په وروستیو کلونو کې یو شمېر افغانان د بېلابېلو لارو څخه په گټه اخیستنې د کډوالو په توگه د امریکې خاورې ته دننه شوي دي. یو شمېر په شرایطو برابر افغانان توانېدلي چې د خپلو کورنیو غړي امریکې ته انتقال کړي. په دوی کې داسې کسان هم شته چې د ځان د ساتنې په موخه په بېړه له افغانستانه وتلي او امریکې ته یې د خپلو مېرمنو او ماشومانو د لېږد فرصت نه دي موندلي.
دا لیکنه د هغو کډوالو او پناه غوښتونکو لپاره د لوستلو ارزښت لري چې غواړي په متحده ایالاتو کې له خپل مېرمنو او ماشومانو سره یوځای کېدل غواړي.
د کورنۍ د غړو سره د یوځای کېدو شرایط
که تاسو په تېرو دوو کلونو کې متحده ایالاتو ته د پناه غوښتونکي په توگه داخل شوي یاست یا که تاسو په تېرو دوو کلونو کې په متحده ایالاتو کې د پناه غوښتونکي وضعیت درکړل شوی وي، تاسو کولی شئ په متحده ایالاتو کې له خپلې مېرمنې او ماشومانو سره د بیایوځای کېدو غوښتنه وکړئ.
شرایط ستاسو په وضعیت پورې اړه لري او دا چې څوک تاسو سپانسر کوي د غوښتنلیک ډول هم توپیر لري. د گډ ژوند ملگري پورې اړوند شرایط په لاندې ډول دي:
- تاسو باید مخکې له دې چې د پناه غوښتونکي په توگه متحده ایالاتو ته داخل شوي یاست یا کله چې تاسو په دې هېواد کې د پناه غوښتونکي وضعیت درکړل شوی و، واده کړی وي.
- ستاسو واده باید له هغه وخت څخه چې تاسو د خپل گډ ژوند ملگري لپاره غوښتنه کوئ تر هغه وخته پورې چې ستاسو مېرمن متحده ایالاتو ته داخلېږي، ستاسو د گډو ژوند اړیکه دوام ولري.
- ستاسو د گډ ژوند ملگری د کډوالۍ یا پناه غوښتنې پر وړاندې هېڅ ډول قانوني خنډ شتون ونه لري.
د ماشومانو اړوند شرایط په لاندې ډول دي:
- ستاسو ماشوم باید د 21 کلونو څخه کم او مجرد وي. که تاسو د کډوالو په توگه په دې هېواد کې ځای پر ځای شوي یاست، ستاسو ماشوم د کډوالۍ د بیامېشتېدنې مرکې په وخت کې د 21 کالو یا کم عمر لرونکي وي.
- د پناه غوښتونکي په توگه کله چې تاسو د I-589 د پناه غوښتنې فورمه ثبت کړه، ستاسو هغه ماشوم پر شرایطو برابر دی چې د 21 کلونو څخه کم عمر ولري.
- ستاسو د ماشوم عمر په غوښتنلیک کې ثابت گڼل کېږي حتی که ستاسو ماشوم د I-730 فورمه د لېږلو او سپارلو په وخت کې 21 کلن یا ډېر عمر ولري. ستاسو ماشوم باید د شرایطو پوره کولو لپاره باید مجرد پاتې شي.
- مخکې له دې چې تاسو متحده ایالاتو ته د پناه غوښتونکي په توگه داخل شئ یا د پناه غوښتنې وضعیت درکړل شئ تاسو باید د مور یا پلار اړیکې سره ولرئ.
- په ځینو حالاتو کې د مور او پلار په توگه سرپرست هم شامل کېدی شي. په دې تړاو په دې لینک کې د I-730 فورمې په اړه اړین لارښوونې ولولئ.
- ستاسو ماشوم باید مخکې له دې چې متحده ایالاتو ته د کډوال په توگه راشي یا په هېواد کې د پناه غوښتونکي وضعیت درکړل شوی وي زېږیدلی وي، یا باید د زېږون څخه دمخه دوره کې وي (د بیلگې په توگه مور امیندواره وي).
-
ستاسو د ماشوم د کډوالۍ یا پناه غوښتنې پر وړاندې هېڅ ډول قانوني خنډ شتون ونه لري.
- ستاسو د گډ ژوند ملگری یا ماشوم اړتیا نه لري وښیي چې دوی په خپل هېواد کې څارل شوي یا شکنجه شوي دي. ځینې نور شرایط کېدی شي ستاسو د گډ ژوند پر ملگري یا ماشوم باندې هم پلي شي. د کډوالو او پناه غوښتونکو کورنیو په اړه نور معلومات د USCIS په وېبپاڼه کې وړاندې شوي چې تاسو یې لوستلی شئ.
څنگه غوښتنلیک وسپارو (How to Apply)؟
د فورمونو ډکول
د خپل غوښتنلیک د سپارلو لپاره تاسو اړتیا لرئ لاندې فورمې ډاونلوډ او ډک کړئ:
اړین اسناد
د کورنۍ غړو سره د یوځای کېدو لپاره اړین اسناد په لاندې ډول دي:
- د پناه غوښتنې سند یا د قانوني دایمي استوگنې کارت
- د مېرمن او ماشومانو نوی او روښانه انځورونه
- نکاح خط له خپلې مېرمنې سره د خپلې اړیکې د ثابتولو لپاره
- که تاسو مخکې واده کړی وي، د اسنادو کاپي لکه د طلاق خط یا د مړینې سند چې وښیي ستاسو پخوانی واده پای ته رسېدلی
- د ماشومانو د زېږون کارتونه د دوی سره ستاسو د اړیکې ثابتولو لپاره
- د گډ ژوند د ملگري او ماشومانو پاسپورټونه
- تاسو کېدی شي د اسنادو غوښتنه وکړئ لکه د واده د مراسمو عکسونه یا ستاسو د خپلوانو څخه لیکونه ترڅو ستاسو د کورنۍ اړیکې ثابت کړي.
که ستاسو اسناد په انگلیسي ژبه نه وي، د هغو اسنادو انگلیسي ژباړه هم واستوئ. په ژباړه کې باید داسې ټکي شامل وي چې ژباړونکي یې یادونه کړی وي هغه په دواړو ژبو پوهېږي.
د غوښتنلیک لگښت
پر هغه غوښتنلیک ورکوونکي چې پناه غوښتونکي وي او غواړي د کورنۍ د غړو سره بیایوځای شي د غوښتنلیک یا د I-730 فورمې سپارلو باندې لگښت نه راځي. کېدی شي چې د بشردوستۍ دلیلونو له امله پناه غوښتونکي تر دوو کلونو پورې د I-730 پر بنسټ غوښتلیک سپارلو د لگښټ پرې کولو څخه معاف وي.
د غوښتنلیک سپارل
تاسو د غوښتنلیک سپارلو لپاره باید لومړی اړینې فورمې او اسناد راټول او له ځان سره چمتو ولرئ. بیا غوښتنلیک د متحده ایالاتو د تابعیت او کډوالۍ خدمتونو (USCIS) یو دفتر ته چېرې چې تاسو اوسېږئ واستوئ. په I-730 فورمه کې د کورنۍ غړي د غوښتنې ارزول هغه موقعیت پورې اړه لري چېرې چې تاسو ژوند کوئ.
تاسو کولی شئ د USCIS وېبپاڼې څخه هم لیدنه وکړئ ترڅو په هغه ایالت کې د USCIS ساحوي دفترونو د پست پتې وگورئ چېرې چې تاسو ژوند کوئ او بیا اړونده پتې ته خپل غوښتنلیک واستوئ.
د خپل غوښتنلیک سپارلو دمخه، ډاډ ترلاسه کړئ چې تاسو د ټولو فورمو او اسنادو یوه کاپي له ځان سره ساتلی دی. حتی که تاسو اصلي اسناد ولرئ، تاسو باید تل د ټولو وروستي اسنادو یوه کاپي له ځان سره وساتئ، ځکه چې تاسو کېدی شي په راتلونکي کې ورته اړتیا ولرئ.
د غوښتنلیک له لېږلو وروسته څه پېښېږي؟
همدا چې USCIS ستاسو غوښتنلیک ترلاسه کړي، تاسو ته به د ترلاسه کېدو یو لیک واستوي. په دې لیک کې به ویل شوي وي چې ستاسو غوښتنلیک د متحده ایالاتو د تابعیت او کډوالۍ خدمتونو لخوا ترلاسه شوی. دا لیک مهم دی ځکه:
- تاسو ته معلومات درکوي چې د USCIS خدماتو کوم مرکز ستاسو د غوښتنلیک ارزونه کوي؛ او
- ستاسو د غوښتنلیک د پېژندنې لپاره 13 عددي شمېره وړاندې کوي.
په یاد ولرئ چې لیک به ستاسو د کور پتې ته لېږل کېږي او دا اړینه ده چې ستاسو کره پته په غوښتنلیک کې شتون ولري. تاسو کولی شئ دې انلاین پاڼې ته لاړ شئ او د خپل 13 عددي پېژندنې شمېرې په لیکلو سره د خپل استوگنې ځای یا کور پته بدل کړئ.
د غوښتنلیک انلاین تعقیب
تاسو کولی شئ د خپل انلاین غوښتنلیک پورې اړوند هر پرمختگ تعقیب کړئ. د غوښتنلیک تازه معلومات په انلاین بڼه ترلاسه کول غوره دي. تاسو د انلاین غوښتنلیک تعقیب پاڼې ته لاړ شئ او د خپل غوښتنلیک د وضعیت په اړه معلومات ترلاسه کولو لپاره د 13 عددي تشخیص شمېره دننه کړئ.
د غوښتنلیک ارزونه
د کورنۍ د بیایوځای کېدو غوښتنې کېدای شي څو میاشتې یا ډېر وخت ونیسي څو ټول پړاوونه یې بشپړ شي. تاسو باید د خپلې غوښتنې په اړه د ځواب ترلاسه کولو لپاره صبر وکړئ. په ځینو مواردو کې ستاسو د گډ ژوند ملگري سره مرکه کېدی شي وړاندې له دې چې ستاسو غوښتنلیک ومنل شي ترسره شي. په ځینو کیسونو کې کېدی شي د گډ ژوند ملگري سره مخکې له دې چې د سفر اسناد تایید، مرکه ترسره شي. که ستاسو د کورنۍ غړي لا دمخه په متحده ایالاتو کې وي، نو مخکې له دې چې ستاسو غوښتنلیک ومنل شي تاسو ټول به د USCIS لخوا مرکه کېږئ. په ځینو مواردو کې USCIS ممکن د مرکې غوښتنه وکړي حتی که ستاسو د گډ ژوند ملگري او ماشومان له متحده ایالاتو څخه بهر وي.
د USCIS دفتر به تاسو ته ستاسو د غوښتنلیک د پرېکړې په اړه یو لیک واستوي. ځینې وختونه USCIS تاسو ته یو لیک استوي او له تاسو څخه د نورو اسنادو غوښتنه کوي، لکه د واده د مراسمو عکسونه لېږل. په معمول ډول شاوخوا 3 څخه تر 4 میاشتو پورې د غوښتنلیک ورکوونکي ته د اسنادو چمتو کولو لپاره وخت ورکول کېږي.
که تاسو د خپلو ماشومانو لپاره غوښتنه کوئ، USCIS کېدای شي تاسو څخه د DNA ازموینې غوښتنه وکړي. دا د وینې معاینه کولی شي ثابت کړي چې تاسو او د کورنۍ غړي مو سره رښتیا هم تړاو لرئ. که USCIS د DNA ازموینې ته اړتیا ولري، وروسته له دې چې تاسو غوښتنلیک وسپارئ، تاسو ته به یو لیک واستول شي چې څنگه ازموینه ترسره کړئ.
که چېرې غوښتنلیک ومنل شي څه پېښېږي؟
د I-730 منل شوی غوښتنلیک د کورنۍ پر بنسټ د کډوالۍ پروسې لومړی گام دی. دا چې د کورنۍ غړي څومره وخت نیسي د غوښتنلیک پروسې د کورنۍ د اړیکو ډول پورې تړاو لري. د کورنۍ ځینې غړي باید ویزې ته انتظار وباسي څو د دوی د کورنۍ اړیکې لپاره ویزې پیدا شي. د اړوندې ویزې لپاره د انتظار وخت په تړاو معلومات د بهرنیو چارو وزارت د ویزې اړوند ځانگړې مقاله کې ولولئ.
یوځل چې ویزه چمتو شي، بل گام په دې پورې اړه لري چې ستاسو د کورنۍ غړی چېرته ژوند کوي. که ستاسو د کورنۍ غړي په متحده ایالاتو کې وي، دوی کولی شي خپل وضعیت په قانوني دایمي اوسېدونکي بدل کړي. د قانوني دایمي استوگنې د وضعیت په اړه اړین معلومات د USCIS په وېبپاڼه کې شتون لري. که ستاسو د کورنۍ غړي د متحده ایالاتو څخه بهر وي، دوی کولی شي متحده ایالاتو ته د کډوالۍ لپاره د کډوالۍ ویزې غوښتنه وکړي. د کډوالۍ د ویزې غوښتنلیک طرزالعملونو په اړه نور معلومات د بهرنیو چارو وزارت په وېبپاڼه کې ولولئ.
په هر حالت کې د کورنۍ غړي به د متحده ایالاتو په سفارت کې خپله مرکه تېره کړي. د کورنۍ غړي امنیتي او طبي معاینات ترسره کوي او بیا ورته ویزې ورکول کېږي څو متحده ایالاتو ته سفر وکړي.
د غوښتنلیک ردېدل
که ستاسو د گډ ژوند ملگری یا ماشوم پر شرایطو برابر ونه گڼل شي،USCIS به تاسو ته یو لیک واستوي. دا لیک د (Notice of Intent to Deny - NoID) په نوم یادېږي. دا لیک تاسو ته اجازه درکوي مخکې له دې چې وروستۍ پرېکړه صادره شي ځواب ورکړئ. د کورنۍ له غړو سره د بیایوځای کېدو غوښتنلیک په اړه صادر شوی پرېکړه بیاځلي نه ارزول کېږي.
مرسته او مشوره
د کورنۍ د غړو سره د یوځای کېدو په اړه ټول اړین معلومات د متحده ایالاتو د تابعیت او کډوالۍ خدمتونو وېبپاڼه کې شتون لري. د IRAP په وېبپاڼه کې د کورنۍ له غړو سره د یوځای کېدو په اړه ځینې داسې معلومات ولولئ، چې په دې مقاله کې هم کارول شوی دی.
په متحده ایالاتو کې د پناه غوښتنې پروسه پېچلې ده او تاسو او ستاسو د کورنۍ غړي کېدی شي د کډوالۍ وکیل مرستې ته اړتیا ولرئ. په متحده ایالاتو کې د قانوني کډوالۍ د وړیا خدمتونو د وړاندې کوونکو بنسټونو لیست په دې لینک کې ومومئ. په متحده ایالاتو کې د خصوصي کډوالۍ وکیلانو لیست په دې لینک کې موندل کېدی شي.
هغه افغانان چې ځانگړو معلوماتو یا مشورې ته اړتیا لري کولی شي د "بپرسېد" یا "وپوښتئ" مشاورینو سره د "وپوښتئ" 93729807235+ واټساپ شمېرې، فیسبوک مسېنجر یا د "وپوښتئ" وېبپاڼې له لارې اړیکه ونیسي او لا ډېر معلومات ترلاسه کړي.