د کینگز پوهنتون لندن (King’s College London) د افغانستان او د منځنۍ اسیا ځینو نورو هېوادونو کې مېشتو محصلینو لپاره د الکساندروس پېټرسن بورسونه اعلان کړي دي.
د دې بورسونو یا سکالرشیپونو له لارې غوره او روشنفکره افغان محصلینو ته د ماسټرۍ تر کچې د لوړو زده کړو زمینه برابره شوې ده. بریالي محصلین به د یاد پوهنتون د جگړې د مطالعاتو په څانگه کې د شخړې مدیریت، امنیت او پراختیا په برخو کې زده کړې وکړي.
ډاکټر الکساندروس پېټرسن د کینگز پوهنتون لندن (King’s College London) کې د جگړې د مطالعاتو په څانگه کې یو له خورا تکړه او هوښیار ځوان څېړونکو څخه و چې په خپلو همکارانو او معاصرو خلکو یې تلپاتې اغیزې پرېښودلې.
نوموړی د 2014 کال د جنورۍ په 18مه د افغانستان په پلازمینه کابل کې د بهرنیانو په یوه رستورانت کې د یوه ترهگریز ځانمرگي برید په پایله کې ووژل شو. د پېټرسن کورنۍ دا بورسونه په 2016 کې د کینگز پوهنتون لندن (King’s College London) سره په همکارۍ او همغږۍ کې رامنځته کړل. دا برنامه د هغو زده کونکو ملاتړ کوي چې موخه یې د الکساندروس د اهدافو او هیلو تعقیبول وي او همدارنگه هغه چې تمه لري په راتلونکي کې د نړۍ سیاست او اکاډمیک پالیسي جوړونې په برخو کې علمي پوهان شي.
په دې لیکنه کې هغو افغان محصلینو ته چې غواړي له دې تحصیلي فرصت څخه گټه پورته کړي، د شرایطو او د دې لپاره د غوښتنلیک سپارلو د څرنگوالي په اړه معلومات وړاندې کېږي.

څوک د غوښتنلیک سپارلو پر شرایطو برابر دی؟

د دې سکالرشپونو د وړ کېدو لپاره ، زده کونکي باید د غوښتنلیک فورمه ډکه کړي چې په کې د وروستي اکاډمیک لاسته راوړنو لنډیز، د زده کړې فیس ترلاسه کولو کې د لېوالتیا څرگندونې او د علاقې لیک شامل وي. یو غوښتنلیک باید وښیې چې دا بورس څنگه د دوی راتلونکي هیلو او موخو ترلاسه کولو کې مرسته کوي. غوښتنلیک ورکوونکي باید لاندې معیارونه پوره کړي:
  • د افغانستان اوسېدونکی وي او په اړوندو برخو کې یې زده کړې کړې وي؛
  • غوښتونکي باید دا ومني چې د خپلو زده کړو له بشپړولو وروسته به هڅه وکړي چې په مناسب وخت کې بېرته خپلو هېوادونو ته راستانه شي ترڅو هغه مهارتونه چې دوی د کینگز پوهنتون کې د زده کړې پرمهال ترلاسه کړي د خپلو هېوادوالو سره شریک کړي؛
  • هغه زده کونکو ته لومړیتوب ورکول کېږي چې د شخړو مدیریت، امنیت او پراختیا کې د ماسټرۍ لپاره غوښتنه کوي، خو کېدای شي د جگړې د مطالعاتو په څانگه کې د ماسټرۍ نورو پروگرامونو لپاره د غوښتونکي په توگه وگڼل شي؛
  • غوښتونکي باید د دې برنامې لپاره د اړوند پوهنتون لخوا د انگلیسي ژبې لږترلږه معیارونه ولري؛ او
  • غوښتونکي باید په بریالیتوب سره د وړتیا ثابتولو لپاره مناسبې ازموینې تېرې کړي.
که تاسو په خپل غوښتنلیک کې بریالي شوئ، نو تاسو به یو مشروط وړاندیز (Conditional Offer) ترلاسه کړئ تر هغه چې پورته ټول معیارونه پوره شي. که تاسو د ژبې اړتیاوې پوره کړئ، نو تاسو باید د سکالرشپ منلو وروسته د 60 ورځو دننه د انگلیسي ژبې د مهارت ازموینه بشپړه کړئ.

عمومي معلومات

  • وړ هېوادونه: افغانستان، ارمنستان، اذربایجان، گرجستان، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان
  • د تدریس ژبه: انگلیسي
  • د ژبې سره د بلدتیا اسناد: د لندن د کینگز پوهنتون د غوښتنو سره سم، چې کېدای شي TOEFL یا IELTS ته اړتیا ولري
  • د مطالعې رشتې: د شخړو مدیریت، امنیت او پراختیا؛ تاسو کولی شئ پدې لینک کې د ساحو بشپړ لیست وگورئ؛
  • پوهنتون: د کینگ کالج لندن د جنگ د مطالعاتو څانگه
  • د مطالعې موده: د ماسټرۍ لپاره یو کال
  • جنس: نر او ښځه
  • درجې: ماسټري
  • د فرصتونو شمېر: 22
  • د سکالرشپ کوډ: APS2023
  • د لگښټ زغمل: په بشپړه توگه لگښت ورکول کېږي
  • کلنی فیس: دا سکالرشپ د 53000 پونډ کلنۍ فیس
  • د سفر لگښتونه: 2000 پونډه به ورکړل شي
  • د پوهنتون لگښتونه: ټول لگښتونه ورکول کېږي
د سکالرشپ بشپړې پیسې په 10 قسطونو کې په داسې حال کې چې غوښتونکي د زده کړې په حال کې وي د بانکي حساب له لارې ورکول کېږي.

اړین اسناد

د غوښتنلیک سپارلو څخه په ټولگي کې تر کېناستېدو پورې احتمال لري غوښتونکي لاندې اسنادو ته اړتیا ولري:
  • د پاسپورټ یوه کاپي چې د غوښتونکي د هویت تصدیق وکړي؛
  • په انگلیسي کې هڅونکي لیک (Motivational Letter)؛
  • د یوې مقالې نمونه (Sample of Writing) د شخړې مدیریت، امنیت یا پراختیایي مسلو پورې اړوند؛
  • د سوانحو لنډیز یا CV؛
  • د ټرانسکریپټ (Transcript) په گډون اړوند اکاډمیک سندونه؛
  • د انگلیسي ژبې سره د بلدتیا معتبر اسناد؛ او
  • ښایي یو سند چې وښيي تاسو د افغانستان اوسېدونکي یاست.

څنگه غوښتنلیک وسپارو (How to Apply)؟

د دې سکالرشپونو لپاره غوښتنه کول په بشپړ ډول وړیا او آنلاین دي، تاسو کولی شئ پورته توضیحات او شرایط ولولئ ترڅو ځان ډاډه کړئ چې پر شرایطو برابر یاست. که تاسو خپل ځان پر شرایطو برابر گڼئ، لاندې لارښوونې پر بنسټ عمل وکړئ:
دا سپارښتنه کېږي چې تاسو د خپل غوښتنلیک یوه کاپي د ذکر شوي پوهنتون د pgt-warstudies@kcl.ac.uk  برېښنالیک ته هم واستوئ.
په یاد ولرئ چې د ذکر شوي بورسونو لپاره د غوښتنلیک وروستۍ نېټه د 2023 کال د جنوري 4مه ده.

زه څنگه کولی شم د پوهنتون د غوښتنلیک فیس ورکولو څخه معاف شم؟

د کینگز پوهنتون لندن کې د ماسټرۍ برنامې لپاره غوښتونکي له معمول سره اړتیا لري چې د غوښتنلیک فیس ورکړي؛ په هر ډول، د الکساندروس پېټرسن سکالرشپ لپاره د غوښتنلیک فیس نشته ځکه چې تاسو به د لاندې لارښوونو په تعقیب د دې لگښت له کولو څخه معاف شئ:

د غوښتنلیک ازونه

د غوښتونکو اسناد او غوښتنلیکونه د لندن کینگ پوهنتون کې د کمېټې لخوا ارزوا کېږي او هر غوښتونکي ته نمرې ورکول کېږي. د کینگ پوهنتون د الکساندروس پېټرسن سکالرشپ لپاره ټولو غوښتونکو ته خپله پرېکړه اعلان کړه.

د پایلو اعلان

د کینگ پوهنتون لندن به د 2023 کال د مارچ په پای کې د الکساندروس پېټرسن سکالرشپ لپاره ټولو غوښتونکو ته خپله پرېکړه اعلان کړي. که ستاسو د غوښتنلیک فورمه په سمه توگه ډکه شي او مناسب اسناد چمتو شوی وي نو تاسو ته به یو مثبت ځواب ورکړل شي. معمولاً له غوره شویو غوښتونکو سره به د راتلونکي گام لارښوونو د وړاندې کولو په موخه اړیکه نیول کېږي. په یاد ولرئ چې ټولو غوښتونکو سره به د پایلو اعلان او نورو موارد لپاره د برېښنالیک له لارې اړیکه ونیول شي.

مرسته او مشوره

هغه افغانان چې ځانگړو معلوماتو یا مشورې ته اړتیا لري کولی شي د "بپرسېد" یا "وپوښتئ" مشاورینو سره د "وپوښتئ" 93729807235+ واټساپ شمېرې، فیسبوک مسېنجر یا د "وپوښتئ" وېبپاڼې له لارې اړیکه ونیسي او لا ډېر معلومات ترلاسه کړي.