د برېټانیې دولت اعلان کړی چې افغان غوښتونکو ته یې د جونینگ نړیوالې بورسیې (Chevening Scholarship) ورکول بیا پیل کړي دي.
په هغه اعلامیه کې چې د چهارشنبې په ورځ (د 2022 کال د  اکټوبر په 5مه) د چونینگ په وېبپاڼه کې خپره شوې راغلي هغه افغانان چې په بهرنیو هېوادونو کې مېشت دي کولای شي په برېټانیې کې د زده کړې لپاره د چونینگ بورسونو لپاره غوښتنه وکړي.
د برېټانیې دولت د نړۍ په کچه زده کونکو ته د چونینگ بورسونونه وړاندې کوي. چونینگ په برېټانیه کې یو له لویو بورسونو څخه دی چې هر کال یو لوی شمېر غوښتونکو ته وړاندې کېږي کوم چې غواړي په دې هیواد کې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي. دا بورسونه په بشپړه توگه د برېټانیه لخوا سپانسر شوي دي.
د اعلامیې په دوام کې لیکل شوي چې د افغانستان د ناامنو شرایطو او د مالي او لوژستیکي ننگونو له امله د دې هېواد له دننې څخه دې بورسونو لپاره غوښتنلیک نه مني. هغه افغانان چې له افغانستان څخه بهر دي باید د شرایطو برابرولو لپاره د اړوند هېواد کې د استوگنې قانوني اسناد وړاندې کړي. یاد محدودیت یوازې د 2023-2024 تحصیلي کال لپاره په پام کې نیول شوی او دا پر دې پرېکړې به د راتلونکي تحصیلي کال په را رسېدو سره بیاکتنه وشي.
دا په داسې حال کې ده چې د دې بورسونو لپاره لېوال او پر شرایطو برابر کسان خپل غوښتنلیکونه د 2022 کال د اگسټ له 2مې څخه د نومبر تر لومړۍ نېټې پورې د ارزونې او منلو کېدو لپاره د برېټانیې دولت ته لېږلي وې.
په برېټانیې کې د چونینگ بورسونه په برېټانیې او حتی په نړۍ کې یو له غوره بورسونو څخه شمېرل کېږي چې د راتلونکي مشرانو او مدیرانو د پیاوړتیا په موخه د زده کړې لپاره په لاره اچول شوي دي او له دې لارې هر کال په برېټانیه کې د ټولې نړۍ څخه لوی شمېر لېواله غوښتونکي د زده کوونکي په توگه جذبوي. دا بورسونه په لومړي ځل په 1983 کال کې پیل شول چې په هغه وخت کې د برېټانیې له 50,000 څخه ډېر زده کوونکي د ماسټرۍ په کچه د زده کړې له دې موقع څخه گټه پورته کړل. د دې بورسونو تر چتر لاندې په ټولو رشتو او پوهنتونونو کې د زده کړې لگښت د برېټانیې حکومت لخوا ورکول کېږي. په برېټانیه کې د زده کړې ملاتړي په دې هېواد کې د ژوند کولو د پام وړ لگښتونو څخه د خلاصون په موخه تل د دې سکالرشپونو په ترلاسه کولو سره په کلکه سیالي کې وي. هر کال د افغانستان په گډون له 180 هېوادونو څخه شاوخوا 1500 زده کوونکي د چونینگ بورسونو د ترلاسه کولو چانس لري.
د یادولو وړ ده چې د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت له نسکورېدو او د نوي نظام له واکمنۍ وروسته د چونینگ ټول پروگرامونه د فرانسې حکومت او د امریکې د فولبرایټ د کلنۍ بورسونو په گډون ځینې نور نړیوال بورسونه هم ځنډول شوي و.