په فرانسه کې له 18 کلونو د کم عمره پناه غوښتونکو شمېر مخ په ډېرېدو دی. فرانسه په نړۍ کې یو له هغو هېوادونو څخه شمېرل کېږي چې کوچني یا بې سرپرسته پناه غوښتونکي د اتباعو په توګه مني. په فرانسه کې د ماشومانو پالنه یو قانوني حق دی چې د دغه هېواد د اساسي قانون له خوا پېژندل شوی دی. دغه هېواد د کم عمره پناه غوښتونکو د منلو او ادغام لپاره ځانګړي قوانین وضع کړي دي.
ډېری دغه کډوال د افغانستان په څېر د جنګ ځپلو هېوادونو څخه فرانسې ته تللي دي. په ډېرو مواردو کې کم عمره پناه غوښتونکي د فرانسې له قوانینو او د کم عمره ماشومانو لپاره د پناه غوښتنې له شرایطو څخه خبر نه وي.
په دې لیکنه کې د 18 کلونو څخه د کم عمره پناه غوښتونکو د حقونو او په فرانسه کې د هغوی د پناه غوښتنې د پروسې په اړه هراړخیز معلومات وړاندې شوي دي.

کم عمره او بې سرپرسته پناه غوښتونکي

د فرانسې د رسمي اسنادو له مخې له 18 کالو څخه کم عمرلرونکي پناه غوښتونکي چې د فرانسې تابعیت نه لري او د فرانسې په خاوره کې د قانوني اسنادو پرته ژوند کوي، کم عمره پناه غوښتونکي ګڼل کېږي. کم عمره پناه غوښتونکي نشي کولی د قانون په وړاندې خپل استازیتوب وکړي او د دوی د یوازیتوب او د قانوني ساتونکي د نه شتون له امله، د فرانسې حکومت ځان مکلف ګڼي چې د دوی ساتنه وکړي.

فرانسې ته له رسېدو وروسته باید څه وکړم؟

که تاسو له 18 کلونو څخه کم عمر لرئ، فرانسې ته داخل شوي یاست او غواړئ په دې هېواد کې د کم عمره پناه غوښتونکي په توګه ژوند وکړئ تاسو به د یو لړ حقونو څخه ګټه پورته کړئ چې ماشومانو ته ځانګړې شوې دي. د اروپا د قوانینو او د ماشوم د حقونو د نړیوال کنوانسیون پر بنسټ، یو کوچنی ماشوم مخکې تر دې چې کډوال یا پناه غوښتونکي وګڼل شي، یو ماشوم ګڼل کېږي. له همدې امله، کم عمره پناه غوښتونکي حق لري چې د ماشومانو د ساتنې اسانتیاوې او خدمتونو څخه ګټه پورته کړي.
د فرانسې په بېلابېلو ښارونو کې بېلابېل بنسټونه د پناه غوښتونکو ماشومانو ساتنه او ملاتړ کوي چې په لاندې ډول دي:
  • د فرانسې په مرکز پاریس ښار کې د سره صلیب سازمان د پناه غوښتونکو ماشومانو د ساتنې دنده پر غاړه لري، چې له بېلابېلو بنسټونو سره په اړیکه کې ده. د پاریس په ښار کې تاسو کولی شئ د بې سرپرسته او بهرنیو ماشومانو د ارزونې دفتر (Dispositif d'Evaluation des Mineurs Isolés Etrangers - DEMIE) ته مراجعه وکړئ، چې پته یې په دې لینک کې ده.
  • که تاسو د سن-سن-دنیس (Seine-Saint-Denis) په ښار کې یاست، د فرانسې د سره صلیب سازمان ته لاړ شئ ترڅو د فرانسې د پناه غوښتونکو کور بنسټ(France terre d'asile - FTDA) ته راجع شي.
  • که تاسو د فرانسې په نورو ښارونو لکه آلپ ماریتیم ښار کې یاست چې د ایټالیا سره پوله لري، تاسو باید د ماشومانو لپاره د ټولنیزو خدمتونو څانګې (Aide Sociale à l'Enfance - ASE) سره اړیکه ونیسئ.
همدارنګه، تاسو کولی شئ هغو اړوندو ادارو او بنسټونو ته چې د 18 کالو څخه کم عمره پناه غوښتونکو سره مرسته کوي، د دوی پتې او معلومات په دې لینک کې لاسرسی کېدی شي.
د ټولنیزو خدمتونو د څانګې (ASE) او نورو ادارو پر لیدنې سربیره، تاسو باید د پولیسو (Prefectures) ته هم لاړ شئ ترڅو ستاسو د ګوتو نښې او نور معلومات لکه ستاسو عکس ثبت کړی شي. حکومت ستاسو د ګوتو نښې د کم عمره پناه غوښتونکو په عامه فایل یا ډېټابېس کې ثبتوي. دا باید په یاد کې وساتل شي چې د پاریس او د سن-سن-دنیس په ښارونو کې د کم عمره او بې سرپرسته پناه غوښتونکو د ګوتو نښې نه ثبت کېږي.
د ګوتو د نښو په ثبتولو سره تاسو نشئ کولی د فرانسې له یو ښار څخه بل ښار ته لاړ شئ. که له یو ښار څخه بل ښار تاسو ته ځي نو هلته هم پېژندل کېږئ.

د کم عمره پناه غوښتونکو سره لیدنه

DEMIE  یا ASE به ستاسو لپاره د لیدنې وخت وټاکي. له دې دوو بنسټونو څخه هېڅ یو یې حق نه لري چې تاسو  ماشومانو ته د فرانسې د پناه غوښتنې خدمتونو د ګټه اخیستلو څخه مخنیوی وکړي. د هر ډول ستونزې په شتون کې تاسو کولی شئ د نورو خیریه موسسو څخه مرسته ترلاسه کړئ. د فرانسې په ښارونو کې تاسو کولی شئ د پناه غوښتونکو و د ملاتړ بنسټونو څخه هم مرسته وغواړئ.
د DEMIE یا ASE سره د ناستې په جریان کې دا معلومېږي چې پناه غوښتونکي کم عمره دي. هڅه وکړئ د امکان تر حده ډېری اسناد لکه د زېږون کارت، تذکره، پاسپورټ او د زده کړې اسناد، کوم چې دا ثابتوي تاسو کم عمر یاست له ځانه سره ولرئ.
که تاسو په فرانسوي نه پوهېږئ، یو ژباړونکی به د لیدنې یا جلسې په جریان کې د خبرو د ښه پوهېدو لپاره حاضر وي. دا ناسته ډېره مهمه ده، تاسو باید هڅه وکړئ چې ستاسو د پناه غوښتنې په چارو کې د حقیقت پر بنسټ معلومات وړاندې کړئ. ملاقات کوونکي ستاسو په اړه ټول معلومات راټولوي او بیا پرې خپله څېړنه کوي.

د پناه غوښتونکي د عمر ثابتول

په ډېرو مواردو کې هغه اسناد لکه د زېږون کارت، تذکره، پاسپورټ او تحصیلي اسناد چې تاسو د کډوالۍ افسرانو یا ملاقات کوونکو ته وړاندې کوئ، د هغو پر بنسټ ستاسو عمر منل کېږي. خو د دې ثابتول چې تاسو کم عمر لرئ د اسنادو پر وړاندې کولو سربیره، ځینو نورو نښو لکه ستاسو ظاهري او فیزبک پورې هم تړاو لري. په هر حالت کې تاسو باید د اړونده موسسې کارمندان قانع کړئ چې تاسو له 18 کلونو څخه کم عمر لرئ، که نه نو د ماشومانو اړوند ادارې کولی شي تاسو ځینې روغتیايي معاینې ترسره کولو ته راجع کړي.
د فرانسې په ځینو ښارونو کې اړونده ادارې ممکن د محکمې د حکم له ترلاسه کولو وروسته تاسو ووایيي چې د خپل عمر معلومولو لپاره طبي معاینات وکړئ. که تاسو وغواړئ کولی شئ د بشپړ روغیتايي معاینې غوښتنه وکړئ ترڅو خپل روغتیا څخه ډاډ ترلاسه کړئ.

زه د پناه غوښتونکي ماشوم په توګه رد شم څه وکړم؟

که تاسو ډاډه یاست چې تاسو د 18 کلونو څخه کم عمر لرئ، خو ستاسو د کم عمر حالت غوښتنه رد شي، تاسو کولی شئ د وکیل یا قانوني سرپرست په مرسته د ځوانانو محکمې ته بیاارزونې یا اپیل وکړئ. که تاسو د هډوکي معاینې په څېر روغتیایی ازموینې نه وي ورکړې، قاضي کولی شي تاسو ته د دې ازموینې د ترسره کولو امر وکړي. په دې قضیه کې د قاضي پرېکړه له یوې میاشتې څخه تر یو کال پورې وخت نیسي.
تاسو کولی شئ حتی د محکمې د قاضي لخوا د منفي حکم د ترلاسه کولو په صورت کې هم اپیل درج وکړئ، چې د دې پرېکړې ترلاسه کول هم شاوخوا یو کال وخت ونیسي.

د کم عمره پناه غوښتونکو د اوسېدو ځای

همدا چې DEMIE یا ASE تاسو ته د ملاقات یا لیدو وخت درکړي، دوی به ستاسو د استوګنې مسولیت هم په غاړه واخلي. اړوند بنسټ مکلف دی چې تاسو ته د اوسېدو ځای برابر کړي. ستاسو وضعیت به هغه وخت ښه کېږي چې دا بنسټونه ستاسو د کم عمر په برخه کې تاسو سره همغږي وي. د دې په ثابتولو سره چې تاسو ماشوم یاست، تاسو به د خپل عمر په اساس د ماشومانو لپاره یو ځانګړي سرپناه ځای ته واستول شئ، ترڅو ستاسو ملاتړ وشي او د ماشومانو له ټولو حقونو څخه برخمن شئ.
همدارنګه، ستاسو د عمر او د ځای شتون په نظر کې نیولو سره، تاسو ممکن د ماشومانو د ژوند کولو ځای، ټولنیز هوټل او د ماشومانو کور (Maisons de l’Enfance) یا یوې فرانسوي کورنۍ ته واستول شئ. دا سپارښتنه کېږي چې د 18 کلونو څخه کم عمر لرونکي پناه غوښتونکي د یوې فرانسوي کورنۍ سره یوځای شي. فرانسوي کورنۍ به د پناه غوښتونکي سره د کورنۍ د غړي په توګه چلند وکړي او بیا به د پناه غوښتونکي سره د دوی د غوښتنلیک د پړاوونو د بشپړولو په برخه کې مرسته وکړي.
که له 18 کلونو څخه ستاسو کم عمر ونه منل شي، تاسو ممکن د فرانسې د پناه غوښتنې په برخه کې له یو څه ستونزو سره مخ شئ. لکه څنګه چې یادونه وشوه، دا ممکن میاشتې او کلونه ونیسي ترڅو ثابت شي چې تاسو کم عمر لرونکي پناه غوښتونکي یاست. د دې مودې په جریان کې د ماشومانو د ساتنې ادارې به تاسو د کم عمره پناه غوښتونکي په توګه ونه مني او تاسو به د ماشومانو له خدمتونو څخه برخمن نشئ. په ډېرو مواردو کې د دولتي بنسټونو د نه ملاتړ یا د ځای د نشتوالي له امله، تاسو به په کوڅو او پارکونو کې د ژوند کولو او ویده کېدو ته مجبور شئ کوم چې له ډېر خطر سره مل وي.
که له تاسو ملاتړ نه کېږي، تاسو کولی شئ د فرانسې سره صلیب، بې سرحده ډاکټرانو (MDM - Medecins Du Monde)، Utopia 56  او نورو بشرپاله بنسټونو سره اړیکه ونیسئ څو تاسو سره د سرپناه په برخه کې مرسته وکړي.
په هرصورت، که دا ثابته شي چې پناه غوښتونکي کم عمره دي، د فرانسې د قوانینو له مخې هېڅوک او هېڅ خصوصي یا عامه اداره نشي کولی د دې هېواد څخه کم عمره پناه غوښتونکي بل هېواد ته وشړي.

د کم عمره کډوالو د پناه غوښتنه

په فرانسه کې د ځینو نورو هېوادونو برعکس، کم عمره پناه غوښتونکي کولی شي د ځانګړو شرایطو لاندې خپل د پناه غوښتنلیک وسپاري. کله چې دا ثابته شي چې تاسو ماشوم یاست، نو دا مهمه ده چې تاسو د فرانسې حکومت ته د پناه غوښتنې غوښتنلیک وسپارئ. په فرانسه کې له 18 کلنۍ څخه د کم عمره کسانو لپاره د پناه غوښتنې پروسه نسبتاً ساده ده، د پناه غوښتنې د پروسې پر مهال ځینې اسانتیاوې شته او پناه غوښتونکی ډېر ژر د کډوالو په توګه منل کېدی شي. که داسې ونه کړئ کله چې تاسو په فرانسه کې د پورته عمر (18 کلنۍ) ته ورسېږئ، تاسو به ټول حقونه له لاسه ورکړئ کوم چې ماشومانو ترې برخمن کېدی شي او ستاسو د پناه غوښتنې غوښتنلیک به د لویانو په څېر وڅېړل شي چې یقیناً ستاسو به ډېر وخت ضایع شي.

څنګه غوښتنلیک وسپارو (How to Apply) ؟

په فرانسه کې کم عمره پناه غوښتونکي نه شي کولای خپلې چارې یا قانوني مسایل په دولتي ادارو کې په یوازې سر او د قانوني یا رسمي سرپرست پرته تعقیب کړي. قانوني سرپرست د پولیسو (Prefectures) په غوښتنه او د محکمې د قاضي په موافقې سره ټاکل کېږي.
د یو پناه غوښتونکي لپاره چې عمر یې له 18 کلونو څخه کم وي، د هغه قانوني سرپرست به د غوښتنلیک ټول فایلونه او اړین اسناد په فرانسوي ژبه چمتو کړي او بیا یې د کډوالو او بې تابعیته اشخاصو د ساتنې دفتر (Office Français de Protect des Réfugiés et Apatrides - OFPRA ) ته یې ولېږي.
همدارنګه، کم عمره پناه غوښتونکي او د دوی وکیل یا قانوني سرپرست کولی شي د کډوالۍ او ادغام دفتر (OFII) له استازي څخه د غوښتنلیک د چمتو کولو په برخه کې مرسته وغواړئ کوم چې د پناه غوښتونکو د خدمتونو مرکز (Guichet Uniques de Demande d'Asile, GUDA) کې شتون لري. تاسو د پناه غوښتنې غوښتنلیک، اړین اسناد او د غوښتنلیک بشپړ فایل چمتو کړئ.

د کډوالو او بې تابعیته اشخاصو د ساتنې دفتر ته مراجعه

ستاسو قانوني سرپرست چې له دې وروسته د "تاسو" کلمه ورته کاروو، ستاسو د کډوالو او بې تابعیته اشخاصو د ساتنې دفتر ته (Office Français de Protect des Réfugiés et Apatrides - OFPRA ) ته سپاري.
OFPRA ستاسو د پناه غوښتنلیک، اسناد او د پناه غوښتنې دلیلونه څېړي او ستاسو د غوښتنلیک په اړه پرېکړه کوي. کله چې تاسو دې دفتر ته د پناه غوښتنې غوښتنلیک وسپارئ، دا دفتر به ستاسو د غوښتنلیک د منلو یا رد کولو ځواب د 6 میاشتو مودې په ترڅ کې ورکړي.

په OFPRA کېمرکه

که ستاسو د پناه غوښتنه ومنل شي بیا نو OFPRA به تاسو ته خبر درکړي او تاسو ته به مرکې ته بلنلیک واستول شي. په دې مرکه کې د OFPRA د کډوالۍ افسر حاضر وي چې ستاسو د پناه غوښتنې په اړه پوښتنې کوي. د دې مرکې په جریان کې تاسو باید د خپل غوښتنلیک اړوند ټول اسناد او دلایل وړاندې کړئ چې ستاسو د پناه غوښتنې ادعاوې تاییدوي. د مرکې په ترڅ کې دوه کسان به تاسو څخه پوښتنه وکړي، یو د OFPRA کارمند او یو ژباړونکی چې ستاسو په مورنۍ ژبه به مسلط وي.

د پناه غوښتنې منل کېدل

OFPRA  یوازینۍ اداره ده چې ستاسو د پناه غوښتنې په اړه د پرېکړې کولو واک لري. د مرکې څخه وروسته، دفتر کولی شي تاسو د پناه غوښتونکي په توگه وپېژني یا تاسو ته د پناه غوښتنې یو ډول فرعي وضعیت دریځ درکړي. د OFPRA  رسمي پرېکړه یا ځواب به د لیک له لارې هغه پته ته لېږل کېږي چېرې چې تاسو اوسېږئ او کېدای شي  د دې لیک لېږل څو میاشتې وخت ونیسي.

که غوښتنه رد شي نو څه باید وکړو؟

که ستاسو د پناه غوښتنه رد شي، تاسو کولی شئ د پناه غوښتنې ملي محکمې (Cour Nationale du Droit d'Asile - CNDA)  ته لاړ شئ او د خپلې قضیې اپیل یا د بیاڅېړلو غوښتنه وکړئ. تاسو باید دا غوښتنه د کډوالو او بې تابعیته اشخاصو د ساتنې دفتر (OFPRA) څخه د منفي پرېکړه لیک له ترلاسه کولو څخه یوه میاشت وروسته محکمې ته وسپارئ. په CNDA کې درې خپلواک قاضیان شتون لري او د حقیقت قضاوت کوي چې ایا وړاندې شوې قضیه د جینوا کنوانسیون لاندې راځي او که نه.

مرسته او مشوره

د فرانسې د پناه غوښتنې په اړه د نورو معلوماتو لپاره د فرانسې OFII وېبپاڼې ته مراجعه وکړئ. په فرانسه کې د پناه غوښتنې او منلو پروسې په اړه هراړخیز معلومات او لارښوونې په دې لینک کې لوستلی شئ.
د استوگنې کارت او د سفر اسنادو په اړه د نورو معلوماتو لپاره د فرانسې رسمي وېبپاڼې ته مراجعه وکړئ.
په فرانسه کې د پناه غوښتنې پروسه پیچلې ده او که چېرې پناه غوښتونکي د یو ښه وکیل لخوا چې د پناه غوښتنې پر سېسټم ښه پوهېږي استازیتوب وشي، د پناه غوښتونکي د پناه غوښتنې د منلو چانس ډېر دی؛ دا مشوره ورکول کېږي چې د پناه غوښتنې دمخه د وکیلانو یا اړونده ادارو سره مشوره وکړئ.
هغه افغانان چې ځانگړو معلوماتو یا مشورې ته اړتیا لري کولی شي د "بپرسېد" یا "وپوښتئ" مشاورینو سره د "وپوښتئ" 93729807235+ واټساپ شمېرې، فیسبوک مسېنجر یا د "وپوښتئ" وېبپاڼې له لارې اړیکه ونیسي او لا ډېر معلومات ترلاسه کړي.
همدارنګه، په فرانسه کې ځینې بشرپاله بنسټونه شتون لري چې د پناه غوښتونکو او په ځانګړې توګه د 18 کلونو څخه د کم عمر لرونکو پناه غوښتونکو څخه ملاتړ کوي. د دې ځینې بشرپاله سازمانونو د وېبپاڼو، بریښنالیکونو او د اړیکو پتې چې تاسو سره په فرانسه کې په بېړنیو حالاتو کې مرسته کولی شي په لاندې ډول دي:
 Collectif Collectif Soutien Migrants
Google map : 8 rue Barbaroux
Facebook:https://www.facebook.com/collectifmigrants13
1
RESF
Email:resf13@no-log.org
Phone: +33 6 31 32 48 65, +3363132486
2
Mille Babords
Google map: 61 rue Consolat
Website: http://www.millebabords.org
3
Cimade (nationale)
Website: http://www.lacimade.org
Phone +33 (0)1 44 18 60 50
4
France Terre D’Asile
Phone: +33 (0)1 53 26 23 80
5
Collectif de soutien des exilés du 10ème
Phone: +33 (0)1 53 38 99 99
6
GISTIWebsite: http://www.gisti.org
Phone: +33 (0)1 43 14 60 66
7