د برېټانیې حکومت یو سند خپور کړی چې په کې د دې هېواد د کډوالۍ په قانون کې نوي بدلونونه په ډاګه شوي دي. دا سند د 2022 کال د اکټوبر په 18مه د برېټانیې د کورنیو چارو وزارت په وېبپاڼه کې خپور شوی دی.
د دې سند له مخې د افغانستان د بیاځای پرځای کولو او مرستې پالیسۍ (Afghan Relocations and Assistance Policy - ARAP)   اړوند مقررات اوس مهال د کډوالۍ قانون په اوومه برخه کې شامل دي او د کورنۍ د نورو غړو (پرته د کورنۍ له نږدې غړو) د غوښتنلیکونو په اړه مقررات چې اوس مهال تر لاس لاندې دي یو جلا سند د پالیسۍ سند په نوم دی، دا به د کډوالۍ قانون ضمیمه کې د افغانانو د ځای په ځای کولو د همکارۍ پالیسۍ یا ARAP ضمیمه کې ځای په ځای شي. دا بدلونونه به د 2022 کال د نومبر 30مې څخه وروسته پلي شي.
نوي بدلونونه دا روښانه کوي چې د غوښتنلیک پروسه دوې مرحلې لري. په لومړي پړاو کې یو غوښتنلیک د برېټانیې دفاع وزارت ته سپارل کېږي، د دفاع وزارت پرېکړه کوي چې ایا غوښتنلیک پر شرایطو برابر دی او که نه. همدارنګه، نوي بدلونونه دا روښانه کوي چې د دې پالیسۍ اړوند غوښتنې به یوازې د "افغانانو د ځای پرځای کولو د همکارۍ پالیسۍ" ضمیمې پر بنسټ پروسس کېږي نه د نورو طریقو له لارې.
که چېرې غوښتونکي په برېټانیې کې ژوند کوي، د استوګنې پروسې پلي کولو لپاره به یو غوښتنلیک وړاندې کړي او د برېټانیې د کورنیو چارو وزارت به بیا په اړه یې لومړني ارزونې ترسره کړي.
که چېرې غوښتونکي د برېټانیې څخه بهر وي، یو غوښتنلیک برېټانیې ته د ننوتلو د اجازې لپاره سپارل کېږي. که غوښتونکي پر شرایطو برابر وي، د برېټانیې د دفاع وزارت به د غوښتونکي په استازیتوب یو غوښتنلیک راتلونکو ګامونو لپاره د کورنیو چارو وزارت ته واستوي.
د بدلونونو معنی دا ده چې د 2022 کال د نومبر 30مې څخه وروسته غوښتونکي کولی شي د قانون په چوکاټ کې د ARAP چتر لاندې د کورنۍ نورو غړو سره د یوځای کېدو غوښتنه وسپاري، په داسې حال کې چې اوس دا ډول غوښتنه د قانون له محدودې بهر سپارل کېږي.