په نړۍ کې انټرنېټ ته د خلکو د پراخ لاسرسۍ له امله، د انټرنېټ امنیت موضوع په دې وروستیو کې د کاروونکو جدي پام ځانته اړولی دی. که څه هم ډېري سېسټمونه، براوزرونه او پروګرامونه خپل داخلي امنیت لري، خو تاسو نشئ کولی یوازې د دوی په امنیت بسنه وکړئ.
 
په عموم کې د وېب لټون، د برېښنالیک مدیریت، او په ټولنیزو رسنیو کې د فعال پاتې کېدو په ګډون، هغه فعالیتونه چې په آنلاین او انټرنېټ کې ترسره کیږي، د کاروونکو د محرمیت لپاره خورا خطرناک دي نو تاسو باید د خپل شخصي معلوماتو پورې اړوند ټولو انټرنېټي فعالیتونو ته پام وکړئ. په ننني عصر کې د انټرنېټ په مرسته ډېر کارونه تر سره کېږي او نه کارول یې خلک له جدي ننګونو سره مخ کوي. د انټرنېټ د خوندي کارولو په موخه، د شخصي معلوماتو د افشا کېدو مخنیوي لپاره بېلابېل میتودونه شتون لري چې باید په پام کې ونیول شي.
 
له همدې امله، په دې لیکنه کې به موږ د انټرنېټ له لارې د کاروونکو  د کمپیوټرونو د هېک کولو تر ټولو عامې لارې او په انټرنېټ کې د خوندي پاتې کېدو مهم ټکي په اړه معلومات ورکړو چې کاروونکو لپاره د لوستلو ارزښت لري.

د انټرنېټ امنیت څه شی دی؟

د انټرنېټ امنیت د کمپیوټر شبکې امنیت تر عنوان لاندې ګڼل کېږي او ډېری یې د آنلاین پلیټ فارمونو له امنیت سره په څنګ کې کارول کېږي. په انټرنېټ کې ډېر پروګرامونه او سرچینې شتون لري چې موخه یې د کمپیوټرونو د عملیاتي سېسټم ویجاړول او په وېرسونو د سېسټمونو د اخته کولو او د کاروونکو له سېسټمونو څخه د معلوماتو هېک کول دي نو له دې امله د انټرنېټ امنیت مسلې ته باید ځانګړې پاملرنه وشي.
 
څرنګه چې انټرنېټ د معلوماتو د لیږدولو لپاره یو ناامنه پلیټ فارم دی، نو د انټرنېټ کاروونکي باید د انټرنېټ او امنیتي میتودونو لکه د انټي ویروس سافټویر نصبولو او مشکوکو خوځښتونو، نامعلومو سایټونو ته د معلوماتو وړاندطې کولو او نورو اړوندو لاروچارو سره ښه اشنا وي څو د هر ډول احتمالي ګواښ څخه خوندي وي.
 
په انټرنېټ کې د خوندیتوب ډاډ ترلاسه کولو لپاره، دا اړینه ده چې کاروونکي د هغه میتودونو سره اشنا شي چې هېکران د دوی د قربانیانو تېر ایستلو لپاره کاروي. د انټرنېټ ترټولو عام امنیتي ګواښونه فشینګ، هېک کول او ریموټ لاسرسی، د ناوړه سافټویر نصب کول او د عامه Wi-Fi کارول دي، چې په لاندې توګه تشریح شوي دي:

فشینګ

فشینګ (Phishing) یو سایبري برید دی چې پټ شوي برېښنالیکونه پکې شامل دي. هېکران هڅه کوي چې د برېښنالیک ترلاسه کونکي په دې فکر کولو کې تیر باسي چې دا یو ریښتینی او اړونده پیغام دی. د مثال په توګه، د دوی د دفتر څخه یو لیک دی یا د کارونکي د همکار یا ملګري څخه یو یاددښت دی چې دا په حقیقت کې د هېکرانو لخوا ترتیب شوی وي او د دوی زیان منونکو ته لېږل کیږي څو دوی په نښه شوي لینک باندې کلیک وکړي یا په برېښنالیک کې ضمیمه شوی فایل خلاص کړي. اصلي موخه دا ده چې کاروونکي د شخصي معلوماتو په سپارلو یا د ناوړه سافټویر ډاونلوډولو لپاره تېر باسي. څرنګه چې دا د معلوماتو غلا کولو یو له ارزانه او اسانه لارو څخه ده، دا د 1990 لسیزې راهیسې د هېکرانو په منځ مشهور دی. په وروستیو کلونو کې د فشینګ تخنیکونه او پیغامونه په زیاتېدونکي توګه پېچلي شوي دي. د دې لپاره چې د فشینګ لخوا هېک کېدو څخه مخنیوی وشي، کاروونکي باید په مشکوکو او نامعلومو برېښنالیکونو او ضمیمه شوي فایلونو باندې له کلیک کولو څخه ډډه وکړي.

لرې واټن څخه لاسرسی او هېک کول

هېکران تل په دې لټه کې دي چې د شخصي سېسټم یا شبکې زیان منونکي اړخونه او برخې وکاروي څو د کاروونکو شخصي معلومات پټ کړي. له لرې واټن څخه د معاصر ریموټ لاسرسي ټیکنالوژي (Remote Desktop - RDP Problems) کاروونکو ته زمینه برابروي چې د کاروونکو کمپیوټرونو ته له لرې واټن څخه لاسرسی پیدا او هغه کنټرول کړي. څرنګه چې RDP په پراخه کچه د ډېرو سوداګریزو بنسټونو لخوا کارول کیږي، د ناسم خوندي یا زیان منونکي شبکې امکانات نسبتاً لوړ دي. هېکران د RDP زیانونو څخه د ګټې اخیستنې لپاره بېلابېل تخنیکونه کاروي څو د کارونو شبکو او وسیلو ته بشپړ لاسرسی ترلاسه کړي. دوی کېدی شي معلومات پخپله غلا کړي او له هغه څخه ناوړه استفاده وکړي. د خپل سېسټم د هېک کولو او ریموټ کنټرول مخنیوي لپاره، کارونکي باید په برېښنالیکونو او ضمیمه شویو فایلونو باندې له کلیک کولو څخه ډډه وکړي، د عامه وای فای کارولو څخه لرې واوسي او په خپل کمپیوټر کې د باور وړ انټي ویروس وکاروي.

ناوړه سافټویر

ناوړه سافټویر د هغو سافټویرونو یوه ټولګه ده چې د کاروونکو د معلوماتو د غلا کولو په موخه رامنځته شوي دي. دا د وېروسونو، چینجیو یا ورمونو، ټروجنونو، جعلي وېبپاڼو او نورو ناوړه پروګرامونو لپاره یوه پراخه اصطلاح ده چې هېکران یې د سېسټمونو د ویجاړولو او حساسو معلوماتو غلا کولو لپاره کاروي. هر هغه سافټویر چې کمپیوټر، سرور یا شبکې ته زیان رسولو لپاره ډیزاین شوی وي د ناوړه سافټویر یا مالویر په توګه ګڼل کېدی شي.
 
مالویر د ناوړه او آنلاین اعلاناتو په بڼه را څرګندېږي. دا اصطلاح آنلاین اعلاناتو ته اشاره ده چې د کاروونکي په غلطۍ سره د کارونکي کمپیوټر وسیله کې مالویر خپور، توزیع او نصب کېږي. آنلاین اعلانونه یو پېچلي ایکوسېسټم دی چې پکې خپرونکي وېبپاڼې، د اعلاناتو تبادله، د اعلاناتو سرورونه، د شبکو د نوي کولو او د منځپانګې د رامنځته کولو شبکې شاملې دي. د مالویر دا پېچلتیا په داسې ځایونو کې د ناوړه کوډ داخلولو لپاره کارول کېږي چې خپرونکي او د اعلاناتو شبکې تل یې نشي پېژندلی. د انټرنېټ کاروونکي چې د ناوړه اعلان سره اړیکه پیدا کړي، کېدی شي خپل کمپیوټر ته مالویر ډاونلوډ کړي یا ناوړه وېبپاڼې ته یې راجع کړي. د دې ناوړه سافټویر د نصبولو مخنیوي په موخه، کاروونکي باید مشکوک وېبپاڼې ته مراجعه ونه کړي، په وېبپاڼو کې په بېلابېلو لینکونو کلیک ونه کړي او د ناوړه سافټویر پېژندلو او لرې کولو لپاره باید په دوامداره توګه یو باوري انټي ویروس وکاروي.

د عمومي وای فای څخه د ګټنې ګواښونه

د عمومي وای فای (Wi-fi) کارول کاروونکو ته ډېر خطرونه لري. په شاپینګ مالونو، هوایی ډګرونو، هوټلونو، رستورانټونو او نورو ځایویونو کې د امنیتي خوندیتوب لپاره د عمومي وای فای امنیت تر ډېره ضعیف یا له سره شتون نلري. د امنیت نشتوالی په دې مانا دی چې سایبر مجرمین او هېکران کولی شي هغه څه وڅاري چې تاسو آنلاین کوئ چې په دې توګه ستاسو پاسورډونه او نور شخصي معلومات غلا کولی شي. حتی که تاسو پلان لرئ چې ریښتیني او معتبر وړیا وای فای سره وصل شئ، بیاهم یو چانس شتون لري چې بل څوک له ورته وای فای سره وصل شي او ستاسو معلوماتو ته لاسرسی ومومي. کله چې ستاسو برېښنالیک، بانک، یا نورو مهمو اکونټونو ته ننوځئ، لومړی ډاډ ترلاسه کړئ چې تاسو د وېبپاڼې کوډ شوی نسخه کاروئ چې په بروزرونو کې د https سره پیل کېږي. که نه نو، هر هغه څه چې تاسو یې ټایپ کوئ د ساده متن (Plain text) په توګه لېږل کیږي او په دې توګه ورته شبکه کې بل څوک کولی شي دي معلوماتعو ته لاسرسی ومومي. دا سپارښتنه کېږي چې انټرنېټ ته د لاسرسي لپاره عامه وای فای یا غیر معتبر وای فای و نه کاروئ څو د دې ډول انټرنېټي خطر څخه خوندي پاتې شئ.
 
د هېک کېدو پر پورتنیو لاروچارو سربیره، ځینې نورې ځانګړې لارې چارې هم شتون لري لکه جعلي ټولنیزې رسنۍ او وېبپاڼې چې هېکران د خپلو کاروونکو کمپیوټرونو هېک کولو او لاسرسي لپاره رامنځته کوي.

د هېک کېدو څخه د مخنیوي لپارهځینې مهمې لارښوونې

  • له سرچینو څخه د سافټویر نصبولو څخه ډډه وکړئ. چې د باور وړ نه وي.
  • په شکمنو لینکونو کلیک مه کوئ.
  • انټي ویروس ولرئ او په دوامداره توګه خپل کمپیوټر سکن کړئ.
  • د دوه فکټور تصدیق کولو اختیار (Two-Factor Authentication) وکاروئ.
  • په دوامداره توګه خپل عملیاتي سېسټمونه آپډېت کړئ.
  • قوي پاسورډونه وکاروئ.
  • د څو اکونټونو لپاره ورته پاسورډ مه کاروئ او برعکس هر اکونټ لپاره جلا پاسورډ وکاروئ.
  • خپل شخصي معلومات مه شریکوئ.
  • وړیا او عامه وای فای سره خپل کمپیوټر مه نښلوئ.
  • بې نومه او نااشنا ایمیلونو ته ځواب مه ورکوئ.
  • د معلوماتو کوډ کول وکاروئ.
  • د خپلو معلوماتو کاپي له ځان سره وساتئ.
  • تل د کمپیوټر فایروال وکاروئ.

مرسته او مشوره

د انټرنېټ د امنيت په اړه په دري او پښتو ژبو ډېري مواد ليکل شوي او يا دې ژبو ته ژباړل شوي، چې په بېلابېلو ويبپاڼو کې خپاره شوي دي. لوستونکي کولی شي دې وېبپاڼو ته د ګوګل په پاڼه کې د "انټرنېټ امنیت" کلمو په لیکلو سره اړوندو مطالبو ته لاسرسی ومومي. هغه افغانان چې په دې برخه کې ځانګړو معلوماتو ته اړتیا لري، کولی شي د بپرسید یا وپوښتئ د وټساپ شمېرې (+93729807235) یا د "بپرسید" وېبپاڼې له لارې د "د بپرسید" مشاورینو سره اړیکه ونیسي او لا ډېر معلومات ترلاسه کړئ.