د ژغورنې نړیوالې کمېټې(IRC)  د The Independence Fund بنسټ سره په گډه د امریکې په متحده ایالاتو کې د افغان کډوالو د ځای پرځای کولو او مرستې مجازي پروګرام (VAPA)  پیل کړی دی.
د دې پروګرام موخه له هغو افغانانو سره مرسته او همکاري ده چې د 2021 کال د اګسټ په 15مه د افغانستان د اسلامي جمهوری دولت له نسکورېدو وروسته له افغانستان څخه امریکا ته لېږدول شوي او بیا په خپل سر خوندي پناه ځایونه پرېښي او لا هم نه دي توانېدلي چې په دې هیواد کې د بیامېشتېدنې څخه د  ملاتړ خدمتونو ته لاسرسی پیدا کړي.

ولې د VAPA پروګرام پیل شوی؟

هغه افغانان چې د بشردوستانه او لنډمهالو پروګرامونو پر بنسټ یاد هېواد ته دننه شوي او تر اوسه پورې د بیامېشتېدنې کوم پروګرام څخه ګټه نه وي پورته کړي، د VAPA پروګرام له لارې د بیامېشتېدنې اړوندو خدمتونو ته د لاسرسي او د اسنادو د پروسس، په ښوونځي کې د ماشومانو شاملولو او د دندې د پیدا کولو لپاره ځانګړي ملاتړ خدمتونه ترلاسه کوي.
ویل کېږي چې دا مهال په امریکا کې شاوخوا 2500 افغانان شتون لري چې په خپل سر خپل خوندي ځایونه پرېښي او یا هم ورته ځایونو ته له سره نه دي تللي. دا ډول خلک کېدی شي د افغان کډوالو د ځای پرځای کولو او مرستې مجازي پروګرام (VAPA)  څخه د ګټو یا خدمتونو د ترلاسه کولو پر شرایطو برابر وي.
د افغان کډوالو د VAPA مرستې دا فعالیتونه د یو اړوند تړون لیک له مخې ترسره کیږي، چې  یو څه برخه یې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت لخوا چمتو شوي مالي مرستې دي.

څوک د VAPA پر شرایطو برابر دی؟

هر هغه افغان کډوال چې لاندې درې واړه معیارونه پوره کوي د VAPA پروګرام کې د نوم لیکنې پر شرایطو برابر دی:
  • د 2021 کال د اګسټ له 15مې او د 2022 کال د سپټمبر 30مې نېټو ترمنځ د لنډمهاله او مشروط بشردوستانه استوګڼې پروګرام لاندې متحده ایالاتو ته داخل شوي یا نوي راځي؛
  • په متحده ایالاتو کې د اړوندو شریکانو او سازمانونو څخه د بیامېشتېدنې خدمتونه نه دي ترلاسه کړي؛ او
  • په خپل سر یو خوندي ځای پرېښی وي او یا هېڅکله ورته خوندي ځای ته نه وي تللی

څنګه نوم لیکنه کېږي؟

په متحده ایالاتو کې ټول افغان اتباع یا کډوال کولی شي د The Independence Fund بنسټ سره د اونۍ په رسمي ورځو کې (دوشنبه څخه تر جمعې) د سهار له 8:00 بجو څخه د ماښام تر 7:00 بجو پورې د 1-855-341-5456 اړیکشمېرې له لارې خپل ځان راجسټر کړي. همدارنګه، هغه کسان چې پر شرایطو برابر دي، کولی شي د TIL@loyalsource.com  برېښنالیک ته د یو لیک په لېږلو سره د نوم لیکنې او مرستې غوښتنه وکړي.

د غوښتنې ارزونه

د The Independence Fund بنسټ د خلکو غوښتنې ارزوي او پر شرایطو برابر افغان کډوال د VAPA  پروګرام د خدمتونو ترلاسه کولو لپاره د ژغورنې نړیوالې کمېټې (IRC) دفتر ته راجع کوي. پر شرایطو برابر کډوال چې VAPA  پروګرام ته راجع کېږي د نړیوالې ژغورنې کمېټې (IRC) د VAPA ټیم لخوا څارل کېږي.

د VAPA پروګرام د ختمېدو نېټه

د VAPA پروګرام د 2022 کال د سپټمبر په 30مه نېټه پای ته رسېږي. هغه افغان کډوال چې د VAPA پروګرام پر شرایطو برابر دي، کولی شي د دې پروګرام تر پای ته رسېدو دمخه د اړوندو خدمتونو څخه د ګټنې په موخه غوښتنه وکړي.

مرسته او مشوره

تاسو کولی شئ دا معلومات د نړیوالې ژغورنې کمېټې په وېبپاڼه کې ولولئ یا د اړونده معلوماتو ترلاسه کولو لپاره د  Independence fund وېبپاڼې ته لاړ شئ. که اړتیا وي، تاسو کولی شئ  VAPA@rescue.org برېښنالیک ته یو لیک واستوئ او د نورو معلوماتو غوښتنه وکړئ.
هغه افغانان چې په دې تړاو ځانګړو معلوماتو یا مشورې ته اړتیا لري، کولی شي د "بپرسید یا وپوښتئ" واټساپ شمېرې (93729807235+) یا د "بپرسید" وېبپاڼې له لارې په متحده ایالاتو او افغانستان کې د "بپرسید" مشاورینو سره اړیکه ونیسي او لا ډېر معلومات ترلاسه کړي.