د سویډن حکومت په دې وروستیو کې په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ یو کال وروسته په دغه هېواد کې د افغان پناه غوښتونکو د بهیر د ارزونې راپور خپور کړ.
یاد راپور د سویډن د پناه غوښتونکو قانون مرکز له لوري د پناه غوښتونکو د قانون مرکز او په شمالي اروپا او بالتیک هېوادونو کې د پناه غوښتونکو په چارو کې د ملگرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) استازو ترمنځ د شراکت د تړون په چوکاټ کې چمتو شوی. د دې راپور موخه د ۲۰۲۱ کال په اگسټ کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته په سویډن کې د افغانانو د پناه غوښتنې په برخه کې د کډوالۍ د وضعیت ارزونه ده.
د دغه راپور پر بنسټ، د افغانستان د اوسني رژیم له خوا د اسلام سخت تفسیر او د نیوکه کوونکو، مخالفینو، اقلیتونو او ښځو ځپل او همدارنگه هغو خلکو ته سخته سزا ورکول چې د رژیم له اصولو سرغړونه کوي، دا په دې مانا ده چې د ځینو اشخاصو او ډلو ژوند له سخت گواښ سره مخ کړی دی. ځينې داسې پوښتنې را پورته شوي چې دا خلک په حقیقت کې څوک دي، او دوی ته په سویډن کې د استوگنې اجازه ورکول کېدی شي، که دوی ته د استوگنې اجازه ورکړل شي، نو پناه به هم ورکړل شي او که نه.
مخکې له دې چې طالبان واک تر لاسه کړي، افغانانو ته په سویډن کې د استوگنې اجازې ورکړه غیرمعمولي خبره نه وه، ځکه چې په جگړو او بریدونو کې ډېری ملکي وگړو خپل ژوند له لاسه ورکاوه او ټپیان کېدل. په هرصورت، داسې پېښې اوس هم کېږې چې ملکي وگړي له جگړه­ایزو بریدونو او تاوتریخوالي اغیزمنېږي.
دغه راپور د ۲۰۲۲ کال له جون څخه تر اگسټ میاشتې پورې د سویډن د مهاجرت ادارې له خوا په سویډن کې د افغان اتباعو د پناه غوښتنې د غوښتنلیکونو په اړه د ۱۰۵ پرېکړو تحلیل وړاندې کوي. د سویډن د مهاجرت اداره د افغان پناه غوښتونکو په اړه د خپلو پرېکړو کیفي بیاکتنه کوي، راپور ښیې چې د "اصلي هېواد" په اړه معلومات چې په ډېری پرېکړو کې کارول شوي په بشپړ ډول تازه نه دي او په بشپړ ډول تایید شوي نه دي او یا یې تړاو ته پام نه دی شوی. راپور دا هم یادونه کوي چې د څېړنې شاوخوا ۴۰ سلنه پرېکړې د شړلو پېښې دي چې ښځې او د ماشومانو لرونکې کورنۍ هم پکې شاملېږي.
باید وویل شي، چې د سویډن په گډون په ډېرو اروپايي هېوادونو کې د افغان پناه غوښتونکو شمېر مخ په ډېرېدو دی. په ۲۰۲۱ کال کې ۱۰۲۱۰۱ افغانانو د پناه غوښتونکو د وضعیت لپاره نړیوال غوښتنلیکونه سپارلي، چې دا په ۲۰۲۰ کال کې د ۴۴۲۸۵ غوښتنلیکونو په پرتله د پام وړ لوړوالی ښيي. په سویډن کې د افغان پناه غوښتونکو شمېر په ۲۰۲۰ کال کې له ۵۹۹ څخه په ۲۰۲۱ کال کې ۱۴۹۸ ته لوړ شوی دی. د پناه غوښتنې پرېکړو تر نیمایي زیات د پناه غوښتنې د رد شمېر ښيي.
په دې راپور کې د غوښتنلیک د بیاکتنې بهیر په اړه داسې هراړخیز معلومات وړاندې شوي چې کوم حقوقي نظرونه ورکړل شوي؟ پرېکړې څنگه توجیه کېږي؟ د هېواد معلومات څنگه کارول کېږي؟ ایا پرېکړې له نافذو قوانینو لکه د پناه غوښتونکو په چارو کې د ملگرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) له لارښوونو او سپارښتنو سره سمون لري او که نه؟
د څلورم چینل د راپور له مخې، په سویډن کې د افغان پناه غوښتونکو له ډلې د ډېرو ښځینه پناه غوښتونکو غوښتنه منل شوې او هغه ښځې چې د پناه غوښتنې یې رد شوې وې، کولی شي بیاځلي غوښټنه وکړي. د افغانستان انټرنیشنل وېبپاڼې د راپور له مخې، د سویډن د مهاجرت ادارې اعلان کړی چې په افغانستان کې د ژوند د ناوړه شرایطو له امله په سویډن کې د افغان ښځو او نجونو د پناه غوښتنې مني.
د سویډن د کډوالۍ چارواکي اوس ښځینه افغان کډوالې د "زیان منونکو ډلو" په توگه په پام کې نیسي چې په افغانستان کې د ځورونې له امله باید په سویډن کې پناه ورکړل شي. د مهاجرت د ادارې د حقوقي څانگې مشر کارل بيکسليوس د سويډن د څلورم چینل ټلوېزيون ته وويل چې د طالبانو نوي محدوديتونه په افغانستان کې د ښځو د ځورولو او مجازاتو تر بریده رسېدلي دي. همدارنگه له هغه وخته چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت تر نسکورېدو وروسته نوي رژیم واک په لاس کې اخیستی، د افغان ښځو وضعیت مخ په خرابېدو دی او په وضعیت کې د بدلون نښې نه لیدل کېږي.
په دغه راپور کې ویل شوي، نړیوالې ټولنې د ۲۰۲۱ کال د اگست په ۱۵ د پخواني حکومت له نسکورېدو او د افغانستان له بشپړ سقوط وروسته په افغانستان کې بدلونونه په جدي ډول څاري. لا له وړاندې، ډېری اندیښمن وو چې دا بدلون به د نړۍ هېوادونو ته د پراخ مهاجرت لامل شي، د پناه غوښتونکو په چارو کې د ملگرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) هم د سیمې له هېوادونو څخه وغوښتل چې خپلې پولې د افغانانو پرمخ پرانیستې وساتي. د افغانستان په ناڅرگند حالت کې د ملگرو ملتونو د پناه غوښتونکو عالي کمېشنرۍ له ټولو هېوادونو غواړي چې هېڅوک دې بېرته افغانستان ته نه شړي.
د ملگرو ملتونو د پناه غوښتونکو عالي کمېشنرۍ UNHCR  د 2022 په فبروري کې په خپل یوه لارښود یادښت کې ویلي چې د افغانستان وضعیت د هدفي تاوتریخوالي او له بشري حقونو څخه سرغړونو په اړه د پراخو اندیښنو له شتون سره، سره د وړاندوینې وړ نه دی. د دې ترڅنگ، د هېواد اوسنی حالت د هېواد په بېلابېلو برخو کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د هر اړخیزو معلوماتو د راټولولو پر وړاندې گڼ خنډونه رامنځته کوي.
په پای کې، دا راپور د سویډن د مهاجرت ادارې ته یوولس سپارښتنې وړاندې کوي. په دې کې له اصلي هېواد څخه د تازه او اړونده معلوماتو کارولو وړاندیز کول او همدارنگه د ۱۹۵۱ کنوانسیون د مادو تفسیر او پلي کول شامل دي چې په حساس ډول د مهاجرینو په عمر، جنسیت او تنوع وضعیت پورې اړه لري.