د امريکې د متحده ایالتونو خپلو سیمه­ایزو افغان همکارانو ته د مهاجرت ځانگړې ویزې (Special Immigration Visa - SIV) په پام کې نیولي دي. د کډوالۍ ځانگړې ویزې پر شرایطو برابرو افغانانو ته اجازه ورکوي چې د امريکې په متحده ایالتونو کې د دایمي او قانوني مېشتېدنې په موخه مهاجرت وکړي.
د ۲۰۲۲ کال د جولای له ۲۰مې راهیسې د امريکې د متحده ایالتونو د مهاجرت د ځانگړو ویزو په برخه کې ځینې مثبت بدلونه او سمونونه راغلي دي چې په اړه یې "د افغانانو لپاره د امریکا د متحده ایالتونو د مهاجرت د ځانگړې ویزې" تر سرلیک لاندې لیکنه په "وپوښتئ" ویبپاڼه کې خپره شوې ده.
دا لیکنه د امريکې د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت په ویبپاڼه کې د SIV پروگرام اړوند شته معلوماتو او په افغانستان کې د SIV غوښتونکو د تجربو پر بنسټ لیکل شوې، چې په ۱۰ پړاوونو کې وړاندې کېږي.

لومړی پړاو: د غوښتنلیکبرابرول

تر هرڅه وړاندې، د مهاجرت ځانگړې ویزې (SIV) معیارونو سره سم د غوښتنلیک اړین اسناد راټول کړئ. اړین اسناد په لاندې ډول دي:
  • د بشري منابعو تاييدلیک (Employment Verification Letter)؛
  • د سپارښتنې­لیک (Recommendation Letter)؛
  • د DS 157 فورم؛
  • پاسپورټ او تذکره (Passport and Tazkera)؛ او
  • د کارځای یا دفتر پېژندکارت (Badge Number)؛
دغه ۵ سندونه په جلا، جلا ډول په پي­ډي­ایف PDF بڼه چې د هریوه سند وزن تر ۵ میگابایټ (MB) زیات نه شي، چمتو کړئ. د امريکې د متحده ایالتونو د مهاجرت د ځانگړې ویزې یا SIV لپاره د اړینو اسنادو لارښود، دلته ولولئ.

دويم پړاو: د اسنادو استول

د پورتنیو اوو اسنادو چمتو کولو کولو وروسته، تاسو خپل شخصي برېښنالیک پاڼې ته لاړ شئ، نوی برېښنالیک پاڼه پرانیزئ او لاندې لارښوونې تعقیب کړئ:
  • خپل نوم، تخلص او د زېږون نیټه ولیکئ (For example, Ahmad Ahmadi – Date of Birth: 12/22/1992) په برېښنالیک کې؛
  • د برېښنالیک په متن کې، د مهاجرت ځانگړې ویزې (SIV) پروگرام لپاره د غوښتنلیک ورکولو په اړه خپل نیت ولیکئ؛
  • د ټول ۷ بشپړ شوي اسناد د برېښنالیک ضمیمه کې ونښلوئ؛ او
  • د AfghanSIVAapplication@state.gov برېښنالیک ته واستوئ.

درېیم پړاو: د غوښتنلیک څېړنه

  • د غوښتنلیک تر استولو وروسته لږترلږه د یوې اونۍ موده کې تاسو ته کېس نمبر (Case Number) درکول کېږي؛
  • که تاسو خپل ټول اسناد د SIV له لارښود سره سم استولي وي، نو تاسو ته ډاډ درکول کېږي چې تاسو ټول اسناد د امريکې د متحده ایالتونو ځانگړې ویزې برخې ته رسېدلي دي؛
  • ستاسو کېس تر څېړنې (Under Review) لاندې نیول کېږي؛ او
  • په پای کې ستاسو غوښتنلیک د ماموریت مشر (Chief of Mission - COM) ته د وروستي تصمیم لپاره استول کېږي.

څلورم پړاو: د ماموریت د مشر تایید (COM Approval)

  • د ماموریت مشر (Chief of Mission - COM) چې د امريکې د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو د وزارت د ویزې د ملي مرکز کارکوونکي دي، ستاسو غوښتنلیک تر څېړنې لاندې نیسي؛
  • د ماموریت مشر COM غواړي ډاډ ترلاسه کړي چې تاسو د SIV پر شرایطو برابر یاستئ؛
  • د بشري منابعو سند او سپارښتنې لیک ورکوونکو څخه ستاسو د سپارښتنې لیک او بشري منابعو سند تایید اخیستل کېږي؛
  • د هر کېس څېړنه جلا ده، له همدې امله کېدی شي ستاسو COM Approval له یوې میاشتې تر یو کال وخت ونیسي؛ او
  • که د ماموریت د مشر (COM) نظر ستاسو د قضیې په اړه مثبت و، نو تاسو ته به د برېښنالیک له لارې د ماموریت د مشر تایید (COM Approval) در واستول شي.

پنځم پړاو: ښه راغلاست­لیک (Welcome Letter)

  • وروسته تر دې چې تاسو تاييدي یا COM ترلاسه کړئ، تاسو په تمه پاتې شئ تر څو تاسو ته د برېښنالیک له لارې ښه راغلاست­لیک (Welcome Letter) در واستول شي؛
  • ښه راغلاست­لیک له ۱۴ ورځو څخه تر ۳ میاشتو موده کې تاسو ته لېږل کېږي چې ستاسو د کېس د بهیر د کړنلارو څرنگوالي پکې شتون لري؛ او
  • ښه راغلاست­لیک کې کابل نمبر (KBL Number) او Invoice ID هم تاسو ته درلېږل کېږي.

شپږم پړاو: د انلاین ویزې (DS-260) فورم ډکول او استول

د DS-260انلاین غوښتنه

  • د الیکټرونیک کونسلي غوښتنلیک مرکز ویبپاڼې ته ورشئ.
  • د کابل­ نمبر (KBL Number) او د Invoice ID په کاروولو سره د DS-260 پرانیزئ او ډکه یې کړئ.
  • تاسو کولی شئ خپل معلومات ولیکئ، ثبت یې کړئ او په راتلونکو ورځو کې خپل معلومات زیاتولو ته دوام ورکړئ.
  • تاسو د DS-260 فورم ډکولو او استولو لپاره یو کال وخت لرئ.

د مدني اسنادو لېږل

د DS-260 فورم له ډکولو وروسته تاسو او د کورنۍ هر غړی چې تاسو سره کډوال کېږي باید مدني اسناد (Civil Documents) چې د ویزې غوښتنلیک لپاره ملاتړي اسناد دي، د ویزې ملي مرکز ته واستوئ. هغه مدني اسناد چې تاسو یې باید چمتو کړئ عبارت دي له:
  • د کورنۍ د هر غړي پاسپورت؛
  • د زېږون کارت یا بریښنایی تذکره یا د کورنۍ د هر غړي د کاغذي تذکرې تایید شوې انگریزي ژباړه؛
  • د نکاح خط (که اصلي غوښتونکی واده شوی وي)؛
  • د دفتر د پیژندنې کارت (Badge Number)؛
  • د کډوالو Refugee Benefits او DS-234 فورمې اختیاري دي، که تاسو یې واستوئ نو غوره ده، او دې مرحله کې یې نه استوئ، تاسو چې کله امريکې ته لاړ شئ د ډکولو لپاره به یې بشپړ وخت ولرئ.
پورته ټول اسناد په جلا پي­ډي­ایف فایلونو کې تنظیم کړئ ترڅو هر سند له څلور میگابایټ (MB) څخه کم وي.
د پورتنیو مدني اسنادو چمتو کولو او برابرولو وروسته، تاسو خپل شخصي برېښنالیک ته لاړ شئ، د نوي برېښنالیک پاڼه پرانیزئ او لاندې لارښوونې تعقیب کړئ:
  • د برېښنالیک په موضوع کې، د KBL شمېره، نوم، تخلص او د زېږون نېټه (KBL2023123456 - Ahmad Ahmadi - Date of Birth: 22/12/1992) ولیکئ؛
  • د برېښنالیک په متن کې د مدني اسنادو د سپارلو موخه ولیکئ؛
  • پورته ټول مدني اسناد د برېښنالیک ضمیمه کې ونښلوئ؛
  • خپل لیک NVCSIV@state.gov ته برېښنالیک واستوئ؛ او
  • له شاوخوا ۴۵ ورځو وروسته، به ډاډ ترلاسه کړئ چې د ځانگړي کډوالۍ ویزې لپاره ستاسو ټول اسناد ترلاسه شوي او تاسو څخه د مرکې لپاره په تمه کېدو غوښتنه وشي.

اووم پړاو: د مرکې لپاره درېیم هیواد ته لیږدول

که تاسو تراوسه په افغانستان کې یاست، تاسو باید د افغانستان د بیامېشتېدنې د همغږۍ هڅو ډلې یا (Coordinator for Afghanistan Relocation Efforts) یا CARE اړیکې ته انتظار وکړئ چې تاسو قطر، متحده عربي اماراتو، پاکستان، البانیا یا کوم بل هیواد ته د مرکې لپاره و لېږدوي.
د CARE ډله غوښتونکي هغه مهال درېیم هیوادونو ته لېږدوي چې لږترلږه د خپلو مدني اسنادو تایید ترلاسه کړي. په ټولیز ډول، د مدني اسنادو له بشپړولو وروسته د یوې میاشتې څخه تر یو کال پورې، غوښتونکي ته له افغانستان څخه د وتلو لپاره درې جلا برېښنالیکونه استول کېږي.
که تاسو په خطر کې یاست، تاسو کولی شئ د خپلې مرکې په اړه په درېیمگړي هېواد کې د متحده ایالتونو یو سفارت یا قونسلگرۍ ته د NVCExpedite@state.gov ته د برېښنالیک خپل کېس انتقال کړئ.

اتم پړاو: مرکه

تاسو باید په ټاکلي وخت کې اړوند سفارت یا قونسلگرۍ ته لاړ شئ. مخکې له دې چې مرکې ته لاړ شئ، د امريکې د متحده ایالتونو د مرکې د تگلارې یا کونسلي مرکې لارښود ولولئ. په، تاسو باید د مرکې مرکزي دفتر ته لاندې اسناد له ځانه سره واخلئ:
  • د NVC بلنې کاپي؛
  • ستاسو او ستاسو د کورنۍ د غړو اصلي پاسپورټ چې لږترلږه د شپږو میاشتو لپاره اعتبار لري او د پاسپورټ د پاڼې یوه کاپي چې ستاسو نوم او عکس پکې وي؛
  • د کورنۍ د هغو غړو په گډون چې ستاسو په قضیه کې د ټولو هغو دوه رنگه عکسونه چې د ویزې غوښتنه یې کړې؛ د انځور اړوند لارښوونو په اړه معلومات د امريکې د متحده ایالتونو د ویپباڼه کې ولولئ؛
  • د زېږون کارت یا ستاسو اصلي تذکره چې ستاسو هویت څرگندوي؛
  • د DS 260 فورم تاییدپاڼه چې تاسو انلاین ثبت کړی دی؛
  • د واده اصلي سند او رسمي انگلیسي ژباړه او د هغې یوه کاپي (که واده شوي یاست)؛ او
  • دا غوره ده چې نور اسناد اړوند هم له ځان سره یوسئ، لکه د دفتر کارت، د دفتر قرارداد، د قراردادونو کاپي، سپارښت لیکونه، د کار تصدیق­لیک او نور هغه اسناد چې تاسو د COM غوښتنلیک پروسې په جریان کې ثبت کړي دي.
د متحده ایالتونو په سفارت کې د مرکو لپاره، غوښتونکي معمولاً اړ دي چې د کورنۍ ټول غړي د ویزې په مرکه کې گډون وکړي.

نهم پړاو: د ویزې ورکړه

  • که هرڅه سم پرمخ لاړ شي، تاسو به د غوښتنې سره اړین فورمونه ډک، ټول اړین معلومات چمتو کړئ څو چې د سفارت یا کونسلگرۍ مامور قانع شي؛
  • تاسو اړ یاست چې روغتیايي معاینات (Medical) ترسره کړئ؛
  • تر یو لړ اداري پړاوونو وروسته به تاسو ته د امریکي ویزه درکړل شي؛
  • کله چې له تاسو غوښتنه وشي یا ستاسو ویزه صادره شي نو خپل پاسپورټونه سفارت یا کونسلگرۍ ته وسپارئ؛ او
  • د ځانگړي کډوالۍ ویزې ترلاسه کول په دې معنا ده چې تاسو متحده ایالتونو ته د ننوتلو ټول شرطونه پوره کړي دي.

لسم پړاو: متحده ایالاتو ته ننوتل

تر نهم پړاو وروسته، غوښتونکي کولی شي د الوتکې د ټکټ په درلودلو سره له کوم خنډ څخه امريکې ته مهاجرت وکړي. همدارنگه، د مهاجرت نړیوال سازمان (IOM) په همکارۍ د الوتکې ټکټ، بیامیشتیدنې په بهیر کې مرسته او متحده ایالاتو ته د سفر اړینې لارښوونې ترلاسه کړئ. تاسو لاندې دوه فورمونه ډک او لاسلیک کړئ:
  • د کورنۍ د هر غړي لپاره 234DS- فورم؛
  • د کورنۍ د هر غړي لپاره Refugee Benefits کډوالۍ گټو فورم؛ او
  • د کورنۍ د ټولو غړو د پاسپورټونو او ویزو کاپي.
پورتني اسناد د مهاجرت نړیوال سازمان IOM د siv_ope@iom.int برېښنالیک ته واستوئ. په نورمال ډول، پورته ذکر شوی سازمان په شاوخوا یوه میاشت کې د غوښتونکو غوښتنې ځوابوي کوي او د کورنۍ د ټولو غړو سفر کې مرسته کوي.
په پورته فورمونو کې، تاسو IOM ته وایاست چې د متحده ایالتونو په کوم ایالت کې مېشتېدل غواړئ.که چیرې په هغه ایالت کې چې تاسو مېشتېدل غواړئ، سهم موجود وي، یا ستاسو ورور، خور، مور او پلار هلته میشت وي، تاسو به په اتوماتيک ډول مېشت شئ. که چیرې په ټاکل شوي ایالت کې سهم بشپړ شوی وي، نو تاسو باید په متحده ایالتونو کې د استوگنې لپاره بل ښار غوره کړئ. همدارنگه، IOM کولی شي پریکړه وکړي چې له تاسو سره په همغږۍ، تاسو یو بل ایالت ته انتقال کړي. په ځینو مواردو کې، تاسو د IOM د تصمیم او پرېکړو اطاعت کولو پرته بله چاره نه لرئ.
امریکې ته ستاسو په راتگ سره، ستاسو د استوگنې لپاره اړین ترتیبات د امریکې حکومت تر مدیریت لاندې نیول شوي دي. تاسو ډاډه اوسئ چې ستاسو او ستاسو کورنۍ ته به د یوې ادارې لخوا پاملرنه کېږي چې ستاسو د ځای په ځای کولو او بیامیشتیدنې د اسانچاري مسؤلیت لري. همدارنگه، امریکا ته د ننوتلو دمخه او وروسته به ستاسو د بیا میشتیدنې د جزیاتو په اړه کافي معلومات او اړینې لارښوونې چمتو شي.

په CEAC کې د کېس د وضعیت په اړه معلومات

همدا چې تاسو ښه راغلاست­لیک (Welcome Letter) ترلاسه کړئ تاسو کولی شئ د خپل SIV د کېس پر وضعیت پوه شئ. د خپل کېس پر وضعیت د پوهېدو لپاره د کونسلگرۍ الیکټرونیک غوښتنلیک مرکز ویبپاڼې ته لاړ شئ او د KBL شمېرې او د خپل کېس اړوند معلوماتو په لیکلو سره چې په ښه راغلاست­لیک کې تاسو ته استول شوي دي، خپل اکاونټ ته ننوځئ. د کېسونو وضعیت په جلا، جلا ډول یو له بل سره په توپیر ښودل کېږي چې دلته ورته اشاره کوو.
  • AT NVC: که ستاسو اسناد بشپړ شوي وي او ستاسو د کېس لپاره په سفارت یا کونسلگرۍ کې د مرکې وخت نه وي ټاکل شوی، نو ستاسو کېس د الیکټرونیک کونسلي غوښتنلیک مرکز ویبپاڼې کې AT NVC و ښودل شي.
  • READY: هرکله چې تاسو ته د مرکې نېټه درکړل شي، ستاسو کېس به AT NVC څخه چمتو یا READY ته واوړي، او همدارنگه، د CARE ټیم له لوري درېیم هېواد ته ستاسو د انتقال په صورت کې به هم ستاسو د کېس وضعیت له AT NVC څخه چمتو یا READY ته واوړي.
  • Administrative Process: که ستاسو مرکه بریالۍ وي، ستاسو کېس د کېس وضعیت به د اداري پروسې حالت کې وښودل شي.
  • Refused: که ستاسو مرکه ناکامه وي یا په DS-260 فورموکې غوښتل شوي معلومات چمتو نه کړئ، نو ستاسو کېس به د رد یا Refused حالت کې وښودل شي. په داسې حالت کې به له تاسو څخه غوښتنه وشي چې د نورو معلوماتو د وړاندې کولو لپاره پیوگرافي (Bio Data) معلومات ور ولېږئ. ستاسو د کېس اړونده سفارت ته د بیوگرافۍ په لیږلو سره، له څو ورځو تېرېدو وروسته د رد یا Refused بېرته اداري پروسې Administrative Process ته بدلېږي.

مرسته او مشوره

هغه افغانان چې ځانگړو معلوماتو ته اړتیا لري، کولی شي به د وپوښتئ له وټساپ (۰۰۹۳۷۲۹۸۰۷۲۳۵) شمېرې یا  فېسبوک مسینجر یا وپوښتئ ویبپاڼې  له لارې د وپوښتئ له سلاکارانو سره په اړیکه کې شئ او د خپلې اړتیا وړ معلومات ترلاسه کړئ!