د المان حکومت په پام کې لري چې د المان د کډوالۍ په قانون کې یو لړ ښه والي او اصلاحات راولي چې له مخې به یې په دغه هېواد کې د ماهرو او کارپوه کډوالو د داخلېدو زمینه برابره شي.
المان په سلګونو زرو مسلکي او فني کارګرانو ته اړتیا لري او د دې طبقې د خلکو د قانوني ننوتلو لپاره به د دغه هېواد د کډوالۍ قانون تعدیل شي. المان د ماهرو کارکوونکو له سخت کمښت سره لاس او ګریوان دی، په ځانګړې توګه د ټېکنالوژۍ، سوداګرۍ، مېلمه­پالنې، لوجستیک، ښوونې او روزنې او نرسنګ سکټورونو کې د مسلکي کارکوونکو کمښت دی چې د صنعت د ځينو ټولنو په وینا اقتصادي چارې ټکنۍ کوي.
د المان د اقتصاد وزیر رابرټ هوبیک په یوه ویډیويي پیغام کې چې موخه یې له ټولې نړۍ څخه د بهرنیو مسلکي کارمندانو جذبول دي، وړ کسانو ته اعلان وکړ چې "موږ تاسو ته اړتیا لرو". په یوه مقاله کې چې د دوشنبې په ورځ په تاګوس شپیګل ورځپاڼه کې خپره شوه، د المان د کورنیو چارو وزیرې نانسي فیزر ټینګار وکړ چې المان متنوع کډوالو هېواد دی. د جرمني لومړۍ وزیر اولاف شولتز په خپله یوه وروستۍ وینا کې د المان د تابعیت د ترلاسه کولو لپاره د شرایطو د اسانولو لپاره د حکومت د پلانونو په معرفي کولو سره ژمنه وکړه، هغه خلک چې دلته اوسېږي او دایمي کار کوي باید رایه ورکړي او انتخاب شي، هغوی باید زموږ د هېواد برخه وي. د المان د کار فدرالي وزیر هوبرتوس هیل د مسلکي کارګرانو په وروستي کنفرانس کې خبرداری ورکړ چې د ماهرو کارګرانو لټون لا دمخه د ډېری شرکټونو لپاره یوه جدي مسله ده. خو ځینو مخالفو ګوندونو پر دې پلان نیوکې کړې دي.
د پلان شويو اصلاحاتو اصلي ټکي په لاندې ډول وړاندې کېږي:

دوه ګونی تابعیت

په دې وړاندیز شویو اصلاحاتو کې راغلي چې له اروپايي ټولنې او سویس څخه بهر هېوادونو ته به د دوه­ګوني تابعیت اجازه ورکول کېږي او بهرنیان کولای شي په جرمني کې د اتو کلونو پر ځای له پنځو کلونو استوګنې وروسته که دوی په جرمني کې د ادغام لپاره ځینې معیارونه بشپړ کړي کولای شي د تابعیت غوښتنه وکړي. د دې وړاندیز موخه د تورکي ریښو لرونکو لوی شمېر وګړو له ادغام سره مرسته کول دي، چې ډېری یې وايي د المان د تابعیت ترلاسه کولو په برخه کې ترټولو لوی خنډ د دوی اصلي تابعیت پرېښودل دی.
د واضح قانون د نشتوالي له امله، په عمل کې دوه­ګونی تابعیت له استثنا څخه بهر شوی دی. د المان د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۱ کال کې شاوخوا ۶۹ سلنه هغو خلکو چې د المان تابعیت یې اخیستی، خپل پخوانی تابعیت یې هم ساتلی دی. د سوسيال ديموکرات ګوند د پارلماني ډلې مرستيال ديرک ويز دويچه­ويله ته وويل چي د نړۍ ډير هيوادونه دوه ګوني تابعيت لري، خو موږ یې په المان کې يوازي په ځينو ځانګړو مواردو کې لرو، خو موږ غواړو بدل یې کړو.
ديرک ويز زیاته کړه چې دا سیاسي بحثونه به اسانه نه وي. په تیرو وختونو کې د محافظه کارانو لکه مسیحي دیموکرات ګوند له لوري د دوه­ګوني تابعیت پر ضد کمپاینونه شوي دي.

د زغم وړ اشخاصو لپاره د استوګنې حق

د تیر کال په پای کې، په المان کې شاوخوا ۲۴۰۰۰۰ تنو، تش په نامه "زغم" حالت کې ژوند کاوه. دا په دې مانا ده چې د دوی د پناه غوښتنه رد شوې ده، خو په اصلي هېواد کې د ګواښونو، جدي ناروغۍ یا د سفر اسنادو نشتوالي له امله د دوی اخراج هم ځنډول شوی.
ډېری دغه خلک له څو کلونو راهیسې په المان کې په دغه ناڅرګند حالت کې ژوند کوي. ځینو یې دلته خپل ماشومان لوی کړي او په هغو برخو کې یې کار موندلی چې المان ورته اړتیا لري، په ځانګړې توګه د نرسنګ په برخه کې.
اوس حکومت په پام کې لري چې هغو خلکو ته چې د ۲۰۲۲ کال د اکټوبر تر لومړۍ نیټې پورې پنځه کاله په المان کې اوسېږي د «د اوسیدو فرصت» تر عنوان لاندې د اوسېدو یوکلن اسناد (اقامه) ورکړي. دا یو کال د اوږدې مودې استوګنې د ترلاسه کولو په موخه د معیارونو پوره کولو لپاره دی. داسې انګېرل کېږي چې شاوخوا ۱۳۶ زره خلک د دې ډول استوګنې لپاره پر شرایطو دي.
د استوګنې حالت دې خلکو ته اجازه ورکوي چې په المان کې د سفر کولو ډېره ازادي ولري او د اخراج دوامداره ګواښ له منځه وړي، چې دا چاره بیا دوی د کار وړتیا زیاتوي.

د ټولو لپاره د ادغام کورسونه

ټول پناه غوښتونکي باید المان ته له رسېدو سره سم، پرته له دې چې په دې هېواد کې د پاتې کیدو امکانات په پام کې ونیسي، د ادغام او ژبې کورسونو ته لاسرسی ولري. حکومت ویلي چې دا به ګډون او ټولنیز یووالي ته وده ورکړي.
شړل
قضیې بل اړخ، د کورنیو چارو وزارت په وینا، د هغو کسانو ایستل دي چې په المان کې نه شي پاتې کېدای، دوی باید د پخوا په پرتله ډېر تعقیب شي، په ځانګړې توګه د مجرمینو او هغو خلکو اخراج چې خطرناک ګڼل کېږي. د شړلو په پار د دغو خلکو نیول او توقیف کول به خورا اسانه وي.

له ماهرو کارکوونکو سره د کورنۍ اسانه یو ځای کېدل

د دې لپاره چې المان د غیر اروپايي ټولنې هېوادونو د ماهرو کارګرانو لپاره ډېر زړه راښکونکي کړي، حکومت په پام کې لري چې د دوی لپاره د خپلو کورنیو د وربللو چاره اسانه کړي. نږدې خپلوان به نور اړتیا نه لري چې المان ته د ننوتلو دمخه د الماني ژبې د پوهې ثبوت وړاندې کړي.

د ماهرو کارګرانو کډوالۍ

تمه ده چې د کډوالۍ قانون د دویمې برخې مسوده په ځانګړې توګه د ماهرو کارګرانو کډوالۍ ته پام وکړي، چې لاندې مهم ټکي پکې شامل دي:
- د کار فدرالي دفتر محاسبه کړې چې المان هر کال ۴۰۰زره بهرنیو کارګرانو ته اړتیا لري. ډېری یې د اروپایي ټولنې څخه راځي، خو دا د دې کمښت د حل لپاره کافي نه دي. په ځانګړې توګه له هغه وخته چې د اروپايي ټولنې ډېری لوی هېوادونه له ورته ډیموګرافیکو ننګونو سره مخ دي.
- د ماهرو کارګرانو کډوالۍ قانون له ۲۰۲۰ راهیسې تصویب شوی، خو المان ته له اروپايي ټولنې څخه بهر هېوادونو نه د ماهرو کارګرانو ننوتل محدود شوي او د کوویډ - ۱۹ وبا په جریان کې بېخي کم شوي دي.
- په ۲۰۱۹ کال کې یوازې ۳۹ زره کسان له اروپايي ټولنې بهر هېوادونو جرمني ته د کار لپاره راغلي چې د دغه هېواد د ټولو کارګرو یوازې ۰،۱ سلنه جوړوي.
- په ۲۰۲۰ کې، دا شمیره ۲۹ زرو کسانو ته راټیټه شوه. سوداګر د دفترونو د بیروکراسۍ له خنډونو څخه شکایت کوي او وايي چې دفترونه د اسنادو لېږلو او ترلاسه کولو لپاره د انلاین وسیلو کارولو ته زړه­نازړه دي چې د بیروکراسۍ پروسه ورو کوي.
د زده کونکو لپاره داروپايي ټولنې شین کارت
د لوړ مهارت لرونکو متخصصینو لپاره د داروپايي ټولنې په کچه شین کارت، د متحده ایالتونو شنه کارت ته ورته دی چې ۱۰ کاله دمخه په المان کې معرفي شو. دا کارت وړ اشخاصو ته اجازه ورکوي چې د "لومړیتوب چیک" او د الماني ژبې له پوهې پرته د کار لپاره المان ته ننوځي. په دې څېړنه کې لومړی دا کتل کېږي چې د جرمني او اروپايي ټولنې په اړونده څانګو کې د کار لپاره د خلکو غوښتنلیکونه شته او که نه.

د فرصتونو کارت

د فرصت کارت، د امتیاز سیسټم پربنسټ، خلکو ته اجازه ورکوي چې په المان کې د دندې یا روزنیز پروګرام په لټه کې شي. د دې کارت ترلاسه کولو معیارونو کې اسناد، عمر، د ژبې مهارتونه او کاري تجربه شامله ده.

مسلکي کارګران له مسلکي روزنې سره

د المان حکومت په پام کې لري چې د شین کارت ګټې غیر اکاډمیکو کسبونو ته هم وغځوي، له پخلي او ودانیزو متخصصینو څخه نیولې بیا د انرژۍ تخنیکرانو او لارۍ چلوونکو پورې وغځوي.
اوس مهال، د شين کارت سربېره، د ماهرو کارګرانو لپاره د استوګنې جواز شتون لري چې مهارتونه یې په المان کې په رسمیت پېژندل شوي. په راتلونکي کې دغه مهارت لرونکي کارګران اجازه لري چې په بله برخه کې وړ دندې په لټه کې شي، د بیلګې په توګه میخانیک کولی شي د لوجیستیک صنعت کې کار وکړي.

زده کوونکو ته بلنه

المان غواړي چې له بهر څخه ډېر خلک د زده­کړې یا حرفوي زده­کړو لپاره دغه هېواد ته ورشي او بیا د هغه مهارتونو سره چې دوی زده کړي په هېواد کې کار وکړي. د دې لپاره، حکومت په پام کې لري چې د زده کونکو لپاره "لومړیتوب پړاو" له منځه یوسي، دا چاره زده کونکو ته اجازه ورکوي چې د خپلو زده­کړو تر څنګ کار وکړي.
د اروپایی ټولنې څخه بهر هېوادونو زده­کونکي د الماني ژبې کافي مهارتونه لري کولی شي د فدرالي کار ادارې له تصویب پرته تر شپږو اونیو پورې انټرنشپ ترسره کړي.

بهرني اسناد او کاري تجربه

د بهرنیو اسنادو پیژندنه له ډېرې مودې راهیسې د بیوروکراسۍ ستونزه وه. حکومت غواړي دا پروسه اسانه کړي. د بېلګې په توګه، د تصدیق شوي الماني ژباړې پرځای په انګلیسي یا نورو ژبو کې د اسنادو منل. خو حکومت اوس پلان لري چې د ځینې دندو لپاره د کار کډوالۍ ته اجازه ورکړي ان د دوی درجې پېژندلو پرته.
وروسته له دې چې د المان حکومت، چې سوسیال دیموکراتان، زرغون او ازاد دیموکراتان په کې شامل دي، د المان د کډوالۍ قانون د عصري کولو لپاره یو لړ اقدامات وړاندې کړي دي. په دې نظرونو کې هغه پلانونه شامل دي چې د پناه غوښتنې په سیستم کې د بیوروکراټېکو خنډونو کمول او د هغو پناه غوښتونکو لپاره چې منل شوي نه دي خو د زغم وړ دي، او د هغو کسانو لپاره چې د اوږدې مودې لپاره په هېواد کې اوسېږي د المان د استوګنې د ترلاسه کولو اسانتیاوې برابروي.
دا باید په یاد ولرئ چې شرط لږترلږه دوه کلنه کاري تجربه او په اصلي هېواد کې د اعتبار وړ سند دی. بیا به اړوند چارواکي یا شرکټونه د ژبې مهارتونو د چک کولو مسؤلیت ولري. په هرصورت، دا په ځينو ځانګړو مسلکونو لکه د روغتیايي او نرسنګ برخو کې نه پلي کېږي. د معلوماتي ټېکنالوژۍ متخصصینو لپاره لږترلږه معاش کمېږي. همدارنګه، د دې قانون پر بنسټ، کارمندان پریکړه کولی شي چې د کومې ژبې مهارتونه اړین دي.
یادونه: دا لیکنه د المان د DW خبري وېبپاڼې څخه د معلوماتو په کارولو سره چمتو شوې.