فرانسه په نړۍ کې او په ځانگړې توگه د اروپایي هېوادونو په منځ کې یو له هغو هېوادونو څخه گڼل کېږي چې ډېر شمېر کډوال مني. په فرانسه کې د پناه غوښتنه یو قانوني حق دی چې د دې هېواد د اساسي قانون لخوا پېژندل شوی. خو دغه هېواد د پناه غوښتونکو لپاره د اسنادو د پروسس پر مهال ځانگړي شرایط او مقررات وضع کړي دي. فرانسه د هغو پناه غوښتونکو پر وړاندې سخت چلند کوي چې دغه هېواد ته ننوځي. په هرډول، فرانسه په اروپا کې د پناه غوښتونکو او کډوالو لپاره یو له اصلي کوربه هېوادونو څخه شمېرل کېږي.
په فرانسه کې د پناه غوښتنې پروسه پېچلې ده او احتمال لري چې پناه غوښتنې د سېسټم او طرزالعملونو په اړه کافي معلوماتو ته اړتیا ولري.
په دې لیکنه کې د هغو کسانو د پناه غوښتنې پروسې په اړه چې په هر ډول توانېدلي د فرانسې خاورې ته ځانونه رسولي او د پناه غوښتنه کوي، په جامع ډول معلومات وړاندې شوي دي.

د پناه غوښتنې ډولونه

د فرانسې د پناه غوښتنې سېسټم بېلابېل ډولونه لري. په دې هېواد کې د پناه غوښتنې هر ډول یې خپل شرایط لري. د پناه غوښتنې د ډولونو په لوستلو سره، تاسو کولی شئ د پناه غوښتنې هغه نوع یا ډول ومومئ چې ستاسو له شرایطو او وضعیت سره مناسب وي چې تر ډېره په لاندې توگه دي:
سیاسي پناه غوښتنه: هغه خلک چې په خپلو هېوادونو کې سیاسي ستونزې لري، نشي کولی خپل سیاسي نظر او باور په اسانۍ سره څرگند کړي، د سیاسي کډوالو په توگه د پناه غوښتنه کوي. خو د دغو کسانو ژوند باید د سیاسي فعالیتونو له امله له خطر سره مخ وي.
مذهبي پناه غوښتنه: هغه خلک چې په یو ځانگړي مذهب او مذهبي مسایلو باور لري او د دوی هېواد یې نه مني. په دې صورت کې دغه کسان په خپلو هېوادونو کې د مذهبي مسایلو له امله تاوتریخوالی او ځورونې سره مخ وي  د مذهبی کډوالو په توگه فرانسې ته پناه وړی وي.
ټولنیز پناه غوښتنه: هغه خلک چې د ټولنیزې پناه غوښتنې ویزې غوښتنه کوي باید ناوړه ټولنیز وضعیت کې قرار ولري. دا خلک په یو لړ ټولنیزو فعالیتونو کې برخه اخیستي چې د دوی هېواد یې خلاف دی او دا کار د دې لامل شوی چې فرانسې ته کډوال شي.
نژادي پناه غوښتنه: هغه کسان چې په خپلو هېوادونو کې د یو لړ توکمیزو ستونزو، د پوستکي رنگ او نورو له امله ځورول شوي وي او له همدې امله د نژادي پناه غوښتنې له لارې فرانسې ته کډوال کېږي.
جنسي پناه غوښتنه: هغه خلک چې په خپل هېواد کې د جنسي مسايلو او جنسي تمايلاتو او لېوالتیا په اړه ازادي نه لري، له همدې امله له ډېر تاوتريخوالي او ځورونې سره مخ شوي او له خپل هېواد څخه د ځورونې له امله کډوال کېږي او بیا د فرانسې هېواد ته پناه وړي وي.
جنگی کډوال: هغه کسان چې د جنگ او شخړو له امله د مال او ژوند امنیت یې په خطر کې وي او په دې توگه خپلو هېوادونو کې گواښ سره مخ وي کولی شی د جنگی کډوالو له لارې فرانسه کې د پناه غوښتنه وکړي.

فرانسې ته له ننوتلو وروسته څه وکړو؟

همدا چې تاسو فرانسې ته ننوځئ، تاسو د پناه غوښتونکو لپاره د استوگنې تر ټولو نږدې مرکز (Structure du Premier Accueil des Demandeurs d'Asile - SPADA)  ته مراجعه کوئ څو تاسو په فرانسه کې د پناه غوښتونکي په توگه ثبت کړي. د فرانسې په ډېرو برخو کې د پناه غوښتونکو لپاره د استوگنې لومړني مرکزونه شتون لري او د دوی پتې په دې لینک کې لیدل کېدی شي. د SPADA کارکوونکي به تاسو سره ستاسو د پناه غوښتنې غوښتنلیک لپاره اړین اسناد چمتو کولو په برخه کې مرسته وکړي. بیا پورته ذکر شوی مرکز به تاسو د پناه غوښتونکو د خدماتو واحد مرکز ته راجع کړي.
هغه پناه غوښتونکي چې پاریس او د ایل دو فرانس سیمې ته رسېدلي باید د پناه غوښتونکو لپاره د لومړني استوگنې مرکز ته په 0142500900 ټېلفون وکړي ترڅو دوی د پناه غوښتونکو په توگه ثبت شي. له زنگ وهلو وروسته پناه غوښتونکي ته یو پیغام (SMS) یا برېښنالیک لېږل کېږي چې په هغه کې به د دې مرکز سره د ملاقات نېټه او وخت ذکر شوی وي. د ملاقات په ورځ، تاسو باید د ملاقات مرکز ته SMS یا ېریښنالیک وښایاست. په پاریس او ایل دو فرانس کې د استوگنې د مرکزونو د پتو لپاره پر دې لینک کلیک وکړئ.

څنگه غوښتنلیک وسپارو (How to Apply)؟

په فرانسه کې د پناه غوښتونکو وضعیت د کډوالو په تړاو د 1951 کال د جینوا کنوانسیون له مخې په رسمیت پېژندل شوی دی. په فرانسه کې د پناه غوښتونکي قانوني وضعیت د پناه غوښتنې او کډوالۍ قانون له مخې تضمین شوی دی. په عموم کې د پناه غوښتنې دوه ډوله محافظت د فرانسې د کډوالۍ یا پناه غوښتنې قانون لخوا طبقه بندي کېږي، چې یو یې د پناه غوښتنې وضعیت دی او بل یې د پناه فرعي وضعیت دی.
 د پناه غوښتنې وضعیت په رسمي توگه هغو غوښتونکو ته ورکول کېږي چې د ملگرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ (UNHCR) د کډوالو د وضعیت په اړه کنوانسیون کې تعریف شوي شرایط پوره کوي. په عین حال کې، نوروغوښتونکو ته چې د پناه غوښتنې د پېژندلو معیارونه نه پوره کوي د پناه فرعي وضعیت ورکول کېږي. په عموم کې، تر هغه وخته پورې چې شخص ثابت کړي چې خپل اصلي هېواد ته له راستنېدو وروسته د هغه شخصي خوندیتوب ته گواښ یا جدي زیان شتون ولري، هغه کولی شي د پناه په فرعي وضعیت کې پاتې شي.
همدارنگه، یوازې هغه پناه غوښتونکي کولی شي چې په فرانسه کې د پناه غوښتنه وکړي چې د دې هېواد خاورې ته ننوځي او د دوبلین د قانون له مخې په بل اروپايي هېواد کې د پناه غوښتنه نه وي کړې. پناه غوښتونکي باید د پناه غوښتونکو د خدماتو مرکز ته مراجعه وکړي چېرې چې د پناه غوښتونکو لپاره ټول اړوند خدمتونه وړاندې کېږي.

اړین شرایط

ټول پناه غوښتونکي باید د خپل رسمي غوښتنلیک له پیل کولو دمخه فرانسې ته داخل شوي وي که نه نو د دوی غوښتنلیک به ونه منل شي. په فرانسه کې د پناه غوښتنې لپاره ځینې شرایط په لاندې ډول دي:
  • د پېژندنې اسناد لکه د تذکره او پاسپورټ؛
  • د مدني حالت ثابتولو لپاره اړین معلومات؛
  • د قانوني ننوتلو ویزې په گډون هغه اسناد چې د فرانسې خاورې ته د قانوني ننوتلو تصدیق کوي؛
  • د اصلي هېواد څخه فرانسې ته د راتگ د لارې معلومات؛
  • د جنیوا کنوانسیون لاندې د پناه غوښتنې موجه دلیلونه؛ او
  • په فرانسه کې د غوښتونکي د استوگنې اوسنۍ پته.
د پورتنیو شرایطو سره سم، غوښتونکي کولی شي په رسمي توگه د پناه غوښتنې لپاره غوښتنه وکړي. برسېره پردې، غوښتونکي باید د غوښتنلیک د پروسې څخه تېر شي چې په فرانسه کې د دوی د پناه غوښتنې اراده روښانه کړي.

د پناه غوښتونکو د خدماتو مرکز ته مراجعه

د استوگنې په مرکز کې د مرکې او راجسټرکولو وروسته، د پناه غوښتنې د راتلونکو گامونو او د غوښتنلیک سپارلو لپاره غوښتونکي د پناه غوښتونکو خدماتو مرکز (Guichet Uniques de Demande d'Asile, GUDA) ته راجع کېږي. د پناه غوښتونکو د خدماتو واحد مرکز په یو ځای کې د پناه غوښتنې او کډوالۍ خدمتونو وړاندې کولو لپاره رامنځته شوی چې په هغه کې د اړوندو فرانسوي ادارو استازي شتون لري. د پولیسو (Préfecture) او د کډوالۍ او ادغام دفتر (Office for Immigration and Integration - OFII) استازي هم د پناه غوښتونکو د خدماتو واحد مرکز کې شتون لري. د پولیسو افسر به ستاسو بایومیټریک معلومات او ستاسو د مخ عکس واخلي او د فرانسې د کډوالۍ او ادغام دفتر کارمند به تاسو سره د خبرو اترو یا سطحي مرکې په جریان کې د پناه غوښتنې غوښتنلیک ډکولو کې مرسته وکړي. دا د پناه غوښتنې هغه غوښتنلیک فورم دی چې د کډوالو او بې تابعیته اشخاصو د ساتنې دفتر (Office français de protect des réfugiés et apatrides - OFPRA)  پورې اړوند دی او تاسو اړتیا لرئ چې فرانسې ته د ننوتلو وروسته د 90 ورځو په دننه دا غوښتنلیک وسپارئ.
د پناه غوښتونکو د خدماتو په مرکز کې تاسو ته به دوه اسناد وړاندې شي، چې یو یې ښیي ستاسو د پناه غوښتنې غوښتنلیک پروسس کېږي او دویم سند د استوگنې جواز دی چې تاسو ته اجازه درکوي په فرانسه کې په قانوني توگه ژوند وکړئ.

د کډوالو او بې تابعیته اشخاصو د ساتنې دفتر ته مراجعه

د پناه غوښتونکو د خدماتو په مرکز کې د اسنادو د پړاوونو او د غوښتنلیک له بشپړولو وروسته، تاسو ته به یو فایل درکړل شي چې ټول هغه اسناد او فورمې به په کې وي چې د فرانسې د پناه غوښتنې غوښتنلیک لپاره اړین دي. تاسو تر 21 ورځو پورې وخت لرئ چې دا غوښتنلیک د کډوالو او بې تابعیته کسانو د ساتنې دفتر (OFPRA) ته وسپارئ.
دا دفتر ستاسو د پناه غوښتنې اسناد او ستاسو د پناه غوښتنې دلایل څېړي او ستاسو د غوښتنلیک په اړه پرېکړه کوي. کله چې تاسو OFPRA ته د پناه غوښتنې غوښتنلیک وسپارئ، دا اداره به ستاسو د غوښتنلیک د منلو یا رد کولو ځواب د 6 میاشتو دننه ورکړي.
دا چې هر کال ډېری خلک په فرانسه کې د پناه غوښتنه کوي، دغه هېواد په اروپايي ټولنه کې د کډوالو په منلو کې مخکښ دی. فرانسه یو له هغو هېوادونو څخه دی چې په اروپايي ټولنه کې د دوبلین قانون ته ژمن دی. د دې قانون له مخې که د اروپايي اتحادیې نورو هېوادونو څخه هېڅ یو ستاسو د پناه غوښتنې مسوولیت په غاړه نه وي اخیستی، بیا نو د فرانسه هېواد ستاسو د پناه غوښتنه څېړي.

په OFPRA کې مرکه

که ستاسو د پناه غوښتنه ومنل شي بیا نوOFPRA  به تاسو ته خبر درکړي او تاسو ته به مرکې ته بلنلیک واستول شي. په دې مرکه کې د OFPRA د کډوالۍ افسر حاضر وي چې ستاسو د پناه غوښتنې په اړه پوښتنې کوي. د دې مرکې په جریان کې تاسو باید د خپل غوښتنلیک اړوند ټول اسناد او دلایل وړاندې کړئ چې ستاسو د پناه غوښتنې ادعاوې تاییدوي. د مرکې په ترڅ کې دوه کسان به تاسو څخه پوښتنه وکړي، یو د OFPRA کارمند او یو ژباړونکی چې ستاسو په مورنۍ ژبه به مسلط وي.

د پناه غوښتنې منل کېدل

OFPRA  یوازینۍ اداره ده چې ستاسو د پناه غوښتنې په اړه د پرېکړې کولو واک لري. د مرکې څخه وروسته، دفتر کولی شي تاسو د پناه غوښتونکي په توگه وپېژني یا تاسو ته د پناه غوښتنې یو ډول فرعي وضعیت دریځ درکړي. د OFPRA  رسمي پرېکړه یا ځواب به د لیک له لارې هغه پته ته لېږل کېږي چېرې چې تاسو اوسېږئ او کېدای شي  د دې لیک لېږل څو میاشتې وخت ونیسي.

که غوښتنه رد شي نو څه باید وکړو؟

که ستاسو د پناه غوښتنه رد شي، تاسو کولی شئ د پناه غوښتنې ملي محکمې (Cour Nationale du Droit d'Asile - CNDA)  ته لاړ شئ او د خپلې قضیې اپیل یا د بیاڅېړلو غوښتنه وکړئ. تاسو باید دا غوښتنه د کډوالو او بې تابعیته اشخاصو د ساتنې دفتر (OFPRA) څخه د منفي پرېکړه لیک له ترلاسه کولو څخه یوه میاشت وروسته محکمې ته وسپارئ. په CNDA کې درې خپلواک قاضیان شتون لري او د حقیقت قضاوت کوي چې ایا وړاندې شوې قضیه د جینوا کنوانسیون لاندې راځي او که نه.

په فرانسه استوگڼه

که ستاسو د پناه غوښتنه ومنل شي، تاسو کولی شئ په قانوني توگه په فرانسه کې استوگن شئ.
که ستاسو د پناه غوښتنه رد شي او تاسو د استیناف غوښتنه وکړئ، تاسو کولی شئ په فرانسه کې د CNDA تر پرېکړې پورې ژوند وکړئ.
همدارنگه، هغه کسان چې نه غواړي په فرانسه کې د پناه غوښتنه وکړي کولی شي د لنډمهاله استوگنې کارت لپاره غوښتنه وکړي. په فرانسه کې د استوگنې څو ډوله کارتونه شتون لري چې ستاسو شخصي، کورنۍ او مسلکي وضعیت پورې اړه لري. د استوگنې د کارت لپاره درخواست کولو لپاره تاسو باید د خپلې استوگنې ځای کې د پولیسو نږدې دفتر ته لاړ شئ. د استوگنې د کارت لپاره تاسو باید په فرانسه کې د خپل استوگنې ځای او موخی په تړاو معلومات شریک کړئ. د استوگنې کارت او د سفر اسنادو په اړه د نورو معلوماتو لپاره د فرانسې رسمي وېبپاڼې ته مراجعه وکړئ.
په هر حالت کې که تاسو د استوگنې کارت غوښتنې یا په فرانسه کې د پناه غوښتنې په تړاو منفي ځواب ترلاسه کړئ، تاسو به له فرانسې څخه وشړل شئ.

د کار کولو حق

تاسو اجازه نلرئ چې د پناه غوښتنې په لومړیو میاشتو کې په فرانسه کې کار وکړئ. که OFPRA تر 6 میاشتو او په ځینو مواردو کې تر 9 میاشتو پورې ستاسو د غوښتنلیک په اړه پرېکړه نه وي کړې، تاسو کولی شئ د کار جواز لپاره غوښتنه وکړئ. که تاسو د کار جواز لپاره غوښتنه وکړئ او بیا د پناه غوښتنه رد شي او تاسو دا پرېکړه په محکمه کې وننگوئ، حکومت به ستاسو د کار جواز غوښتنلیک ته بیاکتنه وکړي.

مرسته او مشوره

د فرانسې د پناه غوښتنې په اړه د نورو معلوماتو لپاره د فرانسې OFII وېبپاڼې ته مراجعه وکړئ. په فرانسه کې د پناه غوښتنې او منلو پروسې په اړه هراړخیز معلومات او لارښوونې په دې لینک کې لوستلی شئ.
په فرانسه کې د پناه غوښتنې پروسه پیچلې ده او که چېرې پناه غوښتونکي د یو ښه وکیل لخوا چې د پناه غوښتنې پر سېسټم ښه پوهېږي استازیتوب وشي، د پناه غوښتونکي د پناه غوښتنې د منلو چانس ډېر دی؛ دا مشوره ورکول کېږي چې د پناه غوښتنې دمخه د وکیلانو یا اړونده ادارو سره مشوره وکړئ.
هغه افغانان چې ځانگړو معلوماتو یا مشورې ته اړتیا لري کولی شي د "بپرسېد" یا "وپوښتئ" مشاورینو سره د "وپوښتئ" 93729807235+ واټساپ شمېرې، فیسبوک مسېنجر یا د "وپوښتئ" وېبپاڼې له لارې اړیکه ونیسي او لا ډېر معلومات ترلاسه کړي.