د آلمان هېواد د هانس سایډل بنسټ هغو افغانانو ته چې په پاکستان کې کډوال شوي دي، د هانس سایډل (Hanns Seidel) تر پروګرام لاندې بورسونه وړاندې کړي دي.
د دې بورسونو موخه په پاکستان کې د افغان کډوالو ملاتړ، د پراخو زده کړو له لارې د سیمه ییز ثبات پیاوړتیا او په پاکستان کې د کډوالو په توګه د ځوانو او با استعداده افغان محصلینو د اوږد مهاله ملاتړ لپاره د زمینې برابرول دي.
هغه افغان محصلین چې د پاکستان په پوهنتونونو کې یې نوم لیکنه کړې، کولی شي خپلې لوړې زده کړې د هانس سایډل (Hanns Seidel Scholarship Program - HSSP) پروګرام له لارې تمویل او د خپلو زده کړو پورې اړوندو برخو کې لوړې زده کړې ترلاسه کړي او همدارنګه خپله پوهه د عمل په ساحه کې پلي کړي.
مالي ملاتړ
اوس مهال، HSSP په یوه کال کې د لېسانس او ماسټرۍ کورسونو (هر زده کوونکي لپاره اعظمي څلور یا دوه کاله) تر پایه پورې د 30 افغان زده کوونکو لپاره مالي ملاتړ ځانګړی کړی دی. په دې مرستو کې د پاکستان د معتبرو پوهنتونونو فیسونه، د ژوند لګښتونه، د لوړې زده کړې په موده کې او ځینو نورو برخو اړین لګښتونه شامل دي.
څوک غوښتنه کولی شي؟
- هغه افغانان چې د ملګرو ملتونو د کډوالو د POR کارت لري او په پاکستان کې په قانوني توګه ژوند کوي؛
- هغه کډوال چې د پاکستان په یو معتبر پوهنتون کې د لېسانس یا ماسټرۍ کچې زده کړې لپاره منل شوي دي؛
شرایط
د کډوالۍ کارت پر لرلو سربیره چې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ (UNHCR) لخوا صادر شوی، د هانس سایډل بنسټ لاندې مواردو ته اړتیا لري:
- عالي علمي لاسته راوړنې؛
- ټولنیز فعالیتونه لکه په پاکستان کې د کډوالو ټولنې سره مرسته؛
- د بيلابېلو ټولنیزو ډلو او شبکو سره د خبرو اترو او تعامل له لارې په ټولنه کې فعال رول لرل؛
- د هانس سایډل بنسټ د ملي ډیالوګ ټولنې او د دوی شریکانو لخوا تنظیم شوي ډیموکراتیک، اکاډمیک او مسلکي زده کړو په فعالیتونو کې د ګډون لپاره لېوالتیا؛
- د سیمه ییز ثبات په اړه په ملي او نړیوالو پېښو کې د ګډون لپاره لېوالتیا.
تاسو څنګه غوښتنلیک سپارلی شئ؟
غوښتونکي باید د هانس سایډل بورسونو ته د غوښتنلیک سپارلو لپاره لاندې اسناد چمتو کړي:
- د هانس سایډل پروګرام غوښتنلیک فورم ډاونلوډ، ډک او لاسلیک کړئ؛
- د پېژندنې لیک (Cover Letter) چې د دې بورسونو لپاره د وړتیا لرلو په او همدارنګه ستاسو د علمي لاسته راوړنې او ټولنیز ګډون په تړاو به توضیحات لري؛
- ستاسو د سوانحو خلاصه یا CV کوم چې په حد اکثر یوه پاڼه کې وي؛
- د یو استاد یا اکاډمیک مشاور څخه د سپارښتنې لیک (Recommendation Letter) چې اعظمي دوه پاڼې وي؛
- انځور یا عکس؛
- ستاسو د PoR کارت کاپي چې د پاکستان دولتي ادارې (NADRA) لخوا تصدیق شوی وي؛
- ستاسو د اکاډمیکو اسنادو یوه کاپي؛
- د تېرو وروستیو ازموینو ټرانسکرپت (Transcript)؛
- د پاکستان په یو معتبر پوهنتون کې د نوم لیکنې یا راجسټریشن اسناد.
د پورتنیو اسنادو له چمتو کولو وروسته، غوښتونکي دا ټول اسناد د هانس سایډل بنسټ برېښنالیک (HSSP@hss.de) له لارې لېږي.
مهم ټکي
د هر ډول غلطۍ او غوښتنلیک ردکېدو څخه د مخنیوي لپاره، د خپل غوښتنلیک سپارلو پر مهال لاندې ټکي په پام کې ونیسئ:
- د پورته ذکر شويو رسمي معیارونو په نظر کې نیولو سره د غوښتنلیک چمتو کول؛
- نامکمل یا ناسم غوښتنلیک یاد بنسټ ته د منلو وړ نه دی؛
- مېرمنو او ټرانسجنډر ته لومړیتوب ورکول کېږي؛
- د غوښتنلیک سپارلو لپاره د وخت محدودیت شتون نلري، خو د بورسونو شمېر محدود دی نو سپارښتنه کېږي چې ژر تر ژره غوښتنلیک وسپارئ؛
- د غوښتنلیکونو د ډېر شمېر له امله کېدی شي تاسو څو میاشتو د یاد بنسټ لخوا ځواب ترلاسه نکړئ، نو د ځواب ترلاسه کولو لپاره صبر وکړئ؛
- هغه غوښتونکي چې اوس مهال د پاکستان د لوړو زده کړو کمیسیون یا DAFI بورسونو کې نوم لیکنه کړې د هانس سایډل بورسونو لپاره وړ نه دي؛
- د HSSP ټول فارغین به د پاکستان د HSF ځوان رهبرانو شبکې برخه وي؛
- هغه زده کونکي چې غوره درجې لري آلمان ته لېږل کېدی شي ترڅو د ماسټرۍ یا دوکتورا پروګرامونو (MA یا PhD) کې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.
د هانس سایډل د بورسونو ګټې
- هر زده کوونکونکي یا محصل لپاره هره میاشت 30,000 کلدارې د زده کړې فیس ورکول کېږي؛
- د زده کړې موخو لپاره هر زده کونوکي ته د لپ ټاپ کمپیوټر ورکول کېږي چې د زده کړې دورې تر پای ته رسېدو وروسته به د HSF موسسې ته بېرته وسپارل وشي؛
- د HSSP پروګرام پورې اړوند ډېری روزنېزو کورسونه او فعالیتونو کې ګډون؛
- د افغان زده کوونکي چمتو کولو، تجربې ترلاسه کولو او په خپل هیواد کې په ګټوره توګه د کارکولو په موخه د کار په جریان کې د روزنې یا انټرنشپ زمینې شتون؛
- د کار او عملي تجربې د ترلاسه کولو لپاره، د مسلکي شبکو جوړول هر سکالرشپ لرونکي ته دا فرصت برابروي چې د زده کړې په جریان کې د عمل په ساحه کې مسلکي روزنیز کورس بشپړ کړي. د بورس اخیستونکي د عملي کارونو برخه د هانس سایډل بنسټ سره تنظیم شوې او دا بنسټ د دې برخې فیس په میاشتني قسطونو کې ورکوي.
مرسته او مشوره
د دې بورسونو په اړه د نورو معلوماتو لپاره د هانس سایډل وېبپاڼې څخه لیدنه وکړئ. د HSSP او د دې سکالرشپونو په اړه د ځینو معلوماتو لپاره د پاکستان د هانس سایډل د ډېرو پوښتل شويو پوښتنو د ځوابونو پاڼې څخه لیدنه وکړئ. که ستاسو پوښتنو ته په دې لینک کې ځواب نه وي ورکړل شوی، تاسو کولی شئ د هانس سایډل پروژې او د ملي ډیالوګ فورم همغږي کوونکي ښاغلي احمد مجتبی خان سره د ahmed.mujtaba(at)ndf.org.pk برېښنالیک او د 923173175752+ ټلیفون شمېرې له لارې اړیکه ونیسئ.