په اوسني وخت کې له مهمو ټېکنالوژي وسایلو څخه یو هم ځیرک موبايل دی، چې د افغانستان خلک هم تر ډېره یې کاروي. د ځیرک موبایلونو کاروونکي د بېلابېلو اپلېکېشنونو له لارې د بېلابېلو خلکو او ټولنو سره اړیکه نیسي او خپل معلومات په رسمي او شخصي توگه لېږدوي، چک کوي او کنټرولوي. همدارنگه، دوی د بانکي حسابونو اداره کول، انځورونو اخیستل، د غږونو ثبتول او د بېلابېلو ویډیوگانې ثبتولو په گډون په سلگونو نورې گټې ترې اخلي. له همدې امله د کاروونکو ټول شخصي معلومات د دوی په ځیرک موبایلونو کې ثبت او زیرمه شوي او په اسانۍ سره د لاسرسۍ وړ دي.
د ځیرک موبایلونو کارول تل له جدي آنلاین او آفلاین گواښونو سره مل وي او ځینې وختونه کاروونکي په کارولو سره یې له امنیتي ننگونو سره مخ کېږي. څرنگه چې ځیرک موبایلونو کې د خلکو شخصي او حیاتي معلومات خوندي دي، نو د هغو ساتنه په یو ډول د کاروونکو محرمیت یا امنیت ساتل گڼل کېږي. نو دا ځیرک موبایلونه باید په احتیاط سره وکارول شي او د هر ډول آنلاین (هک) او آفلاین (غلا) گواښونو څخه خوندي وساتل شي.
له همدې امله، په دې لیکنه کې به موږ د اینټرنټ له لارې د ځیرک موبایلونو هک کولو ترټولو عامې لارې او په مجازي نړۍ کې د خوندي پاتې کېدو مهم ټکو په اړه معلومات ورکوو چې د کاروونکو د لوستلو وړ دي.

د ځیرک موبایلونو او اینټرنټ ترمنځ اړیکه

 ځیرک موبایلونه او اینټرنټ په نړۍ کې یو له بل سره ډېر کارول کېږي یا کولی شو ووایو چې دا دواړه د یو بل بشپړوونکي دي. په نړۍ کې ځیرک موبایلونو ته د خلکو پراخه لاسرسي او اینټرنټ سره د هغو نښلېدل، د ځیرک موبایل د امنیت موضوع په دې وروستیو کې د کاروونکو جدي پاملرنه راجلب کړې. که څه هم ډېری جوړشوي ځیرک موبایلونه خپل داخلي امنیت لري، خو تاسو نشئ کولی یوازې د هغو پر امنیت تکیه وکړئ.
که تاسو پام ونکړئ، د خپل ځیرک موبایل له لاسه ورکولو یا هک کېدو سره د یو څو انځورونو او اړیکو شمېرو له لاسه ورکولو څخه تاسو ته ډېر مانا لري. موږ ستاسو د ټولنیزو رسنیو اکونټونو، ستاسو شخصي او رسمي اړیکو یا خبرواترو، مهم اسنادو، برېښنالیکونو، انځورونو او پیغامونو په اړه خبرې کوو. که چېرې یو کاروونکي خپل ځیرک موبایل له لاسه ورکړي یا هکران هغه ته ننوځي، د هغه ټول معلومات تعقیب کېږي او هکر ورته لاسرسی موندلی شي.
معلوماتو ته په لاسرسي سره، ستاسو شخصي معلومات کېدی شي د خلکو لخوا په عمدي یا ناپوهۍ سره په ټوله نړۍ کې شریک شي. په دې مجازي نړۍ کې غله او هکران د نامعلوم هویت تر شا پټېږي او په ډېری قضیو کې د دوی موندل ستونزمن یا ناشوني دي. له همدې امله، هېڅوک نشي کولی ستاسو په پرتله ستاسو د معلوماتو خوندي کولو په برخه کې ښه رول ولوبوي.

د اینټرنټ گواښ څنگه رامنځته کېږي؟

په عموم کې د ویب لټون، د برېښنالیک مدیریت، او په رسنیو او ټولنیزو شبکو د کارولو په گډون هغه فعالیتونه چې په آنلاین او اینټرنټ کې ترسره کېږي د ځیرک موبایلونو یا د کاروونکو شخصي معلوماتو امنیت ته له جدي گواښ سره مل وي. په اینټرنټ کې ډېری اپلېکېشنونه او سرچینې شتون لري چې موخه یې د اړوند سېسټمونو ویجاړول، په وېرسونو د ځیرک موبایلونو اخته کول او د هغو د معلوماتو هک کول دي.
په اوسني عصر کې د انټرنېټ په مرسته ډېر کارونه ترسره کېږي او نه کارول یې خلک له جدي ننگونو سره مخ کوي. د ځیرک موبایل امنیتي گواښونه د هکرانو لخوا هغه بریدونه دي چې موخه یې د ځیرک موبایلونو او ټبلېټونو څخه د معلوماتو پټول یا غلا کول دي. دا گواښونه تر ډېره د مالویر(Malware) یا سپایویر (Spyware) په بڼه وي چې ناوړه اشخاصو ته اجازه ورکوي څو دې وسایلو ته غیرقانوني لاسرسی ومومي. په ډېري مواردو کې کاروونکي حتی د دې بریدونو څخه خبر هم نه وي.
له همدې امله، تاسو باید په اینټرنټ کې شخصي معلوماتو پورې اړوند ټولو فعالیتونو په اړه له ډېر احتیاط څخه کار واخلئ. په ځیرک موبایلونو کې د اینټرنټ خوندي کارولو لپاره، بېلابېلې لارې چارې شتون لري چې د شخصي معلوماتو د افشا کېدو مخنیوي لپاره په پام کې نیول کېدی شي.

د امنیتي گواښونو ډولونه او ورسره د مبارزې لارې چارې

د ځیرک موبایلونو امنیتی گواښونه په ټولو ډولونو او اندازو کې شتون لري، خو دا لیکنه د ورته گواښونو څلور عمومي کټگوریو او هغو سره د مبارزې پر لاروچارو بحث کوي. دا څلور کټگورۍ د شخصي معلوماتو د افشا کولو خورا عامې لارې دي چې کولی شي د ځیرک موبایلونو امنیت وگواښي او د خلکو شخصي معلومات او هویت غلا کړي. د گواښونو څخه د خوندیتوب په موخه سپارښتنې او مهمې لارښوونې په لاندې برخه کې په ځیر سره ولولئ:

1 - د ویب (Web)پر بنسټ ځیرک موبایلونو ته گواښونه

د ویب له لارې پر ځیرک موبایلونو بریدونه معمولاً د فشینگ (Phishing) یا جعل له لارې ترسره کېږي. هکران خپلو زیانمنونکو ته یو برېښنالیک، متن یا پیغام لېږي چې داسې ښکارېږي د یو باوري کس له لوري لېږل شوی، خو په پیغام کې یو ناوړه لینک یا ضمیمه وي چې په وېروسونو، ټروجنونو، ورمونو او باټنټ (Botnet) باندې اخته وي. کله چې کاروونکي پر دې لینکونو کلیک کوي یا خپل شخصي معلومات پکې لیکي، هکر کولی شي په ځیرک موبایلونو کې د کاروونکو شخصي معلوماتو ته غیرقانوني لاسرسی ومومي او ترې ناوړه گټه پورته کړي. له بلې خوا، ډېری خلک ضعیف پاسورډونه کاروي، یو ډول پاسورډونه په بېلابېلو اکونټونو کې کاروي او د ناوړه ملگرو یا همکارانو سره معلومات شریکوي.

له دې خطرونو څخه څنگه مخنیوی وشي؟

  • د هک کېدو څخه د مخنیوي په موخه کاروونکي باید په شکمنو او نامعلومو برېښنالیکونو او ضمیمه فایلونو باندې له کلیک کولو څخه ډډه وکړي.
  • هغو اړیکو، پیغامونو او برېښنالیکونو ته پام مه کوئ چې لېږونکي یې نه پېژنئ.
  • هغه وېبپاڼې مه گورئ چې فکر کوئ په ورمونو، ټروجنونو او وېرسونو اخته دي.
  • په رسنیو او ټولنیزو شبکو کې پام کوئ او هر ډول لینکونه مه خلاصوئ، ځکه چې په ځیرک موبایلونو کې غیرخوندي فعالیتونه او د ټولنیزو رسنیو ناسم کارولو سره کېدی شي د هکرانو لپاره د هک لاره اسانه شي.
  • حتی که ستاسو اړیکه یو باوري لېږونکی ښکاري، بیا هم د شکمنو شیانو په اړه محتاط اوسئ؛ پرځای یې URL د خپل ویب براوزر کې دننه کړئ چې په دې توگه د لینک روغوالي څخه ډاډ ترلاسه کړئ.
  • د خپل ځیرک موبایل تنظیمات په داسې ډول تنظیم کړئ څو تاسو د اپلېکېشنونو او ویب له کارولو څخه وروسته په اوتومات ډول له هغو څخه بهر (Signed out) شئ.
  • قوي پاسورډونه وکاروئ چې شمېرې، سمبولونه او کوچني او لوی توري ولري.

2 - د اپلېکېشنونو پر بنسټ گواښونه

ځیرک موبایلونه ډېری وخت د انسټال شوي اپلېکېشنونو یا برنامو سره مل جدي امنیتي زیانونه او گواښونه لري.
هغه اپلېکېشنونه چې د رسمي اپلېکېشن پلورنځیو پرته له نورو سرچینو څخه ډاونلوډ او نصب شوي، کېدی شي ځیرک موبایلونو ته د ننوتلو لامل شي ځکه چې ځیرک موبایلونه د خونديتوب مناسبې برنامې نلري. برسېره پر دې، هکران ممکن په ځیرک موبایلونو کې ناوړه پروگرامونه نصب کړي چې موخه یې د زیانمنونکو د معلوماتو پټول دي. همدارنگه، هکران کولی شي د ځیرک موبایلونو په سېسټم کې ناوړه کوډونه پرته له دې چې کاروونکي پرې پوه شي د هغو پروگرامونو له لارې نصب کړي چې په مالویر یا ناوړو برنامو اخته شوي دی، چې په دې توگه معلومات په دوامداره او پټ ډول لېږدول کېږي.
دا ډول بریدونه هغه وخت رامنځته کېږي کله چې د ځیرک موبایل کاروونکي ناوړه اپلېکېشن ډاونلوډ او انسټال کړي یا اپلېکېشن ته پرته له دې چې د امنیت کچه ​​په پام کې ونیسي اجازه ورکوي څو معلوماتو او اړوندو غوراویو ته لاسرسی ومومي.

نو د خوندیتوب لپاره څه وکړو؟

  • هغه لاروچارو ته پام وکړئ چې تاسو فکر کوئ گواښونه به کم کړي، د بېلگې په توگه د دې پرځای چې یو اپلېکېشن نصب کړئ چې تاسو ورته اړتیا نلرئ دا غوره ده چې دا په خپل موبایل کې له سره انسټال نکړئ.
  • پروگرامونه یوازې د Google Play، App Store او د ځیرک موبایلونو د اپلېکېشنونو له نورو معتبرو سرچینو څخه ډاونلوډ کړئ.
  • د خپل ځیرک موبایل موقعیت، کېمرې او مایکروفون معلوماتو ته لاسرسی مه منئ، پرته له هغه اپلېکېشن چې تاسو یې کاروئ او واقعاً ورته اړتیا لرئ.
  • د امکان تر حده لږ او معتبر پروگرامونه وکاروئ او همدارنگه د غیرخوندي اپلېکېشنونو ډاونلوډولو او انسټالولو څخه ډډه وکړئ.
  • په دوامداره توگه ستاسو په ځیرک موبایلونو کې نصب شوي اپلېکېشنونه او پروگرامونه اپډېټ کړئ.

3 - د شبکې گواښونه

دا ډول برید هغه وخت رامنځته کېږي کله چې هکران داسې کاروونکي په نښه کوي چې غیرخوندي یا وړیا عامه Wi-Fi  سره وصل کېږي. په ځینو حالاتو کې هکران حتی جعلي Wi-Fi  شبکې د کاروونکو غولولو لپاره جوړوي، کوم چې دNetwork Spoofing) ) په نوم هم پېژندل کېږي. جعلي شبکې له کاروونکو څخه غوښتنه کوي چې خپل نوم او پاسورډ په کارولو سره یو حساب جوړ کړي خو په حقیقت کې دا هکرانو ته فرصت ورکوي څو د ځیرک موبایلونو سره په ناقانونه توگه وصل شي او ناوړه فعالیتونه په کې ترسره کړي.
تاسو تر ډېره د Wi-Fi شبکې کارولو سره علاقه لرئ کوم چې په عامه ځایونو کې د لاسرسي وړ وي لکه هوایی ډگرونه، اینټرنټ کلپونو، کافي شاپونړ، کتابتونونه او نور عامه ځایونه چیرې چې وای فای وړیا دي. وړیا اینټرنټ تاسو ته اجازه درکوي چې خپل شخصي اینټرنټ ونه کاروئ. خو په دې نه پوهېږي چې ډېری دغه شبکې ناامنې دي. په بل عبارت، هکران کولی شي په اسانۍ سره د کاروونکو ځیرک موبایلونو ته لاسرسی ومومي او د دوی د شخصي معلوماتو امنیت وننگوي.

له دې گواښ څخه څنگه ځان خلاص کړو؟

  • مخکې له دې چې وړیا وای فای سره وصل شئ، په ځیر سره فکر وکړئ او هېڅکله هغه شبکې مه کاروئ چې تاسو د کارن حسابونو جوړولو یا ستاسو د اکونټونو پاسورډ دننه کولو ته اړ باسي.
  • هېڅکله خپل موبایل له دې شبکو سره مه نښلوئ.
  • که تاسو د دې ډول شبکو کارولو ته اړتیا لرئ، یوازې د ټیټ خطر فعالیتونه ترسره کړئ او ژر تر ژره اړیکه مو ورسره پرې کړئ.
  • هېڅکله دا شبکې د برېښنالیکونو، بانکي حساب اپلېکېشنونو، ټولنیزو شبکو او رسنیو یا آنلاین پېرودلو لپاره مه کاروئ.

4 - فزیکي گواښونه

هغه ځیرک موبایلونه چې ورک شوي یا د غلو لخوا غلا شوي، کاروونکي یې له جدي امنیتي ننگونو سره مخ کوي. که چېرې غلاشوي ځیرک موبایل قوي پاسورډ، قوي PIN یا بایومیټریک تصدیق ونلري یا تاسو د خوندیتوب ځانگړي پروگرامونه او خدمات نه وي کارولي، په ځیرک موبایل کې ستاسو شخصي معلومات به په اسانۍ سره د لاسرسي او کارولو وړ وي. په ځانگړې توگه د دې په پام کې نیولو سره چې اوس مهال امنیتي گواښونه خورا پېچلي شوي، د ځیرک موبایل غلا احتمال هم ډېر شوی.

دا گواښ څنگه راکم کړو؟

  • کله چې ستاسو ځیرک موبایل غلا شي، تاسو کولی شئ په خپل ځیرک موبایل کې د My Phone یا Find My Mobile غوراوي په کارولو سره خپل معلوماتو ته لاسرسی ومومئ او هغه له منځه یوسئ. البته، دا خدمت یا اسانتیا په ډېری Android او iPhone ځیرک موبایلونو کې شتون لري، خو دا خدمت هغه وخت کارولی شئ چې تاسو دمخه دا فیچر فعال کړی وي.
  • په ځیرک موبایل کې خپل داسې شخصي معلومات مه ساتئ چې تاسو ته ډېرې ستونزې رامنځه کولی شي.
  • کله چې موبايل غلا شي، د بل موبايل يا کمپيوټر له لارې سمدلاسه خپل برېښناليکونه او مهم اپلېکېشنونو ته دننه شئ او د هغو پاسورډونه، امنيتي کوډونه بدل کړئ او په موبايل کې انسټال شويو پروگرامونو ته لاسرسي محدود کړئ او د امکان په صورت کې له هغه څخه بهر (Signed out) شئ.
  • خپل ځیرک موبایلونو ته قوي پاسورډ یا ځانگړي امنیتی حل لاره ولرئ لکه د خپلې څېرې په کارولو سره د ننوتلو اختیار فعالول.
  • هڅه وکړئ خپل ځیرک موبایل په موټرو، سړکونو، کوڅو او نورو ځایونو کې مه کاروئ، چېرې چې ځیرک موبایل غلا کېدی شي.
  • که مو موبايل له ځانه سره گرځوئ، په جيب کې يې او يا په داسې ځای کې کېږدئ، چې ډاډه اوسئ دا به ورک يا غلا نه شي.

د ځیرک موبایل د هک کولو د مخنیوي په موخه ځینې مهم لارښوونې

څرنگه چې اینټرنټ د معلوماتو د لېږدولو لپاره یو ناامنه پلټفارم دی، د اینټرنټ کاروونکي باید د اینټرنټ استفادې سره ښه اشنا وي او د هر ډول احتمالي گواښونو څخه د امنیتي لاروچارو لکه د انټي ویروس سافټویر نصبول، مشکوکو او نامعلومو سایټونو ته د معلوماتو نه ورکول او دې ته ورته نورو لاروچارو سره اشنا وي څو له گواښونو څخه خوندي وي. د ځیرک موبایلونو کاروونکو د خوندیتوب لپاره ځینې مهم ټکي په لاندې ډول وړاندې کېږي:
  • د باور وړ سرچینو څخه اپلېکېشن ډانلوډ او انسټال کړئ.
  • په شکمنو لینکونو کلیک مه کوئ.
  • په خپل ځیرک موبایل کې انټي ویروس ولرئ او په دوامداره توگه خپل ځیرک موبایل سکن کړئ.
  • په اپلېکېشنونو کې د دوه فکتور تصدیق کولو (Two-Factor Authentication) اختیار وکاروئ.
  • په دوامداره توگه د خپل ځیرک عملیاتي سېسټم اپډېټ کولو ته پاملرنه وکړئ.
  • خپلو موبایلونو او اکونټونو ته قوي پاسورډونه وکاروئ.
  • څو حسابونو لپاره ورته پاسورډ مه کاروئ او برعکس هر حساب لپاره جلا پاسورډ وکاروئ.
  • خپل شخصي معلومات مه شریکوئ.
  • وړیا او عامه وای فای سره ځان مه نښلوئ.
  • شکمنو ایمیلونو ته ځواب مه ورکوئ.
  • د شخصي معلوماتو د خوندیتوب لارښوونو ته پام وکړئ.
  • خپلو شخصي معلومات څخه یوه کاپي له ځان سره ولرئ.
  • د اړتیا په صورت کې د اعتبار وړ VPN اپلېکېشن وکاروئ.
د اینټرنټ کارولو په وخت کې د ځیرک موبایلونو خوندیتوب څخه ډاډ ترلاسه کولو لپاره دا اړینه ده چې کاروونکو ته د هغه لاروچارو په اړه پوهاوی ورکړل شي چې هکران د دوی د زیانمنونکو نښه کولو لپاره کاروي. د "وپوښتئ" ټیم تاسو ته وړاندیز کوي څو دا لیکنه د خپلو ملگرو او د کورنۍ نورو غړو سره شریکه کړئ څو دوی له ورته گواښونو څخه لرې وي، د کورنۍ ناورین مخه ونیول شي او همدارنگه د دوی محرمیت خوندي کړی شي.

مرسته او مشوره

د ځیرک موبایلونو د خوندیتوب په اړه په دري او پښتو ژبو ډېر مواد لیکل شوي او یا ژباړل شوي، چې په بېلابېلو وېبپاڼو کې خپاره شوي دي. مخاطبین کولی شي د گوگل پاڼې ته ورشي او د ورته معلوماتو په لټولو سره دې معلوماتو ته لاسرسی ومومي. هغه افغانان چې ځانگړو معلوماتو یا مشورې ته اړتیا لري کولی شي د "وپوښتئ" مشاورینو سره د "وپوښتئ" 93729807235+ واټساپ شمېرې واټساپ شمېرې یا د "وپوښتئ" وېبپاڼې له لارې اړیکه ونیسي او لا ډېر معلومات ترلاسه کړي.