د برازیل دولت په ایران کې د دې هېواد د سفارت له لارې د نویو افغان کډوالو د منلو بهیر په موقت ډول درولی دی.
په هغه خبرپاڼه کې چې د ۲۰۲۲ کال د اګسټ په پای کې خپره شوې راغلي، د بشردوستانه ویزې هغه غوښتونکي چې د روان کال د جون تر ۱۲مې یې خپل غوښتنلیکونه په ایران کې د برازیل سفارت ته استولي دي، په ترتیب سره به وڅېړل شي، په سفارت کې به د مرکې وخت ورته په پام کې ونیول شي او په دې تړاو غوښتونکو ته به خبر هم ورکول کېږي.
د دې لپاره چې نوي غوښتنلیکونه ترلاسه نشي، د  vistos.teera@itamaraty.gov.br برېښنالیک آډرس چې له لارې یې غوښتونکي کولی شوای خپل اسناد د مرکې د تنظیم کېدو لپاره اړوند سفارت ته واستوي، هم په موقت ډول غیرفعال شوی دی.
د برازيل دولت افغانانو ته د بشردوستانه ويزې هغو کسانو ته ځانګړې کړې چې په افغانستان کې خوندیتوب نه لري او په دې هېواد کې د پناه غوښتنه کوي. برازیل دا پرېکړه د دې هیواد د دولت د رهبرۍ د ۲۰۲۱ کال د سپټمبر د میاشتې د ۲۴ نېټې د فرمان پر بنسټ، د بشردوستانه ارزښتونو او د افغانستان سیاسي وضعیت ته په پام سره، چې په ترڅ کې یې افغانانو ته بشردوستانه ویزې صادرېږي، کړې ده.
افغانانو ته د برازیل بشردوستانه ویزې پخوا په پاکستان، ایران، متحده عربي اماراتو، قطر، ترکیې او روسیې هېوادونو کې د برازیل سیاسي استازولیو لخوا ورکول کېدې، خو په دې خبرپاڼه کې په یادو هېوادونو کې د مرکو د بهیر د درولو په اړه څه نه دي ویل شوي.
د یادولو وړ ده چې د بشردوستانه ویزې غوښتونکو لپاره د مرکې د ټاکلو د پروسې او بیا پیل نېټه به وروسته په تهران کې د برازیل د سفارت په وېبپاڼه کې اعلان شي.