د متحده ایالاتو دولت په دې هېواد کې د مېشتو افغانانو او د خپلو اتباعو د کورنۍ غړو ته چې په افغانستان کې پاتې دي، په متحده ایالاتو کې د یوځای کېدو اجازه ورکوي.

په دې توگه، د امریکې اتباع اجازه لري څو د خپل ژوند ملگري او ماشومانو لپاره چې په هر عمر او مدني حالت کې وي د بیایوځای کېدو غوښتنه وکړي. د متحده ایالاتو اتباع چې عمر یې د 21 کالو څخه پورته وي کولی شي تر ځانگړو شرایطو لاندې د خپلو خویندو او والدینو لپاره د کورنۍ د بیایوځای کېدو غوښتنه وکړي.

د USC او LPR پر بنسټ دایمي اوسېدونکي د دې وړتیا لري چې د خپلې کورنۍ غړو لپاره غوښتنه وکړي. د کډوالۍ د ځانگړو ویزو (SIV) لرونکي چې په متحده ایالاتو کې مېشت دي د LPR حیثیت لري او کولی شي د خپلې کورنۍ غړو لپاره غوښتنه وکړي.

دا مقاله د متحده ایالاتو اتباعو او دایمي اوسېدونکو لپاره د لوستلو وړ ده چې په دې هېواد کې د ژوند ملگري، ماشومانو او د کورنۍ نورو غړو سره د بیایوځای کېدو په لټه کې دي.

پر شرایطو برابروالی څه پورې اړه لري؟

هغه کسان چې د USC او LPR پر بنسټ د متحده ایالاتو دایمي اوسېدونکي دي د خپلې کورنۍ له غړو سره د یوځای کېدو پر شرایطو برابر دي. په عموم کې د کورنۍ غړو سره د یوځای کېدو غوښتنه په لاندې مواردو پورې اړه لري:

  • په متحده ایالاتو کې د شخص قانوني حالت او د اوسېدو ډول؛
  • په متحده ایالاتو کې د فرد او د هغه د کورنۍ غړو ترمنځ نسبت یا اړیکه؛
  • د غوښتنلیک ټول ډولونه شواهدو ته اړتیا لري څو ثابت کړي چې په متحده ایالاتو کې شخص کورنۍ سره د یوځای کېدو لپاره د غوښتنلیک پر شرایطو برابر دی؛ او
  • د کورنۍ غړو سره د یوځای کېدو غوښتنلیک سپارل هم لگښت لري، کوم چې غوښتونکي یې باید په غاړه واخلي.

ستاسو د گډ ژوند ملگری، ماشومان، او د کورنۍ نور غړي دا اړتیا نه لري د غوښتنې لپاره د شرایطو پوره کولو لپاره وښيي چې دوی په خپل هېواد کې څارل شوي یا شکنجه شوي دي. ځینې ​​​​سخت شرایط کېدی شي ستاسو د خویندو او مور او پلار سره د یوځای کېدو غوښتنلیک په برخه کې پلي شي، خو د گډ ژوند ملگری او ماشومانو سره یوځای کېدل کېدی شي ساده وي.

څنگه غوښتنلیک وسپارو (How to Apply

د فورم ډکول

د کورنۍ غړو (د گډ ژوند ملگری، ماشومانو، مور او پلار، خویندو او ورونو) لپاره د غوښتنلیک سپارلو لپاره، تاسو اړتیا لرئ چې د  I-130 فورمه ډاونلوډ او ډک کړئ. همدارنگه، د آفلاین فورم پرځای تاسو کولی شئ د I-130 فورم په انلاین بڼه هم ډک کړئ. هرکله چې تاسو فورمه ډکوئ، تاسو باید د خپل ځان او د کورنۍ غړو پورې اړوندو پوښتنو ته کره معلومات وړاندې کړئ.

که تاسو د LPR لرونکي یاست او تاسو په ورته وخت کې د خپل گډ ژوند ملگري او ماشومانو لپاره غوښتنلیک سپارئ، تاسو اړتیا نلرئ د 21 کلونو څخه کم عمر ماشومانو لپاره په جلا توگه غوښتنه وکړئ. په هرډول، که تاسو غواړئ چې ستاسو د گډ ژوند ملگری او ماشومانو د غوښتنلیک پروسه په جلا یا خپلواکه توگه ترسره شي، تاسو کولی شئ غوښتنلیکونه په جلا توگه وسپارئ.

که تاسو USC لرئ او د خپلو بالغو (21 څخه پورته) یا واده شویو ماشومانو یا خویندو لپاره غوښتنلیک سپارئ، تاسو اړتیا نلرئ د دوی گډ ژوند ملگري او د 21 کلونو څخه کم عمر ماشومانو لپاره په جلا توگه غوښتنه وکړئ. که تاسو په ورته وخت کې د خپلو والدینو، خویندو، ماشومانو یا گډ ژوند ملگري لپاره غوښتنلیک سپارئ، تاسو باید د هر یو لپاره جلا غوښتنلیک وسپارئ.

له نامزد (د ګډ ژوند غیررسمي ملګري) سره د یوځای کېدو د غوښتنلیک سپارلو لپاره تاسو باید د I-129F  فورمه ډکه کړئ. په دې لینک کې د پورته ذکر شوي فورمې لارښود ولولئ. تاسو کولی شئ د USCIS په وېبپاڼه کې د کورنۍ غړو سره د یوځای کېدو لارښوونې ولولئ او د هغه په نظر کې نیولو سره عمل وکړئ.

د غوښتنلیک سپارلو لگښت

د کورنۍ له غړو سره د بیایوځای کېدو غوښتنلیک او د I-130 فورمې ډکولو باندې پر غوښتونکي لگښت راځي. تاسو باید د I-130 فورمې د ثبتولو سره سم د 535 امریکايي ډالرو سره برابر فیس ورکړئ. دا فیس باید د چک یا بانکي حوالی په وسیله د امریکې یو بانک یا د اعتبار وړ کریډیټ کارت له لارې ورکړل شي. چک یا بانکي حواله باید د “U.S. Department of Homeland Security”  په نامه ورکړل شي. د کرېډیټ کارت سره تادیه کولو لپاره، تاسو باید د G 1450 فورمه راجستر کړئ، کوم چې په دې لینک کې شتون لري.

تاسو کولی شئ د متحده ایالاتو د تابعیت او کډوالۍ خدمتونو (USCIS) وېبپاڼه کې د کورنۍ د بیایوځای کېدو غوښتنلیک پورې اړوند فیس یا لگښتونه ومومئ.

اړین اسناد

د یو امریکایي تبعې لپاره چې د USC لرونکی وي او د کورنۍ غړو سره د یوځای کېدو غوښتنه کوي اړین اسناد یې په لاندې ډول دي:

  • یو سند چې ثابتوي تاسو USC لرئ؛
  • ستاسو د زېږون کارت یوه کاپي چې ښیې تاسو په متحده ایالاتو کې زېږیدلي یاست؛
  • ستاسو د تابعیت کارت یوه کاپي؛
  • په بهر کې د زېږون د FS 240 قونسلگرۍ راپور (CRBA) یوه کاپي؛ او
  • د متحده ایالاتو پاسپورټ یوه کاپي چې وخت یې ختم نه وي.

د یو امریکایي تبعې لپاره چې د LPR لرونکی وي او د کورنۍ غړو سره د یوځای کېدو غوښتنه کوي اړین اسناد یې په لاندې ډول دي:

  • یو سند چې ستاسو LPR لرل ثابتوي ؛
  • ستاسو د گرین کارت د مخ او شا کاپي؛ که تاسو تر اوسه خپل کارت نه وي ترلاسه کړی، تاسو کولی شئ د خپل پاسپورټ یوه کاپي شامل کړئ چې په هغه کې هغه پاڼه شامله وي چېرې چې تاسو د LPR پر بنسټ متحده ایالاتو ته داخل شوي یاست؛ او
  • که اړتیا وي، تاسو کولی شئ د خپلېI‑94 فورمې یوه کاپي چمتو کړئ.

د USC یا LPR اسنادو لرونکود گډ ژوند ملگرو او ماشومانو لپاره اړین اسناد په لاندې ډول دي:

  • نکاح خط چې ستاسو د گډ ژوند ملگري سره ستاسو اړیکه ثابتولو لپاره؛
  • که تاسو مخکې واده کړی وي، د اسنادو یوه کاپي لکه د طلاق یا د مړینې سند چې دا ښیي ستاسو پخوانی واده پای ته رسېدلی؛
  • د ماشومانو د زېږون کارتونه له دوی سره ستاسو د اړیکې ثابتولو لپاره؛
  • د کورنۍ د غړو پاسپورټونه؛
  • د کورنۍ د غړو نوي او روښانه عکسونه؛ او
  • ستاسو د کورنۍ اړیکې ثابتولو لپاره تاسو څخه د اسنادو غوښتنه کېدی شي.

د USC یا LPR لرونکو د کورنۍ د نورو غړو (خویندو، ورونو او والدینو) لپاره اړین اسناد په لاندې ډول دي:

  • تاسو او ستاسو د خویندو د زېږون کارتونه ترڅو دوی سره ستاسو اړیکه ثابته کړي؛
  • که تاسو غواړئ خپلې مور ته غوښتنلیک وسپارئ، ستاسو د زېږون کارت ته اړتیا شته چې ستاسو د مور نوم په کې وي؛
  • که تاسو غواړئ پلار ته غوښتنه وکړئ، ستاسو د زېږون کارت چې ستاسو د مور او پلار نومونو په کې وي؛
  • ستاسو د مور او پلار نکاح خط، چې ښیي ستاسو مور او پلار واده کړی؛
  • که اړتیا وي د کورنۍ د نورو غړو سره ستاسو د اړیکو ثابتولو لپاره معتبر مدني اسناد؛
  • د کورنۍ د غړو پاسپورټونه؛
  • د کورنۍ د غړو نوي او روښانه عکسونه؛ او
  • ستاسو د کورنۍ اړیکې ثابتولو لپاره تاسو څخه د اسنادو غوښتنه کېدی شي.

 که ستاسو اسناد په انگلیسي ژبه نه وي، د هغو اسنادو انگلیسي ژباړه هم واستوئ. په ژباړه کې باید داسې ټکي شامل وي چې ژباړونکي یې یادونه کړی وي هغه په ​​دواړو ژبو پوهېږي.

د غوښتنلیک سپارل

تاسو د غوښتنلیک سپارلو لپاره باید لومړی اړینې فورمې او اسناد راټول او له ځان سره چمتو ولرئ. بیا غوښتنلیک د متحده ایالاتو د تابعیت او کډوالۍ خدمتونو (USCIS) یو دفتر ته چېرې چې تاسو اوسېږئ واستوئ. په I-130 فورمه کې د کورنۍ غړي د غوښتنې ارزول هغه  موقعیت پورې اړه لري چېرې چې تاسو ژوند کوئ.

تاسو کولی شئ د USCIS وېبپاڼې څخه هم لیدنه وکړئ ترڅو په هغه ایالت کې د USCIS ساحوي دفترونو د پست پتې وگورئ چېرې چې تاسو ژوند کوئ او بیا اړونده پتې ته خپل غوښتنلیک واستوئ.

 د خپل غوښتنلیک سپارلو دمخه، ډاډ ترلاسه کړئ چې تاسو د ټولو فورمو او اسنادو یوه کاپي له ځان سره ساتلی دی. حتی که تاسو اصلي اسناد ولرئ، تاسو باید تل د ټولو وروستي اسنادو یوه کاپي له ځان سره وساتئ، ځکه چې تاسو کېدی شي په راتلونکي کې ورته اړتیا ولرئ.

د غوښتنلیک له لېږلو وروسته څه پېښېږي؟

همدا چې USCIS ستاسو غوښتنلیک ترلاسه کړي، تاسو ته به د ترلاسه کېدو یو لیک واستوي. په دې لیک کې به ویل شوي وي چې ستاسو غوښتنلیک د متحده ایالاتو د تابعیت او کډوالۍ خدمتونو لخوا ترلاسه شوی. دا لیک مهم دی ځکه:

  • تاسو ته معلومات درکوي چې د USCIS خدماتو کوم مرکز ستاسو د غوښتنلیک ارزونه کوي؛ او
  • ستاسو د غوښتنلیک د پېژندنې لپاره 13 عددي شمېره وړاندې کوي.

په یاد ولرئ چې لیک به ستاسو د کور پتې ته لېږل کېږي او دا اړینه ده چې ستاسو کره پته په غوښتنلیک کې شتون ولري. تاسو کولی شئ دې انلاین پاڼې ته لاړ شئ او د خپل 13 عددي پېژندنې شمېرې په لیکلو سره د خپل استوگنې ځای یا کور پته بدل کړئ.

د غوښتنلیک انلاین تعقیب

تاسو کولی شئ د خپل انلاین غوښتنلیک پورې اړوند هر پرمختگ تعقیب کړئ. د غوښتنلیک تازه معلومات په انلاین بڼه ترلاسه کول غوره دي. تاسو د انلاین غوښتنلیک تعقیب پاڼې ته لاړ شئ او د خپل غوښتنلیک د وضعیت په اړه معلومات ترلاسه کولو لپاره د 13 عددي تشخیص شمېره دننه کړئ.

د غوښتنلیک ارزونه

د کورنۍ د بیایوځای کېدو غوښتنې کېدای شي څو میاشتې یا ډېر وخت ونیسي څو ټول پړاوونه یې بشپړ شي. تاسو باید د خپلې غوښتنې په اړه د ځواب ترلاسه کولو لپاره صبر وکړئ. په ځینو مواردو کې ستاسو د گډ ژوند ملگري سره مرکه کېدی شي وړاندې له دې چې ستاسو غوښتنلیک ومنل شي ترسره شي. په ځینو کیسونو کې کېدی شي د گډ ژوند ملگري سره مخکې له دې چې د سفر اسناد تایید، مرکه ترسره شي. که ستاسو د کورنۍ غړي لا دمخه په متحده ایالاتو کې وي، نو مخکې له دې چې ستاسو غوښتنلیک ومنل شي تاسو ټول به د USCIS لخوا مرکه کېږئ. په ځینو مواردو کېUSCIS  ممکن د مرکې غوښتنه وکړي حتی که ستاسو د گډ ژوند ملگري او ماشومان له متحده ایالاتو څخه بهر وي.

د USCIS دفتر به تاسو ته ستاسو د غوښتنلیک د پرېکړې په اړه یو لیک واستوي. ځینې ​​​​وختونه USCIS تاسو ته یو لیک استوي او له تاسو څخه د نورو اسنادو غوښتنه کوي، لکه د واده د مراسمو عکسونه لېږل. په معمول ډول شاوخوا 3 څخه تر 4 میاشتو پورې د غوښتنلیک ورکوونکي ته د اسنادو چمتو کولو لپاره وخت ورکول کېږي.

 که تاسو د خپلو ماشومانو لپاره غوښتنه کوئ، USCIS  کېدای شي تاسو څخه د DNA ازموینې غوښتنه وکړي. دا د وینې معاینه کولی شي ثابت کړي چې تاسو او د کورنۍ غړي مو سره رښتیا هم تړاو لرئ. که USCIS د DNA ازموینې ته اړتیا ولري، وروسته له دې چې تاسو غوښتنلیک وسپارئ، تاسو ته به یو لیک واستول شي چې څنگه ازموینه ترسره کړئ.

که چېرې غوښتنلیک ومنل شي څه پېښېږي؟

د I-130 منل شوی غوښتنلیک د کورنۍ پر بنسټ د کډوالۍ پروسې لومړی گام دی. دا چې د کورنۍ غړي څومره وخت نیسي د غوښتنلیک پروسې د کورنۍ د اړیکو ډول پورې تړاو لري. د کورنۍ ځینې غړي باید ویزې ته انتظار وباسي څو د دوی د کورنۍ اړیکې لپاره ویزې پیدا شي. د اړوندې ویزې لپاره د انتظار وخت په تړاو معلومات د بهرنیو چارو وزارت د ویزې اړوند ځانگړې مقاله کې ولولئ.

یوځل چې ویزه چمتو شي، بل گام په دې پورې اړه لري چې ستاسو د کورنۍ غړی چېرته ژوند کوي. که ستاسو د کورنۍ غړي په متحده ایالاتو کې وي، دوی کولی شي خپل وضعیت په قانوني دایمي اوسېدونکي بدل کړي. د قانوني دایمي استوگنې د وضعیت په اړه اړین معلومات د USCIS په وېبپاڼه کې شتون لري. که ستاسو د کورنۍ غړي د متحده ایالاتو څخه بهر وي، دوی کولی شي متحده ایالاتو ته د کډوالۍ لپاره د کډوالۍ ویزې غوښتنه وکړي. د کډوالۍ د ویزې غوښتنلیک طرزالعملونو په اړه نور معلومات د بهرنیو چارو وزارت په وېبپاڼه کې ولولئ.

په هر حالت کې د کورنۍ غړي به د متحده ایالاتو په سفارت کې خپله مرکه تېره کړي. د کورنۍ غړي امنیتي او طبي معاینات ترسره کوي او بیا ورته ویزې ورکول کېږي څو متحده ایالاتو ته سفر وکړي.

د غوښتنلیک ردېدل

که ستاسو د گډ ژوند ملگری یا ماشوم پر شرایطو برابر ونه گڼل شي،USCIS  به تاسو ته یو لیک واستوي. دا لیک د (Notice of Intent to Deny - NoID) په نوم یادېږي. دا لیک تاسو ته اجازه درکوي مخکې له دې چې وروستۍ پرېکړه صادره شي ځواب ورکړئ. د کورنۍ له غړو سره د بیایوځای کېدو غوښتنلیک په اړه صادر شوی پرېکړه بیاځلي نه ارزول کېږي.

مرسته او مشوره

د کورنۍ د غړو سره د یوځای کېدو په اړه ټول اړین معلومات د متحده ایالاتو د تابعیت او کډوالۍ خدمتونو وېبپاڼه کې شتون لري. د IRAP په وېبپاڼه کې د کورنۍ له غړو سره د یوځای کېدو په اړه ځینې داسې معلومات ولولئ، چې په دې مقاله کې هم کارول شوی دی.

په متحده ایالاتو کې د پناه غوښتنې پروسه پېچلې ده او تاسو او ستاسو د کورنۍ غړي کېدی شي د کډوالۍ وکیل مرستې ته اړتیا ولرئ. په متحده ایالاتو کې د قانوني کډوالۍ د وړیا خدمتونو د وړاندې کوونکو بنسټونو لیست په دې لینک کې ومومئ. په متحده ایالاتو کې د خصوصي کډوالۍ وکیلانو لیست په دې لینک کې موندل کېدی شي.

هغه افغانان چې ځانگړو معلوماتو یا مشورې ته اړتیا لري کولی شي د "بپرسېد" یا "وپوښتئ" مشاورینو سره د "وپوښتئ" 93729807235+ واټساپ شمېرې، فیسبوک مسېنجر یا د "وپوښتئ" وېبپاڼې له لارې اړیکه ونیسي او لا ډېر معلومات ترلاسه کړي.