د المان حکومت له خطر سره مخ زده کونکو لپاره د هیلډ ډومین پروګرام (Students at Risk - Hilde Domin Programme) لاندې په دې هېواد کې د لوړې زده کړې بورسونه وړاندې کړي دي.
 
 دا بورسونه د المان د اکاډمیکې تبادلې د خدمتونو ادارې (DAAD) تر مدیریت لاندې ده چې د المان د فډرالي بهرنیو چارو وزارت لخوا تمویل کېږي. دا پروګرام د لېسانس، ماسټرۍ او ډوکتورا په کچه د لوړې زده کړې خدمتونه وړاندې کوي او د المان حکومت د هغو زده کوونکو د ملاتړ لپاره په لاره اچولې ده چې په خپلو هېوادونو کې له لوړو زده کړو څخه د بې برخې کېدو په خطر کې دي. د افغانستان په ګډون د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه محصلین کولی شي دې بورسونو کې شامل شي.
دې بورسونو ته د منل کېدو لاره داده ده چې نوماندان لومړی د المان د پوهنتونونو او د لوړو زده کړو موسسو لخوا ټاکل کېږي او بیا دغو بورسونو ته پېژندل کېږي.

شاملېدو لپاره شرایط

  • زده کونکي باید 18 کاله یا تر دې ډېر عمر ولري؛
  • د لېسانس، ماسټرۍ او ډوکتورا زده کوونکي په خپلو هېوادونو کې له خطر سره مخ وي؛
  • زده کوونکي باید خپل ژوند ته ګواښ چې د هغوی د لوړې زده کړې مخه نیسي، ثابت کړي؛
  • زده کوونکوي باید په اړونده رشته کې د زده کړې اسناد ولري ترڅو په اړوندو پوهنتونونو او د لوړو زده کړو موسسو کې داخل شي؛
  • د دې پروګرام لپاره زده کونکي باید د غوښتنلیک په وخت کې د 15 میاشتو څخه زیات په المان هېواد کې استوګڼ نه وي.

مالي لګښتونه

د دې پروګرام په ترڅ کې د لېسانس ، ماسټرۍ او ډوکتورا کچې د زده کونکو مالي لګښتونه په لاندې ډول دي:
  • د لېسانس کچې لپاره تر 48 میاشتو پورې د زده کړې لګښت ورکول کېږي چې هرې میاشتې لپاره 861 یورو دي.
  • د ماسټرۍ د کچې زده کوونکي لپاره د 24 میاشتو لپاره د زده کړې لګښت ورکول کېږي چې د هرې میاشتې لپاره 861 یورو دي.
  • د دوکتورا د کچې زده کوونکونکي لپاره د 48 میاشتو لپاره د مطالعې لګښت ورکول کېږي چې د هرې میاشتې لپاره 1200 یورو دي.
  • د روغتیا بیمې لرل
  • د سفر لګښتونه چې د المان د حکومت لخوا تمویل کېږي
  • د الماني یا انګلیسي ژبې د زده کړې لګښت ورکول

په المان کې د زده کړې ګټې

  • د المان په غوره پوهنتونونو کې د لوړې زده کړې معاصر او غوره تخنیکونو څخه ګټنه
  • په دې هېواد کې د قانوني استوګڼې لپاره د المان د زده کونکي ویزې ترلاسه کول
  • پر زده کړې سربېره په قانوني توګه کار کول او د عاید لرل
  • المان ته د کورنۍ د غړو (مېرمنې او ماشومانو) لېږدول
  • له پوهنتون څخه تر فراغت وروسته په المان کې ژوند کولو ته دوام ورکول

څنګه غوښتنه وکړو؟

زده کونکي یا غوښتونکي له خطر سره مخ زده کونکو لپاره د هیلډ ډومین پروګرام لاندې بورسونو لپاره په مستقیمه توګه غوښتنه نشي کولی. زده کونکي او غوښتونکي باید لومړی د المان پوهنتونونو یا د لوړو زده کړو موسسو ته غوښتنلیک وړاندې کړي ترڅو د زده کونکي یا محصلینو په توګه ومنل شي او د داخلې لیک (Admission Letter) ترلاسه کړي. بیا په دې بورسونو کې د ګډون لپاره، اړوند پوهنتون یا تحصیلي موسسه زده کونکي لپاره غوښتنلیک وړاندې کوي. تاسو کولی شئ په المان کې شاوخوا 60 غوره پوهنتونونه د study.eu وېبپاڼه کې وګورئ.

اړین اسناد

په المان کې د اړوندو پوهنتونونو او د لوړو زده کړو موسسو لخوا زده کوونکو ته د دې سکالرشپونو د غوښتنلیک لپاره لاندې اسنادو ته اړتیا ده:
  • د انلاین غوښتنلیک فورمه؛
  • پاسپورټ؛
  • پېژندپاڼه یا تذکره؛
  • د زېږون کارت؛
  • د سوانحو لنډیز یا CV؛
  • د هڅوني لیک یا Motivation Letter؛
  • یو لیک چي په هغه کې د ګواښونو او تحصیلي خنډونو په اړه لیکل شوی وي؛
  • تحصیلي اسناد؛
  • دB2 په کچه یا له دې څخه پورته د انګلیسي یا الماني ژبې سره د بلدتیا سند؛
  • د المان په یو پوهنتون کې د منل کېدو لیک یا Admission Letter؛
  • ټول اسناد باید په الماني یا انګلیسي ژبه واستول شي.

د غوښتنلیک وخت

په عمومي ډول، غوښتنلیکونه د دوبي او ژمي اکاډمیکو دورو لپاره په پام کې نیول کېږي. د 2023 کال سمسټر او د دوبي زده کړې لپاره د غوښتنلیک موده د 2022 کال د مارچ له 16 څخه د اپریل میاشتې تر 29مې نېټې پورې وه. خو د 2023-2024 دورې د ژمني سمستر لپاره زده کونکي کولی شي د 2022 کال د سپټمبر له 16 څخه د اکټوبر تر 28مې نېټې پورې په دې پروګرام کې د شاملېدو لپاره غوښتنه وکړي.

مرسته او مشوره

له خطر سره مخ زده کونکو لپاره د هیلډ ډومین پروګرام په اړه د نورو معلوماتو لپاره ، دې لینک ته مراجعه وکړئ. د المان په پوهنتونونو کې د شاملېدو په اړه د معلوماتو ترلاسه کولو لپاره دې رسمي لینک ته مراجعه وکړئ.