د نړیوال حفاظت لرونکي چې په آلمان کې استوګن دي، کولی شي د خپلو کورنیو ځینو نږدې غړو لپاره د ویزې غوښتنه وکړي. دا ویزې به د هغوی د کورنیو غړو ته اجازه ورکړي څو آلمان ته سفر او کډه وکړي.
دا پروسه به په آلمان کې ستاسو د کډوالۍ د موقف په اساس، توپیر لري. دا لارښوود د پروسې په اړه هغو کسانو ته معلومات ورکوي چې د کډوالۍ لاندې موقفونه لري او په آلمان کې استوګن وي:
  • د کډوالۍ موقف
  • د پناه غوښتنې منل شوی موقف
  • فرعي حفاظت
هغه کسان چې په آلمان کې د نه شړل کېدو موقف (“Abschiebungsverbot”) لري هم کولی شي چې خپلو کورنیو سره د یوځای کېدو غوښتنه وکړي. دا قضیې یا کیسونه ډیر مغلق او پېچلي وي. که چېرې دا وضعیت ستاسو له وضعیت سره برابر وي، د مسلکي حقوقي سلامشورو لټه وکړئ.
کورنۍ سره د یوځای کېدو غوښتنلیک خپلوانو لپاره د غوښتنلیک په نوم هم یادېږي. تاسو په دې پروسه کې تضمین کوونکی یا سپانسر (Stammberechtigte/r) یاست.
ستاسو خپلوان یا د کورنۍ غړي چې تاسو ورته درخواست کوۍ، د عارض یا درخواست کوونکي(Antragsteller/in)  په نوم یادېږي. ستاسو خپلوان اړتیا نلري چې دغې پروګرام ته د واجدیت شرایط لپاره، هرو مرو په خپل اصلي هېواد کې له ځورونې سره مخ شوي وي.

څوک پر شرایطو برابر ګڼل کېږي؟

تاسو په لاندې حالاتو کې کولی شي خپل د کورنۍ غړي آلمان ته راولئ:
  • په هغه صورت کې چې تاسو د کډوال په توګه په آلمان کې مېشت یاست یا
  • د کډوالۍ د موقف لرونکي (“Asylberechtigung”) یاست یا
  • که چېرې تاسو ته پناه (“Asylberechtigung”) درکړل شوې ده
  • که چېرې تاسو د فرعي حفاظت موقف لرئ یا د 2016 کال د مارچ په 17 مه نېټه یا مخکې مو د استوګنې یا اقامت جواز ترلاسه کړی وي.
که چېرې تاسو په آلمان کې د فرعي حفاظت موقف لرئ او د 2016 کال د مارچ له 17 مې نېټې څخه وروسته مو د استوګنې جواز ترلاسه کړی وي، څه کولی شئ؟
 
تاسو کولی شئ په آلمان کې خپلې کورنۍ سره یوځای شئ. تاسو یوازې په هغه صورت کې دا کار کولی شئ چې ستاسو د کورنۍ لپاره بشردوستانه دلایل موجود وي څو په آلمان کې تاسو سره یوځای شي. په دې باب لاندې بېلګې وګورئ:
  • تاسو د خپلې کورنۍ له غړو څخه د اوږدې مودې لپاره جدا شوي یاست، یا
  • تاسو یا ستاسو د کورنۍ غړی په بهر کې (18 کلونو څخه کوچنی) ماشوم دی، یا
  • ستاسو د کورنۍ غړی په هر هېواد کې چې اوسېږي، له خطر سره مخ دی.

څوک کولی شي په آلمان کې تاسو سره یوځای شي؟

تاسو کولی شئ د خاوند یا میرمن یا د ژوند ملګري، ماشومانو او والدینو په ګډون د کورنۍ نږدې غړي آلمان ته راولۍ.

خاوند یا میرمن یا د ژوند ملګری د یوځای کېدو شرایط

  • ستاسو خاوند/میرمن یا د ژوند ملګری باید د ویزې د ترلاسه کولو پرمهال 18 کلن یا لوی وي
  • که چېرې تاسو واده شوي یاست او له همجنس ملګري سره مو واده کړی وي، تاسو کولی شئ خپل د ژوند همجنس ملګری آلمان ته راولۍ. که چېرې دې قانون سره د تطابق په باب ډاډه نه یاست، له یو وکیل څخه پوښتنه وکړئ.

د ماشوم د یوځای کېدو شرایط

  • تاسو کولی شئ خپل اصلي/ بیولوژیکي ماشوم یا فرزندي ماشوم سره یوځای شئ. هغه ماشوم ته چې تاسو اولاد ویلي وي، پر شرایطو برابر نه ګڼل کېږي.
  • د غوښتنلیک د وړاندې کولو پرمهال باید ستاسو ماشوم له 18 کلونو کوچنی وي.
  • ستاسو ماشوم باید واده شوی نه وي.
  • تاسو باید د ماشوم قانوني سرپرستي په غاړه ولرئ. که چېرې پلار او مور دواړه د ماشوم د سرپرستۍ مسوولیت په غاړه لري، که چېرې پلار یا مور دواړه له ماشوم سره سفر نه کوي، باید د یوځای کېدنې پروسې سره خپله هوکړه څرګنده کړي.

والدینو سره د یوځای کېدو شرایط

  • که چېرې تاسو په آلمان کې یو بې سرپرست ماشوم یاست کولی شي خپل اصلي یا بیولوژیکي مور او پلار یا هغه مور او پلار چې د ماشوم پالنه یې کړې او ماشوم یې لوی کړی دی، آلمان ته راولي.
  • ماشومان 18 کلنۍ څخه وروسته د خپل پلار او مور د راوستلو حق له لاسه ورکوي. که چېرې غواړۍ خپل پلار او مور آلمان ته راولۍ، او 18 کلنۍ ته نږدې یاست، باید له وکیل سره خبرې وکړئ.

ایا تاسو کولی شئ چې د کورنۍ نور غړي آلمان ته راولۍ؟

تاسو معمولاْ نشئ کولی د کورنۍ نور غړي لکه ورور، خور، کاکا، ماما، نیا او نیکه آلمان ته راولۍ. تاسو نشئ کولی خپل ورور یا خور آلمان ته راولۍ، حتی که چېرې د هغوی عمر له 18 کلنۍ لږ وي. که چېرې غواړۍ د کورنۍ غړو لپاره درخواست وکړۍ، باید "ډیر سخت شرایط" ثبوت کړئ. یعنی که چېرې ستاسو د کورنۍ غړي تاسو سره په آلمان کې یوځای نشي، ستاسو کورنۍ ته به لویه ستونزه ورپېښه شي. په دې باب لاندې بېلګې وګورئ:
  • ستاسو د کورنۍ غړی سخته ناروغي یا معیوبیت لري او بل څوک نلري چې ورڅخه پالنه وکړي
  • تاسو د کورنۍ یو غړي پورې تړلي یاست چې اوس مهال په بهر کې ژوند کوي نو له همدې امله نشي کولی په آلمان کې ستاسو پالنه وکړي.

د کورنۍ غړي لپاره د غوښتنلیک شرایط کوم دي؟

د کورنۍ غړي لپاره د غوښتنلیک شرایط ستاسو قانوني حالت پورې اړه لري. که چېرې تاسو په آلمان کې کډوال یاست، دا به اسانه وي که چېرې تاسو په وخت آلماني چارواکو ته د خپلې کورنۍ غړو سره د یوځای کېدو په اړه (چې لاندې توضیح شوي دي)، ووایاست.

کورنۍ سره د یوځای کېدو لپاره بهرنیو اتباعو ته عمومي شرایط

  • تاسو باید د استوګنې جواز ولرئ څو دا حق ولرئ چې د خپلې کورنۍ له غړو سره (څرنګه چې پورته یې یادونه وشوه)، یوځای شئ.
  • تاسو باید د کورنۍ د غړي د لګښت د ورکولو لپاره کافي اندازه عاید ولرئ.
  • تاسو باید دا ثبوت کړئ چې د کورنۍ غړي لپاره کور یا د اوسیدو ځای لرئ. تاسو باید حکومت ته وښایئ چې ستاسو اپارتمان په کافي اندازه لوی دی چې ستاسو د کورنۍ د غړي لپاره چې د یوځای کېدو غوښتنه لري، کافي اندازه ځای لري.
  • ستاسو د کورنۍ غړی باید آلماني چارواکو ته خپل هویت ثبوت کړي. یعنې حکومت ستاسو د کورنۍ له غړي څخه غواړي چې پاسپورت یا د هویت د تثبیت کارت وړاندې کړي.

په وخت د غوښتنلیک لیږل

که چېرې تاسو په آلمان کې کډوال یاست، تاسو باید آلماني چارواکو ته ووایاست چې غواړئ خپلې کورنۍ سره په آلمان کې بیرته یوځای شئ.
دې ته په وخت خبرتیا (“fristwahrende Anzeige”) وایي. که چېرې تاسو دا کار په وخت ترسره کړئ، تاسو به د عاید او کور د شرایطو پوره کولو ته اړ نه یاست.
تاسو باید د آلمان حکومت ته ووایاست چې د فډرال د کډوالۍ  او پناه غوښتنې ادارې (“BAMF Bescheid”) څخه د کډوالۍ د موقف له ترلاسه کولو وروسته به د 3 میاشتو په لړ کې د خپلې کورنۍ غړی راولۍ. کره وخت د پرېکړې ترلاسه کولو سره اړیکه لري، او نېټه معمولا د پاکت پرمخ لیکلې وي.
درې لارې موجودې دي چې حکومت ته ووایاست چې غواړۍ د خپلې کورنۍ غړی راولۍ.
  • په بهر کې د آلمان سفارت ته چې د ویزې د غوښتنلیکونو مسوولیت لري د لیک یا فکس د لیږلو له لارې
  • ددې لینک له لارې د بهرنیو اتباعو د ادارې د انټرنیټي پاڼې په کارولو سره د آنلاین فورمې لیږل
  • په هغه سیمه کې چې تاسو (سپانسر) استوګن یاست، د بهرنیو اتباعو محلي ادارې ته د لیک د لیږلو له لارې
په لیک یا فکس کې لاندې معلومات شامل وي:
  • هغه نېټه چې تاسو د کډوالۍ موقف ترلاسه کړ
  • هغه نېټه چې د استوګنې یا اقامت جواز صادر شو
  • د خپل ځان او د کورنۍ د غړو په اړه معلومات (نوم، د زیږیدنې نېټه، د زیږیدنې ځای)
که چېرې تاسو په آلمان کې د فرعي حفاظت لرونکي یاست، دا به پر تاسو د تطبیق وړ نه ګڼل کېږي. تاسو د عاید او کور د شرایطو پوره کولو ته اړ نه یاست. خو که چېرې تاسو وکولی شئ دغه شرایط پوره کړۍ، دا به ستاسو د کورنۍ د ویزې غوښتنلیک لپاره ګټور وي.

د عاید شرایط

تاسو باید د خپلې کورنۍ د غړي د لګښتونو ورکړې لپاره کافي اندازه عاید ولرئ. اړین عاید هغه مبلغ دی چې د آلمان د حکومت له خوا ټاکل شوی دی. دا مبلغ به په لاندې وختونو او دلایلو په اساس بدلون مومي:
  • هر کال
  • په دې پورې اړه لري چې ستاسو کورنۍ څومره لویه ده
  • په دې پورې اړه لري چې ستاسو د کورنۍ غړي ماشومان دي یا لویان
د میاشتني عاید اندازه چې د 2022 کال لپاره ټاکل شوې ده، په لاندې ډول ده:
  • 449 یورو: تاسو
  • 404 یورو: خاوند/میرمن یا د ژوند ملګری
  • 285 یورو: 6 کلونو څخه لږ عمر لرونکيی ماشوم
  • 311 یورو: 6 او 13 کلونو ترمنځ عمر لرونکی ماشوم
  • 376 یورو: 14 او 17 کلونو ترمنځ عمر لرونکی ماشوم
  • 360 یورو: 18 څخه 25 کلونو عمر لرونکی ماشوم
دا مبلغ په دې وېبپاڼه کې هم ترلاسه کېدی شي.
د بېلګې په توګه، که چېرې تاسو په 2022 کال کې خپلې میرمن یا خاوند او دوه (5 نه تر 16 کلنو) ماشومانو لپاره د ویزې غوښتنلیک وسپارۍ، تاسو باید 1,514 یورو عاید ولرئ. دا رقم د کرایې له ورکړې وروسته ستاسو پاتې عاید دی چې د پورتنیو ارقامو په اساس محاسبه شوی دی.
یادونه: د Jobcenter له خوا د ټولنیزې هوساینې عمومي تادیات ستاسو د عاید په توګه نه شمېرل کېږي. سره له دې هم، ټولنیز امتیازات لکه د ماشومانو امتیازات (“Kindergeld”) ستاسو د عاید په توګه شمېرل کېږي.

د کور یا استوګنځي شرایط

تاسو باید د آلمان حکومت ته ثبوت کړئ چې ستاسو اپارتمان تاسو او ستاسو کورنۍ لپاره په کافي اندازه لوی دی.
کور په لاندې حالاتو کې په کافي اندازه لوی ګڼل کېږي:
  • 6 کلن څخه پورته د کورنۍ هر غړي لپاره، لږترلږه دوولس متر مربع 12m2 ، او
  • 6 څخه لږ عمر لرونکو لپاره لږ ترلږه لس مترمربع 10m2
د بېلګې په توګه، که چېرې تاسو په آلمان کې یوازې ژوند کوۍ او خپلې میرمن یا خاوند او 5 کلن ماشوم لپاره درخواست کوۍ څو په آلمان کې تاسو سره یوځای شي، ستاسو کور باید 34 متر مربع 34m2وي.
کله هم کېدی شي د عاید او کور د شرایطو لپاره استثنا موجوده وي. د بېلګې په توګه، که چېرې تاسو او ستاسو خاوند یا میرمن له آلمان څخه پرته په بل هېواد کې یوځای ژوند کولی نشئ، دا یوه استثنا ګڼل کېږي. که چېرې دا حالت ستاسو حالت سره تطابق لري، مهرباني وکړئ وکیل سره وغږیږئ.

د پاسپورت او د هویت د تثبیت د کارت شرایط

د غوښتنلیک د پروسې د یوې برخې په توګه، ستاسو د کورنۍ غړي باید خپل هویت تثبیت کړي. یعنې د آلمان سفارت به د هغوی د پاسپورت یا د هویت د تثبیت کارت غوښتنه کوي.
که چېرې ستاسو د کورنۍ غړي دغه اسناد ونلري او د چمتو کولو توان یې هم نلري، تاسو څه کولی شئ؟
ستاسو کورنۍ کولی شي له دې شرایطو څخه د معافیت یا استثنا غوښتنه وکړي. معافیت او استثنا به یوازې په ځانګړو حالاتو کې کېږي. تاسو باید وکیل سره اړیکه ونیسئ څو تاسو سره مرسته وکړي چې څرنګه خپل حالت آلماني چارواکو ته توضیح کړئ.
د غوښتنلیک سپارلو طریقې په اړه په لاندې ډول وضاحت ورکړل شوی دی:

سفارت سره د ملاقات وخت ټاکل

ستاسو کورنۍ باید په هغه هېواد کې چې لږ ترلږه شپږ میاشتې ژوند کړی وي، د ملاقات د وخت لپاره نوم لیکنه وکړي. که چېرې په هغه هېواد کې چې ستاسو کورنۍ پکې ژوند کوي (لکه افغانستان)، د آلمان سفارت موجود نه وي، پروسه به توپیر لري. ددې کیسونو لپاره په ګاونډیو هېوادونو کې چې عارض کولی شي پکې مرکې ته حاضر شي، "بدیل" سفارتونه موجود دي.
که چېرې تاسو په آلمان کې کډوال یاست، د آلمان د سفارت ویب پاڼې ته ورشئ او خپل د کورنۍ غړو لپاره په آنلاین بڼه نوم لیکنه وکړئ.
که چېرې تاسو په آلمان کې د فرعي حفاظت لرونکي یاست، سفارت سره د ملاقات وخت باید په دې وېبپاڼه کې ریزرف یا خوندي شي.
سفارت سره د ملاقات د انتظار وخت معمولا ډیر اوږد وي. د ویزې د ملاقات وختونه په نوبت سره طی مراحل کېږي او یوازې په هغه صورت کې کړندی کېدی شي چې فوق العاده بشري دلایل موجود وي. د بېلګې په توګه، که چېرې عارض یا سپانسر 18 کلنۍ عمر ته رسېږي یا کورنۍ سره د یوځای کېدو په پروسه کې له ټاکل شوي عمر څخه د وتلو په حال کې وي. که چېرې دا ستاسو له حالت سره تطابق لري، تاسو او ستاسو وکیل کولی شئ سفارت سره اړیکه ونیسئ او د ملاقات د وخت د کړندي کولو غوښتنه وکړئ.

IOM FAP سره د ملاقات وخت

په ځینو هېوادونو کې، آلمان د کډوالۍ د نړیوال سازمان د کورنیو د مرستې له پروګرام (IOM FAP) سره کار کوي. د (IOM FAP) د لټون لپاره، دغې وېبپاڼې ته ورشئ.
په همدې هېوادونو کې به IOM FAP ستاسو د کورنۍ غړو ته د مرکې بلنه ورکړي. هغوی باید مرکې ته ټول اړین اسناد له ځان سره راوړي. د اسنادو لیست په راتلونکې برخه کې وړاندې شوی دی.
د ملاقات په لړ کې، یو موظف کارکوونکی به ستاسو د کورنۍ ټول اسناد وګوري. که چېرې کوم سند موجود نه وي، ستاسو له کورنۍ څخه به وغوښتل شي چې هغه سند پیدا کړي.

د غوښتنلیک د ثبتولو ځای چیرته دی؟

د غوښتنلیک د ثبتولو لپاره به ستاسو د کورنۍ غړي معمولا په سفارت کې د ملاقات وخت ټاکي.
په ځینو هېوادونو کې، سفارت دا مسوولیت IOM FAP ته سپاري، په دې هېوادونو کې، سفارت سره مرکه نه کېږي. عارض یوازې IOM FAP سره مرکه کوي. ټول پړاوونه په IOM FAP کې بشپړیږي. د هر غوښتنلیک له ثبتولو وروسته، IOM FAP ستاسو کیس سفارت ته راجع کوي او وروسته بیا سفارت ستاسو غوښتنلیک ګوري او پرېکړه کوي.
سفارت یا IOM FAP به د ملاقات بلنلیک هغې بریښنالیک ته ولیږي چې تاسو د آنلاین نوم لیکنې پرمهال کارولی وو. IOM FAP کېدی شي د ټیلفون له لارې هم له تاسو سره اړیکه ونیسي.

د غوښتنلیک د ثبتونو طریقه

هغه ټکي چې باید سفارت یا IOM FAP سره له ملاقات مخکې په پام کې ونیول شي:
  • ټول درخواست کوونکي باید د ملاقات په وخت کې حاضر وي، حتی ماشومان.
  • که چېرې ستاسو ماشوم یوازې په بهر کې ژوند کوي، باید له یو لوی شخص سره چې تاسو ورته د تګ صلاحیت ورکړی وي، ملاقات ته حاضر شي. تاسو باید نوموړي شخص ته په لیکل شوې بڼه صلاحیت ورکړئ. دا شخص باید د خپل پاسپورت او هویت کارت یو نقل ځان سره راوړۍ.
  • که چېرې ستاسو د کورنۍ غړي ټول اړین اسناد له ځان سره ملاقات ته نه وي راوړي، کېدی شي چې IOM FAP غوښتنلیک رد کړي. که چېرې ستاسو کورنۍ ځینې اسناد چمتو کولی نشي، هغوی باید وضاحت ورکړي او ووایي چې غواړي د ویزې غوښتنلیک څرنګه چې دی، وسپاري. 

د ملاقات لپاره څه باید راوړو؟

  • په خپل وخت خبرتیا یو نقل (که چېرې د اجرا وړ وي)
    • د ویزې د غوښتنلیک بشپړ شوې او لاسلیک شوې فورمه؛
  • د درخواست کوونکي پاسپورت یا د پیژندنې نور اسناد
  • د نکاح خط او تذکري په ګډون هغه اسناد چې ستاسو د کورنۍ اړیکې ښیي
  • ستاسو د کډوالۍ د پرېکړې (“BAMF-Bescheid”) یو نقل
  • په آلمان کې ستاسو د استوګنې یا اقامت د جواز (“Aufenthaltserlaubnis”) یو نقل
  • آلمان ته ستاسو د مسافرت د اسنادو (“Reiseausweis”) یو نقل یا پاسپورت
  • په آلمان کې د نوم لیکنې یا ریجسټریشن د سند (“Meldebescheinigung”) یو نقل
  • نور اړین اسنالکه د آلماني ژبې تصدیقپاڼه (level A1 CEFR)، که چېرې د اجرا وړ وي. د بشردوستانه استثنا حالت لپاره روغتیایي سند. ټول روغتیایي اسناد باید له یو باصلاحیته ډاکټر څخه ترلاسه شوي وي. په روغتیایي اسنادو کې باید د روغتیا رپوټ اود روغتیایي حالت لنډه څرګندونه شامله وي. د ماشومانو د سرپرستۍ اسناد، په هغه صورت کې چې ماشوم سره د یوځای کېدو غوښتنه کوۍ. د بېلګې په توګه، د کورنۍ د چارو د محکمې سند یا ستاسو د خاوند یا میرمن تصدیق شوې رضایت پاڼه.

د کورنۍ غړو سره ستاسو د اړیکې شواهد

ستاسو ترمنځ د اړیکې شواهد د غوښتنلیک یوه ډیره مهمه برخه بلل کېږي. تاسو د خپل ځان او د خپلې کورنۍ د غړو ترمنځ د اړیکې د ثبوت کولو لپاره رسمي اسنادو ته اړتیا لرئ چې پکې تذکره او نکاح خط شامل دي.  
که چېرې تاسو دغه اسناد نلرئ او د چمتو کولو توان یې هم نلرئ، کولی شئ نور شواهد ولیږئ. د بېلګې په توګه، تاسو کولی شئ خپل ماشوم سره د اړیکې د ثبوت کولو لپاره د DNA معاینه ترسره کړئ. هیڅ ډول تضمین نشته چې د آلمان سفارت به دغه شواهد کافي ګڼي. که چېرې د خپلې اړیکې د ثبوت کولو لپاره اسناد نلرئ، باید له یو وکیل سره مشوره وکړئ.

فیس

درخواست کوونکی باید د غوښتنلیک د لیږلو پرمهال، فیس ورکړي. د غوښتنلیک فیس د لویانو لپاره 75 یورو او د ماشومانو لپاره 37.50 یورو دی. دغه فیس په سفارت یا IOM FAP کې د ملاقات پرمهال ورکول کېږي. فیس باید په نغدو پیسو او محلي اسعارو ورکړل شي. که چېرې "بشردوستانه دلایل" موجود وي، فیس معاف کېدی شي.

له درخواست کولو وروسته څه پېښېږي؟

وروسته له دې چې ستاسو کورنې د ویزې د ترلاسه کولو لپاره درخواست کوي:
  • د آلمان سفارت به غوښتنلیک ګوري او د آلمان د بهرنیو اتباعو له ادارې سره، په هغه ځای کې چې تاسو ژوند کوۍ، اړیکه نیسي.
  • د بهرنیو اتباعو اداره به ستاسو د استوګنې یا اقامت جواز وګوري.
  • د بهرنیو اتباعو اداره به دا هم په ډاګه کړي چې ایا د محرومیت لپاره دلایل شته که نه. د بېلګې په توګه، هغوی به دا معلومه کړي چې تاسو په کوم جرم محکوم شوي یاست که نه. که چېرې تاسو په جدي یا لوی جرم محکوم شوي یاست، یا که چېرې ستاسو د کورنۍ غړی له آلمان څخه اخراج شوی وي، باید له وکیل سره مشوره وکړئ.
  • د بهرنیو اتباعو اداره به وګوري چې د عاید او کور شرایط پوره شوي دي که نه، که چېرې دا شرطونه ستاسو د قضیې لپاره مهم وي.
که چېرې تاسو د فرعي حفاظت لرونکي یاست، د غوښتنلیک کتنه به ډیر وخت ونیسي. د بهرنیو اتباعو ادارې ته له لیږلو مخکې به ستاسو کیس د سفارت له خوا وکتل شي.
سفارت به له وروستۍ پرېکړې وروسته، ستاسو له کورنۍ سره اړیکه ونیسي.
د غوښتنلیک د منظورۍ په صورت کې، ستاسو د کورنۍ غړي باید له سفارت سره اړیکه ونیسي څو خپله ویزه او د سفر اسناد ترلاسه کړي.
د آلمان حکومت له خوا د غوښتنلیک د رد کېدو په صورت کې، د پرېکړې په وړاندې عرض یا اپیل کېدی شي. د غوښتنلیک د رد کېدو مکتوب به د غوښتنلیک د رد کېدو دلیل څرګندوي. د عرض کولو مهلت دې پورې اړه لري چې ایا د غوښتنلیک د رد کېدو په مکتوب کې د عرض کولو امکانات ذکر شوي دي که نه. دا موضوع د مکتوب په وروستۍ برخه کې ذکر کېږي. که چېرې دا موضوع په مکتوب کې ذکر شوې وي، د عرض کولو مهلت یوه میاشت دی. که چېرې په مکتوب کې د عرض کولو مهلت ذکر شوی نه وي، مهلت به یو کال وي. تاسو باید وکیل سره مشوره وکړئ چې څرنګه د یوې منفي پرېکړې په اړه، په سفارت یا د آلمان په اداري محکمه کې عرض وکړئ.

مرسته او مشوره

تاسو یا ستاسو خپلوان کېدی شي له وکیل څخه د مرستې غوښتنه وکړي. په دې باب ځینې سرچینې لاندې وړاندې شوې دي:
یادونه: دا لارښوود د 2022 کال په سپټمبرمیاشت کې نوی شوی دی. کورنۍ سره د یوځای کېدو په اړه د آلمان په قوانینو او کړنلارو کې بدلونونه په راتلونکو میاشتو کې ترسره کېږي.