د امریکې هېواد پورې اړوند د خلکو پوهنتون (University of People) په افغانستان کې د مېرمنو لپاره 1000 بورسونه وړاندې کړي دي. دا بورسونه د لېسانس کچې او تر دې لاندې کچې د زده کړې فرصوتونه دي، کوم چې په انلاین بڼه وړاندې شوې دي.
په افغانستان کې مېرمنو لپاره د دې انلاین سکالرشیپونو موخه د افغانو مېرمنو د زده کړې مشارکت ډېرول دي، کوم چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته د مېرمنو پر زده کړو سخت محدودیتونه لږېدلي دي. په دې مقاله کې د دې لوړې زده کړې فرصت په اړه د غوښتنلیک لېږلو لارښوونې او د People پوهنتون په اړه معلومات وړاندې شوي دي.

د بورسونو عمومي معلومات

  • وړ هېواد: افغانستان
  • د تدریس ژبه: انگلیسي
  • د مطالعې ساحه: د کمپیوټر ساینس، سوداگرۍ اداره، روغتیایي او ځینې نور علوم
  • د زده کړې موده: لنډمهاله، دوه کلن، او څلور کلن (د لېسانس کچې)
  • جنس: ښځینه
  • د زده کړې کچه: لېسانس
  • د فرصتونو شمېر: 1000

مالي لگښت

د خلکو پوهنتون بورسونه د افغان محصلینو لپاره دي، چې فیس په کې نه دی شامل، خو د دې پوهنتون د وېبپاڼې د معلوماتو له مخې، غوښتونکي باید د غوښتنلیک د وړاندې کولو پر مهال ۶۰ ډالره فیس ورکړي. دا فیس د یو باوري بانکي کارت له لارې ورکول کېږي څو د غوښتنلیک ارزونې لگښت او د خلکو پوهنتون ملاتړ وشي.

اړین اسناد

  • د فوق بکلوریا او ​​​​لېسانس کچې زده کړې لپاره، غوښتونکي اړ دي چې د دولسم ټولگي سند وړاندې کړي؛
  • د لنډمهاله روزنې لپاره، غوښتونکي اړتیا نلري کوم سند چمتو کړي؛
  • غوښتونکي کولی شي یو سند وسپاري څو د انگلیسي ژبې سره خپل بلدتیا ثابت کړي.

څنگه غوښتنلیک وسپارو (How to Apply

د دې بورسونو لپاره غوښتنلیک په انلاین بڼه وړاندې کېږي، تاسو کولی شئ پورته معلوماتو او اړتیاوو ته په کتو سره وگورئ چې پر شرایطو برابر یاست. که تاسو لیوالتیا لرئ، کولی شئ د خلکو یا People پوهنتون بورسونو آنلاین پاڼې ته لاړ شئ او خپل غوښتنلیک آنلاین وسپارئ.
د غوښتنلیک سپارل داسې دي چې غوښتونکی د خپل نوم، تخلص او برېښنالیک په لیکلو سره بلې پاڼې ته لېږدول کېږي. په دې پاڼه کې، غوښتونکی د خپلې خوښې رشتې غوره کوي په کوم کې چې هغه برخه کې د زده کړې اراده لرئ، او بیا د دوه کلن، څلور کلن او لنډ مهاله مطالعې دورې څخه د زده کړې څخه یوه غوره کوئ.
د غوښتونکي شخصي برېښنالیک ته د تایید یو لینک لېږل کېږي، کوم چې غوښتونلیک سپارلو آنلاین پاڼې ته د تگ لپاره کلیک کوئ. غوښتونکی آنلاین فورمه ډکوي او غوښتنلیک په آنلاین ډول سپاري.
یاد شوي پوهنتون په خپله وېبپاڼه کې د بورسونو لپاره د غوښتنلیک وروستۍ نېټه نه ده یاده کړې.

د غوښتنلیک اروزنه

د غوښتونکو اسناد او غوښتنلیکونه کېدی شي په پوهنتون کې د یوې کمېټې لخوا وڅېړل شي او غوره کسان به د غوښتونکو څخه وټاکل شي. پایلې او نور لارښوونې به د برېښنالیک له لارې غوښتونکو ته واستول شي.

ولې د People پوهنتون؟

د خلکو پوهنتون (UoPeople) یو خصوصي، غیرانتفاعي، د لرې واټن زده کړې یا انلاین پوهنتون دی چې په 2009 کې تاسیس شوی. دا موسسه لومړی پوهنتون دی چې په ټوله نړۍ کې وړیا انلاین زده کړې وړاندې کوي. د خلکو پوهنتون د لېسانس او ​​​​ماسټرۍ په گډون په مختلفو کچو کې د زده کړې پروگرامونه وړاندې کوي. په دې برخو کې د سوداگرۍ مدیریت، کمپیوټر ساینس، روغتیايي او ​​ځینې نور علوم شامل دي.
زده کړیالان کولی شي د نیویارک پوهنتون او برکلي پوهنتون د پوهنځي غړو تر څارنې لاندې آنلاین زده کړې وکړي. د خلکو پوهنتون ته د لرې واټن زده کړو ته د اعتبار ورکولو کمیسیون (DEAC) لخوا د اعتبار وړ پوهنتون په توگه پېژندل شوی او په ټولیز ډول د لرې زده کړې لپاره خورا ښه پوهنتون دی. له څلور کلن دورې څخه تر فراغت وروسته، افغان مېرمنې د لېسانس معتبر سند ترلاسه کوي، چې د نړۍ په نورو پوهنتونونو کې د ماسټرۍ په دورو کې د هغوی د منلو امکان برابروي.

مرسته او مشوره

د نورو معلوماتو ترلاسه کولو لپاره د People پوهنتون وېبپاڼې ته لاړ شئ یا د admissions@uopeople.wpengine.co برېښنالیک له لارې د معلوماتو غوښتنه وکړئ. تاسو کولی شئ د دې پوهنتون له سلاکارانو سره د واټساپ شمېرې یا فېسبوک مسېنجر  له لارې هم اړیکه ونیسئ او لا ډېر معلومات ترلاسه کړئ.
هغه افغانان چې ځانگړو معلوماتو یا مشورې ته اړتیا لري کولی شي د "بپرسېد" یا "وپوښتئ" مشاورینو سره د "وپوښتئ" 93729807235+ واټساپ شمېرې، یا فیسبوک مسېنجر یا د "وپوښتئ" وېبپاڼې له لارې اړیکه ونیسي او لا ډېر معلومات ترلاسه کړي.