د امریکې د بهرنیو چارو د وزارت د پلټنې ریاست د کانگرس د غوښتنې پر بنسټ په دې وروستیو کې د امریکې د کډوالۍ ځانگړې ویزې (SIV) پروگرام بهیر، وخت او نورې نیمگړتیاوې څیړلې دي.
د امریکې د بهرنیو چارو وزارت د پلټنې ریاست د ۲۰۲۲ کال په اکټوبر میاشت کې خپل ځانگړی راپور خپور کړ. په دغه راپور کې ویل شوي، چې د افغانانو لپاره د کډوالۍ د ځانگړو ویزو د غوښتنلیکونو د پړاوونو په ترڅ کې د اسنادو د راټولول، تاییدي ورکول او د راپور ورکولو وخت د اړوندو څانگو له لوري له پامه غورځول شوي او په دې برخه کې نیمگړي شته دي.
په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستان څخه د وتلو د دوو اوونیو په عملیاتو کې د بهرنیو اتباعو، د امریکايي ځواکونو او د امریکې د حکومت د افغان همکارانو او زیان منونکو افغانانو په گډون له ۱۲۴ زرو ډېر کسان امریکې او ځینو نورو هېوادونو ته لېږدول شوي دي. په هرډول، د کډوالۍ د ځانگړو ویزو د زرگونو غوښتونکو برخلیک چې په تېرو دوو لسیزو کې یې د امریکې حکومت او پوځ سره مرسته کړې او لا هم په افغانستان کې دي ناڅرگنده ده.
په تېر یوه کال کې په نړیوالو ادارو او رسنیو کې داسې راپورونه خپاره شول چې د امریکې د بهرنیو چارو وزارت له ځینو ځینو گامونو له پورته کولو سره سره لا هم د افغانانو لپاره د ځانگړو ویزو غوښتنلیکونه نه دي څېړلي. د ۲۰۲۲ کال تر مې میاشتې پورې د افغانانو لپاره د کډوالۍ د ځانگړو ویزو شاوخوا ۶۱ زره او ۸۸۸ غوښتنلیکونه نه و څېړل شوي او هغه موده شاوخوار ۳۲۵ زره نور ایمیلونه لوستل شوي نه و. همدارنگه، د دې کال په مې میاشت کې د متحده ایالاتو ملي ویزې مرکز (NVC) د اگسټ 2021 برېښنالیکونه لوستلي دي.
د پلټنې ریاست راپور چې د ۲۰۲۲ کال د اکټوبر له ۲۰مې وروسته خپور شو، د ۲۰۲۱ کال د اکټوبر میاشتې څخه د ۲۰۲۲ کال د مې میاشتې پورې د SIV پروگرام ارزونه شامله ده.
د دې راپور له مخې، قونسلگرۍ د پړاوونو د بشپړولو په طرزالعمل کې د اوسط وخت محاسبه کولو لپاره کاري معیار جوړ کړی، خو د بهرنیو چارو وزارت د د نورو لارچارو کارولو ته دوام ورکړی. د کډوالۍ د ځانگړي ویزې پروگرام له مخې د دې ډول ویزې لپاره د غوښتنلیک د پروسې موده ۹ میاشتې ده.
دغه ریاست وايي د غوښتنلیکونو په پړاوونو کې د طرزالعملونو او کره راپور ورکولو نه شتون د بهرنیو چارو وزارت د نیمگړتیاوو د له منځه وړلو او پر وخت د اصلاحاتو راوستلو پر وړاندې خنډ گرځېدلی.
د دغه وزارت د پلټنې رياست څه موده وړاندې هم خبر ورکړى و، چې د بهرنيو چارو وزارت د کډوالۍ د ځانگړو ويزو د غوښتنليکونو د څېړلو لپاره کافي کارکوونکي نه لري، چې دا کار د افغان غوښتونکو د کډوالۍ ځانگړې ویزې د غوښتنليکونو د ځنډېدو لامل شوى دى. وروسته د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت بیا د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي ول چې دوی کارمندان زیات کړي، د غوښتنلیک ارزولو پروسه یې ساده کړې او په دې بهیر کې د ټېکنالوژي کارول یې ښه کړې. په دې وروستیو کې د امریکې د بهرنیو چارو وزارت د افغانانو لپاره د کډوالۍ د ځانگړې ویزې د پروسې د اسانتیا او چټکتیا خبر ورکړی او زیاته کړې یې وه، چې د کډوالۍ د ځانگړې ویزې د پروسې د اسانتیا په موخه به له دې وروسته د غوښتونکو څخه د ډېرو فورمو پر ځای به یوازې یوه فورمه غوښتل کېږي او دا به د خنډونو په لرې کولو او د غوښتنو د نېټې په کمولو کې مرسته وکړي. د امریکې د بهرنیو چارو وزارت د پلټنې ریاست زیاتوي چې په دې برخه کې لږ پرمختگ شوی دی.
د ۲۰۲۲ کال د جنورۍ او جولای میاشتو ترمنځ د ارزونې او څار وروسته، د دې وزارت د پلټنې ریاست وموندله چې د دې څانگې د وړاندیزونو پر بنسټ د قونسلگرۍ د چارو کړنې یو څه ښه شوي، خو د وخت په اوږدو کې د کډوالۍ د ځانگړو ویزو لپاره د افغانانو د غوښتنليکونو د راټولولو یا تاییدولو لارې چارې لا ښې شوې نه دي.
شته ستونزو او نیمگړتیاوو ته په پام سره، د امریکې د بهرنیو چارو وزارت د تفتیش ریاست اړوندو څانگو ته ۹ نوي وړاندیزونه وړاندې کړي دي. په دغو وړاندیزونو کې ویل شوي چې دغه اړوندې څانگې باید د ترلاسه شویو معلوماتو د کره تایید، نوي کولو او بشپړولو لپاره د مشخصو معیارونو پر بنسټ میکانیزمونه، مقررات او لارښودونه جوړ او پلي کړي.
په دغو وړاندیزونو کې د دغو څانگو ترمنځ په همغږۍ ټینگار شوی او ویل شوي چې د پرمختگونو د تطبیق د څارنې په موخه دې د کډوالۍ د ځانگړو ویزو د صادرولو په بهیر کې د اسانتیاوو او گړندي کولو لپاره پالیسي او طرزالعملونه جوړ او عملي شي.