کاناډا په دې هېواد کې د ژوند ملگری (خاوند یا مېرمن) او ماشومانو د بیایوځای کېدو لپاره ځانگړې پروسه لري، چې د کاناډا د کډوالۍ، پناه غوښتنې او تابعیت ادارې (Immigration Refugees Citizenship - IRCC) په وېبپاڼه کې معلومات ورکړل شوی دی. په کاناډا کې د کورنۍ د غړو بیایوځای کېدل تر ډېره د کډوالۍ د اوسېدو ډول، مالي حالت او د ژوند وضعیت پورې اړه لري.
په دې ليکنه کې د ژوند ملگري او ماشومانو د بيايوځاى کېدو د غوښتنې په اړه د معلوماتو پر وړاندې کولو سربېره هڅه شوې ده چې په شرايطو برابر کسان د دې لیکنې په لوستلو سره وتوانېږي څو په کاناډا کې د خپلې کورنۍ له غړو سره د يوځاى کېدو لپاره غوښتنلیک وسپاري.

د مالي ملاتړ عمومي شرایط

که تاسو په کاناډا کې دایمي استوگنه لرئ، تاسو کولی شئ د کورنۍ د بیایوځای کېدو لپاره د خپلې مېرمنې یا خاوند او تړلي ماشومانو مالي ملاتړ وکړئ او له هغوی څخه وغواړئ چې کاناډا ته راشي او له تاسو سره یوځای شي. تاسو به پر شرایطو برابر یاست که:
  • تاسو لږترلږه 18 کلن یاست؛
  • تاسو د کاناډا تبعه یا د کاناډا دایمي اوسېدونکی یاست؛
  • که تاسو د کاناډا تبعه یاست چې د کاناډا څخه بهر ژوند کوئ، تاسو باید دا وښایئ چې تاسو په کاناډا کې د ژوند کولو اراده لرئ؛
  • تاسو باید د مالي ملاتړ لپاره د خپل غوښتنلیک د سپارلو په وخت کې د دایمي استوگنې وضعیت ولرئ؛
  • تاسو باید ثابته کړئ چې د معلولیت څخه پرته د نورو مواردو لپاره ټولنیزې مرستې نه ترلاسه کوئ؛
  • تاسو باید د خپل ساتنې یا ملاتړ لاندې خلکو لومړني اړتیاوې چمتو کړئ؛
  • تاسو باید د مالي پلوه د هغه خلکو پاملرنه وکړئ چې تاسو یې سپانسر کوئ؛
  • د کورنۍ د غړو لپاره د دوی تر ساتنې لاندې مالي ملاتړ چمتو کول تر هغه وخته پورې چې دوی دایمي اوسېدونکي شي؛
  • د هرې ټولنیزې مرستې بېرته ورکول چې ستاسو سپانسر شوي کورنۍ غړي په دې موده کې ترلاسه کوي؛
  • تاسو او ستاسو د سپانسر شوي کورنۍ غړي باید د ژمنې په موده کې د ځینو مسوولیتونو سره موافق وي؛
  • تاسو تر خپل ملاتړ لاندې د کورنۍ غړو لومړني اړتیاوې چمتو کوئ؛
  • د خپل ځان او د کورنۍ د غړو د ملاتړ لپاره باید د دوی اړتیاوې پوره کړئ.
  • کله چې تاسو غوښتنه کوئ، تاسو باید یوه فورمه ډکه او لاسلیک کړئ چې د ژمنې او مالي ملاتړ تړون په کې شامل وي.
تاسو کولی شئ  د مالي مرستې پورې اړوند ځانگړې لیکنه په دې لینک کې ولولئ او بیا خپلې کورنۍ سره د بیایوځای کېدو په تړاو پرېکړه وکړئ. په ډېرو حالاتو کې تاسو د ژوند ملگری یا تړلي ماشومانو ملاتړ لپاره هېڅ ځانگړي عاید ته اړتیا نه لرئ. تاسو یوازې اړتیا لرئ وښایئ چې د لگښتونو او اړتیاو پوره کولو لپاره کافي پیسې لرئ. د مالي ارزونې فورمې لارښود کې تشریح شوي چې تاسو څومره پیسو ته اړتیا لرئ څو مالي اړتیاوې پوره او اړوندې فورمې ډکې کړئ.

په کومو شرایطو کې تاسو نشئ کولی د ژوند ملگرياو ماشومانو سره یوځای شئ؟

  • تاسو د 18 کلونو څخه کم عمر لرئ؛
  • تاسو د کورنۍ غړي سپانسر کوئ خو تاسو په کاناډا کې ژوند نه کوئ؛
  • تاسو د کاناډا تبعه نه یاست چې د تل لپاره په کاناډا کې واوسېږي؛
  • تاسو یو لنډمهاله اوسېدونکی یاست، په دې مانا چې تاسو په کاناډا کې د ویزې یا ځانگړې اجازې پر بنسټ لیدنه، زده کړه یا کار کوئ؛
  • ستاسو د دایمي استوگنې غوښتنلیک لاهم پروسس کېږي؛
  • تاسو دومره پیسې نلرئ چې د هغه خلکو ملاتړ وکړئ چې تاسو یې سپانسر کول غواړئ؛
  • تاسو د خپل ژوند ملگري یا پخواني ملگري لخوا سپانسر شوي یاست او د دایمي استوگنې له ترلاسه کولو څخه له 5 کلونو څخه لږ وخت تېر شوی؛
  • تاسو لاهم د خپل ژوند پخواني ملگري لپاره مالي مسوولیت لرئ چې تاسو سپانسر کړی؛ دا په دې مانا ده چې تاسو لاهم د دې کس د پاملرنې لپاره 3 کلن مسوولیت ته ژمن یاست؛
  • تاسو دمخه د ژوند ملگری، مور او پلار یا ماشومانو ملاتړ لپاره غوښتنه کړې او د دې غوښتنلیک په اړه لا هم پرېکړه نه ده شوې؛
  • کله چې د بل کس د مالي ملاتړ لپاره د مالي ملاتړ تړون لاسلیک کړئ، تاسو هغه مالي ملاتړ نه دی چمتو کړی چې تاسو په تېرو وختونو کې ورسره موافقه کړې وه؛
  • تاسو په کاناډا کې دننه یا بهر د یو جرم، د خپلوانو په وړاندې د کومې تېروتنې یا د کوم جنسي تېری هڅې یا گواښولو باندې محکوم شوي یاست؛
  • تاسو نشئ کولی په قانوني توگه په کاناډا کې پاتې شئ او باید یاد هېواد پرېږدئ ځکه چې تاسو ته له دې هېواد څخه د وتلو امر شوی دی.
ښايي نور لاملونه هم وي چې ولې تاسو د خپل ژوند ملگري یا ماشومانو د ملاتړ پر شرایطو برابر نه یاست. که تاسو د مالي ملاتړ لپاره پر شرایطو برابر نه یاست، نو تاسو ته به د لامل په هلکه به خبر درکړل شي.

تاسو د کورنۍ کوم غړي سپانسر کولی شئ؟

د ژوند ملگری: تاسو کولی شئ خپل د ژوند قانوني ملگری چې په رسمي توگه مو ورسره واده کړی او ورسره تړلي ماشومان سپانسر کړئ. هغه د ژوند ملگری چې تاسو سره په قانوني توگه واده کړی باید لږترلږه 18 کاله عمر ولري.
د ژوند غیررسمي ملگری: ستاسو د ژوند ملگری چې تاسو سره په قانوني توگه واده نه دی کړې یا تاسو په غیررسمي توگه گډ‌ ژوند کوي، لږترلږه 18 کاله عمر ولري او لږترلږه 12 پرلپسې میاشتې له تاسو سره گډ ژوند کړي وي، په دې مانا چې تاسو د یو کال لپاره په دوامداره توگه د جدي اړیکو او واده په نیت سره یوځای ژوند کوئ.
ماشومان: که ستاسو ماشومان د 22 کالو څخه کم وي، دوی د مالي مرستې او تاسو سره په کاناډا کې د یوځای کېدو پر شرایطو برابر دي.
د 22 کلن یا ډېر عمرلرونکي ماشومانو که چېرې لاندې شرایط پوره کړي وي، کېدی شي د خپلو والدینو په مالي ملاتړ کاناډا ته مهاجرت وکړي:
  • دوی نشي کولی د رواني یا فزیکي شرایطو له امله خپل ځان ته پام وکړي؛
  • دوی د 22 کلنۍ څخه دمخه د مالي ملاتړ لپاره په خپلو والدینو پورې تړلي ول؛
  • د عمر په استثنا سره، تاسو پورې تړلي ماشومان باید دا شرایط تر هغه وخته پورې ولري چې ستاسو د غوښتنې پروسس پای ته ورسېږي.
که تاسو د کاناډا تبعه یاست، ستاسو ماشوم هم ممکن د کاناډا تبعه وي، حتی که هغه په کاناډا کې زېږېدلی نه وي. که ستاسو ماشوم لا دمخه د کاناډا تبعه وي، تاسو اړتیا نلرئ د دایمي استوگنې لپاره یې سپانسر کړئ.
که تاسو یوازې د خپل ماشوم ملاتړ کوئ او د خپل ژوند ملگري نه سپانسر کوئ، تاسو خپل ماشوم په غوښتنلیک کې د اصلي غوښتونکي په توگه ولیکئ. تاسو باید وښایئ چې کاناډا ته د ماشوم کډوالۍ سره مور یا پلار او یا بل قانوني سرپرست موافق دی. که تاسو غواړئ یو فرزندي ماشوم یا د کورنۍ یتیم غړي سپانسر کړئ، د زویولي یا فرزندي ماشوم سپانسر کولو لارښوونې په دې لینک کې ولولئ.
د دې لپاره چې وښایئ چې د ژوند ملگری، تړلي ماشومان او زویولي (که کوم وي) پر شرایطو برابر دي، باید لاندې اسناد وړاندې شي:
  • ټولې اړینې فورمې او اسناد د دوی غوښتنلیک سره
  • د روغتیایي او بایومتریک ازموینو د پایلو په گډون هر هغه اضافي معلومات چې د کورنۍ سره د یوځای کېدو لپاره د اسنادو د ارزونې پرمهال غوښتل کېږي.

کورنۍ سره د یو ځای کېدو لپاره گامونه

له هرڅه دمخه دا مهمه ده په یاد ولرئ چې تاسو نشئ کولی هغه څوک سپانسر کړئ چې په کاناډا کې د منلو پر شرایطو برابر نه وي. دا په دې مانا ده چې دوی کاناډا ته د راتلو اجازه نه لري.
تاسو د خپلې کورنۍ غړو سره د یوځای کېدو لپاره باید انلاین غوښتلیک وسپارئ. د انلاین غوښتنلیک سپارلو اسانتیاوې د 2022 کال د سپټمبر 23مې څخه وروسته رامنځه شوې ده. که تاسو د معلولیت په څېر عذر لرئ او انلاین غوښتنه نشئ کولی بیانو تاسو کولی شئ خپل غوښتنلیک په کاغذي یا برېل (د ړندو لپاره) بڼه کې وسپارئ.
ستاسو د ژوند ملگری یا ماشوم لپاره د مرستې لپاره باید لاندې دوه اصلي کارونه ترسره شي:
  • تاسو باید د سپانسرکېدو یا د کورنۍ د غړو مالي ملاتړ لپاره غوښتنه وکړئ؛ او
  • ستاسو د ژوند ملگری یا ماشوم باید د دایمي استوگنې لپاره خپل غوښتنلیک وسپاري.
که تاسو غواړئ یو فرزندي یا زویولي ماشوم سپانسر کړئ او هغه کاناډا ته وېسئ، کاناډا ته د فرزندي ماشوم د سپارنسر کولو لارښود په دې لینک کې ولولئ.

څنگه غوښتنه وکړو (How to Apply)؟

تاسو د سپانسر په توگه باید څو ډوله PDF فورمونه ډاونلوډ او بشپړ کړئ او د انلاین پورټل په کارولو سره یې واستوئ.
  • ستاسو او د کورنۍ هغو غړو لپاره د اسنادو چک لیست چې تاسو یې سپانسر کول غواړئ؛
  • د هغه فورمې ډکول چې ستاسو د کورنۍ د غړو مالي ملاتړ لپاره دي؛
  • تاسو او ستاسو د کورنۍ غړو ته په سمه توگه د فورمو ډکولو کې د مرستې لپاره لارښوونې.
د غوښتنلیک فورمې له ډکولو دمخه د اړوندو فورمو لارښود په ځیر سره ولولئ. ستاسو د غوښتنلیک اروزنې لپاره د مالي ملاتړ د غوښتنلیک فیس بېرته نه ورکول کېږي.
یاددښت: په یاد ولرئ چې دا فورمې دوه اړخونه یا دوه جانب خلک لري، چې یو یې تاسو یاست او بل یې ستاسو د ژوند ملگری یا ماشوم دی چې په غوښتنلیک کې شامل دي. تاسو کولی شئ د خپلې کورنۍ د غړو په استازیتوب د فورمونو په ډکولو کې برخه واخلئ او د دوی په استازیتوب په فورمونو کې معلومات وړاندې وکړئ. په دې مانا ده چې تاسو د کورنۍ د غړو د استازي په توگه غوښتنلیک چمتو کوئ. تاسو باید خپل غوښتنلیک سره  د استازولۍ د اجازې اړینې فورمې هم وسپارئ.

د غوښتنلیک لینک او لارښوونې

د دې لپاره چې د خپل ژوند ملگري او ماشومانو سره د بیایوځای کېدو غوښتنلیک وسپارئ، تاسو باید لومړی د کاناډا د کډوالۍ، پناه غوښتنې او تابعیت ادارې انلاین پاڼې ته لاړ شئ. په دې پاڼه کې تاسو به د (Get your checklist, forms and instructions) عنوان وگورئ چې تر هغه لاندې ځینې اختیارونه شتون لري. په لومړي اختیار کې تاسو څخه به وپوښتل شي چې تاسو څوک سپانسر کوئ (Who are you sponsoring?) تاسو د اختیارونو څخه خپل د ژوند ملگری او تړلي ماشومان غوره کوئ. په بل انتخاب کې تاسو به وپوښتل شئ کوم هېواد کې سپانسرکېدونکي کسان ژوند کوي (What country does the person being sponsored live in?) تاسو په ځواب کې هغه هېواد غوره کوئ چېرې چې ستاسو د ژوند ملگري او ماشومان ژوند کوي.

سپانسرکوونکي کوم فورمونه ډکوي؟

د Get Checklist and Forms اختیار باندې پر کلیک کولو سره ستاسو د کورنۍ غړو پورې اړوند اړینې فورمې به راڅرگند شي. تاسو د imm1344e فورمه چې د مالي ملاتړ د غوښتنې اصلي فورمه ده ډاونلوډ او ډک کړئ. بیا تاسو د imm5532e فورمه کوم چې ستاسو د مالي وړتیا د ارزولو لپاره ځانگړې شوې فورمه ده ډاونلوډ او ډک کړئ. همدارنگه، د دې انلاین پاڼې څخه تاسو کولی شئ  د imm5533e فورمهډاونلوډ او ډک کړئ.
که تاسو د فورمو ډکولو او لېږلو واک بل چا ته سپارئ، نو اړینه ده چې دا فورمه کوم چې لارښوونې هم لري ډاونلوډ او ډک کړئ.

سپانسرکېدونکي کوم فورمونه ډکوي؟

اصلي غوښتونکي یا سپانسرشوي کسان باید لاندې فورمې ډکې کړي:
که تاسو د فورمو ډکولو او لېږلو واک بل چا ته سپارئ، نو اړینه ده چې دا  فورمه کوم چې لارښوونې هم لري ډاونلوډ او ډککړئ.
په یاد ولرئ چې تاسو د سپانسر (Sponsor) په توگه او ستاسو د کورنۍ غړي یا غړي د اصلي غوښتونکي (Principal Applicant) په توگه د لارښوونو سره سم په فورمو کې ډیجیټلي لاسلیک کوئ.

اړین اسناد

په هر هغه هېواد کې چېرې چې ستاسو د ژوند ملگری او ماشومان ژوند کوي او تاسو اړوند اختیار غوره کړئ، اړین اسناد به په اوتومات ډول راڅرگند شي. موږ داسې گڼو چې ستاسو د ژوند ملگری او ماشومان په افغانستان کې ژوند کوي، په دې توگه تاسو لاندې اسنادو ته اړتیا لرئ:
  • تذکره
  • د زېږېدنې کارت
  • پاسپورټ
  • نکاح خط
  • انځور
  • د اړتیا په صورت کې ستاسو د شرایطو سره سم د طلاق خط
  • نور مدني اسناد که غوښتنه یې وشي
په دې پړاو کې له تاسو څخه د اصلي اسنادو غوښتنه نه کېږي او د اسنادو کاپي وړاندې کول بسنه کوي. هرکله چې له تاسو څخه د اصلي اسنادو غوښتنه وشي چې کېدای شي په سفارت کې د مرکې په پړاو کې له تاسو څخه وغوښتل شي، تاسو یا ستاسو د کورنۍ غړي باید اصلي اسناد وړاندې کړئ.

د کورنۍ غړو سره د یوځای کېدو د غوښتنلیک فیس

تاسو باید د کاناډا حکومت ته د بیایوځای کېدو لپاره د کورنۍ غړي د غوښتنلیک پروسس کولو لگښتونه ورکړئ. په دې لگښتونو کې لاندې موارد شامل دي:
  • د دایمي استوگنې د غوښتنلیک لپاره د فیس ورکول، کوم چې تاسو کولی شئ دلته د فیس ورکولو بشپړ لارښود ولولئ.
  • د بایومیټریک لگښت چې تاسو کولی شئ په دې لینک کې بشپړ لارښود ولولئ. په ډېرو قضیو کې تاسو اړتیا لرئ چې د بایومیټریک (د گوتو نښانونو او انځورونو) لپاره فیس ورکړئ کله چې تاسو خپل غوښتنلیک سپارئ. د بایومټریک فیس د گوتو د نښو او ډیجیټل انځورونو د اخیستو لگښت پوښي. که نه نو، کېدی شي کورنۍ سره ستاسو د یوځای کېدو په کېس کې ځنډ رامنځته شي.
تاسو باید خپل فیس په انلاین بڼه ورکړئ، کوم چې تاسو کولی شئ د فیس ورکولو بشپړ لارښود په دې لینک کې ولولئ.

د غوښتنلیک د لېږلو پړاو

د ټولو اسنادو له بشپړولو وروسته تاسو خپل غوښتنلیک د کاناډا حکومت ته وسپارئ. مخکې له دې چې خپل غوښتنلیک وسپارئ، ډاډ ترلاسه کړئ چې تاسو په فورمو کې ټولو پوښتنو ته ځواب ورکړی، د خپل او د کورنۍ د غړو بشپړ نومونه مو په سمه توگه ټایپ کړي لکه څنگه چې د دوی په پاسپورټونو کې ښکاري او په پای کې خپل غوښتنلیک په ډیجیټلي توگه لاسلیک کړی.
د غوښتنلیک سپارلو لپارهد دایمي استوگنې غوښتنلیک انلاین پورټلکې حساب جوړ کړئ. د دې پورټل لارښوونې ولولئ او په سېسټم کې د هغې مطابق ټولې فورمې اپلوډ کړئ. همدارنگه د رسید یا غوښتنلیک فیس سند او ټول اړین اسناد اپلوډ کړئ او بیا خپل غوښتنلیک د ذکر شوي پورټل یا سېسټم له لارې په انلاین بڼه وسپارئ.
که ستاسو غوښتنلیک نیمگړی وي، دا به رد شي او تاسو باید هر ډول تېروتنې او نیمگړتیاوې سمې کړئ او خپل غوښتنلیک بیاځلي وسپارئ. که ستاسو د غوښتنلیک د ارزونې پروسې په جریان کې ځینو نور اسنادو ته اړتیا پیدا شوه کېدی شي له تاسو څخه د هغو د چمتو کولو غوښتنه وشي.

د غوښتنلیک تعقیب

تاسو کولی شئ په انلاین بڼه د خپل غوښتنلیک پړاوونه او پرمختگ تعقیب کړئ. د غوښتنلیک له پړاوونو څخه په انلاین ډول معلومات ترلاسه کول غوره دي. دا چې څنگه خپل غوښتنلیک له خپل حساب سره لینک کړئ په دې تړاو معلومات په دې لینک کې ولولئ. د خپل غوښتنلیک په تړاو لا ډېر معلومات په انلاین بڼه په دې لینک کې ولولئ.

د غوښتلیک ارزونه

د غوښتونکي غوښتنلیک د کاناډا حکومت ته رسېدلی او تر څېړنې لاندې دی. که چېرې اصلي غوښتونکي او د دوی سپانسرکوونکي ټول شرایط پوره کړې وي د کاناډا د کډوالۍ، پناه غوښتنې او تابعیت ادارې به دوی ته د برېښنالیک له لارې خبر ورکړي. که غوښتونکی پر شرایطو برابر وي، د کاناډا حکومت به د غوښتنلیک ورکوونکي سره اړیکه ونیسي ترڅو د غوښتنلیک پروسې ته دوام ورکړي. د غوښتنلیک د سپارلو وروسته د غوښتنلیک د پروسې په اړه نور معلومات  د کاناډا د کډوالۍ، پناه غوښتنې او تابعیت ادارې په وېبپاڼه کې ولولئ.

د غوښتنلیک منل کېدل

د بیامېشتېدنې په برخه کې د پناه غوښتونکو د غوښتنلیکونو د منلو یا نه منلو وروستۍ پرېکړه د کاناډا د کډوالۍ، پناه غوښتنې او تابعیت ادارې لخوا نیول کېږي. په یاده اداره کې د کډوالۍ یو افسر غوښتنلیک او نور اړین اسناد څېړي او پرېکړه وکړي چې ایا سپانسرکوونکي د مالي ملاتړ یا سپانسرشپ معیارونه پوره کړي دي او که نه.
که چېرې افسر ډاډ تر لاسه کړي چې سپانسرکوونکي د پناه غوښتونکو د مالي ملاتړ شرایط پوره کړي دي، د کورنۍ د یوځای کېډو غوښتنه به ومنل شي او پرېکړه به سپانسرکوونکو ته د برېښنالیک له لارې ولېږل شي.

د غوښتنلیک له منل کېدو وروسته څه پېښېږي؟

د غوښتنلیک له منلو کېدو وروسته، د کاناډا اړونده سیاسي استازولۍ یا سفارت به له پناه غوښتونکي یا سپانسرشویو کسانو سره اړیکه ونیسي او د دوی د غوښتنلیک د منلو په اړه به دوی ته خبر ورکړي. مخکې له دې چې غوښتونکي او د هغه د کورنۍ غړي ته بشردوستۍ ویزې صادرې شي، د ویزې غوښتونکي لپاره اړینه ده چې لاندې پړاوونه هم بشپړ کړي:
  • خپل روغتیایی معاینات ترسره کړي څو د دوی روغتیا څخه ډاډ ترلاسه شي او اسناد یې هم سفارت ته وړاندې کړي؛
  • امنیتي چک یې د کاناډا دولت لخوا ترسره او ډاډ ترلاسه کېږي چې جرم او جنایت یې نه دي ترسره کړي.
  • د غوښتونکي د گوتو نښې او ډیجیټل انځور په گډون بایومیټریک معلومات یې اخیستل کېږي.
په بریالیتوب سره د پورتنیو پړاوونو له بشپړولو وروسته، د کاناډا دولت به ډاډ ترلاسه کړي چې غوښتونکي جدي جرمونه نه دي ترسره کړي، کاناډا ته امنیتي خطر نه رامنځته کوي او د دوی په هویت کې جعل او تذویر نه دی شوي. په دې توگه غوښتونکي د پناه غوښتونکي په توگه پېژندل کېږي او په کاناډا کې د بیامېشتېدنې وړ دي.

کاناډا ته تر رسېدو وروسته

کله چې پناه غوښتونکي یا تر ملاتړ لاندې کسان کاناډا ته رسېږي، دوی د کاناډا د سرحدونو خدماتو ادارې (Agency Services Border of Canada - CBSA) افسر سره مخ کېږي. په دې مرحله کې، د پاسپورټونو او د کاناډا د دایمي استوگڼې ویزې په گډون د پناه غوښتونکو د سفر ټول اسناد چک کېږي. افسر پناه غوښتونکو ته د دایمي استوگڼې تصدیق پاڼه (Confirmation of Permanent Residence - COPR) ورکوي.
د کورنۍ غړي په هوایی ډگر کې پناه غوښتونکو یا سپانسرشويو کسانو ته ښه راغلاست وايي او خپل کور ته یې بیایي. سپانسرکوونکي ډله به تر ملاتړ لاندې کسانو یا پناه غوښتونکو لپاره یو څه توکي چمتو کړي او مالي ملاتړ یې وکړي څو دوی وکولی شي ځان ته خواړه او جامې واخلي او روغتیا، بانکي او ترانسپورټي خدماتو ته لاسرسی ولري. همدارنگه، د سپانسرکوونکي د خپل کورنۍ له غړو سره مرسته کوي چې د کاناډا ټولنه وپېژني، په ټولنه کې گډ ژوند وکړي.

ایا په کاناډا کې د سپانسرشپ له لارې د کورنۍ غړو سره یوځای کېدل سره ورته دي؟

د کورنۍ د یوځای کېدو غوښتنه د کاناډا په ټولو ایالتونو کې یو شان دي، خو د کوبک په ایالت کې بیا بل ډول دی. د کوبک ایالت د پناه غوښتې لپاره خپله ځانگړې پروسه لري. دا په دې مانا ده چې د کوبک په ایالت کې سپانسرکوونکی باید هغه مقررات او قوانین تعقیب کړي چې د کاناډا د نورو ایالتونو په پرتله توپیر لري. کوبک ایالت کې د کورنۍ د یوځای کېدو پروسې په تړاو معلومات د دې ایالت په رسمي وېبپاڼه کې ولولئ. په کوبک کې د سپانسرشپ له لارې د پناه غوښتنې مرحلو په اړه د معلوماتو لپاره، دې رسمي لینک ته مراجعه وکړئ.

مرسته او مشوره

موږ په جدي توگه وړاندیز کوو چې تاسو د مالي ملاتړ غوښتنلیک په اړه بشپړ معلومات او لارښود په دې لینککې ولولئ او عمل وکړئ. د غوښتنلیک سپارلو په اړه د نورو معلوماتو لپاره دې  رسمي لینکته مراجعه وکړئ. د کاناډا د پناه غوښتنې په اړه لا ډېر معلومات د کاناډا د پناه غوښتنې، کډوالۍ او تابعیت ادارې په وېبپاڼه کې ولولئ. د IRCC استازي څخه د معلوماتو ترلاسه کولو په موخه تاسو کولی شئ د (16133214243+) شمېرې ته هم زنگ وهلی شئ.
هغه افغانان چې ځانگړو معلوماتو یا مشورې ته اړتیا لري کولی شي د "بپرسېد" یا "وپوښتئ" مشاورینو سره د "وپوښتئ" 93729807235+ واټساپ شمېرې، یا فیسبوک مسېنجر یا د "وپوښتئ" وېبپاڼې له لارې اړیکه ونیسي او لا ډېر معلومات ترلاسه کړي.