د المان حکومت په دې وروستیو کې پرېکړه کړې چې په دې هېواد کې هره میاشت زر (۱۰۰۰) افغان کډوال ومني. دا پرېکړه وروسته له هغه رسینزه شوه چې د آلمان د حکومت لویو ګوندونو په افغانستان کې د خطر سره مخ خلکو د منلو پر پروګرام هوکړه وکړه.
د المان د بهرنیو چارو او کورنیو چارو وزارتونو په ګډه د دوشنبې په ورځ د ۲۰۲۲ کال د اکټوبر په ۱۷مه اعلان وکړ چې د افغان پناه غوښتونکو د منلو لپاره یې یو نوی پروګرام پیل کړی دی. د دې ګام موخه له هغو افغانانو سره مرسته کول دي چې د طالبانو له جدي خطر سره مخامخ دي.
د المان په نوي پروګرام کې هغو افغان پناه غوښتونکو ته لومړیتوب ورکول کېږي چې په عدلي، سیاسي، رسنیو، ښوونې او روزنې، کلتور، سپورټ او په ځانګړې توګه د ښځو او بشري حقونو په برخو کې د خپلو فعالیتونو له امله له خطر سره مخامخ دي.
د جرمني د حکومت چارواکو ویلي دي چې ډېری افغانان په تېره بیا هغه کسان چې د افغانستان د ښې راتلونکې لپاره یې مبارزه کړې، هره ورځ په وېره کې ژوند کوي. د دې نوي بشري بیامېشتېدنې پروګرام موخه دا ده هغه خلکو ته چې د واکمنې ډلې لخوا ځورول شوي دي د سرپناه، د آزاد، ځان بسیا او خوندي ژوند کولو فرصت ورکړي. د دوی په خبره، واکمنې ډلې واک ته له رسېدو وروسته د ښځو او نجونو هر ډول هیلې او راتلونکي له منځه وړي دي، د دوی حقونه محدود کړي او هر هغه څوک چې مقاومت کوي، هغوی په سختۍ سره ځورول کېږي.
د ۲۰۲۱ کال له اګسټ میاشتې راهیسې المان له ۳۸۰۰۰ هغو کسانو څخه چې په دې هېواد کې یې د اوسېدو اجازه ترلاسه کړې شاوخوا ۲۶۰۰۰ یې منلي دي. دا کسان له واکمنې ډلې سره په تفاهم د یوې خوندي لارې څخه المان ته لېږدولي چې ډېری یې هغه کسان وو چې د یاد هېواد له پوځ او سازمانونو سره یې کار کاوه.
د یادولو وړ ده چې دا پروګرام په جرمني کې د ایتلافي حکومت د دوو ګوندونو ترمنځ د هوکړې برخه ده او په افغانستان کې د تېر کال د ځینو ډلو د واکمنۍ راهیسې په المان کې له خطر سره مخ خلکو غوښتنلیکونو ته د منلو وړ لارې چارې برابروي.