د برېټانیې حکومت د افغانستان د بیاځای پرځای کولو او مرستې پالیسي (Afghan Relocations and Assistance Policy - ARAP)کې یو څه بدلونونه راوستي دي. دغه بدلونونه د برېټانیې د کډوالۍ په قانون کې هم پلي شوي دي چې په دې وروستیو کې د برېټانیې د کورنیو چارو وزارت په وېبپاڼه کې خپور شوي دي.
د 2022 کال د نومبر په 8مه د برېټانیې حکومت د غوښتنلیک سپارلو د څرنگوالي او د پړاوونو د بشپړېدوپه اړه نوي معلومات وړاندې کړل، کوم چې موږ به په دې مقاله کې پرې بحث وکړو.

د ARAP د بیامېشتېدنې پروگرام

د افغانستان د بیاځای پرځای کولو او مرستې پالیسي (ARAP) موخه په برېټانیې کې د هغو افغانانو بیامېشتېدنه ده چې په افغانستان کې د برېټانیې حکومت موخو لپاره مهم کارونه او دندې ترسره کړي دي.
هغه افغانان چې د ARAP پروگرام لاندې برېټانیې ته د کډوالۍ لپاره پر شرایطو برابر دي کولی شي د خپل گډ ژوند ملگری، ماشومانو او د کورنۍ د ځینو نورو تړلو غړو سره برېټانیې ته لاړ شي چې د دفاع وزارت لخوا د ARAP پروگرام لاندې د ځای پرځای کولو لپاره پر شرایطو برابر وي او د کورنیو چارو وزارت لخوا د ځای پرځای کولو لپاره مناسب گڼل شوي وي.
د ARAP پروگرام د قانون څخه بهر د 2021 کال د اپریل په لومړۍ نېټه کې پیل شوی او د 2022 کال د نومبر میاشتې تر پایه پورې د غوښتنلیکونو لېږلو لپاره پرانيستی دی. دا پروگرام د پخوانۍ پالیسي (له 2010 څخه تر 2013 پورې) او د مرستې پروگرام (د 2013 څخه تر 2022 کال د نومبر تر 30 پورې) په دوام باندې دی. بدلونونه په دې مانا دي چې غوښتونکي به ډېر ژر وکولی شي خپل غوښتنلیکونه د قانون په چوکاټ کې د ARAP تر چتر لاندې د کورنۍ نورو غړو سره د یوځای کېدو لپاره وسپاري.
نوي بدلونونه دا روښانه کوي چې د غوښتنلیک پروسه دوه مرحلې لري. په لومړي پړاو کې یو غوښتنلیک د برېټانیې دفاع وزارت ته سپارل کېږي، د دفاع وزارت پرېکړه کوي چې ایا غوښتنلیک پر شرایطو برابر دی او که نه. همدارنگه، نوي بدلونونه دا روښانه کوي چې د دې پالیسۍ اړوند غوښتنې به یوازې د افغانانو د ځای په ځای کولو کې د همکارۍ د پالیسۍ د ضمیمې پر بنسټ په پام کې ونیول شي. دا بدلونونه به 2022 کال د نومبر 30مې څخه نافذ شي.

د ARAP پروگرام لاندې پر شرایطو برابرغوښتونکي

د غوښتونکو ټولټال څلور ډلې شتون لري چې له ارزونې وروسته د ARAP پروگرامونو لاندې د مرستې لپاره په پام کې نیول شوي. دا څلور ډلې په لاندې ډول دي:
لومړۍ ډ‌له - هغه غوښتونکي چې له جدي خطر سره مخ دي: دا ډله چې د برېټانیې حکومت افغان همکاران دي او د دوی ژوند ته د لوړ خطر او احتمالي گواښ سره مخ دي په بېړني توگه د ځای په ځای کولو پر شرایطو برابر دي. دا کارکوونکو باید 2001 کال د اکټوبر لومړۍ نېټې څخه وروسته د برېټانیې حکومت لپاره کار کړی وي.
دویمه ډله - غوښتونکي په نورمال خطر کې: هغه ډله چې د عادي ځای په ځای کېدو پر شرایطو برابر وي او دې لپاره باید په مستقیم ډول په افغانستان کې د برېټانیې حکومت لخوا گمارل شوي وي. دا کېدی شي هغه خلک وي چې د 2001 کال د اکټوبر له لومړۍ نېټې وروسته په افغانستان کې د برېټانیې حکومت سره پوځي ځواکونو ته د ژبې او ژباړې د خدمتونو د وړاندې کولو تړونونه لاسلیک کړي و.
د غوښتونکي د رول ماهیت باید داسې وي چې په افغانستان کې د هغوی په شتون سره د برېټانیې فعالیتونه اغیزمن یا بریالي شوی وي. برسېره پردې، د غوښتونکي رول باید داسې وي چې عامو خلکو ته پېژندل شوي وي او په پایله کې د دوی خوندیتوب اوس له خطر سره مخ دی. د دې رولونو بېلگو کې د نظامي ځواکونو ژباړونکي، کلتوري مشاورین، د سفارت ځینې همکار شرکتونو او پراختیایي، سیاسي او د تروریزم ضد برخو کې پر دندې بوخت کسان شامل دي.
درېیمه ډله - هغه غوښتونکي چې پر شرایطو برابر نه دي: په دې ډله کې هغه کسان شامل دي چې د ژوند له گواښ سره مخ نه دي او یا د خپلې دندې له امله د عامو خلکو پر وړاندې نه دي ښکاره شوي او د دې دندو له امله تر گواښ لاندې نه دي. دا ډله د ARAP پروگرام د ټیم لخوا د نورو لنډمهال ملاتړ لپاره پر شرایطو برابر گڼل کېږي.
څلورمه ډله - ځانگړي غوښتونکي یا قضیې: د ARAP مرستې لپاره پر شرایطو برابره ډله کې هغه خلک شامل دي چې لاندې شرایط لري:
  • د 2001 کال د اکټوبر په 1 نېټه یا وروسته په افغانستان کې د برېټانیې د یوې دولتي ادارې لخوا په مستقیم ډول گمارل شوي وي.
  • دا کارکوونکي باید په افغانستان کې د برېټانیې د یوې ادارې سره د تړون له مخې یا په افغانستان کې د برېټانیې د دولت له یوې څانگې سره یوځای کار یا دې څانگې سره ته مرستې او خدمات وړاندې کړي وي.
  • د دې کار یا خدمتونو په وړاندې کولو سره دوی د برېټانیې پوځي موخو یا د ملي امنیت اهدافو کې د پام وړ او مثبته مرسته کړې، چې په افغانستان کې د تروریزم ضد، د مخدره موادو او د اداري فساد سره د مبارزې په برخو کې شامل دي.
  • د دې کار یا خدمتونو چمتو کولو له امله، شخص د هدفي بریدونو له گواښ او د مرگ یا جدي ټپي کېدو له خطر سره مخ وي.
  • هغه کسان چې پټ معلومات یې ساتلي وي او د هغه افشا کول د برېټانیې حکومت یا د دې هېواد گټو ته ځانگړی گواښ رامنځته کولی شي.
باید یادونه وشي هغه غوښتونکي چې د ARAP لاندې برېټانیې ته د لېږد لپاره پر شرایطو برابر وي، د دفاع وزارت څخه غوښتنلیک به د بایومیټریک معلوماتو ثبت او امنیتي چک لپاره د کورنیو چارو وزارت ته راجع شي. هغه خلک چې د برېټانیې حکومت لخوا گمارل شوي یا قرارداد شوي او بیا گوښه شوي، پرته له دې چې د برېټانیې حکومت په پام کې ونیسي چې شخص د لنډې مودې لپاره گوښه شوی و، د ARAP قانون سره سم برېټانیې ته د تللو پر شرایطو برابر نه دي.

د کورنۍ د غړو ځای پرځای کول

د کورنۍ هغه غړي چې د ARAP پناه غوښتنې دریځ لرونکي افغان پر بنسټ غواړي برېټانیې ته لاړ شي یا په دې هېواد کې استوگن شي، د کورنۍ غړي باید د دفاع وزارت ته د ARAP په اصلي غوښتنلیک کې شامل شوی وي.
که یو پر شرایطو برابر افغان د ARAP لاندې برېټانیې ته تللی وي او د ژوند ملگرې یا د کورنۍ کوم غړی یې چې د  ARAP پروگرام کې شامل نه وي او اوس غواړي په برېټانیې کې ورسره یوځای شي، دوی نشي کولی د غوښتونکي په غوښتنلیک کې شامل شي. د کورنۍ غړي باید د اړوند کس د وضعیت په پام کې نیولو سره، په مستقیم ډول د ARAP پروگرام ته خپل غوښتنلیک وسپاري. تاسو کولی شئ په دې لینک کې د ARAP لاندې د کورنۍ غړو د غوښتنلیک په اړه هر اړخیز معلومات ولولئ.
هغه خلک چې د ARAP لاندې برېټانیې ته تللي او د کډوالۍ وضعیت نه لري، نو د کډوالو د کورنۍ د بیا یوځای کېدو قانون سره سم د کورنۍ غړو سره د مرستې پر شرایطو برابر نه دي. په هر ډول، پر شرایطو برابر اشخاصو سره به اړیکه ونیول شي څو د دوی په غوښتنلیک کې د کورنۍ غړي شامل کړي.
که چېرې غوښتونکي د برېټانیې څخه بهر وي، د ننوتلو د اجازې پروسې لپاره غوښتنه د انلاین غوښتنلیک فورم له لارې سپارل کېږي. که غوښتونکي پر شرایطو برابر وي، د برېټانیې د دفاع وزارت به د غوښتونکي په استازیتوب یو غوښتنلیک د راتلونکو پړاوونو د بشپړولو لپاره د کورنیو چارو وزارت ته واستوي.
که چېرې غوښتونکي په برېټانیې کې ژوند کوي، د استوگنې پروسې پلي کولو لپاره یو غوښتنلیک وړاندې شي، هغه د برېټانیې د کورنیو چارو وزارت اړین اساسي ارزونې ترسره کوي.

څنگه غوښتنلیک وسپارو (How to Apply)؟

هغه څوک چې باور لري دوی د ARAP تر چتر لاندې پر شرایطو برابر دي کولی شي دې پروگرام ته له هر هغه هېواد څخه غوښتنلیک وسپاري چې دوی په کې ژوند کوي. غوښتونکي باید خپل غوښتنلیکونه د برېټانیې دفاع وزارت ته په انلاین بڼه وسپاري. غوښتونکي کولی شي خپلې غوښتنې د افغانستان د بیاځای پرځای کولو او مرستې پالیسۍ (ARAP) انلاین غوښتنلیک فورمله لارې وسپاري.
غوښتونکي د برېټانیې دننه او بهر دواړه نشي کولی د کډوالۍ له مقرراتو څخه بهر د غوښتنلیکونو لپاره د ARAP انلاین غوښتنلیک فورمه وکاروي. د ARAP فورمه د کډوالۍ غوښتنلیک نه دی، ځکه چې دا یو کس لپاره ډیزاین شوی څو د دفاع وزارت تایید کړي چې غوښتونکي د ARAP لاندې د مرستې یا ځای پرځای کولو پر شرایطو برابر دي.

غوښتنلیک څنگه څېړل کېږي؟

کله چې د ARAP غوښتنلیک د یو افغان تبعې لخوا وړاندې کېږي، د دې کس پر شرایطو برابروالی په پیل کې د دفاع وزارت ارزول کېږي. دفاع وزارت د غوښتنلیک او د غوښتونکي د کورنۍ د غړو په تړاو پرېکړه کوي. همدا چې یو افغان تبعه او د هغه د کورنۍ غړي د ARAP د کډوالۍ د مقرراتو له مخې برېټانیې ته د کډه کېدو پر شرایطو برابر وي، غوښتنلیک د دفاع وزارت لخوا د کورنیو چارو وزارت ته راجع کېږي.
د ARAP تر چتر لاندې یو غوښتنلیک به د کډوالۍ د قوانینو په گډون د یاد هېواد له قوانینو سره سم برېټانیې ته د ننوتلو د اجازې، د استوگنې یا د بیامېشتېدنې د غوښتنې په توگه په نظر کې ونیول شي.
که تاسو د ARAP پروگرام پر شرایطو برابر نه گڼل کېږئ، خو باور لرئ چې پرېکړه د پالیسۍ سره سم نه ده شوې، بیانو تاسو حق لرئ چې د پرېکړې د بیاکتلو غوښتنه یا اپیل (Appeal) وکړئ. تاسو کولی شئ د خپلې غوښتنې د ملاتړ لپاره نوي شواهد وړاندې کړئ چې د پرېکړې په وخت کې شتون نه درلود.
هغه غوښتونکي چې پر شرایطو برابر ونه گڼل شي، کېدی شي د پرېکړې ترلاسه کولو څخه وروسته په 90 ورځو کې دننه خپل غوښتنلیک وسپاري. تاسو کولی شئ یو ځل اپیل وکړئ.

برېټانیې ته تلل

د هغو افغانانو د غوښتنلیکونو بیاکتنه چې د ARAP پروگرام لپاره پر شرایطو برابر دي کېدی شي بلاخره برېټانیې ته د کډوالو په توگه دننه شي. د برېټانیې حکومت په دوامداره توگه پر شرایطو برابر خلکو سره اړیکې ټینگوي او د غوښتنلیک د پړاوونو د بشپړولو لپاره اړینې لارښوونې کوي او دا اړیکې تر هغه وخته پورې دوام کوي چې غوښتونکو سره مرکې ترسره او دې هېواد ته ولېږدول شي.

مرسته او مشوره

هغه افغانان چې ځانگړو معلوماتو یا مشورې ته اړتیا لري کولی شي د "بپرسېد" یا "وپوښتئ" مشاورینو سره د "وپوښتئ" 93729807235+ واټساپ شمېرې، یا فیسبوک مسېنجر یا د "وپوښتئ" وېبپاڼې له لارې اړیکه ونیسي او لا ډېر معلومات ترلاسه کړي.