د امریکې د متحده ایالاتو د تابعیت او کډوالۍ خدمتونو اداره  (U.S. Citizenship and Immigration Services - USCIS)  هر کال په متحده ایالاتو کې د نژادي تنوع ساتلو لپاره د لاټري پروگرام په لاره اچوي.
د افغانستان او یو شمېر نورو هېوادونو اتباع کولی شي د متحده ایالاتو د گرین کارت لاټري پروگرام کې نوم لیکنه وکړي. افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی چې په دې کلونو کې خلکو ته یې د امریکې د گرین کارت په لاټرۍ کې د گډون اجازه ورکړل شوې ده. د  امریکې د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه کې د مستحقو هېوادونو نوملړ ولولئ.
د شنه کارت لاټري پروگرام د افرادو او کورنیو لپاره یوه قانوني او وړیا لاره ده چې د یاد کارت ترلاسه کولو او متحده ایالاتو ته د قانوني مهاجرت لپاره بله لاره نه لري. په افغانستان کې د وروستي کړکېچ او د 2024 کال لپاره د لاټرۍ د پروگرام د ترسره کيدو سره هغو افغانانو ته د کډوالۍ ښه فرصت برابر شوی چې تر دې دمه یې یاد هېواد یا د نړۍ نورو هېوادونو ته د کډوالۍ فرصتونه نه درلود. د لاټري په دې پروگرام کې برخه اخیستل او گټل په متحده ایالاتو کې د کار او ژوند لپاره د استوگنې جواز ترلاسه کولو تر ټولو اسانه لاره ده. په دې لیکنه کې د امریکې گرین کارت لاټري او د دې پروگرام د ترسره کولو موخه، شرایط او د نوم لیکنې څرنگوالي په اړه معلومات وړاندې شوي دي.

د امریکې گرین کارت لاټري څه شی دی؟

په متحده ایالاتو کې په 1990 کال کې یو قانون تصویب شو چې د نژادی تنوع ویزې لاټري (Diversity Visa Lottery or DV Lottery) رامنځته کړې. د متحده ایالاتو د گرین کارت لاټري یا د نژادي تنوع کډوالۍ ویزې پروگرام د قرعه کشۍ په مانا ده، چې د متحده ایالاتو د کډوالۍ خدمتونو ادارې د غوښتونکو ترمنځ ترسره کوي کوم چې د دې پروگرام لپاره نوم لیکنه کړی وي. دا پروگرام به په 2024 کال کې هم ترسره شي چې په ترڅ کې به یې شاوخوا 55000 کسانو ته د امریکا ویزې ورکړل شي.
دا ویزه د کډوالۍ یو ډول ویزه ده چې یو څوک کولی شي د امریکا د دایمي استوگنې یا د متحده ایالاتو شنه کارت ترلاسه کړي او پرې امریکا ته داخل شي. لاټري د هغو هېوادونو لپاره یو فرصت دی چې له هغه څخه هر کال لږ شمېر کډوال دې هېواد ته مهاجرت کوي څو دوی د کډوالو د نسل او نفوس ترمنځ توازن وساتي. له همدې امله د گرین کارت لاټري متحده ایالاتو ته د ژوند کولو په موخه د کډوالو تنوع زیاتولو لپاره د یوې لارې په توگه کارول کېږي.

گرین کارت څه شی دی؟

د امریکا شنه کارت په متحده ایالاتو کې د دایمي استوگنې ویزه ده. یو شنه کارت لرونکی کولی شي په دې هېواد کې د امریکایي اتباعو په څېر په آزاده توگه ژوند، کار او زده کړې وکړي. د امریکې د شنه کارت له ترلاسه کولو وروسته، یو افغان کولی شي د اوسېدو په شرایطو کې د افغانستان په گډون هر هېواد ته پرته له کومې ستونزې سفر وکړي او په همدې کارت سره بېرته متحده ایالاتو ته راستانه شي او له ویزې پرته متحده ایالاتو ته تگ راتگ وکړي. د امریکې شنه کارت لرونکی د دې هېواد تبعه گڼل کېږي او کولای شي له هغو امتیازاتو گټه واخلي چې د امریکې حکومت خپلو اتباعو ته ورکوي. د امریکې متحده ایالات، کډوالۍ لپاره د نړۍ یو له غوره هېوادونو څخه دی او هر کال ډېری کډوال دې هېواد ته داخلېږي.

لگښت

د امریکې د لاټري په کلني پروگرام کې گډون د ټولو مستحقو کسانو لپاره وړیا دي او د امریکې حکومت د افغان گډون کوونکو څخه د نوم لیکنې له پیله په متحده ایالاتو کې د ژوند تر پیل کولو پورې هېڅ ډول فیس نه اخلي، ځکه دا پروگرام د لاټرۍ یو پروگرام دی او د دې لاټرۍ گټونکي هېڅ ډول لگښت ورکولو ته اړتیا نلري.

د لاټرۍ د نوم لیکنې شرایط

  • گډون کوونکی باید د هغو هېوادونو تبعه وي چې په لاټرۍ کې اجازه ورکړل شوې.
  • برخه اخیستونکی باید 18 کلن یا تر دې ډېر عمر ولري.
  • گډون کوونکی باید د دولسم ټولگي د زده کړې سند ولري. هغه کسان چې د زده کړې سند نلري، باید په اړوندو دندو کې کاري تجربه او د 2 کلونو د زده کړې سند ولري. تاسو کولی شئ د دې دندو لېست په آنلاین بڼه د O*Net Online وېبپاڼه کې ولولئ.

اړین اسناد

په لاټرۍ کې د نوم لیکنې لپاره تاسو باید د خپلو شرایطو پورې اړوندې فورمې ډکې کړئ، کوم چې شخصي او زده کړې پورې اړوند معلومات (مجرد، واده شوی، طلاق شوی او کونډه) لري او د هغې سره یو انځور لېږلو ته اړتیا ده. لاندې معلومات باید په فورمه کې ولیکل شي:
  • د اصلي غوښتونکي نوم او تخلص؛
  • جنسیت
  • د پاسپورټ یا تذکرې سره سم د زېږون کره نېټه؛
  • ښار او د زېږون هېواد؛
  • د اوسېدو بشپړ پته؛
  • د اړیکو معلومات او برېښنالیک پته؛
  • د زده کړې کچه؛
  • د واده شرایط یا تاهل؛
  • د اړتیا په صورت کې د ژوند ملگري او ماشومانو معلومات؛
  • د کورنۍ د ټولو غړو انځورونه په 600600 x پکسل کې.

څنگه غوښتنلیک وسپارو؟ (How to Apply)

نوملیکنې لپاره تاسو باید د امریکې لاټري لپاره د نوم لینکنې وېبپاڼې ته مراجعه وکړئ او اړوندې فورمې په انلاین توگه ډکه کړئ. له نوملیکنې وروسته، تاسو باید د تایید پیغام Digital signature او Confirmation No ترلاسه کړئ. تاسو ته به د Confirmation No په نوم یوه شمېره درکړل شي، دا شمېره په کوم ځای کې ولیکئ یا خوندي کړئ ځکه چې تاسو به ورته اړتیا ولرئ، یعنی کله چې د لاټرۍ گټونکي اعلان شي بیانو د دې شمېرې په کارولو سره تاسو پایلې کتلی شئ چې تاسو لاټري گټلې او که نه.

د 2024 کال د لاټري پروگرام د نوم لیکنې وخت

د 2024 لاټري لپاره د نوم لینکنې رسمي دوره به د 2022 کال د اکټوبر په 6مه پیل شي او د لاټري د نوم لیکنې آخري موده به د 2022 کال د نومبر 9مه نېټه وي.

مهم ټکي

  • د نوملیکنې په صورت کې هره جوړه یا د ژوند ملگري باید مهم معلومات لکه نوم او تخلص په انگلیسي کې ولیکي، د زېږون کره نېټه په میلادي نېټې پر بنسټ، د زېږون ځای، د زده کړې کچه، د واده حالت، د ژوند ملگري او ماشومانو (که کوم وي) انځورونه.
  • پام مو وي چې د ټولو هغو ماشومانو معلومات چې عمرونه یې له 21 کالو څخه کم او ژوندي وي باید ذکر شي.
  • که ستاسو ماشوم د 21 کلونو څخه ډېر وي، دوی باید په خپلواک ډول نوم لیکنه وکړي او ستاسو په غوښتنلیک کې ستاسو د ماشوم په توگه و نه لیکل شي.
  • که ستاسو ماشوم په امریکې کې زېږیدلی وي یا د امریکې گرین کارت لري، د دوی معلومات په خپل فورمه کې مه لیکئ.
  • ستاسو د ژوند ملگري او ماشومانو د معلوماتو په ثبتولو کې د کومې تېروتنې په صورت کې حتی که گټونکی شئ، ستاسو دا کیس به رد کېږي.
  • د خپل ځان او د کورنۍ ټولو غړو لپاره یو، یو انځور اړین دی. مه هېروئ چې د کورنۍ ټول غړي انځورونو ته اړتیا لري، حتی یو ماشوم چې څو ورځې عمر لري هم انځور ته اړتیا لري.
  • د کورنۍ د ټولو غړو انځورونه په مناسب کیفیت او د امریکې لاټري د اړینو معیارونو په پام کې نیولو سره چمتو او باید د نوم لیکنې پرمهال اپلوډ شي.
  • د لاټري اړوند انځور باید مربع وي او ابعاد یې باید 5 سانتي متره په 5 سانتي متره یا 600 په 600 پکسل کې وي، سپین بکگروند ولري، د انځور ریزولوشن باید 300 dpi وي، د فایل فارمیټ باید jpg وي، د انځور اندازه باید له 240 کیلوبایټ (KB) څخه ډېر نه وي او په انځور کې سړی باید په بشپړه توگه کمرې ته مخامخ وي او سر او بدن باید زاویه ونلري.
  • فورمې باید یوازې آنلاین ډکې شي. د فورمو خوندي کول امکان نلري.
  • هڅه وکړئ چې نوم لیکنه تر وروستیو ورځو پورې ونه ځنډوئ. ځینې ​​​​وختونه د لاټري د نوم لیکنې وېبپاڼه په ورستیو ورځو کې لوړ ټرافیک تاسو ته په خپل وخت د راجسټریشن کولو مخه نیسي چې په دې توگه ستاسو د چانس د لاسه ورکولو لامل کېږي.
  • تاسو به د فورمو ډکولو لپاره 60 دقیقې وخت ولرئ او که ستاسو نوم لیکنه په دې موده کې بشپړه نشي، تاسو باید بیا هڅه وکړئ.
  • هر غوښتونکي ته اجازه ورکول کېږي چې یوازې د اصلي غوښتونکي په توگه یوه فورمه وسپاري.
  • په لاټرۍ پروگرام کې د څو یا ډېر ځلي نوم لیکنې سره، ستاسو د گټلو چانس کمېږي ځکه چې سېسټم کېدی شي تاسو په لاټرۍ کې د جعل کوونکي کس په توگه وپېژني.
  • نوم لیکنه یوازې په ذکر شویو نېټو کې کېدی شي او تمدید کېدی هم نشي.

د لاټري گټل

د 2024 کال د متحده ایالاتو د گرین کارت لاټري د ټولو گټونکو نومونه به د 2023 کال د مې میاشتې په 6مه نېټه د  امریکې د گرین کارت لاټري وېبپاڼه کې اعلان شي. که ستاسو نوم د لاټري گټونکو په منځ کې و نو بیابه د خپل ځان هویت ثابت کړئ او د امریکې گرین کارت ترلاسه کولو لپاره د لاټري گټونکو پورې اړوند فورمې ډکې کړئ. تاسو باید اړونده لارښوونې تعقیب کړئ څو د اسنادو پروسس کېدو سره سم د امریکې هېواد ته کډوال شئ.

د لاټري گټلو چانسونه څومره دي؟

دا امکان لري چې ستاسو چانسونه یا ستاسو د لاټري گټلو احتمال ډېر شي. څرنگه چې هر سړی کولی شي په کال کې یو ځل په لاټرۍ کې برخه واخلي، نو هر سړی حق لري چې یو ځل د لاټرۍ په قرعه کشۍ کې برخه واخلي او خپل بخت وازمایي. له همدې امله، د 2024 کال لاټرۍ کې هر غوښتونکی کولی شي یوازې یو ځل نوم لیکنه وکړي. یوازې دوه ډله خلک کولی شي په قانوني توگه په دې پروگرام کې د گټلو امکان ډېر کړي.
لومړۍ ډله واده شوي کسان دي چې دوه ځله نوم لیکنه کولی شي، په دې ډول چې یو سړی اصلي غوښتونکي وگڼل شي او د هغه ښځه او ماشومان د کورنۍ غړي په توگه ثبت شي او یو ځل بیا ښځه د اصلي غوښتونکي په توگه ثبت شي او خاوند ماشومان یې هم پر شرایطو برابر وگڼل شي.
دویمه ډله د 21 کالو څخه کم عمرلرونکي مجردان دي چې د 12 ټولگي سند لري او دوی د نوم لیکنې درې چانسونه لري؛ د مور او پلار په فورمه کې دوه چانسونه او یو ځل چې شخص پخپله د اصلي غوښتونکي په توگه نوم لیکنه وکړي.

مرسته او مشوره

د ټولو اصلي غوښتونکو د منلو چانس چې د اعتبار وړ پاسپورټ، لږترلږه د 12 ټولگي سند او یو معیاري انځور ولري، ډېر دی. له همدې امله هڅه وکړئ خپله نوم لیکنه په ډېر احتیاط او لیوالتیا سره ترسره کړئ څو د 2024 کال د متحده ایالاتو گرین کارت لاټري کې د گډون فرصت ومومئ.
د متحده ایالاتو د گرین کارت لاټري په اړه د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت پورې اړوند لینک کې بشپړ معلومات ، شرایط او د ډېر ځلي پوښتل شويو پوښتنو ځوابونه ولولئ.