د ایټالیا هېواد د تورین پوهنتون د UniTo شل (20) بورسونه هغه له خطر سره مخ افغان او اوکرایني زده‌کړیالانو ته وړاندې کړي، چې په ایټالیا کې کډوال دي. په عمومي توګه دې بورسونو ته هغه کډوال چې له افغانستان، اوکراین او ځینو نورو هېوادونو څخه ایټالیا ته رسېدلي او د نړیوال خوندیتوب په چوکاټ کې د اوسېدو یو ډول جواز لري، منل کېږي.
بورسونه د کډوالو هغه کټګوریو ته چې پورته ذکر شوي د نړیوالو زده‌کړیالانو لپاره دي، چې غواړي په 2022-2023 تحصیلي کال کې د لېسانس او ​​​​ماسټرۍ کچې لوړې زده کړې لپاره نوم لیکنه کړي وي.

عمومي معلومات

  • وړ هېوادونه: افغانستان، اوکراین، د اروپايي ټولنې او له اروپايي ټولنې بهر هېوادونه
  • د تدریس ژبه: انګلیسي
  • د ژبې د پېژندنې اسناد: ایلیټس (IELTS)، ټافل(TOEFL) یا د کیمبرج سند  (CEFR)
  • د مطالعې ساحه: بېلابېلېتحصیلي رشتې
  • د سکالرشپ کوډ: 55769
  • د تمویل ډول: یو څه تمویل شوی
  • موده: د لېسانس لپاره 3 کاله او د ماسټرۍ لپاره 1 کال
  • جنس: نارینه او ښځینه
  • کچې: لېسانس او ​​ماسټري
  • د فرصتونو شمېر: 20

کوم افغانان پر شرایطو برابر دي؟

  • هغه غوښتونکي چې د غوښتنلیک په وخت کې د 18 او 29 کلونو ترمنځ وي؛
  • د افغانستان اتباع چې د 2021 کال د جولای میاشتې وړاندې په دې هیواد کې اوسېدلی وي؛
  • د نړیوال محافظت په چوکاټ کې د استوګڼې یو ډول جواز لکه د کډوال حالت، پناهترلاسه کول، د ځانګړي خوندیتوب له امله یا د ایټالوي قوانینو سره سم د نورو خوندیتوبډولونه ولري او همدارنګه د 2021 کال د جولای میاشتې وروسته په ایټالیا کې مېشته وي؛
  • هغه تعلیمياو تحصیلي اسناد ولرئ چې په نړیواله کچه د منلو وړ وي، په دې توګه د لېسانس لپاره لږ تر لږه 12 کاله او د ماسټرۍ لپاره لږ تر لږه 16 کاله د زده کړې اسنادو ته اړتیا لرئ.

څوک پر شرایطو برابر نه دی؟

دا بورسونه د هغو خلکو لپاره دي چې د نورو عامه یا خصوصي پوهنتونونو او موسسو لخوا ورکړل شوي بورسونه نه وي کارولي. که د سکالرشپ نوماند یا ګټونکی له یو څخه ډېر بورسونه ترلاسه کړی وي، نو هغه باید د له دې تحصیلي بورسونو څخه یو غوره کړي. همدارنګه، د نورو ایټالوي پوهنتونونو څخه لیږدول شوي زده کړیالان د دې بورسونو لپاره په شرایطو برابر نه دي.

مالي لګښتونه

د خطر سره مخ زده‌کړیالانو لپاره د UniTO بورسونه د لوړې زده کړې فیس پوښلو لپاره 9600 یورو کلنۍ لګښت ورکوي. يادې شوې پيسې هر زده کړیال ته په دوو قسطونو کې د ايټاليا د بانکونو د یو بانکي حساب له لارې ورکول کېږي.

اړین اسناد

  • د پاسپورټیوه کاپي چې د غوښتونکي د هویت تصدیق وکړي؛
  • هڅونکی لیک (Motivational Letter) په ایټالويیا انګلیسي ژبه کې؛
  • د سوانحو خلاصهیاCV
  • د نمرو سند (Transcript) په ګډوناړونده اکاډمیک اسناد
  • د هغو خلکو د انګلیسي یا ایټالوي ژبې سره د بلدتیا اسناد چې پخپله یې زده کړي؛
  • د ایټالوي یا انګلیسي ژبې د پوهېدو معتبر اسناد؛
  • د ویزې یا نورو اسنادو یوه کاپي چې دا ښیي غوښتونکي د 2021 کال د جولای میاشتې وروسته له افغانستان څخه ایټالیا ته داخل شوي؛
  • د نړیوال محافظت چوکاټ لاندې د استوګڼې اجازه لیک.

څنګه غوښتنلیک وسپارو؟

د دې سکالرشپونو لپاره غوښتنلیک لېږل په بشپړ ډول وړیا او انلاین دی، تاسو کولی شئ پورتني معلومات او شرایط ولولئ څو خپل ځان د شرایطو له پوره کېدو څخه ډاډمن کړئ. که تاسو خپل ځان پر شرایطو برابر ګڼئ، تاسو کولی شئ د UniTo تحصیلي بورسونو آنلاین پاڼې ته لاړ شئ او خپل غوښتنلیک په انلاین بڼه وسپارئ. د ذکر شويو بورسونو لپاره د غوښتنلیک وروستۍ نېټه د 2022 کال د سپټمبر 13مه ده.

د غوښتنلیک ارزونه

د غوښتونکو اسناد او غوښتنلیکونه د کمیسیون لخوا ارزول کېږي او هر غوښتونکي ته نمرې ورکول کېږي. حد اکثر نمرې 50 دي او غوښتونکي باید د د شرایطو پوره کولو لپاره لږترلږه 32 نمرې ترلاسه کړي. د بورسونو لپاره د کاندیدانو ټاکنه به د ترلاسه شويو نمرو، پوهې او مرکې شرایطو پر بنسټ وي.

د مرکې وخت او د پایلو اعلان

د لېسانس کچې غوښتونکي به د 2022 کال د اکټوبر په 6 او 7مه په یوه ځانګړې مرکه کې برخه واخلي او بیا به کمیسیون د غوښتونکو د منلو او رد پایلې د 2022 کال د اکټوبر په 10 نېټه په رسمي توګه خپاره کړي.
د ماسټرۍ کچې لپاره غوښتونکي به د 2022 کال د اکټوبر په پای کې په ځانګړې مرکه کې برخه واخلي او بیا به کمیسیون د 2022 کال د نومبر په میاشت کې د منلو او نه منلو پایلې خپروي.

مرسته او مشوره

د نورو معلوماتو لپاره د ایټالیا د ټورین پوهنتون وېبپاڼه وګورئ. تاسو کولی شئ د لاندې لینکونو په کارولو سره د دې بورسونو په اړه لا ډېرو معلوماتو ته هم لاسرسی ومومئ: