د کاناډا دولت له خطر سره مخ افغانانو لپاره د پنځه کسیزې ډلې او د ټولنې ملاتړ پر بنسټ د بیامېشتېدنې ځانگړی پروگرام وړاندې کړی، کوم چې غوښتونکي د ملگرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) او د ملگرو ملتونو اړوند نورو سازمانونو سره له راجسټریش پرته او همدارنگه د پناه غوښتنې حالت (RSD Refugee Status Determination -) نه شتون سره سره کولی شي له کاناډا هېواد څخه د پناه غوښتنه وکړي. د پناه غوښتنې یا بیامېشتېدنې دا پروگرام د ټولنې فعالینو او د 5 کسیزې ډلې په ملاتړ ترسره کېږي. د دې پروگرام په ترڅ کې افغانان کولی شي د دایمي استوگنې ویزې له ترلاسه کولو وروسته کاناډا ته کډوال شي، په دې هېواد کې مېشت شي او په پای کې د کاناډا تابعیت ترلاسه کړي.
په دې لیکنه کې د پنځه کسيزې ډلې د مالي ملاتړ یا سپانسر له لارې د پناه غوښتنې شرايط او پړاوونه څېړل شوي دي.

څوک د دې پناه غوښتنې پروگرام پر شرایطو برابر دي؟

هغه افغان پناه غوښتونکي چې له افغانستان څخه بهر دي او د پناه غوښتنې د کنوانسیون تعریف او د اړوند هېواد د پناه غوښتنې پر شرایطو برابر وي د بیامېشتېدنې دې ځانگړي پروگرام پر بنسټ یې مالي ملاتړ کېدی شي. د دې کنوانسیون له مخې پناه غوښتونکي هغه شخص دی چې په خپل اصلي هېواد کې د لاندې لاملونو له کبله په جدي توگه څارل شوي وي:
  • نژادي (انسان)
  • دین
  • ملیت
  • جنسي تمایل
  • د یوې ځانگړې ټولنیزې ډلې پورې اړه اړوندوالی
  • سیاسي عقاید
د پورتنیو کټگوریو په پام کې نیولو سره، داسې تفسیر کېدی شي چې ښځینه مشرانې، د بشري حقونو مدافعین، مذهبي یا توکمیز اقلیتونه، همجنسبازان، خبریالان، هغه خلک چې د کاناډا رسنیو او ژورنالیستانو چې له ځورونې یا خطر سره مخ وی، د دې پروگرام پر شرایطو برابر دي.
د دې ځانگړي پروگرام د وړ کېدو لپاره، غوښتونکي باید د افغانستان تبعه وي، کاناډا ته د دوی د ننوتلو پر وړاندې کوم قانوني خنډ شتون ونه لري، دوی باید په دې هېواد کې د منلو پر شرایطو برابر وي او دوی باید داسې اړین اسناد ولري چې په یوه  کټگوري کې شامل شي. د دې پروگرام منل شوي کټگورۍ کې شامل کسان باید له افغانستان څخه وتلي وي او په بل هېواد کې مېشت شوي وي، په دې کېدای شي د 5 کسیزې ډلې یا د ټولنې فعالینو د سپانسر په پایله کې کاناډا ته کډوال شي. د اصلي غوښتونکو سره د دوی د 22 کالو څخه کم عمر لرونکی ماشومان، د ژوند ملگري یا شریک هم په دې هېواد کې د بیامېشتېدنې وړ دي.

د سپانسرکېدونکو شرایط

هغه افغان کډوال چې له افغانستان څخه بهر دي او د پناه غوښتنې د کنوانسیون تعریف او د اړوند هېواد د پناه غوښتنې شرایطو پوره کړي وي د بیامېشتېدنې د ځانگړي پروگرام له لارې یې مالي ملاتړ کېږي. تاسو اړتیا نلرئ چې د پناه غوښتنې د وضعیت اړوند سند یا د ملگرو ملتونو کارت د خپل غوښتنلیک سره ولېږئ.

د سپانسرکوونکو شرایط

د 5 کسیزې ډلې او د ټولنې فعالین کولی شي د دې ځانگړي پروگرام له لارې له افغان پناه غوښتونکو سره مرسته وکړي. تاسو کولی شئ د 5 کسانو د یوې ډلې د سپانسر کولو شرایط او د ټولنې د فعالینو د سپارنسرکوونکو شرایط ولولئ ترڅو ستاسو د اړتیا وړ شرایط په اړه پوه شئ.

د  غوښتنلیک له لېږلو څخه وړاندې پر کومو موضوعاتو باید پوه شئ؟

سپانسرکوونکي باید د دې ځانگړي پروگرام له لارې د افغان پناه غوښتونکو د سپانسر کولو لپاره د غوښتنلیک سپارلو دمخه لاندې کارونه وکړي:
دا روزنیز کورسونه مرسته کوي چې څنگه د کډوالو په توگه له خلکو سره مرسته وشي، څه ډول سپانسر یا مالي ملاتړ کولی شئ او د سپانسرکوونکو مسولیتونه څه دي. که تاسو دا انلاین کورس بشپړه نه کړئ، تاسو به د دې ځانگړي پروگرام له لارې د افغان کډوالو د سپانسر کولو پر شرایطو بربر ونه گڼل شئ.
د دې روزنیز کورس په بشپړېدو سره، سپانسرکوونکي به د RSTP څخه یو سند ترلاسه کړي. دا سند باید د غوښتنلیک سره ضمیمه شي. د ذکر شوي سند پرته غوښتنلیک به ونه منل شي. د روزنې پروگرام (RSTP) ځانگړی انلاین کورس دې لینک کې ولولئ.

د 5 کسیزې ډلې د مالي ملاتړ پر بنسټ د پناه غوښتنه

د 5 کسیزې ډلې د مالي ملاتړ یا سپانسرشپ پر بنسټ د پناه غوښتنه په داسې بڼه ده چې غوښتونکي د پنځو کسانو د یوې ډلې لخوا سپانسر شي، کاناډا څخه د پناه غوښتنه کولی شي. دا ډلې باید د هغو پناه غوښتونکو څخه د یو کال لپاره مالي ملاتړ وکړي چې د دوی لخوا د کاناډا دولت ته معرفي کېږي؛ د دې یو کال په موده کې د پناه غوښتونکي د ژوند ټول لگښتونه لکه فرنیچر، وسایل، جامې او په دوامداره توگه د اړینو اړتیاوو پوره کولو لکه کور، خواړه او ترانسپورت لپاره میاشتني لگښتونه او همدارنگه د دوی د ټولنیز او عاطفي ملاتړ مسوولیت په غاړه واخلي.
په دې توگه، په کاناډا کې پناه غوښتونکي کولی شي د پنځو کاناډایانو له یوې ډلې سره اړیکه ونیسي او موافقه وکړي چې د دوی د لگښتونو لږې یا ټولې برخې په غاړه واخلي. د پنځه کسیزې ډلې د شرایطو پوره کولو لپاره، د ډلې هر غړی باید د کاناډا تابعیت ولري یا د دې هېواد دایمي اوسېدونکی وي او لږترلږه 18 کلن وي، په هم هغه ایالت کې ژوند وکړي چېرې چې پناه غوښتونکي په کې استوگڼ کېږي او تر ټولو مهمه دا چې دولس میاشتو پورې له پناه غوښتونکو څخه په کاناډا کې ملاتړ وکړي. د ډلې غړي باید د بیامېشتېدنې لپاره یو پلان ولري او ثابت کړي چې دوی په ښه مالي حالت کې دي او د دې وړتیا لري چې د ملاتړکېدونکو لگښتونه پوره کړي. د سپانسرکوونکو مالي وړتیا هم د سپانسر شوي کورنۍ د غړو په شمېر پورې تړلې ده. سربېره پردې، هر سپانسرکوونکی یا د ډلې هر غړی باید د کاناډا پاسپورټ، د دایمي استوگڼې کارت، د زېږون کارت او نور غوښتل شوي اسناد د کاناډا دولت ته وسپاري ترڅو د پنځه کسیزې ډلې غړیتوب لپاره وړ وگڼل شي.
پنځه تنه افغانان چې ښه مالي وړتیا او د کاناډا تابعیت لري کولی شي لاس په کار شي، یوه ډله جوړه کړي او د دې پروگرام له لارې خپل ملگري، د کورنۍ غړي او نور اړمند کسان سپانسر او په کاناډا کې یې میشت کړي.
د پنځه کسیزې ډلې د جوړولو په اړه د نورو معلوماتو لپاره دې رسمي لینک ته مراجعه وکړئ.

د پنځه کسیزې ډلې لخوا غوښتنلیک

د پنځو کسانو ډله چې د کاناډا دولت شرایط یې پوره کړي وي کولی شي هغه خلک سپانسر کړي او ورته د پناه یا د بشردوستۍ ویزې غوښتنه وکړي چې کاناډا کې د بیامېشتېدو پر شرایطو برابر دي.
د پنځه کسیزې ډلې لخوا د اړوندو فورمو ډکولو او پناه غوښتونکو ته د غوښتنلیکونو سپارلو په اړه بشپړ او هر اړخیز لارښود په دې رسمي لینک کې ولولئ.
پنځه کسیزې ډلې پورې اړوندې فورمې: د سپانسرکوونکو پنځه کسیزه ډله وروسته له هغه چې کاناډا کې د بیامېشتېدنې ته اړمند کسان وپېژني، دې رسمي لینک ته مراجعه کوي او لاندې فورمې ډانلوډ او ډکوي:
  • د پنځه کسیزې ډلې لخوا د سپانسرشپ او بیامېشتېدنې پلان پورې اړونده د imm5670e فورمه
  • د پنځو تنو سپانسرکوونکي ډلې ارزونې پورې اړوند د imm5492e فورمه
  • د پنځو تنو سپانسرکوونکي ډلې د مالي وړتیا معلومولو لپاره د imm5373 فورمه
تاسو کولی شئ د پنځه کسیزې ډلې له لوري د پناه غوښتونکو د فورمو ډکولو لارښود په دې رسمي لینک کې ومومئ.
ملاتړکېدونکي پورې اړوند فورمې: هغه کسان چې په کاناډا کې د پناه غوښتنې وړ دي، هغوی دې رسمي لینک ته مراجعه وکړي او لاندې فورمې ډانلوډ او ډکې کړي:
  • د پناه غوښتنې د imm0008enu عمومي فورمه
  • د غوښتونکي معلوماتو پورې اړوند د imm5669e فورمه
  • پناه غوښتونکو پورې اړونده د imm0008 فورمه کوم چې باید د کورنۍ ټولو غړو لپاره چې عمرونه یې 18 کلن یا پورته وي په جلا توگه ډک شي.
  • د imm5476e فورمه استازي پورې اړه لري چې د غوښتونکو پر ځای غوښتلیک سپاري. که غوښتونکي پخپله نورې پورته فورمې ډکوي نو دا اړینه نه ده چې دا فورمه ډکه کړي.
د پناه غوښتونکو لپاره د فورمو ډکولو په اړه بشپړ او هر اړخیز لارښود په دې رسمي لینک کې موندلی شئ.

غوښتنلیک کوم ادرس ته لېږل کېږي؟

پنځه کسيزه ډله غوښتنلیک او اړین اسناد د (IRCC.INROCO-CORORI.IRCC@cic.gc.ca) برېښنالیک له لارې د کاناډا دولت ته سپاري. د غوښتنلیک سپارلو وروسته، سپانسرکوونکي به د ډاډ په پار یو برېښنالیک ترلاسه کړي. دا برېښنالیک تاییدوي چې د پنځه کسیزې ډلې سپانسرشپ پر بنسټ غوښتنلیک کڅوړه ترلاسه شوې.
د کانادا اړونده اداره په خپله وېبپاڼه کې سپارښتنه کوي چې د برېښنالیک له لارې پر غوښتنلیک لېږلو سربېره، پنځه کسیزه ډله یوه ورته اضافي غوښتنلیک په فزیکي توگه هم لاندې پتې ته وسپاري:
Resettlement Operations Centre in Ottawa (ROC-O)
365 Laurier Avenue West
Ottawa, Ontario
K1A 1L1
د سپانسرکوونکو لخوا د غوښتنلیکونو سپارلو لپاره لارښوونې، شرایط، معیارونه او نور معلومات په دې رسمي لینک کې موندل کېدی شي.

د غوښتنلیک په برخه کې مهم ټکي

  • خپل معلومات په صادقانه توگه ولیکئ.
  • سندونه په PDF بڼه واستوئ.
  • د اسنادو کیفیت باید لوړ او د لوستلو وړ وي.
  • ټولې 6 فورمې باید په جلا توگه ترتیب شي.
  • د یوې فورمې اعظمي اندازه باید له 5 ام بی (MB) څخه زیاته نه وي.
  • ټوله غوښتنلیک او اړین اسناد باید له 10 ام بی (MB) څخه زیاته نه وي.
  • په فولډر (Zip Folder) کې اسناد د منلو وړ نه دي او رد به شي.
  • اړین اسناد ضمیمه کړئ.
  • د اتومات ځواب ترلاسه کولو سره د غوښتنلیک سپارل کېدو څخه ډاډ ترلاسه کړئ.
  • د برېښنالیک په موضوع کې ( (G5 Application – Principle Applicant FAMILY NAME, First name ولیکئ.
  • د غوښتنلیک او ټولو اړینو اسنادو یوه کاپي له ځانه سره وساتئ.

د غوښتنلیک ارزونه

د پناه غوښتونکي غوښتنلیک او اړین اسناد چې د پنځه کسیزې ډلې لخوا لېږل شوي اوس د کاناډا دولت ته رسېدلي او تر څېړنې او ارزونې لاندې دي. په اوټاوا کې د بیامېشتېدنې عملیاتي مرکز (Resettlement Operations Centre in Ottawa - ROC-O) د غوښتنلیک د کتنې او ارزونې مسولیت په غاړه لري. دا مرکز د هر غوښتنلیک لپاره یوه ځانگړې شمېره (G-Number) وړاندې کوي. که اسناد او د غوښتنلیک نور اړین اسناد نیمگړي وي، یاد مرکز سپانسرکوونکي ډلې سره د اسنادو پوره کولو په موخه اړیکه نیسي. د دې شمېرې (G-Number) په کارولو سره، غوښتنلیک په یاد شوي مرکز کې پېژندل کېږي او سپانسرکوونکي کولی شي د دې شمېرې په مرسته غوښتنلیک بشپړ کړي.
غوښتونکي کولی شي دې رسمي لینک ته په مراجعې سره د خپل غوښتنلیک وضعیت او پرمختگ وڅاري.

د غوښتنلیک منل کېدل

د بیامېشتېدنې په برخه کې د پناه غوښتونکو د غوښتنلیکونو د منلو یا نه منلو وروستۍ پرېکړه د کاناډا په اوټاوا کې د بیامېشتېدنې عملیاتي مرکز (Resettlement Operations Centre in Ottawa - ROC-O) لخوا نیول کېږي. په یاد مرکز کې د کډوالۍ یو افسر غوښتنلیک او نور اړین اسناد څېړي او پرېکړه وکړي چې ایا سپانسرکوونکي د مالي ملاتړ یا سپانسرشپ معیارونه پوره کړي دي او که نه. د سپانسرکوونکو لخوا د مالي ملاتړ شرایط او معیارونه په دې رسمي لینک کې ولولئ.
که چېرې افسر ډاډ تر لاسه کړي چې سپانسرکوونکي د پناه غوښتونکو د مالي ملاتړ شرایط پوره کړي دي، د اړمنو خلکو د پناه غوښتنه به ومنل شي او پرېکړه به سپانسرکوونکو ته د برېښنالیک له لارې ولېږل شي.
له منلو وروسته، غوښتنلیک د نورو پړاوونو د بشپړولو په موخه په الکترونیکي بڼه په اړوند هېواد د کاناډا سیاسي استازولۍ یا سفارت ته لېږل کېږي. که اړتیا وي، سپانسرکوونکي او د بشردوستۍ خوندیتوب تر ملاتړ لاندې اشخاص نور اړین یا غوښتل شوي اسناد د کاناډا په اوټاوا کې د بیامېشتېدنې عملیاتي مرکز (Resettlement Operations Centre in Ottawa - ROC-O) یا په اړوند هېواد کې د کاناډا سفارت ته لېږي. دا باید په یاد وساتل شي چې د غوښتنلیک له منل کېدو وروسته د  ROC-Oاداره غوښتونکو ته د راتلونکو مرحلو په اړه اړینې لارښوونې کوي.

د غوښتنلیک له منل کېدو وروسته څه پېښېږي؟

د غوښتنلیک له منلو کېدو وروسته، د کاناډا اړونده سیاسي استازولۍ یا سفارت به له پناه غوښتونکي سره اړیکه ونیسي او د دوی د غوښتنلیک د منلو په اړه به دوی ته خبر ورکړي. مخکې له دې چې غوښتونکي او د هغه د کورنۍ غړي ته بشردوستۍ ویزې صادرې شي، د ویزې غوښتونکي لپاره اړینه ده چې لاندې پړاوونه هم بشپړ کړي:
  • خپل روغتیایی معاینات ترسره کړي څو د دوی روغتیا څخه ډاډ ترلاسه شي او اسناد یې هم سفارت ته وړاندې کړي؛
  • امنیتي چک یې د کاناډا دولت لخوا ترسره او ډاډ ترلاسه کېږي چې جرم او جنایت یې نه دي ترسره کړي.
  • د غوښتونکي د گوتو نښې او ډیجیټل انځور په گډون بایومیټریک معلومات یې اخیستل کېږي.
په بریالیتوب سره د پورتنیو پړاوونو له بشپړولو وروسته، د کاناډا دولت به ډاډ ترلاسه کړي چې غوښتونکي جدي جرمونه نه دي ترسره کړي، کاناډا ته امنیتي خطر نه رامنځته کوي او د دوی په هویت کې جعل او تذویر نه دی شوي. په دې توگه غوښتونکي د پناه غوښتونکي په توگه پېژندل کېږي او په کاناډا کې د بیامېشتېدنې وړ دي.

کاناډا ته تر رسېدو وروسته

کله چې پناه غوښتونکي یا تر ملاتړ لاندې کسان کاناډا ته رسېږي، دوی د کاناډا د سرحدونو خدماتو ادارې (Agency Services Border of Canada - CBSA) افسر سره مخ کېږي. په دې مرحله کې، د پاسپورټونو او د کاناډا د دایمي استوگڼې ویزې په گډون د پناه غوښتونکو د سفر ټول اسناد چک کېږي. افسر پناه غوښتونکو ته د دایمي استوگڼې تصدیق پاڼه (Confirmation of Permanent Residence - COPR) ورکوي.
د سپانسرکوونکي ډلې یو یا څو غړي په هوایی ډگر کې پناه غوښتونکو یا سپانسرشويو کسانو ته ښه راغلاست وايي او یو داسې ځای یا هوټل ته یې لېږدوي چېرې چې دوی به د څو ورځو لپاره هلته پاتې شي. دا ډله له پناه غوښتونکو سره مرسته کوي چې دوی د اوسېدو لپاره دایمي ځای ومومي.
پنځه کسیزه سپانسرکوونکي ډله به تر ملاتړ لاندې کسانو یا پناه غوښتونکو لپاره یو څه توکي چمتو کړي او مالي ملاتړ یې وکړي څو دوی وکولی شي ځان ته خواړه او جامې واخلي او روغتیا، بانکي او ترانسپورټي خدماتو ته لاسرسی ولري. همدارنگه، د سپانسرکوونکي ډله له پناه غوښتونکو سره مرسته کوي چې د کاناډا ټولنه وپېژني، په ټولنه کې گډ ژوند وکړي او د یو کال په موده کې په ځان بسیا شي. سپانسرکوونکي په کاناډا کې د ژوند پیل کولو لپاره سپانسرشويو کسانو یا پناه غوښتونکو سره هراړخیز مرسته کوي، خو دا مهمه ده چې پناه غوښتونکي هم منطقی غوښتنې او تمې ولري او وروسته خپله په کاناډا کې د ښه ژوند لپاره ډېر زیار وباسي.

د کاناډا دايمي استوگڼه

کله چې د کاناډا د سرحدي خدماتو ادارې افسر په هوايي ډگر کې پناه غوښتونکو ته د دایمي استوگڼې تصدیق پاڼه (Confirmation of Permanent Residence - COPR) وړاندې کوي، د پناه غوښتونکو د استوگڼې پته هم په کې لیکل شوې وي. د کاناډا د پناه غوښتنې، کډوالۍ او تابعیت اداره (Immigration Refugees Citizenship - IRCC) د کاناډا د دایمي استوگڼې کارت د پوستي خدماتو له لارې د پناه غوښتونکي د کور پتې ته لېږي. که پناه غوښتونکي خپل کور او ادرس بدل کړي، باید ژر تر ژره د خپل استوگڼځي کره پته له یادې ادارې سره شریکه کړي.

ایا په کاناډا کې د سپانسرشپ له لارې د پناه غوښتنه سره ورته دي؟

د ۵ کسیزې ډلې له لارې د پناه غوښتنه د کاناډا په ټولو ایالتونو کې یو شان دي، خو د کوبک په ایالت کې بیا بل ډول دی. د کوبک ایالت د پناه غوښتې لپاره خپله ځانگړې پروسه لري. دا په دې مانا ده چې د کوبک په ایالت کې پنځه کسیزې ډلې باید هغه مقررات او قوانین تعقیب کړي چې د کاناډا د نورو ایالتونو په پرتله توپیر لري. کوبک ایالت کې د پناه غوښتنې پروسې په تړاو معلومات د دې ایالت په رسمي وېبپاڼه کې ولولئ. په کوبک کې د سپانسرشپ له لارې د پناه غوښتنې مرحلو په اړه د معلوماتو لپاره، دې رسمي لینک ته مراجعه وکړئ.

مرسته او مشوره

د پنځه کسیزې ډلې په مالي ملاتړ د بیامېشتېدنې پروگرام لارښود په دې ځانگړي لینک کې ترلاسه کولی شئ. د کاناډا د پناه غوښتنې په اړه لا ډېر معلومات د کاناډا د پناه غوښتنې، کډوالۍ او تابعیت ادارې په وېبپاڼه کې ولولئ. د IRCC استازي څخه د معلوماتو ترلاسه کولو په موخه تاسو کولی شئ د (16133214243+) شمېرې ته هم زنگ وهلی شئ.
هغه افغانان چې ځانگړو معلوماتو یا مشورې ته اړتیا لري کولی شي د "بپرسېد" یا "وپوښتئ" مشاورینو سره د "وپوښتئ" 93729807235+ واټساپ شمېرې، یا فیسبوک مسېنجر یا د "وپوښتئ" وېبپاڼې له لارې اړیکه ونیسي او لا ډېر معلومات ترلاسه کړي.