د فنلنډ حکومت په ۲۰۲۳ کال کې د افغان کډوالو په ګډون ۱۰۵۰ کډوال د ملګرو ملتونو د سهمیې په چوکاټ کې مني. په همدې حال کې د افغانانو برخه ۲۱۰ ده او لومړیتوب هغو پناه غوښتونکو ته ورکول کېږي چې اوس په ایران کې اوسېږي.
د فنلنډ د کورنیو چارو او عدلیې وزارتونو په ګډه اعلامیه کې چې د ۲۰۲۲ کال د اکټوبر په ۱۲مه خپره شوې، ویل شوي چې راتلونکي کال پر افغانانو سربېره به له لبنان او ترکیې څخه ۴۲۰ سوریایي کډوال او په زامبیا هېواد کې ۱۶۰ کانګویي کډوال ومني. سربیره پردې، فنلنډ له لیبیا څخه روانډا ته 130 تللي کډوال مني او همدارنګه په بېړنیو حالتونو کې 130 کډوال د تابعیت او جغرافیایی محدودیتونو پرته به په دې هېواد کې مېشت کړي.
په ایران کې هغه شمېر افغان کډوال چې د خپل جنسیت (ښځې او نجونې) له امله تر ګواښ لاندې وي، د جنسي اقلیتونو خلک، له خطر سره مخ ماشومان او ځوانان، د بشري حقونو مدافعین، ښځینه فعالانې او خبریالان او داسې نور کسان څوک چې بیامېشتېدنې ته واقعاً اړتیا لري، د فنلنډ د بیامېشتېدنې په دې پروګرام کې شامل دي.
په اعلاميه کې راغلي چې د دغو کډوالو د منلو سهمیه د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ د غوښتنې پر بنسټ ټاکل شوې او فنلنډ د نړۍ په ډېرو زيانمنو سيمو کې د کډوالو منلو ته دوام ورکوي.
د فنلنډ حکومت د اروپايي ټولنې له نورو غړو هېوادونو هم غوښتي چې د سهمیې له مخې د کډوالو د منلو په پروګرام کې برخه واخلي. د اروپایی اتحادیې کمیسیون غړو هېوادونو ته د پناه غوښتنې، کډوالۍ او ادغام صندوق (AMIF) له لارې د هر کډوال په سر د 10 زره یورو په ورکولو سره مرسته کوي.
د يادونې وړ ده، چې هغه افغان کډوال چې له خطر سره مخ دي او تر دې وړاندې په ايران کې د پناه غوښتونکو په توګه د ملګرو ملتونو د کډوالو په عالي کمېشنرۍ (UNHCR) کې ځانونه راجسټر کړي وي، په فنلنډ کې په تر ځانګړو شرايطو لاندې مېشت کېږي.