د برېټانیې حکومت د هغو افغانانو د کورنیو غړي مني چې د افغانانو د بیامېشتېدنې بهیر (Afghan Citizens Resettlement Scheme - ACRS) د درېیمې لار (Pathway 3) پر بنسټ پر شرایطو برابر وي.
د برېټانيې د کورنیو چارو وزارت پر شرایطو د برابرو کورنیو د منلو لارښود په ډاګه کړی دی. دغه لارښود پر شرایطو د برابرو کورنیو د اضافي غړو (Additional Family Members - AFM) د بیامېشتېدنې څرنګوالی او معیارونه روښانوي چې د افغانانو د بیامېشتېدنې د بهیر (ACRS) د درېیمې لار (Pathway 3) په لومړي کال برېټانيې ته تللي یا د ورتګ تکل لري.

د ACRS طرحه څه شی ده؟

د افغانانو د بیامېشتېدنې طرحه (Afghan Citizens Resettlement Scheme) د هغو افغانانو لپاره په پام کې نیول شوې ده چې برېټانيې د حکومت د موخو د ترلاسه کولو لپاره یې په افغانستان کې دنده ترسره کړې وي. برېټانيې د افغانانو د بیامېشتېدنې طرحه یا ACRS په رسمي ډول د روان ۲۰۲۲ کال د جنورۍ په ۶مه اعلان کړه. په دې طرحه کې هغو خلکو ته د کډوالۍ اجازه ورکول کېږي چې په افغانستان کې یې د برېټانيې له هڅو ملاتړ او د ډیموکراسۍ، د ښځو حقونو، بیان ازادۍ او د قانون حاکمیت په برخه کې یې مرسته کړې وه. د ACRS ټول پام په هغو خلکو ور ټول دی چې پر شرایطو برابر دي خو لا تراوسه برېټانيې ته نه دي لېږدول شوي او په افغانستان یا درېیم هېواد کې بند پاتې دي.
د افغانانو د بیامېشتېدنې تګلاره (ACRS) د ځینو هغو خورا زیان­منونکو او ګواښ سره مخ افغانانو لپاره خوندي او قانوني لاره چمتو کوي چې د افغانستان او سیمې له پېښو اغېزمن شوي دي، تر څو برېټانيې ته راشي او خپل نوی ژوند پیل کړي. د برېټانيې حکومت ژمن دی چې د ACRS طرحې له لارې ۲۰ زره تنه افغانان او د هغوی د کورنۍ غړي ومني.

درېیمه لار یا ACRS څه شی دی؟

د برېټانيې حکومت د افغانانو د بیامېشتېدنې پروګرام د درېیمې لار (ACRS-Pathway 3) له لارې، له ګواښ سره مخ خلک چې د برېټانيې او نړۍوالې ټولنې له هڅو یې ملاتړ کړی دی، زیانمنونکې ډلې لکه ګواښ سره مخ ښځې او نجونې او د لږکيو اړوند خلک، په دغه هېواد کې مېشتوي. داسې ښکاري چې دا طرحه به څوکلونه وغځېږي. د برېټانيې حکومت، د افغانانو د بیامېشتېدنې پروګرام د درېیمې لار په لومړي کال کې لاندې درې ډلو ته لومړیتوب ورکوي:
  • د برېټانيې د شورا کارکوونکي (British Council)؛
  • د ګارډاورلډ GardaWorld کارکوونکي؛ او
  • د Chevening هغه فارغان چې له خطر سره مخ وي.
د درېیمې لار پر بنسټ، په لومړي کال کې د برېټانيې حکومت به پر شرایطو برابرو پورته یادو شویو ۳ ډلو څخه د هغو خلکو لپاره چې په افغانستان یا د سیمې هېوادونو کې دي، شاوخوا ۱۵۰۰ د بیامېشتېدنې استوګنځي برابر کړي.

د ACRS طرحې د درېیمې لارې پر بنسټ د کورنۍ اضافي غړو سره یوځای کېدل

شونې ده چې د کورنۍ اضافي غړي (AFM) د درېیمې لار (Pathway 3) په چوکاټ کې په پام کې ونیول شي. یاد سند د دغو برخو په پام کې نیولو لارښود وړاندې کوي. هغه خلک چې پر شرایطو برابر دي، د هغوی د کورنۍ غړي د همدغې طرحې پر بنسټ، پرته له دې چې د دوی، مقام، رتبې، د دندې مودې، او کارځای ته پام وشي، برېټانيې ته مهاجرت کولای شي.
د درېیمې لار تر لومړي کال ور هاخوا، د برېټانيې حکومت له خپلو نړۍوالو شریکانو، او نادولتي بنسټونو سره په ګډه، د هغو افغانانو ښه راغلاست ته لار پرانیزي چې له خطر سره مخ دي او د طرحې نور جزیات به یې وروسته په مناسب وخت کې په ډاګه شي، خو اوس مهال یاد لارښود د افغانانو د بیامېشتېدنې په بهیر کې یوازې د درېیمې لار پر شرایطو برابرو خلکو لپاره دی.

کوم خلک د کورنۍ د نږدې غړو (لومړۍ درجه خپلوانو) پر شرایطو برابر دي؟

د کورنۍ نږدې غړي (لومړۍ درجه خپلوان) د ACRS د غوښتونکو د ژوند ملګري (مېرمن/مېړه) او له ۱۸ کلونو څخه کم­عمره ماشومان شاملېږي چې د غوښتونکي د غوښتنلیک پر مهال، برېټانيې ته تر کډوال کېدو وړاندې یا وروسته په غوښتنلیک کې شامل شوي وي. دکورنۍ اضافي غړو کې بیا هغه مېرمنې، ماشومان او د ACRS د غوښتونکي تر پاملرنې لاندې د کورنۍ نور غړي شاملېږي چې د غوښتونکي د غوښتنلیک پر مهال، برېټانيې ته تر کډوال کېدو وړاندې یا وروسته په غوښتنلیک کې نه وي شامل شوي خو اوس دغه هېواد ته د مهاجرت پر شرایطو برابر ګڼل کېږي.
د غوښتونکي نږدې خپلوان یا کورنۍ اصلي غړو ته په برېټانيې کې د بیا مېشتېدنې ځای وړاندیز د ACRS پروګرام د درېیمې لار پر بنسټ د ډاډ وړ امنیتي ارزونو سره سم کېدی شي. همدارنګه، د ژوند ملګري (مېړه/مېرمن) تعریف او د اړیکو څرنګوالی چې د برېټانيې د کډوالۍ قانون لاندې یې یادونه شوې ده، د ACRS پر درېیمې لار (Pathway3) پلی کېږي.

د ژوندملګري د کډوالۍ شرطونه

د ژوندملګری (مېرمن/مېړه) باید ACRS ته د غوښتنلیک د سپارلو پر مهال د ژوندانه اصلي ملګری (مېرمن/مېړه) وي. اصلي غوښتونکی یا د کورنۍ مشر یا د ژوندملګرې باید لږترلږه ۱۸کلن وي.که اصلي غوښتونکی له یوې څخه ډېرې مېرمنې ولري، یا دا چې اصلي غوښتونکی له یوې یا څو مېرمنو سره د واده اړیکه ولري، کولی شي د دوی له ډلې د ژوند یوه ملګرې یا مېرمن د بیامېشتېدنې لپاره وټاکي او برېټانيې ته د ننوتلو اجازه ترلاسه کړي.

د ماشومانو د مهاجرت شرطونه

د غوښتونکي اولادونه باید د افغانانو د بیامېشتېدنې پروګرام ته د غوښتنلیک د سپارنې پرمهال ۱۸ کاله عمر ولري، خپلواک نه وي او د کورنۍ د پاملرنې لاندې وي تر څو برېټانيې ته د مهاجرت پر شرایطو برابر شي.
ماشوم باید د اصلي غوښتونکي اولاد وي او د نورو ماشومانو پلارمور نه وي یا د بل چا د ژوندملګرې نه وي، خو دا چې لاندې شرایط ولري:
  • اصلي غوښتونکی، په رښتیا هم د اولادونو پلار وي؛
  • د ماشوم مورپلار مړه شوي وي؛
  • غوښتونکی د ماشوم د پالنې او روزنې دنده پر غاړه و لري.
  • ماشوم د اصلي غوښتونکي د ژوندملګرې وي؛
  • د اصلي غوښتونکي ژوندملګرې په یواځې سر د ماشوم د روزنې دنده پر غاړه ولري.
  • ماشوم د غوښتونکو له ډلې د هېڅ یوه بیولوژیکي اولاد نه وي، بلکې په زوی­ولۍ یې نیولی وي او د ماشوم اصلي مورپلار هوکړه کړې وي چې د اصلي مور او پلار مسولیت اصلي غوښتونکي ته ولېږدول شي.

د غوښتنلیک پړاوونه

یوازې هغه خلک چې په لومړي کال د ACRS د درېیمې لار پر بنسټ د برېټانيې د مهاجرت لپاره په پام کې نیول شوي دي، پر شرایطو برابر ګڼل کېږي. په لومړي کال د ACRS درېیمې لار ټولې چارې د بهرنیو چارو، هم­ګټو هېوادونو او پراختیا وزارت (The Foreign, Commonwealth & Development Office) یا FCDO له لوري پر مخ وړل کېږي، چې د یو تن د کورنۍ نږدې او اضافي غړو پر شرایطو برابروالی یې ارزوي.
د کورنۍ اضافي غړو کې د شاملېدو په بهیر کې دوه پړاوونه شتون لري، چې پر بنسټ یې یو غوښتونکی د هغه د کورنۍ اضافي غړي د بیامېشتېدنې لپاره په پام کې نیسي، دا دوه پړاوونه په لاندې ډول دي:
  • لومړی پړاو یې د علاقې څرګندونې لپاره FCDO ته د یو لیک استول دي چې په هغه کې د کورنۍ د نږدې غړو اړوند ټول معلومات غوښتل کېږي.
  • دویم پړاو هغه مهال دی، کله چې FCDO د کورنۍ د اضافي غړو (AFM) په اړه د معلوماتو غوښتنه کوي.
د یادونې وړ ده چې د غوښتونکي د علاقې څرګندولو او غوښتنلیک د استولو بهیر ۲۰۲۲ کال د جون له ۲۰مې څخه تر اګسټ پورې پرانیستی و او له هغه راوروسته تړلی دی. د ACRS غوښتنلیک ته د غوښتنې د سپارلو لپاره هېڅ ځانګړی بهیر شتون نه لري؛ پرځای یې، وړ خلکو ته لومړیتوب ورکول کېږي او د بیا مېشتېدنې لپاره د ټاکل شویو درې لارو Pathway له ډلې د یوې "لارې" لاندې د برېټانيې حکومت ته د بیامېشتېدنې لپاره راجع کېږي. د افغانانو د بیا مېشتېدنې د طرحې د ۳لارو په اړه د لازیاتو معلوماتو لپاره د وپوښتئ ویبپاڼې ته سر ورښکاره کړئ.
یوازې هغه تایید شوي غوښتنلیکونه څېړل کېږي چې ورپسې د AFM فورم د ځانګړي پړاو پلی کېږي. غوښتونکی باید هغه بشپړ لارښود تعقیب کړي چې د FCDO له لوري استول کېږي. کېدی شي دAFM  فورم واستول شي، د کورنۍ د ټولو هغو اضافي غړو (AFM) جزیات پکې ولیکل شي چې اصلي غوښتونکي یې غواړي. له استثنايي حالتونو پرته به د کورنۍ د اضافي غړو په تړاو نور یا نوي غوښتنلیکونه په پام کې و نه نیول شي.

د کورنۍ د اضافي غړو د یوځای کېدو لپاره استثنايي شرایط څه دي؟

په استثنايي حالتونو کې د کورنۍ د اضافي غړو شاملول، د ځانګړو اسنادو او شواهدو غوښتنه کوي. په ځانګړې توګه، داسې موضوع په پام کې نیول کېږي چې ځینې ځانګړي زیانونه شتون ولري، یا د ځانګړو شرایطو لاندې چې د کورنۍ بل غړی ورسره مخ دی او له اصلي غوښتونکي سره د استثنايي تړاو لامل کېږي.
د بهرنیو چارو، هم­ګټو هېوادونو او پراختیا وزارت یا FCDO د AFM غوښتنلیکونو د بیاکتنې او د استثنايي شرایطو ارزولو مسولیت لري. دا ارزونه به د FCDO له لوري ترسره شي تر څو معلومه شي چې پام­وړ تن د بیامېشتېدنې لپاره د کورنۍ له مشر یا اصلي غوښتونکي سره په استثنايي حالتونو کې تړاو لري او که نه؟.
که FCDO  استثنايي معلومات ومومي، نو د AFM غوښتنلیک به د کورنۍ د غړي یا برخې په توګه د برتانیا کورنیو چارو وزارت ته  راجع کوي.

د کورنۍ د اضافي غړو (AFM) څېړنه

په استثنايي شرایطو کې کیدای د کورنۍ اضافي غړي (AFM) د ACRS  پروګرام لاندې بیامېشتېدنې لپاره په پام کې ونیول شي.
دا اړینه نه ده چې د ACRS د درېیمې لار لاندې د علاقې څرګندولو نوی یا د بیامېشتېدنې غوښتنلیک  FCDO ته وړاندې شي. دا کار ځکه اړین نه دی چې د کورنۍ د اضافي غړو ورزیاتولو غوښتنه د پخواني غوښتنلیک پر بنسټ کېږي. د FCDO اداره چې د ACRS د غوښتنلیکونو ارزول ور له غاړې دي، د درېیمې لار پر شرایطو برابرو غوښتونکو سره، د هغوی د بریښنالیکونو له لارې اړیکه نیسي او د AFM اړوند معلوماتو غوښتنه ترې کوي.
د کورنۍ د یوه غړي په توګه د غوښتونکي هر ډول غوښتنه او د بیامېشتېدنې وړاندیز چې د برېټانيې د کورنیو چارو وزارت ته کېږي د  فرد یا افرادو په تړاو د کډوالۍ اړوند څېړنو او امنیتي ارزونو پورې تړلی دی. د کورنۍ اصلي یا نورو غړو ته د بیامېشتېدنې وړاندیز په امنیتي ارزونو او برېټانيې ته د ننوتلو اجازې پورې تړاو لري، ځکه د کورنۍ اصلي یا اضافي غړي په یواځې سر پر شرایطو برابر نه ګڼل کېږي. یوازې یوه استثنا د هغو ماشومانو لپاره شتون لري چې د بیامېشتېدنې د غوښتنلیک له سپارلو وروسته او برېټانیې ته له ننوتلو وړاندې زېږېدلي وي.
 که اصلي غوښتونکی برېټانيې ته د ننوتلو د جواز له ترلاسه کولو د مخه مړ شي، نو د پرېکړې واک به له FCDO سره وي، خو که اصلي غوښتونکی برېټانيې ته د ننوتلو د جواز له ترلاسه وروسته او  برېټانيې ته له ننوتلو وړاندې مړ شي، نو د پرېکړې واک به د برېټانيې له کورنیو چارو وزارت سره وي.
 
د بهرنیو چارو، هم­ګټو هېوادونو او پراختیا وزارت (FCDO)، به د بشپړې لارښوونې او پر شرایطو برابرو کسانو د ملاتړ لپاره په ټولو پړاوونو کې غوښتونکو سره په اړیکه کې وي.

مرسته او مشوره