من یک نامه رد درخواست (Denial Letter) از COM دریافت کردم، چگونه در خصوص این تصمیم درخواست تجدیدنظر یا Appeal کنم؟-02.jpgدا لارښود د امریکې د کډوالۍ ځانګړي ويزې (SIV) هغو غوښتونکو لپاره دي چې د COM څخه د رد لیک (Denial Letter) ترلاسه کړي او غواړي چې د دې پړېکړې پر وړاندې د بیاکتني غوښتنه یا Appeal وکړي.

د دې لارښود منځپانګه د کډوالۍ نړیوالې مرستې پروژې (IRAP) لخوا لیکل شوې او همدارنگه دلته د IRAP حقوقي معلوماتو وېبپاڼه کې هم شتون لري. دا وېبپاڼه د ځینو کډوالو لپاره د قانوني پروسو په اړه عمومي معلومات وړاندې کوي. دا د انفرادي غوښتنو لپاره د قانوني مشورې په معنی نه دی. دا معلومات د ۲۰۲٣ کال د اګسټ په مياشت کې اپډېټ شوي او کېدی شي شرطونه او اړتیاوې بدلې شي. نو له دې امله، تل د حکومت يا هغې ادارې کوم چې ستاسو د غوښتنې په اړه پرېکړه کوي، نوي شرطونه او اړتیاوې یې وګورئ.

وپوښتئ دا معلومات د IRAP په رضایت سره خپروي څو ډاډ ترلاسه کړي هغه افغانان چې د کره او باوري معلوماتو په لټه کې دي په اسانۍ سره ورته لاسرسی ومومي.

لنډیز

د امریکې متحده ایالاتو له خوا افغان همکارانو لپاره د کډوالۍ ځانګړې ويزې (SIV) پروګرام په لاره اچول شوي دی. د SIV پروګرام پر شرایطو برابر افغانانو ته اجازه ورکوي چې د قانوني دایمي استوګنې لپاره متحده ایالاتو ته مهاجرت وکړي.
له هغه وخته چې د SIV ځینې غوښتونکي د امریکې د کډوالۍ ځانګړي ویزې پروسې کې د COM څخه د رد لیک ترلاسه کړي یا یې کوي، خو دوی نه پوهېږي چې څنګه د دې پرېکړې پر وړاندې د بیاکتنې غوښتنه یا اپیل وکړي. د "وپوښتئ" ټیم دا اړینه وګڼله چې د رد لیک (Denial Letter) پر وړاندې د اپیل (Appeal) کولو څرنګوالي په اړه لارښود چمتو کړي. دا لارښود تاسو ته معلومات درکوي چې د رد لیک له ترلاسه کولو وروسته څه وکړئ.
د یادولو پر شرایطو برابر ده چې په دې لیکنه کې د کډوالۍ د نړیوالې مرستې پروژې (IRAP)چې د "وپوښتئ" پروژې همکار (Partner) ده، معلومات په دې لیکنه کې په پراخه کچه کارول شوي دي.

 

دا لارښود د SIV کومو غوښتونکو لپاره دی؟

  • د امريکې دولت لپاره يې افغانستان کې کار کړی وي، د امريکې دولت له قراردادي کمپنیو سره يې کار کړی وي، يا يې له نړيوالو سوله ساتو ځواکونو (ISAF) سره کار کړی وي یا د دې ځواکونو پرځای بل ماموريت سره؛
  • د ويزې ملي مرکز (NVC) لپاره يې د ماموريت رییس (COM) ته د تاييد غوښتنلیک وړاندې کړې وي؛
  • د ویزې ملي مرکز څخه يې د رد لیک ترلاسه کړی وي چې د ماموريت رییس لخوا د دوی د تاييد غوښتنلیک يې رد کړې وي خو پر دې ليک له 120 ورځو کم وخت اوښتی وي؛ او
  • غواړي چې د رد پر وړاندې اپیل وکړي.

د بیاکتنې د غوښتنې موده

تاسو کولای شئچې د ویزې ملي مرکز څخه د ماموريت رییس د رد ليک ترلاسه کولو څخه وروسته په 120 ورځو کې د ماموريت رییس د رد پر وړاندې اپیل (Appeal) وکړئ. کېدی شي چې د ماموريت رییس د رد پر ليک له هغه تاريخ څخه مخکې وي، چې د ویزې ملي مرکز تا ته ايميل کړئ، خو تاسو له هغه وخت څخه 120 ورځې لرئ له کوم وخت څخه چې د رد لیک ترلاسه کړی وي.
که ستا د ماموريت رییس غوښتنلیک رد شوي وي، خو بيا پرې 120 ورځې تېرې شوي وي، نو تاسو باید د COM لپاره نوی غوښتنلیک وسپارئ. د ماموريت رییس د تاييد لپاره د بهرنیو چارو وزارت د اړتياوو په اړه معلوماتو لپاره دا لینک ورشئ او معلومات په ځیر سره ولولئ.

د COM د رد ليک څه ډول استول کېږي؟

د مهاجرت ځانګړې ويزې د ماموريت رییس څخه د غوښتنلیک ردکېدو ته د رد ليک (Denial Letter) حالت ويل کېږي چې د ویزې ملي مرکز به تاسو ته د AfghanSIVApplication@state.gov یا د CANVCAfghanSIVApplication@state.gov برېښنالیک له لارې لیک استوي. که تاسو چېرې د رد ليک ترلاسه نه کړئ يا مو ورک کړ، تاستو بايد د پورته برېښنالیکونو له لارې د ویزې ملي مرکز سره اړيکه ونيسې او د ليک غوښتنه وکړئ.

د رد ليک په ترلاسه کولو سره څه وکړو؟

  • خپل د رد ليک بیا کتنه وکړئ او هغه دلايل وګوره چې د ماموریت رییس ستاسو غوښتنلیک د کوم علت له کبله رد کړې ده. د رد ليک د غوره کولو برخه لري چې لږ تر لږه يو دا دليل په کې راغلی وي چې ولې د ماموريت رییس لخوا رد شوي ياست. کېدی شي په وروستۍ برخه کې دا ليک نور معلومات هم ولري. هغه برخه يا برخې پیدا کړئ چې ستاسې په لیک کې دننه کړی شوي، هغه ولولئ چې څه مطلب لري چې دا په دې لیکنه پرې بحث شوی دی.
  • چې يو ځل مو د رد دليل وموند نو بيا بايد تاسو نوي شواهد پيدا کړئ چې د رد پر وړاندې ځواب وواياست. نوي شواهد هغه مهال نه غوښتل کېږي که تاسو فکر کوئ چې د ماموريت رییس ستاسو په غوښتنلیک کې تېروتنه کړې. په هر حال، که تاسو وکولی شول چې نوي شواهد پیدا کړئ چې شونې ده د رد په ځواب کې بريالی شي، تاسو بايد هغه هم په کې دننه کړئ.
  • خپله غوښتنه نوي معلومات وړاندې کړئ، هر نوی سند ورسره ونښلوئ او دا واضحه کړئ چې ولې دا سند د رد د دليل ځواب کېدلی شي. که فکر کوئ چې د ماموريت رییس ستاسو په غوښتنلیک کې تېروتنه کړې ده، ولیکه چې تېروتنه څه ده.
  • د خپلې عريضې لیکلو وروسته، خپل غوښتنلیک د AfghanSIVApplication@state.gov برېښنالیک ته واستوئ. خپل نوم، د ویزې ملي مرکز د کېس شمېره، او د زېږېدو نېټه په کې ولیکئ.

د رد لیک عمومي لاملونه او د اپیل لارښود

د دې لارښود پاتې برخه د رد بېلابېل ډولونه تشريح کوي. هغه معلومات او شواهد تشريح کوي، کوم به چې د رد لیک د ننګولو په برخه کې مرستندوی وي. په لاندې برخو کې پر هغو لاملونو بحث کوو چې ستاسې د رد په ليک کې راغلي دي:

1- زما د رد ليک وايي "له دوسيې سره زيان اړونکي معلومات يو ځای کړي شوي دي"(Derogatory information associated with case)

زما د رد ليک وايي "له دوسيې سره زيان اړونکي معلومات يو ځای کړي شوي دي" (Derogatory information associated with case). د ماموريت رییس ستاسو غوښتنلیک رد کړه، ځکه هغه باور لري چې تاسو د امريکې دولت امنيتي ارزونه کې ناکامه شوی یې یا د امريکې دولت سره د کار کولو پر مهال يا د کډوالۍ ځانګړې ویزې د پروسې پر مهال تا څه غلطي کړې.
کېدی شي د رد ليک کې راغلي وي د ماموريت رییس باور لري چي د لاندې دلایلو څخه يو یا څو سم دي:
لومړی دلیل: ته "د کوم دليل په اساس له دندې ګوښه شوی یې یا د یو لامل په خاطر له دندې لرې شوی وئ. د دې څه مطلب دی؟د ماموريت رییس باور لري چې ته له دندې شړل شوې وې.
 زما د اپیل لپاره به کوم ډول سند ګټور وي؟
ته بايد دا څرګنده کړئ چې:
  • ته په دې وجه نه وې شړل شوې چې خپله دنده دې په سمه توګه نه وه ترسره کړې يا دې د کمپنۍ قانون مات کړی، يا
  • تا د دندې تر پرېښودو مخکې د امريکې متحده ايالاتو لپاره صادقانه او ارزښتمن خدمات (faithful and valuable service) تر سره کړي.
 هڅه وکړئ چې په دا ډول شواهد راغونډ کړئ:
د نوې دندې د تصديق ليک: که ته له دندې ګوښه شوی نه وې، يا په تېروتنې سره وېستل شوې وې، د خپل ګمارونکي دفتر څخه د تصحيح شوي ليک غوښتنه وکړئ. لومړی: د خپل پخواني ګمارونکي دفتر څخه وغواړئ چې ستا لخوا د شرکت د پرېښودو په اړه د هغوی معلومات څه وايي. دويم: که تېروتنه موجوده وه، نو د کمپنۍ يو ثبوت ورکړه چې درسره شته او له هغوی وغواړئ چې تېروتنه تصحيح کړي. درېيم: که تېروتنه نه شي تصحيح کېدی، د خپل امريکايي امر يا بل لوړپوړي کارکوونکي څخه وغواړئ چې ستا د ګمارونکي دفتر نه وغواړي چې تېروتنه تصحيح کړي. څلورم: که ستا ګمارونکي دفتر تېروتنه تصحيح کړه، له دوی څخه د استخدام د نوي تصديق ليک غوښتنه وکړئ چې ستا لخوا د شرکت د پرېښودو اصلی دليل په کې څرګند وي.
د سپارښتنې نوی لیک: که نه شې کولی د استخدام د تصديق نوی ليک ترلاسه کړې، د خپل امريکايي تبعه رییس څخه وغواړئ چې د سپارښتنې نوی ليک درته وليکي. دا باید څرګنده کړي چې ستا کار د امريکې متحده ايالاتو لپاره ولې ارزښتمن وو، او او له دندې ستاسو ګوښه کېدل ددې خدمتونو ارزښت نه کموي. خپل حالت تشريح کړئ. ستاسو رییس تشریح کولای شي که چېرې تاسو په خطا ايستل شوي یاست. که ته په دې حالت کې وې، نو څومره زيات آمرین چې دې درلودل او له څومره ډېرو څخه چې ممکنه وي وغواړئ چې تا ته د سپارښتنې ليک وليکي يا ستا د ملاتړ لپاره یو ډول لیک وليکي.
نور د تایید وړ دندې: که تاسو د نورو امريکايي دفترونو لپاره کار کړی وي او داسې شواهد لرئ چې د هغې کار کولو له امله د کډوالو ځانګړې ویزې لپاره غوښتنه وکړئ، په خپله غوښتنلیک کې دا اسناد هم شامل کړئ.
دویم دلیل: تاسې د ګوښه کېدو لامليا تاسې د یو دليل له امله ګوښهشوې ياستئ او د امنيتې بهير په ارزونې کې پاتې راغلې ياستئ. دا په څه معنی ده؟ د ماموریت رییس په دې باور دی چې تاسو په امنیتي ارزونو کې د ناکامۍ له امله له دندې ګوښه شوي یاست، چې ستاسو په اسنادو کې هم لیدل کېږي.
زما د غوښتنې لپاره به کوم شواهد مرستندوی وي؟
نوې کتنه: که له يو شرکت سره امنيتي ناکامي لرې، نو له يو بل شرکت سره چې مو کار کړی يوه جلا بياکتنه به د دې ستونزې د حل لپاره بس نه وي. په هر حال، ته بيا هم کولی شې چې اپیل وکړئ او دا تشریح کړئ چې ته په نورو امنيتي کتنو کې بريالی شوی يې.
د سپارښتنې نوی ليک: د خپل پخواني رییس نه وغواړئ چې ايا دوی کولی شي داسې تشريحي لیک وليکي چې ولې ستاسې د امنيت کتنې ناکامي ناسمه وه. دوی بايد دا ليک همداراز ستا پخواني ګمارونکي دفتر ته واستوي تر څو دا روښانه کړي چې دا ناکامي تېروتنه وه. دوی بايد هم غوښتنه وکړي چې ستاسو دفتر خپل ثبت معلومات د مستقیم امر د څرګندونو په رڼا او ملاتړ کې نوي کړي.
درېیم دلیل: تا جعلي اسناد لېږلي دي. د دې څه معنی ده؟ د ماموريت رییس باور لري چې تا لږ تر لږه په غوښتنلیک کې يو جعلي سند داخل کړی. خپل د رد ليک ولوله که چېرې د ماموريت رییس روښانه کړې وي تر څو وګورئ په کوم سند دوی باور لري چې جعلي دی. که دا نه وي روښانه چې کوم سند جعلي دی، خپل اسناد ټول بيا وګوره. تاسو بايد ټول هغه غيرعادي شيان وګورئ چې کېدی شي د دې ښودنه کوي چې دا اصلي نه دي. که د رد ليک روښانه کړئ چې کوم سند جعلي دی، تاسو بايد دا سند وګورئ څو معلومه کړئ چې په هغې کې کوم غيرمعمولي څه شته چې د دې ښودنه کوي چې دا اصلي نه دی.
زما د عريضې لپاره به کوم شواهد مرسته کوونکي وي؟
که ته پوهېږې چې په کوم سند د ماموريت رییس د جعل فکر کوي، له هغه شخص يا دفتر سره اړيکه ونيسه چې دا ليک يا سند يې ليکلی. ورڅخه وغواړئ چې ايا ورسره د ماموريت رییس لخوا اړيکه نيول شوې وه چې دا ليک تاييد کړي، او که دوی يو نوی ليک وليکي چې تاييد کړي د ماموريت رییس ته استول شوی سند دوی ليکلی او اصلي دی او همدارنګه اصلي لیک مجاز او واقعي او سم دی.
که ته نه پوهېږې چې د ماموريت رییس څه فکر کوي کوم سند جعلي دی، له هر هغه شخص څخه نوی ليک وغواړئ چې تاته يې په لومړي ځل لیکلی وو او تا په خپله غوښتنلیک کې لېږلی و.
څلورم دلیل: وموندل شول چې ته د امريکې له سفارت سره د امنيتي دلايلو پر اساس د کار کولو لپاره پر شرایطو برابر نه وې. دا څه معنی لري؟ د ماموريت رییس باور لري چې تا د امريکې متحده ايالاتو سفارت ته د کار کولو لپاره غوښتنه وکړئ خو تاته کار درنه کړل شو ځکه چې ته د امنيتي کتنې په برخه کې بريالی نه شوې.
 زما د غوښتنې لپاره به کوم شواهد مرستندوی وي؟
نوې کتنه: که ته امنيتي کتنه کې بريالی نه شوې، د امريکې د يو پوځي مامور نه وغواړئ چې تاته بيا د امنيتي کتنې چاره برابره کړي. که سيمه ايزو امنيتي دفتر (RSO) ستا امنيتي تصديق لغوه کړو، له سفارت يا پوځي مسوول څخه د RSO تصديق په برخه کې مرسته وغواړئ.
که له يو شرکت سره امنيتي ناکامي لرې، نو له يو بل شرکت سره يوه جلا بيا کتنه به د دې ستونزې د حل لپاره بس نه وي. په هر حال، ته بيا هم کولی شې چې اپیل وکړې او دا تشریح کړې چې ته په نورو امنيتي کتنو کې بريالی شوی يې.
د سپارښتنې نوی ليک: د خپل پخواني امر نه وغواړئ چې ايا دوی کولی شي داسې تشريحي لیک وليکي چې ولې ستاسې د امنيت کتنې ناکامي ناسمه وه. دوی بايد دا ليک همداراز ستا پخواني ګمارونکي دفتر ته واستوي تر څو دا روښانه کړي چې دا ناکامي تېروتنه وه. دوی بايد هم غوښتنه وکړي چې ستا استخدام کوونکی خپل ثبت معلومات د رییس د څرګندونو په رڼا او ملاتړ کې تازه کړي.

2- زما د رد ليک وايي "د کار کولو کمه موده" (Insufficient length of employment)

زما د رد ليک وايي "د کار کولو کمه موده" (Insufficient length of employment). په دې توګه ته بايد دا وښايې چي تا لږ تر لږه يو کال کار کړی. یو قانون چې په 2021 کې تصویب شوی د کار لازمه موده د دوه کلونو څخه یو کال ته کموي. که ستاسو د COM غوښتنلیک له دې امله رد شوی و چې ستاسو د خدمت اوږدوالی کافي نه و (insufficient length of service)، نو کېدی شي چې تاسو اوس د COM د منظورۍ لپاره حقدار یاست.
 اوس په تاسو دا ثابتول لازمي دي چې تاسو د متحده ایالاتو دولت یا د هغې لخوا یا د مرستې د نړیوال امنیتي ځواک (ISAF) یا د یوې ځایناستي ماموریت لخوا د لږ تر لږه یو کال (12 میاشتو) لپاره په کار ګومارل شوي وئ. که تاسو ته رد ځواب درکړل شوی و نو تاسو خپل اپیل په لاندې توګه لیکلی شئ:
"ما مخکې دCOMغوښتنه کړې وه کوم چې د خدمت د ناکافي مودې له امله رد شوی و. د افغان یووالي د حفاظت قانون، کوم چې د 2021 د بېړني امنیت د ضمیمه ځانګړنو لخوا اصلاح شوی دی، د خدمت اړینه موده د 2 کلونو څخه 1 کال ته ټیټه کړې ده. زه باور لرم چې زه اوس دCOM  منظورۍ حقدار یم او دغې منظورۍ درخواست کوم."
“I previously submitted a COM application that was denied for insufficient length of service. The Afghan Allies protection Act, as amended by the Emergency Security Supplemental Appropriations Act of 2021 has lowered the necessary length of service from 2 years to 1 year. I believe that I am now eligible for COM approval and request such approval.”
تاسو باید COM ته یو نوی درخواست ورکړئ که چېرته تاسو اپیل کړی و او ستاسو اپیل په دې دلیل رد شوی و چې د شرط د پوره کولو لپاره ستاسو د دندې موده کافي نه وه یا تاسو د دوه کلونو د کار ثبوت نه درلود. که تاسو مخکې نه د COM درخواست ورکړی وي او پرېکړې ته انتظار کې وي، نو تاسو دې وخت کې د نورو ګامونو اخیستلو ته اړتیا نلرئ.
 که ته يوازې د امريکې د پوځ سره په مستقيم ډول ژباړن وې یا تا په مستقیم ډول د امريکې د پوځ سره ژباړن په توګه له يو کال څخه زيات کار کړی وي، ممکنه ده چې ته د ايس ايۍ وي د يو جلا پروګرام لپاره پر شرایطو برابر یاست چې هغې ته د 1059 پروګرام وایي چې په هکله یې په دې لینک کې معلومات لوستلی شئ.
د رد ليک کېدی شي واضحه کړي چې د ماموريت رییس باور لري يو له لاندې مواردو څخه سم دی:
لومړی دلیل: تاسو شخصا د اړتيا پر شرایطو برابر استخدام اوږده موده نه لرې. د دې څه معنی ده؟ د 2015 کال د سپټمبر 30مې څخه وروسته وړاندې شویو غوښتنلیکونو کې شرط دا و چې د دوه کلونو کار ښکاره کړي. خو دا قانون په 2021 کال کې بدل شو. غوښتونکو ته اوس فقط اړینه ده چې یو کال کار وښايي.
دویم دلیل: د ماموريت رییس نه شي تاييدولای چې ستا کار "د پوره وخت کار سره برابر نه دی". دا څه معنی لري؟ په داسې حال کې چې ته د معلوم شمېر کلونو لپاره استخدام شوی يې، دماموريت رییس باور لري چې تا يوازې پس له وخته کار کړی. د دې لپاره چې پر شرایطو برابر واوسې تا بايد د خپل استخدام لپاره پوره وخت کار کړی وي.
درېیم دلیل: تا په هغه وخت کې د پوره کلونو لپاره کار نه دی کړی په کوم وخت کې چې ستا ګمارونکي دفتر قرارداد درلود. ستا د رد ليک کېدی شي څه داسې ووايي چې: "ستا ګمارونکي دفتر د قرارداد يا فرعي قرارداد لپاره د امريکې متحده ايالاتو سره يوه شمېره داخله کړې، د ورکړل شوي قرارداد د کار موده وه د [نېټه] څخه تر دی [نېټه] پورې. په داسې حال کې چې ته له [نېټه] څخه تر دې [نېټه] پورې په کار ګمارل شوې وې کوم چې تاته د يو وړتيا لرونکي قرارداد تر مخې يوازې د [شمېره] مياشتو کار وخت درکوي. په همدې اساس، ته د امريکې متحده ايالاتو د دولت لخوا يا د دولت په استازيتوب يا د نړيوالو سوله ساتونکو ځواکونو ISAF)) لخوا د غوښتل شوي کار مودې اوږدوالی نه لرې." دا څه معنی لري؟ د ماموريت رییس باور لري چې ستا ګومارونکي د امريکې له دولت سره قرارداد يا فرعي قرارداد درلود. د ماموريت رییس همداراز باور لري چې تا د اړتيا پر شرایطو برابر کلونو لپاره د خپل ګمارونکي لپاره کار کړی دی. په هر حال، تا بايد هم هغه هومره وخت کار کړی وی څومره وخت چې ستا ګومارونکي د امريکې دولت سره قرارداد يا فرعي قرارداد درلود.
 که زما د رد لېک په دې دلایلو کې د یو يادونه کوي نو زما لپاره به کوم شواهد مرستندویه وي؟
نوي ليکونه چې تېروتنې تصحيح کوي: د خپلو ټولو کارونو نېټې وګوره چې په ټولو اسنادو کې يې يادونه شوې اوتا د COM له عريضې سره يو ځای کړي. وګوره چې تېروتنې شته. که کومه تېروتنه وه. د سند د جوړونکي سره اړيکه ونيسه چې د دې تصحيح وکړي او نوی ليک وليکي که چېرې کومه تېروتنه وه.
د شرایطو پوره کولو لپاره نور کارونه:
  • که چېري تاسو د ډېرو کلونو له پاره کار نه وي کړي، نو بيا تاسو د ماموريت رییس د تایید اخیستو پر شرایطو برابر نه یاست.
  • که چېرې تا د يو بل امريکايي دفتر لپاره کار کړی وي او ټول اړين اسناد لرې چې د همدې دندې پر اساس د ايس ايۍ وي (SIV) لپاره غوښتنه وکړې او دا معلومات هم په خپله اپیل کې داخل کړئ.
  • که داسې شونی نه وي، تاسو کولای شئ چې پاتې وخت کې د بل پر شرایطو برابر استخداموونکې لپاره کار کړی وي، د هغه اسناد هم به د COM لپاره نوی اپیل کې داخل کړئ. ته کولای شې د ګڼو وختونو او جلا جلا دفترونو لپاره د کار مودې سره يو ځای کړئ څو د استخدام اړينه موده پوره کړئ.
څلورم دلیل: ستا گومارونکي د ټاکلې مودې لپاره د امريکې متحده ايالاتو د دولت سره قرارداد يا فرعي قرارداد نه درلود. ستا د رد ليک کېدی شي څه داسې ووايي چې: "پر دنده ستا ګومارونکې د غوښتنلیک کوونکي د استخدام پر مهال د امريکې له دولت سره قراردادونه يا فرعي قراردادونه درلودل، خو دا قراردادونه يا فرعي قراردادونه يوازې د يوې متراکمې مودې لپاره وو، چې هغه [شمير] مياشتې وې، په همدې اساس ته د هغه شرايطو سره برابر نه يې چې هغه د امريکې دولت لپاره د لږ تر لږه دوه کلونو وفادارۍ او ارزښتمن خدمت لپاره دي." دا څه معنی لري؟ د ماموريت رییس باور لري چې ستا ګومارونکي د امریکي له دولت سره څنګه چې پر شرایطو برابر دی هغه شان قرارداد يا فرعي قرارداد درلود. خو سره له دې، قرارداد د پوره اوږدې مودې لپاره نه وو يا تا د هغې مودې څخه د يو څه مودې لپاره کار کړی چې ستا شرکت يو قرارداد درلود.
ته بايد په هغه موده کې چې ستا ګومارونکي د امريکې له دولت سره قرارداد يا فرعي قرارداد درلود څومره چې يې غوښتنه کېږي تاسو باید هماغه شمېر کلونو لپاره په کار ګومارل شوې وی.
زما د غوښتنې لپاره کوم ډول شواهد ګټور وي؟
د قرارداد (قراردادونو) ثبوت: که ته باور لرې چې دا تېروتنه وه، کوښښ وکړئ چې د خپل دفتر يا امر څخه د قرارداد ثبوت پيدا کړې.که ته يوه کاپي ترلاسه کړې، همداراز د بشري منابعو د څانګې نوی ليک ترلاسه کړه کوم چې ټولې هغه تېروتنې تصحيح کوي چې په لومړي ليک کې وې او له خپل اپیل سره يو ځای يې داخل کړه.
د پر شرایطو برابر ګرځولو نور کار:
  • که قرارداد پوره اوږد نه و، نو بيا ته د ماموريت رییس د تاييد لپاره په شرايطو برابر نه ياست.
  • که چېرې تا د يو بل امريکايي دفتر لپاره کار کړی وي او ټول اړين اسناد لرې چې د همدې دندې پر اساس د ايس ايۍ وي (SIV) لپاره غوښتنلیک وکړې، ته بايد دا معلومات هم په خپله غوښتنلیک کې داخل کړې.
  • که چېرې نه لرې، ته به دې ته اړتيا ولرې چې پاتې وخت کې د امريکا د دولت لپاره کار وکړې او بيا به د کام لپاره نوې غوښتنلیک داخله کړې. ته کولای شې د ګڼو وختونو او جلا جلا دفترونو لپاره د کار مودې سره يو ځای کړې تر څو د استخدام اړينه موده پوره کړې.

3- زما د رد ليک وايي "د امريکې دولت/ايساف لخوا يا د دوی په استازيتوب د استخدام کم والی" (Lack of employment by or on behalf of USG/ISAF)

زما د رد ليک وايي "د امريکې دولت/ايساف لخوا يا د دوی په استازيتوب د استخدام کم والی" (Lack of employment by or on behalf of USG/ISAF).
د شرایطو پوره کولو لپاره تا بايد د ISAF/RS، د امريکې دولت، يا يو شرکت لپاره چې د امريکې له دولت سره يې قرارداد درلود، کار کړی وي. د ماموريت رییس بايد وکولی شي چې ستا د کار ثبوت تايید کړي. د ماموريت رییس بايد وکولی شي چې تاييد کړي چې هغه شرکت چې تا ورسره کار کړی د امريکې له دولت سره يې هغه وخت کې قرارداد درلود چې ته يې استخدام کړی وی.
د رد ليک کېدی شي دا تشریح کړي چې دماموريت رییس باور لري چي يو له لاندې مواردو څخه سم دی:
لومړی دلیل: د کار ډول د SIV پروګرام لپاره وړ نه دی ځکه چې تاسو په ورته وخت کې ژباړونکي، ژباړونکي، یا حساس او د باور وړ فعالیتونو ترسره کولو کې ښکېل نه یاست.
دویم دلیل: ستا ګومارونکي د بلاعوضو مرستو(grant)، جايزې(award)، تعاوني تړون(cooperative agreementله مخې کار کړی. دا څه معنی لري؟ ستا شرکت د امريکې له دولت سره د تړون سمه بڼه نه لري. د دې لپاره چې ته د وړتيا پر شرایطو برابر کار وکړی، ستا ګومارونکی بايد يو قرارداد ولري.
 زما د عريضې لپاره به کوم شواهد مرستندویه وي؟
د قرارداد ثبوت: که ته باور لرې چې دا تېروتنه وه، کوښښ وکړئ چې د خپل دفتر يا امر څخه د قرارداد ثبوت پيدا کړې. که ته يوه کاپي ترلاسه کړې، همداراز د ايچ ار نوی ليک ترلاسه کړه کوم چې ټولې هغه تېروتنې تصحيح کوي چې په لومړي ليک کې وې او له خپلې عريضې سره يو ځای يې داخل کړه.
د شرایطو پوره کولو لپاره نور کارونه:
  • که ستا استخدام د قرارداد تر مخې نه و شوی، بيا د کام د تاييد لپاره له شرايطو سره سمون نه خوري.
  • که چېرې تا د يو بل امريکايي دفترونو لپاره کار کړی وي او ټول اړين اسناد لرې چې د همدې دندې، په شمول د قرارداد معلومات، پر اساس د ايس ايۍ وي (SIV) لپاره غوښتنلیک وکړې، ته دا معلومات په خپله غوښتنلیک کې داخل کولای شې.
  • که چېرې نه لرې، ته به دې ته اړتيا ولرې چې پاتې وخت کې د امريکا د دولت لپاره کار وکړې او بيا به د کام لپاره نوې غوښتنلیک داخله کړې. ته کولای شې د ګڼو وختونو او جلا جلا دفترونو لپاره د کار مودې سره يو ځای کړې تر څو د استخدام اړينه موده پوره کړې.
درېیم دلیل: د ماموريت رییس "شواهد نه درلودل" (did not have evidence) يا يې نه شول کولی چې " د امريکې دولت د معلوماتو په مرکزونو کې د قرارداد معلومات" تايید کړي(unable to verify the provided contract information in the U.S. government)." دا څه معنی لري؟ دماموريت رییس د امريکې دولت سره ستا د ګومارونکي د قرارداد معلومات ونه موندو. د دې مطلب دا نه دی چې قرارداد نشته.
 زما د غوښتنې لپاره به کوم ډول شواهد ګټور وي؟
د قرارداد ثبوت: که ته يوه کاپي ترلاسه کړې، همداراز د بشري سرچینو د څانګې نوی ليک ترلاسه کړه کوم چې ټولې هغه تېروتنې تصحيح کوي چې په لومړي ليک کې وې او له خپلې عريضې سره يو ځای يې داخل کړه. 
څلورم دلیل: تا يو قرارداد داخل کړی چې هغه "ستاسو د کار په وخت کې موجود نه وو." دا څه معنی لري؟ د ماموريت رییس باور لري چې ستا ګومارونکي د امريکې له دولت سره قرارداد يا فرعي قرارداد درلود، لکه چې غوښتنه يې شوې. خو سره له دې، دا قرارداد هغه وخت کې نه و چې تا هلته دنده تر سره کوله. ته بايد په هم هغه وخت کې په کار ګومارل شوې يې چې ستا ګومارونکي د امريکې له دولت سره قرارداد يا فرعي قرارداد درلود.
 زما د عريضې لپاره به کوم ډول شواهد مرستندویه وي؟
د قرارداد ثبوت :که ته باور لرې چې دا تېروتنه وه، کوښښ وکړئ چې د خپل دفتر يا امر څخه د قرارداد يوه کاپي ترلاسه کړې او دا یقېنې کړه چې دا ستا د کار وخت رانغاړي. که ته يوه کاپي ترلاسه کړې، همداراز د ايچ ار نوی ليک ترلاسه کړه کوم چې ټولې هغه تېروتنې تصحيح کوي چې په لومړي ليک کې وې او له خپلې عريضې سره يو ځای يې داخل کړه.
شرایطو پوره کولو لپاره نور کارونه:
  • که چېرې ستا استخدام په هغه وخت کې نه و په کوم وخت کې چې ستا دفتر د امريکا له دولت سره قرارداد درلود، بيا ستا کار د ماموريت رییس د تاييد لپاره له شرايطو سره سمون نه خوري.
  • که چېرې تا د يو بل امريکايي دفترونو لپاره کار کړی وي او ټول اړين اسناد لرې چې د همدې دندې په شمول د قرارداد معلومات پر اساس د ايس ايۍ وي (SIV) لپاره غوښتنلیک وکړې، ته بايد دا معلومات هم په خپله غوښتنلیک کې داخل کړې.
  • که چېرې نه لرې، ته به دې ته اړتيا ولرې چې پاتې وخت کې د امريکا د دولت لپاره کار وکړې او بيا به د کام لپاره نوې غوښتنلیک داخله کړې. ته کولای شې د ګڼو وختونو او جلا جلا دفترونو لپاره د کار مودې سره يو ځای کړې تر څو د استخدام اړينه موده پوره کړې.

4- زما د رد ليک وايي "د پرېکړې لپاره د پوره اسنادو کمښت"(Lack of sufficient documents to make a determination)

زما د رد ليک وايي "د پرېکړې لپاره د پوره اسنادو کمښت" (Lack of sufficient documents to make a determination). ستا د COM اپیل غوښتنلیک اړينو اسنادو د پوره لست د کتلو لپاره دلته کلک کړئ. ته بايد دا ټول اسناد داخل کړې، د ټولو غوښتل شوو معلوماتو سره يو ځای، تر څو د COM تاييدي تر لاسه کړې.
د رد ليک کېدی شي په لاندې ډول وي:
دلیل اول: تا اسناد نه دي وړاندې کړي". ستا په غوښتنلیک کې، ته بايد هغه اسناد ورکړې چې د رد په لست کې شامل کړي شوي دي. د هغو اسنادو د پوره لست لپاره چې ته يې بايد وسپارې دلته کلک کړئ.
دلیل دوم: د ماموريت رییس نه شي کولی ستا د سپارښتنې د ليک د اصلي والي يا سموالی تاييد وکړي. دا څه معنی لري؟ د ماموريت رییس به ستا له امرینو او دفترونو سره اړيکه ونيسي تر څو ډاډ تر لاسه کړي چې ليک اصلي او سم دی. ته کېدی شي له دې امله رد شوی يې چې د ليک ليکونکي د تايید لپاره د ماموريت رییس غوښتنه تر لاسه کړې، خو ځواب يې ورته نه دی ويلی، يا د ليک ليکونکي د COM غوښتنه نه ده تر لاسه کړې.
زما د عريضې لپاره به کوم شواهد مرستندویه وي؟
د تازه اړيکو د معلوماتو درلودونکی نوی ليک: له هغه شخص يا دفتر سره اړيکه ونيسه چا چې ليک يا سند لیکلي. له دوی وپوښته چې ايا د COM لخوا د ایمیل ”@state.gov“ ادرس له لارې ورسره اړيکه نيول شوې وه تر څو د ليک تاييد وکړي. دوی دې خپل د سپام فولډر او د ایمیل زېرمه هم وګوری. که له COM څخه يې کوم اي ميل تر لاسه کړی نه وي، له دوی پوښتنه وکړئ چې ايا نوی لیک ليکلی شي. په نوي ليک کې بايد شامل وي:
  • د دې تاييد چې د ماموريت رییس ته استول شوی ليک يا سند دوی ليکلی دی او دا چې لومړی ليک سم او اصلي دی؛
  • د دې وضاحت چې دوی له د ماموريت رییس څخه د ليک د تاييد لپاره غوښتنه نه ده تر لاسه کړې؛
  • تاييد چې دوی د ليک د تصديق په موخه د اړيکې نيولو لپاره چمتو دی؛ او
  • يو ايميل ادرس چې دوی يې په منظم ډول ګوري.
درېیم دلیل: ستا د سپارښتنې لیک نيمګړی و. دا څه معنی لري؟ د سپارښتنې هغه ليک کې چې تا داخل کړی ټول غوښتل شوي معلومات نه لري.
 زما د غوښتنې لپاره به کوم ډول شواهد ګټور وي؟
د سپارښتنې نوی لیک تر لاسه کړه چې ټول غوښتل شوي معلومات په کې شامل وي.
 معمولې ستونزې په لاندې ډول دي:
  • ليک هغه ګواښ نه دی روښانه کړی چې ته ورسره مخ یې
  • ليک نه دي ويلي چې تا د امريکې متحده ايالاتو ته "وفادارانه او ارزښتمن خدمات" وړاندې کړي
  • ليک ستا د رییس لخوا د رنګ په واسطه نه دی لاسليک شوی
  • پر ليک ستا د رییس نوم نشته
  • پر ليک هغه نېټه نشته په کومه نېټه چې لاسليک شوی
  • ليک داسې چا ليکلی چې هغه ستا مستقيم امر یا په اداره کې بل لوړپوړی چارواکی نه وو
  • ليک د يوې دندې څخه د داسې رییس لخوا ليکل شوی چې هغه د ايس ايۍ وي لپاره وړتيا نه لری
  • د سپارښتنې لیک کې د دندې يوه بدله موده شامل شوې نو بيا ستا د دندې د تاييد په لیک کې څه بل څه شامل کړي شوي
څلورم دلیل: ستا د دندې د ليک ډول او جوړښت د ماموريت رییس يې پوښتنې ته اړ کړ چې ايا هغه جعلي وو او "دوی ونه شول کولی چې د سند د جايزوالي حالت تاييد کړي." دا څه معنی لري؟د جوړښت او ډول پر اساس، د ماموريت رییس باور کوي چې د بشري سرچينو د څانګې لخوا د دندې د تاييد ليکل شوی لیک جعلي دی.
 زما د غوښتنې لپاره به کوم شواهد مرستندوی وي؟
له هغه شخص يا دفتر سره اړيکه ونيسه چې دا سند يې لیکلی. له دوی وپوښته چې ايا دوی سره د ماموريت رییس لخوا د ايميل ”@state.gov“ادرس له لارې اړيکه نيول شوې چې لیک تايید کړي یا دوی کولی شي نوی بل لیک وليکي او تاييد کړي چې هغه بل ليک يا سند کوم چې COM ته سپارل شوی، دوی ليکلی، او دا چې لومړی لیک مجاز او اصلي دی.
پنځم دلیل: د بشري سرچينو د ديپارتمنت لخوا ستا د دندې د تايید ليک بشپړ نه و، د بشري سرچینو د څانګې لخوا صادر شوی نه و، يا د دې لپاره نه و صادر شوی چې د ايس ايۍ وي لپاره وکارول شی. دا څه معنی؟ د دندې هغه ليک کې چې تا داخل کړی ټول هغه معلومات په کې نه وو چې غوښتنه يې کېږي يا د اړوند دفتر لخوا صادر شوی نه دی.
 زما د عريضې لپاره به کوم شواهد مرستندوی وي؟
د د بشري منابعو ديپارتمنت څخه يو نوې د دندې د تاييد لیک تر لاسه کړه چې ټول هغه غوښتل شوي معلومات په کې شامل وي. که ستا شرکت په قرارداد کار کړی وي، نو يقيني کړه چې ستا ليک د قرارداد شمېره لري.
 که زما شرکت نور موجود نه وي، يا زما د دندې اړوند ثبت شوي اسناد نه لري؟
که ستا شرکت نور موجود نه وي او يا ثبت اسناد نه لري، خپل مستقیم امر یا په اداره کې بل لوړپوړي چارواکي څخه وغواړئ چې يو لیک وليکي. دا لیک بايد د سپارښتنې له ليک څخه جلا وي. دا ليک بايد:
  • دا واضحه کړي چې شرکت نور نه دی موجود يا هيڅ ثبت شوي اسناد نه لري.
  • ستا د دندې د پیل او پای نېټې وليکي.
  • له شرکت څخه د جلا کېدو علت وليکي که چېرې تاسو هلته نور کار نه کوئ.
  • هغه معلومات چې مخکې لیکل شوي څومره چې ممکنه وي هومره معلومات ولري د ايچ ار د ليک د غوښتنو لپاره.
ته بايد همداراز کوښښ وکړې چې د خپلو امرینو یا نورو لوړپوړو چارواکو څخه څومره چې کولی شې ډېر ليکونه تر لاسه کړې. دا امرین بايد په خپلو ليکونو کې واضحه کړي چې دوی کله له تاسو سره کار کړی دی. دا به له تا سره مرسته وکړي چې د امکان تر حده د دندې زياته وړتيا ثابته کړې.

5- زما د رد ليک وايي "د وفادارانه او ارزښتمن خدمت کموالی" (Lack of faithful and valuable service)

زما د رد ليک وايي "د وف��دارانه او ارزښتمن خدمت کموالی" (Lack of faithful and valuable service). د رد ليک باید تشریح کړي چې د ماموريت رییس باور لري چي له لاندې مواردو څخه يو سم دی:
لومړی دلیل: ستاسو د دوسيې سره زيان اړونکي معلومات يو ځای کړي شوي دي.
دویم دلیل: ته د دې دليل په واسطه لرې شوې وې يا په دې دليل لرې شوې وې. د دې څه مطلب دی؟د ماموريت رییس باور لري چې ته له دندې شړل شوې وې.
 زما د عريضې لپاره به کوم ډول سند کومک کوونکی وي؟
ته بايد وښايې دا چې ته په دې وجه نه وې شړل شوې چې په خپله دنده کې نا شونې وې يا دې د کمپنۍ قانون مات کړی يا تا د دندې تر پرېښودو مخکې د امريکې متحده ايالاتو لپاره "وفادارانه او ارزښتمن خدمات" تر سره کړي. 
د نوې دندې د تصديق ليک: که ته له دندې نه وېستل شوې نه وئ، يا په تېروتنې سره ايستل شوې وې، د خپل ګمارونکي دفتر څخه د تصحيح شوي ليک غوښتنه وکړئ. لومړی: د خپل پخواني ګمارونکي دفتر څخه وغواړئ چې ستا لخوا د شرکت د پرېښودو په اړه د هغوی معلومات څه وايي. دويم: که تېروتنه موجوده وه، نو د کمپنۍ يو ثبوت ورکړه چې درسره شته او له هغوی وغواړئ چې تېروتنه تصحيح کړي. درېيم: که تېروتنه نه شي تصحيح کېدی، مستقیم امر یا بل لوړپوړي چارواکي څخه وغواړئ چې ستا د استخدامکوونکي نه وغواړي چې تېروتنه تصحيح کړي. څلورم: که ستا استخدامکوونکي تېروتنه تصحيح کړه، له دوی څخه د استخدام د نوي تصديق ليک غوښتنه وکړئ چې ستا لخوا د شرکت د پرېښودو صحيح دليل په کې څرګند وي.
د سپارښتنې نوی لیک: که نه شې کولی د استخدام د تصديق نوی ليک تر لاسه کړې، خپل مستقیم امر یا په اداره کې بل لوړپوړي چارواکي څخه وغواړئ چې د سپارښتنې نوی ليک درته وليکي. په دې لیک کې بايد تشريح وي چې ستا کار د امريکې متحده ايالاتو لپاره ولې ارزښتمن وو، او دا چې له دندې ستا ايستل ولې دې هر څه ته بدلون نه ورکوي او همدارنګه خپل حالت تشريح کړه چې ستا رییس تشريح کولای شي چې ته په خطا ايستل شوې يې.
د حق درلودلو نور کار کول: که تا د نورو امريکايي دفترونو لپاره کار کړې وي او ته ټول داسې شواهد لرې چې د هغې کار کولو پر اساس د ايس ايۍ وي لپاره غوښتنه وکړې، په خپله غوښتنلیک کې دا اسناد هم شامل کړه.
درېیم دلیل: تا "جعلي" اسناد داخل کړي. د دې څه معنی ده؟ د ماموريت رییس باور لري چې تا لږ تر لږه د د ماموريت رییس په غوښتنلیک کې يو جعلي سند داخل کړی. خپل د رد ليک ولوله که چېرې د ماموريت رییس روښانه کړې وي تر څو وګورې چې په کوم سند دوی باور لري چې جعلي دی.
که دا نه وي روښانه چې کوم سند جعلي دی، خپل داخل کړي اسناد ټول بيا وګوره. ته بايد ټول هغه غيرعادي شيان وګورې چې کېدی شي د دې ښودنه کوي چې دا اصلي نه دي. که د رد ليک روښانه کړې وي چې کوم سند جعلي دی، ته بايد دا سند وګورې تر څو وګورې چې په هغې کې کوم غير معمولي څه شته چې د دې ښودنه کوي چې دا اصلي نه دی.
زما د عريضې لپاره به کوم شواهد مرسته کوونکي وي؟
که ته پوهېږې چې په کوم سند COM د جعلي فکر کوي، له هغه شخص يا دفتر سره اړيکه ونيسه چې دا ليک يا سند يې ليکلی. ورڅخه وغواړئ چې ايا دوی سره د COM لخوا اړيکه نيول شوې وه چې دا ليک تاييد کړي؛ او همدارنګه دوی يو نوی ليک وليکي چې COM ته استول شوی سند دوی ليکلی او اصلي دی او دا چې اصلي لیک مجاز او واقعي دی.
که ته نه پوهېږې چې COM څه فکر کوي کوم سند جعلي دی، له هر هغه شخص څخه نوی ليک وغواړئ چې تاته يې په لومړي ځل لیکلی وو او تا په خپله غوښتنلیک کې داخل کړی وو.
څلورم دلیل: وموندل شول چې ته "د امريکې له سفارت سره د امنيتي دلايلو پر اساس د کار کولو لپاره پر شرایطو برابر نه وې". دا څه معنی لري؟ د ماموريت رییس لري چې تا د امريکې د متحده ايالاتو سفارت ته د کار کولو لپاره غوښتنه وکړئ خو تاته کار درنه کړل شو ځکه چې ته د امنيتي کتنې په برخه کې بريالی نه شوې.
 زما د غوښتنې لپاره به کوم شواهد مرستندویه وي؟
نوې کتنه: که ته امنيتي کتنه کې بريالی نه شوې، د امريکې د يو پوځي مامور نه وغواړئ چې تاته بيا د امنيتي کتنې چاره برابره کړي. که سيمه ايز امنيتي دفتر (RSO) ستا امنيتي تصديق لغوه کړو، له سفارت يا پوځي مسوول څخه د ار ايس او بيا تصديق په برخه کې مرسته وغواړئ.
که له يو شرکت سره امنيتي ناکامي لرې، نو له يو بل شرکت سره يوه جلا بيا کتنه به د دې ستونزې د حل لپاره بس نه وي. په هر حال، ته بيا هم کولی شې چې غوښتنلیک وکړې او دا تشریح کړې چې ته په نورو امنيتي کتنو کې بريالی شوی يې.
د سپارښتنې نوی ليک: د خپل پخواني رییس نه وغواړئ چې ايا که دوی کولی شي داسې تشريحي لیک وليکي چې ولې ستاسې د امنيت کتنې ناکامي ناسمه وه. دوی بايد دا ليک همداراز ستا پخواني استخدامکوونکي ته واستوي تر څو دا روښانه کړي چې دا ناکامي تېرو تنه وه. دوی بايد غوښتنه وکړي چې ستا استخدامکوونکی خپل ثبت معلومات د رییس د څرګندونو په رڼا او ملاتړ کې تازه کړي.
مهمه یادونه: د 2021 کال له مني څخه مخکې، د بهرنیو چارو د وزارت د شرایطو سره سم باید د متحده ایالاتو یو تبعه سپارښت لیک لاسلیک کړی وای او یایې افغان امر سره په ګډه لاسلیک کړی وای. د بهرنیو چارو وزارت دا تاییدوي چې اوس لازمه نه ده چې د متحده ایالاتو تبعه دې سپارښت لیک ولیکي یا لاسلیک کړي. د بهرنیو چارو وزارت په لارښوود کې ویل شوي دي چې "ښه به وي" چې د متحده ایالاتو تبعه چې د قرارداد مسوولیت په غاړه لري افغان امر سره چې د متحده ایالاتو تبعه ندی، په ګډه مکتوب لاسلیک کړي او د معلوماتو د سموالي او دقت په اړه خپل اطمینان څرګند کړي. خو بیا هم دا اوس مهال یو شرط نه ګڼل کېږي. که چېرې د ویزې ملي مرکز له تاسو څخه وغواړي چې د خپل امریکایي امر له خوا لیک ترلاسه کړئ، تاسو هغوی ته توضیح کولی شۍ چې اوس دا شرط د تطبیق پر شرایطو برابر نه دی.

د SIV پروګرام په اړه عمومي معلومات

امریکې څه دپاسه 20 کاله په افغانستان کې حضور درلود. دا حضور له نظامي او ملکي فعالیتونو سره مل و، چې زرګونو افغانانو ته یې د کار زمینه برابره کړه. په زرګونو افغانانو د امریکايي پوځیانو، دیپلوماټانو او قراردادیانو تر څنګ خدمت کړي دي. دغو کسانو امریکې ته اړینې ژبنۍ، کلتوري، جغرافيايي او جنګي پوهه او مهارتونه وړاندې کول، چې د دوی ځانونو او خپلوانو لپاره یې ډېر امنیتي خطرونه رامنځته کړل.
په 2006 کې د متحده ایالاتو کانګرس د کډوالت ځانګړي ویزې (SIV) پروګرام رامنځته کړ، کوم چې له جدي ګواښ لاندې پر شرایطو برابر غوښتونکي په متحده ایالاتو کې د بیامېشتېدنې او خوندي کېدو اجازه ورکوي.

مرسته او مشوره

هغه افغانان چې ځانګړو معلوماتو یا مشورې ته اړتیا لري کولی شي د "بپرسېد" یا "وپوښتئ" مشاورینو سره د "وپوښتئ" 93729807235+ واټساپ شمېرې، یا فیسبوک مسېنجر یا د "وپوښتئ" وېبپاڼې له لارې اړیکه ونیسي او لا ډېر معلومات ترلاسه کړي.