په خپل نوي هېواد کې ورسره مخ کېږئ.

نهم پړاو: د ویزې ورکړه

که ټول پړاوونه په ښه توگه پرمخ ولاړ شي، تاسو ټول اړین معلومات چمتو کړئ او د سفارت یا قونسلگرۍ اړوند کارکوونکی قانع کړئ، نو د یو لړ اداري چارو وروسته به تاسو ته د امریکې ویزه درکړل شي. هرکله چې ستاسو ویزه صادره شي یا کله چې له تاسو څخه غوښتنه وشي چې تاسو خپل پاسپورټونه سفارت ته وسپارئ نو ورپسې به تاسو د متحده ایالتونو ویزه ترلاسه کړئ. د ویزې ترلاسه کول په دې مانا دي چې تاسو متحده ایالاتو ته د ننوتلو او بیامېشتېدنې ټولې اړتیاوې بشپړې کړې دي.

لسم پړاو: سفر او په متحده ایالتونو کې مېشتېدنه

کله چې تاسو د متحده ایالتونو ویزه ترلاسه کړئ، د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) به متحده ایالتونو ته ستاسو سفر تنظیم کړي. ستاسو د ترانسپورټ لگښت به تاسو ته له سود پرته پور په بڼه درکړل شي. تاسو به متحده ایالتونو ته ستاسو د رسیدو سره سم په شپږو میاشتو کې دننه د دې پور د بېرته ورکړې مسوولیت په غاړه ولرئ.
وروسته له دې چې تاسو متحده ایالتونو ته ورسېږئ، تاسو به په هوایی ډگر کې د کډوالۍ اړوند کارکوونکو او بیا د بیامېشتېدنې استازو سره ووینئ، تاسو به د دوی د ځينو په ملتیا په متحده ایالتونو کې خپل لومړني استوگنځي ته ولېږدول شئ. دوی به تاسو ته لارښود کولو لپاره لومړنۍ ناسته ترسره کړي او ستاسو له راتگ وروسته په لومړیو څو میاشتو کې ستاسو سره کار ته دوام ورکړي. ستاسو له راتگ سره سم لږ تر لږه د لومړیو ۳۰ څخه تر ۹۰ ورځو پورې به تاسو ته استوگنځی، اړین توکي، خواړه، اړینې موسمي جامې او ټولنیزو، روغتیا، زده­کړو، او د کارموندنې خدمتونو ته د لاسرسي اړوند مرستې چمتو شي. د کارموندنې له لارې خپل ځان بسیا کول د متحده ایالتونو د بیامېشتېدنې پروگرام یوه مهمه برخه ده.

مرسته او مشوره

هم‌دارنگه، هغه افغانان چې ځانگړو معلوماتو یا مشورې ته اړتیا لري کولی شي د "بپرسېد" یا "وپوښتئ" مشاورینو سره د "وپوښتئ" 93729807235+ واټساپ شمېرې، یا فیسبوک مسېنجر یا د "وپوښتئ" وېبپاڼې له لارې اړیکه ونیسي او لا ډېر معلومات ترلاسه کړي.