د امریکې متحده ایالات د کډوالو وضعیت پورې اړوند د 1967 نړیوال پروټوکول پر بنسټ، هغو پناه غوښتونکو ته چې دې هېواد ته له ننوتلو وروسته ځانونه د کډوالو په توگه پېژني د ځینو شرایطو په نظر کې نیولو سره پناه ورکوي.
پناه غوښتنه یو قانوني وضعیت دی چې د متحده ایالاتو دولت کولی شي هغه خلکو ته ورپه برخه کړي چې په خپلو هېوادونو کې د زیان له خطر سره مخ دي. په متحده ایالاتو کې د پناه غوښتنې پروسه پیچلې ده او احتمال لري چې پناه غوښتونکي د متحده ایالاتو د پناه غوښتنې سېسټم او طرزالعملونو د پوهېدو لپاره کافي معلوماتو ته اړتیا ولري.
په دې لیکنه کې د هغو کسانو د پناه غوښتنې پروسې په اړه چې په یو ډول د متحده ایالاتو خاورې ته رسېدلي او د پناه غوښتنه کوي په جامع ډول معلومات وړاندې شوي.

په متحده ایالاتو کې پناه غوښتنه څه ده؟

پناه ورکول هغه وخت صورت مومي چې تاسو د متحده ایالاتو دولت څخه د خوندیتوب غوښتنه وکړئ ځکه چې تاسو نشئ کولی خپل هېواد ته د شته خطر له امله بېرته ستانه شئ. هرکال خلک متحده ایالاتو ته د خوندیتوب په لټه کې راځي ځکه چې دوی یا په خپل هېواد کې له ځورونې سره مخ شوي یا وېره لري چې دوی به د بېلابېلو دلایلو له امله وڅارل شي.
د متحده ایالاتو د تابعیت او کډوالۍ خدمات (USCIS) په متحده ایالاتو کې د پناه غوښتنې د ټولو قضیو د څېړلو مسوولیت او واک لري.

څوک د پناه غوښتنه کولی شي؟

هغه کسان چې د 1967 نړیوال پروټوکول په پام کې نیولو سره په خپل اصلي هېواد کې د لاندې دلیلونو له امله د کډوالو وضعیت لري:
  • نژاد: هغه خلک چې په خپل هېواد کې د دوی د نژاد له امله ځورول شوي یا د نژادي دلایلو له امله جلاوطن شوي.
  • مذهب: هغه خلک چې د خپل استوگنې په ځای کې د خپل مذهب د ټاکلو آزادي نلري او د دوی دین د دوی لپاره خطرناک دی.
  • ملیت: هغه خلک چې د خپل ملیت یا قومیت له امله په خطر کې وي.
  • په ځانگړې ټولنیزه ډله کې غړیتوب: هغه کسان چې د یوې ځانگړې ټولنیزې ډلې غړي وي او په ټولنه کې د منلو پر شرایطو برابر نه وي او د دې غړیتوب افشا کول د دوی لپاره لوی مصیبت او خطر رامنځته کوي.
  • سیاسي عقاید: هغه سیاسي فعالان چې د دولت لخوا په ځانگړو برخو کې د پراخو سیاسي فعالیتونو د ترسره کولو اجازه نه لري یا د خپلو سیاسي عقایدو له امله په خطر کې وي.

څنگه غوښتنه وکړو (How to Apply)؟

د پناه غوښتنه

د پناه غوښتنې لپاره تاسو باید په متحده ایالاتو کې شتون ولرئ. که تاسو د 2021 کال د اگسټ په 15 نېټه د افغانستان د اسلامي جمهوری دولت له نسکورېدو وروسته د ایستلو یا تخلیې پروسې له لارې یا د اعتبار وړ ویزې سره متحده ایالاتو ته دننه شوي یاست تاسو کولی شئ د پناه غوښتنه وکړئ. په ډېرو مواردو کې تاسو باید متحده ایالاتو ته د رسېدلو په لومړي کال کې د پناه غوښتنه وکړئ.

اړین اسناد

په متحده ایالاتو کې د پناه اخیستو لپاره دا خورا مهمه ده چې داسې اسناد وړاندې کړئ چې ثابت کړي تاسو څارل شوي یاست یا ستاسو دولت ستاسو ملاتړ نه کوي. که تاسو د خپلو ادعاوو لپاره ډېر اسناد ولرئ، تاسو به په متحده ایالاتو کې د ژوند کولو د دوام او د پناه غوښتنې منلو لپاره ښه چانس ولرئ.
لاندې د اسنادو هغه ډولونه دي چې تاسو کولی شئ ستاسو د پناه غوښتنې پروسه کې مرسته وکړي:
  • د پېژندنې مدني اسناد لکه پاسپورټ، تذکره او د زېږون کارت؛
  • نکاح خط که واده شوی وي؛
  • طلاق خط د اړتیا په صورت کې؛
  • د ماشومانو شناخت تذکرې یا د زېږون کارتونه د اړتیا په صورت کې؛
  • د گواښ لیکونه یا هر ډول لیکلي یا ویډیویي اسناد چې ستاسو ادعاوې تاییدوي؛ او
  • د هر هغه سند وړاندې کول چې تاسو فکر کوئ ستاسو د پناه غوښتنې لپاره مهم دي.
که تاسو د خپل هېواد څخه د تېښتې په وخت کې متحده ایالاتو ته پورتني اسناد له ځان سره نه دي لېږدولي، دا کومه ستونزه نده، ځکه چې تاسو ته به د پناه غوښتنې د پروسې په جریان کې د اسنادو د وړاندې کولو فرصت درکړل شي.

د فورمې ډکول

د پناه غوښتنې لپاره تاسو باید د پناه غوښتنې غوښتنلیک i-589 فورمه ډاونلوډ او ډک کړئ. تاسو متحده ایالاتو ته له رسېدو څخه وروسته د 1 کال په دننه د متحده ایالاتو د تابعیت او کډوالۍ خدمتونو (USCIS) ته د پناه غوښتنې غوښتنلیک وسپارئ. که تاسو متحده ایالاتو ته د رارسېدو څخه د 1 کال په دننه کې د i-589 فورمې په سپارلو کې پاتې راغلئ، نو تاسو کېدی شي د متحده ایالاتو د کډوالۍ او تابعیت قانون پر بنسټ د پناه غوښتنې پر شرایطو برابر نه یاست. د i-589 فورمې په اړه نور معلومات په دې لینک کې ولولئ. همدارنگه، په دې رسمي لینک کې د پورته ذکر شوي فورمې د ډکولو بشپړ لارښود ولولئ.

د USCIS حساب

په متحده ایالاتو کې د پناه غوښتنې غوښتنلیک په انلاین بڼه سپارل کېږي. له همدې امله، په دې هېواد کې پناه غوښتونکي باید د USCIS یو انلاین اکونټ یا حساب جوړ کړي. تاسو د حساب جوړولو لپاره شخصي برېښنالیک ته اړتیا لرئ. تاسو کولی شئ د USCIS یوټیوب چینل کې د حساب جوړولو په اړه ویډیو کلیپ وگورئ.
یوځل چې تاسو حساب ولرئ، تاسو کولی شئ هغه فورمه او اسناد چې تاسو ورته اړتیا لرئ په خپل حساب کې د لارښوونو سره سم اپلوډ کړئ او انلاین یې واستوئ.
د یادولو پر شرایطو برابر ده چې تاسو کولی شئ د USCIS انلاین پورټل کې د i-589 فورمه هم ډکه کړئ او د ارزولو لپاره د متحده ایالاتو د تابعیت او کډوالۍ خدمتونو (USCIS) ته واستوئ.

د غوښتنلیک له سپارلو وروسته څه پېښېږي؟

همدا چې تاسو انلاین غوښتنلیک وسپارئ، تاسو ته به د برېښنالیک له لارې یو تایید لیک واستول شي چې USCIS ستاسو غوښتنلیک ترلاسه کړی دی. په دې لیک کې تاسو به د رسېد شمېره (Receipt Number) هم ترلاسه کړئ، کوم چې تاسو باید له ځان سره یادداشت کړئ.
په بل گام کې به له تاسو څخه وغوښتل شي چې د بایومیټریک معلوماتو ثبتولو لپاره په ټاکلې نېټه او وخت کې اړونده غوښتنلیک ملاتړ مرکز (Application Support Center - ASC) ته لاړشئ.

بایومټریک

تاسو به په ټاکلي وخت کې د ASC دفتر ته لاړ شئ ترڅو ستاسو د گوتو نښې او ډیجیټل عکس واخلئ. که تاسو د خپل ژوند ملگرې او ماشومانو لپاره د کډوالۍ حالت غوښتنه کړې وي او دوی په متحده ایالاتو کې ستاسو سره وي، دوی باید ستاسو سره یاد شوي مرکز ته لاړ شي. د بایومټریک مرحلې لپاره د چمتووالي په اړه د معلوماتو ترلاسه کولو لپاره دې رسمي لینک ته مراجعه وکړئ.

مرکه

د USCIS دفتر به د پناه غوښتنې افسر سره د مرکې مهالوېش ستاسو د ژوند سیمې په نظر کې نیولو سره تنظیم کړي. ستاسو د معلوماتو لپاره به د مرکې یو لیک واستول شي چې ستاسو د پناه غوښتنې د مرکې نېټه، ځای او وخت په کې شامل وي. په دې لینک کې د USCIS دفترونو په اړه معلومات ولولئ.
څرنگه چې په دې وروستیو کې په متحده ایالاتو کې د پناه غوښتونکو شمېر ډېر شوی، نو دا ممکن وخت ونیسي چې مرکه تنظیم کړی شي. د پناه غوښتونکو مرکې د ځانگړو لومړیتوبونو په پام کې نیولو سره تنظیم کېږي چې ترتیب یې په لاندې ډول دی:
  • لومړی لومړیتوب: هغه غوښتونکي چې د مرکې لپاره ټاکل شوي وو، خو مرکه د غوښتونکي د غوښتنې یا USCIS اړتیاوو له امله ځنډول شوې وي؛
  • دویم لومړیتوب: هغه غوښتونکي چې د 21 ورځو یا لږ وخت لپاره ځنډیدلي وي؛ او
  • درېیم لومړیتوب: د پناه غوښتنې نور پاتې غوښتنلیکونه به د مرکې وخت په ترتیب سره د نوي فایل تر ټولو زاړه فایل په ترتیب سره تنظیم کېږي.
په هرصورت، د متحده ایالاتو د تابعیت او کډوالۍ خدمتونو (USCIS) چارواکي کولی شي په ځینو مواردو کې د پناه غوښتونکو قضیو ته لومړیتوب ورکړي او د غوښتنلیک ورکوونکو سره مرکې ژر تنظیم کړي. د دې او د مرکې د ژر غوښتنې څرنگوالی په اړه نور معلومات په دې لینک کې ولولئ.
په هر حالت کې ستاسو د پناه غوښتنې دریځ ترلاسه کولو لپاره به مرکه ترسره شي. که تاسو نشئ کولی مرکې ته په انگلیسي ژبه دوام ورکړئ، تاسو باید یو ژباړونکی له ځان سره بوځئ. مرکه په عموم ډول شاوخوا یو ساعت دوام کوي، که څه هم وخت ممکن په بېلابېلو کیسونو کې توپیر ولري. تاسو کولی شئ شاهدان هم راوړئ چې ستاسو په استازیتوب شاهدي ورکړي. د مرکې لپاره د چمتووالي په اړه د معلوماتو ترلاسه کولو لپاره دې لینک ته مراجعه وکړئ.

د پناه غوښتنې په اړه پرېکړه

د 1967 نړیوال پروټوکول له مخې هغه کسان چې د نورو هېوادونو خاورې ته د پناه غوښتونکو په توگه ننوځي باید قوي دلیل او اسناد وړاندې کړي چې دوی د پناه غوښتنې شرایط لري. پناه غوښتونکي باید داسې دلایل او اسناد وړاندې کړي چې د هغه څرگندونې او ادعاوې ثابت کړي. د غوښتنلیک منل یا د غوښتنلیک په اړه پرېکړه کول داسې ده چې د پناه غوښتنې افسر غوښتنلیک او ټول هغه اسناد چې ورسره ضمیمه دي څېړي او بیا پرېکړه کوي او وروسته د پناه غوښتنې بل څارونکي افسر د پرېکړې په تړاو خپل نظر وايي. د پناه غوښتنې د څارونوکي افسر د پناه غوښتنې افسر پرېکړه څېړي څو ډاډ ترلاسه کړي چې د قانون سره په مطابقت کې پرېکړه شوې. هر کېس ته په کتو سره د پناه غوښتنې افسر کولی شي پرېکړه د نورو څېړنو لپاره د USCIS مرکزي دفتر ته د پناه غوښتنې لوړ پوړو کارکوونکو ته راجع کړي.
دا د متحده ایالاتو په دولت پورې اړه لري چې د پناه غوښتونکي غوښتنې وڅېړي او د هغې منل یا رد کول هم د دې هېواد د دولت په پرېکړه پورې اړه لري. که چېرې پناه غوښتونکي وکولی شي د خپل پناه غوښتنې دلیلونه ثابت کړي د هغه غوښتنه به ومنل شي.

د پرېکړې خبرتیا

په ډېرو مواردو کې د USCIS دفتر به د مرکې څخه 2 اونۍ وروسته ستاسو د پناه غوښتنې په اړه پرېکړه وکړي. ځینې ​​قضیې کېدی شي ډېر وخت ونیسي که چېرې:
  • اوس مهال د اعتبار وړ کډوالۍ حالت کې دي؛
  • د USCIS په ساحوي دفتر کې مرکه شوې وي؛
  • د ځنډول شوي امنیتي چکونو درلودل؛ یا
  • یوه قضیه ولرئ چې د USCIS مرکزي دفتر کې د پناه غوښتنې کارکوونکو لخوا تر ارزونې لاندې وي.
د متحده ایالاتو د تابعیت او کډوالۍ خدمتونو (USCIS) دفتر به په معمول ډول تاسو ته خپله پرېکړه د برېښنالیک له لارې واستوي. په دې لینک کې د پرېکړو ډولونه وگورئ چې د پناه غوښتنې افسر لخوا اخیستل کېدی شي. د پناه غوښتنې او تصویب په اړه نور معلومات د USCIS وېبپاڼه کې شتون لري.

د غوښتنلیک تعقیب

تاسو کولی شئ د خپل غوښتنلیک پورې اړوند هر پرمختگ په انلاین بڼه تعقیب کړئ. ښه ده چې غوښتونکي د غوښتنلیک په اړه تازه معلومات په انلاین بڼه وڅاري. تاسو د پناه غوښتنې د تعقیب انلاین پاڼې ته لاړ شئ او خپل د رسېد شمېره (Receipt Number) دننه کړئ ترڅو ستاسو د خپل غوښتنلیک وضعیت معلوم کړئ.

گرین کارت او پاسپورټ

په عموم ډول یو (1) کال وروسته له دې چې د USCIS لخوا د پناه غوښتنې غوښتنلیک ومنل شي، کډوال کولی شي د امریکې گرین کارت لپاره غوښتنه وکړي. د گرین کارت ترلاسه کولو څخه اوه (7) کاله وروسته غوښتونکي کولی شي د پاسپورټ ترلاسه کولو لپاره غوښتنه وکړي.

د غوښتنلیک ارزول وخت نیسي؟

د پناه غوښتنې د غوښتنلیک تر سپارلو وروسته، غوښتونکي په میاشتو میاشتو او په ځینو مواردو کې کلونه انتظار کوي چې د هغه غوښتنلیک پروسس شي. د دې مودې په جریان کې غوښتونکي د پناه غوښتنې د غوښتنلیک تر وړاندې کولو دمخه وخت په شان خپل ژوند ته دوام ورکوي. خو د یوې ځانگړې پرېکړې له مخې افغانان د امریکې له دولت څخه د مالي ملاتړ مستحق دي.

مرسته او مشوره

د متحده ایالاتو د پناه غوښتنې ټول طرزالعملونه د متحده ایالاتو د تابعیت او کډوالۍ خدمتونو په وېبپاڼهکې شتون لري. په متحده ایالاتو کې د پناه غوښتنې د غوښتنې او منلو پروسې په اړه هراړخیز معلومات او لارښوونېد (USCIS) په وېبپاڼه کې لوستل کېدی شي. په دې لینک کې د امریکې د پناه غوښتنې په اړه د بیاځلي پوښتل شویو پوښتنو ځوابونه ولولئ.
په متحده ایالاتو کې د پناه غوښتنې پروسه پیچلې ده نو په دې توگه که چېرې پناه غوښتونکي د یو داسې وکیل لخوا چې د پناه غوښتنې پر سېسټم یې سر خلاص وي وکالت وشي، د پناه غوښتونکي د منلو احتمال ډېر دی؛ دا مشوره ورکول کېږي چې د پناه غوښتنه دمخه د وکیلانو یا اړوندو ادارو سره مشوره وکړئ.
هغه افغانان چې ځانگړو معلوماتو یا مشورې ته اړتیا لري کولی شي د "بپرسېد" یا "وپوښتئ" مشاورینو سره د "وپوښتئ" 93729807235+ واټساپ شمېرې، یا فیسبوک مسېنجر یا د "وپوښتئ" وېبپاڼې له لارې اړیکه ونیسي او لا ډېر معلومات ترلاسه کړي.