د امریکې متحده ایالاتو دولت اعلان کړی چې په دې هېواد کې د افغان کورنیو د غړو یوځای کېدو لپاره نوی پورتل رامنځته کړی دی.
د امریکې متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د ۲۰۲۲ کال د نومبر په ۱۴مه د یوې اعلامیې په ترڅ کې ویلي دي چې د ۲۰۲۱ کال د اگست له میاشتې راهیسې، متحده ایالاتو په پرله پسې توگه د افغان کورنیو د غړو د یوځای کېدو او بیامېشتېدو په برخه کې مرسته او اسانتیاوې برابرې کړې دي. متحده ایالات د دې پورتل په رامنځته کولو سره غواړي د دې هېواد له هغو اتباعو او هغو افغانانو سره چې د کورنۍ غړي یې په افغانستان کې پاتې دي، په متحده ایالاتو کې د بیایوځای کېدو په برخه کې مرسته وکړي.
د متحده ایالاتو دولت دا پورتل پس له هغه رامنځته کړ چې د ځینو افغان کورنیو غړي د ۲۰۲۱ کال په اگست کې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته طالبانو د افغانستان کنټرول په لاس کې واخیست او په کابل کې د امریکې سفارت بند شو چې په پایله کې یو شمېر افغانان د امریکې د قونسلگرۍ د دفترونو د نشتوالي له امله امریکې ته تللی نشي. هغه افغانان چې پر شرایطو برابر دي د کورنۍ د یوځای کېدو په برخه کې د یوې ځانگړې کاري کړنلارې نشتوالي له ستونزو سره مخ ول. په اعلامیه کې ویل شوي دي چې د کورنۍ د غړو د یوځای کېدو لپاره باید د امریکې د مهاجرت د چارواکو تایید ترلاسه شي او بیا د کورنۍ غړي کولای شي امریکې ته کډوال شي.
اوس چې د امریکې د بهرنیو چارو وزارت په خپله رسمي ویب پاڼه کې "افغانانو لپاره د کورنۍ د بیایوځای کېدو" په نوم یو ځانگړی پورټلجوړ کړی، چې په متحده ایالاتو کې مېشت افغانان کولی شي د دوی د استوگنې د وضعیت له مخې د خپلې کورنۍ غړي دې هیواد ته را دعوت کړي. نوې جوړه شوې پاڼه د کورنۍ د بیایوځای کېدو لپاره د کډوالۍ بېلابېل لارې چارې وړاندې کړې دي. لارې چارې یا اختیارونه تر ډېره د تابعیت ډول، د کډوالۍ وضعیت او دا متحده ایالاتو ته د اړوندو افغانانو داخل کېدو پر طریقې پورې اړه لري.
د دې پورټل د معلوماتو له مخې که یو څوک د متحده ایالاتو تبعه وي، په پیل کې د دې کس د ژوند ملګری، ماشومان او والدین متحده ایالاتو ته د کډوالۍ پر شرایطو برابر ګڼل کېږي. د متحده ایالاتو اتباع کولی شي د خوندیو او ورونو لپاره د یوځای کېدو غوښتنه وکړي، خو په تېرو وختونو کې دا پروسه کلونه وخت نیول. هغه خلک چې د متحده ایالاتو د دایمي استوگنې کارت (ګرین کارت) لري، د دوی د ژوند ملګري او د ۲۱ کلونو څخه کم عمر لرونکي نا واده شوي ماشومان امریکې ته د کډوالۍ وړ گڼل کېږي. همدارنگه، هغه کسان چې د کډوالۍ ځانگړي ویزې (SIV) پروگرام له لارې د متحده ایالاتو د دایمي استوگنې کارت ترلاسه کړي، د بشردوستۍ د استوگنې موقت اسناد یا سیاسي پناه کېس ولري، د دوی د ژوند ملګري او ماشومان چې له ۲۱ کلونو څخه کم عمر ولري یاد هېواد ته د کډوالۍ پر شرایطو برابر گڼل کیږي.
د دې ځانگړي پورټل د جوړولو موخه له هغو افغان کورنیو سره مرسته کول دي چې تر اوسه پورې سره جلا پاتې شوي دي. دا پورټل معلومات وړاندې کوي چې څنگه په متحده ایالاتو کې مېشت افغانان، د متحده ایالاتو اتباعو څخه نیولې د دایمي استوگنې کارت لرونکي او د بشردوستۍ له مخې لنډمهاله اوسېدونکي، څنگه کولی شي له خپلو خپلوانو سره یوځای شي.
د دې اعلامیې په پای کې د امریکې د بهرنیو چارو وزارت په دغه هېواد کې مېشتو افغانانو ته ژمنه ورکړې چې د خپلو کورنیو د غړو د بیایوځای کېدو د غوښتنلیکونو د پروسس په برخه کې به تر ممکنه حده اسانتیاوې برابروي.