د امریکې متحده ایالات په دې هېواد کې د بشردوستۍ ویزو (Humanitarian Parole) پر بنسټ د نویو افغان کډوالو د لنډمهالې مېشتېدنې لړۍ درولې ده او پر ځای یې د افغان کورنیو د منلو او لېږد نورې پروسې ګړندۍ کوي.
 
په سپینه ماڼۍ کې چارواکو ویلي دي چې په نوې پالیسۍ کې به د هغو امریکايي اوسېدونکو، شنه کارت لرونکو (Green Card Holders) او د کډوالۍ د ځانګړې ویزې (SIV)  لرونکو افغانانو چې د طالبانو او تروریستي ډلو له جدي خطر سره مخ دي، د لېږد بهیر چټک کړي.
تر دې وړاندې د امریکې د CBS خبري اژانس راپور ورکړی و چې د 2021 کال له جولای میاشتې راهیسې د دې هېواد دولت له افغانانو څخه د بشردوستۍ ویزو لپاره تر 46 زره ډېر غوښتنلیکونه ترلاسه کړي چې اوس یې 90 سلنه غوښتنلیکونه رد کېږي.
د بیامېشتېدنې پالیسي بیاکتنه د ځینو قانون جوړونکو، د کډوالو سازمانونو او متقاعدو نظامي ډلو لخوا له خطر سره د مخ افغانانو په ایستلو کې د پاتې راتلو له امله د انتقادونو څخه وروسته کوي. دا تعدیل د دولت او د افغانانو د راویستلو ایتلاف تر منځ له څو میاشتو خبرو اترو وروسته ترسره کېږي. د افغانانو د ویستلو په ایتلاف کې هغه ډلې شاملې دي چې په متحده ایالاتو کې د افغانانو د ځای پرځای کولو او بیامېشتېدنې په برخه کې اسانتیاوې برابروي. د ياد ايتلاف چارواکي د امريکې دولت دغه پرېکړه له خطر سره د مخ افغانانو د مېشتېدو په برخه کې يو لوى ګام ګڼي او هيله لري، چې امريکې به د کډوالۍ د ځانګړو ويزو په پروسه کې لا چټک والى راولي او د وړ کسانو ویستلو لپاره به د الوتنو شمېر ډېر کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې د امریکې د بهرنیو چارو وزارت چارواکو ویلي وو، چې دوی هڅه کوي له خطر سره د مخ افغانانو د لېږد بهیر چټک کړي، خو د امنیتي دلایلو له امله یې جزییات نه دي په ډاګه کړي. د چارواکو په وینا، دوی پر شرایطو برابر افغانان، په ځانګړې توګه د متحده ایالاتو څخه بهر د ځانګړي مهاجرت ویزې (SIV) لرونکو د اسنادو د پروسس د ګړندي کولو په موخه خپلې سرچینې او هڅې ډېرې کړې دي.
اټکل کېږي، چې اوس مهال زرګونه افغان کډوال په متحده عربي اماراتو او یو شمېر نورو هېوادونو کې پراته دي او امریکې د خپلو اسنادو پروسس کولو لپاره انتظار باسي. په دې وروستیو کې په اماراتو کې افغان کډوال راغونډ شوي وو او امریکې ته د افغان کډوالو د انتقال د بهیر د سستوالي او ابهام په اړه اعتراض وکړ.
د  رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د 2021 کال د اگسټ میاشتې د ویستلو له عملیاتو څخه یو کال وروسته په متحده عربي اماراتو کې د ګڼ شمېر افغان کډوالو برخلیک روښانه نه دی او امریکايي چارواکو لا هم امریکا ته د دغو کسانو د لېږد لپاره کومه ځانګړې پروسه نه ده اعلان کړې.
امریکايي چارواکو په وار وار اعلان کړی، چې دوی د افغان کډوالو او د دغه هېواد له بهرنیو ځواکونو او بنسټونو سره د همکارو افغانانو ویستلو ته ژمن دي او خپلې هڅه به تر وروستۍ سلګۍ پورې جاري وساتي.
له افغانستان څخه د پوځي ویستلو په عملیاتو کې – د 2021 کال د اګسټ له 15مې څخه تر 30مې نېټې پورې– شاوخوا 125 زره کسان ایستل شوي، چې له دې شمېر څخه تر 90 زره ډېر ایستل شوي کسان امریکې ته لېږدول شوي دي.
د یادولو وړ ده چې د نويو کډوالو د نه منلو او دې هیواد ته د ځانګړې کډوالۍ ویزې د غوښتنلیکونو د پروسې د چټکولو په اړه د امریکې نوې تګلاره به د ۲۰۲۲ کال د اکتوبر له لومړۍ نېټې څخه عملي شي.