سویډن چې د کډوالو د وضعیت په تړاو د ملګرو ملتونو د کنوانسیون غړی دی، د هغو پناه غوښتونکو لپاره چې عمرونه یې له 18 کلونو څخه کم دي، ځانګړې پروسه لري او د پناه غوښتنې د غوښتنلیک د کتنې پر مهال هغوی ته نورې اسانتیاوې هم برابروي.
دا مقاله په سویډن کې له 18 کلونو څخه د کم عمرلرونکو د پناه غوښتنې پروسه او د دوی حقونو په تړاو معلومات وړاندې کوي.

د پناه غوښتونکي په توګه نوملیکنه

که چېرې له 18 کلونو څخه کم عمرلرونکي خلک د سویډن خاورې ته ننوځي، دوی به سمدستي د سویډن پولیسو دفتر ته ځي او د پناه غوښتنه کوي. د سویډن سرحدي پولیس د دې هېواد په نړیوالو هوایی ډګرونو، د کښتیو ترمینلونو، د ریل ګاډي او اورګاډي په تمځایونو او بېلابېلو برخو کې شتون لري. سرحدي پولیس د پناه غوښتونکو معلومات ثبتوي او بیا یې د سویډن کډوالۍ ادارې ته ورپېژني ترڅو کس د پناه غوښتنې رسمي غوښتنلیک وسپاري. که چېرې خلک له وړاندې په سویډن کې وي، نو دوی ځانونه د سویډن پولیسو ته نه سپاري او په مستقیم ډول د سویډن کډوالۍ ادارې ته مراجعه کوي.

د کډوالۍ ادارې موقعیت

د کډوالۍ ادارې د سویډن د یوتبوری، مالمو، سټاکهولم، بوډن، نوررکوپینګ، سنډسوال، اومیو، اپسالا او اوریبرو په ښارونو کې موقعیت لري، چېرې چې پناه غوښتونکي کولی شي هلته د پناه غوښتنه وکړي. د دې ادارو د کره پتو په اړه د نورو معلوماتو لپاره د کډوالۍ ادارې وېبپاڼې (Immigration Agencies - Migrationsverket)  ته مراجعه کولی شئ.

د پناه غوښتنې رسمي غوښتنلیک

په سویډن کې، د سویډن د کډوالۍ ادارې له 18 کلونو څخه د کم عمرلرونکو کسانو د پناه غوښتنې د غوښتنلیکونو د ارزولو مسوولیت لري. هر څوک چې عمر یې له 18 کلونو څخه کم وي او په یاد هېواد کې د پناه غوښتنه کوي، باید چارواکو ته د خپل هېواد څخه د تېښتې، ځورونې او څارل کېدو په تړاو شواهد وړاندې کړي. ځورونې د نژاد، ملیت، مذهبي یا سیاسي عقیدې، جندر، جنسي تمایل، یا د یوې ځانګړې ټولنیزې ډلې سره د تړاو په توګه تعریف کېدای شي. په ډیرو مواردو کې د سویډن د کډوالۍ ادارې به د پناه غوښتنې د پروسې لپاره یو وکیل وګماري، کوم چې د سویډن حکومت لخوا به یې لګښت پرې کېږي. کله چې پناه غوښتونکي د پناه غوښتنې غوښتنلیک وسپاري، د کډوالۍ ادارې هغه ته یو رسېد یا سند وړاندې کوي. دا سند ښیې چې پناه غوښتونکي د پناه غوښتنه کړې او د غوښتنلیک یې د کډوالۍ ادارې لخوا پروسس کېږي.

د غوښتنلیک سپارلو لپاره کومو اسنادو ته اړتیا ده؟

پناه غوښتونکي د غوښتنلیک د سپارلو لپاره ځینې ځانګړې فورمې ډکوي او خپل پاسپورټ، تذکره او نور اړین اسناد ورسره ضمیمه کوي او بیا د کډوالۍ ادارې ته یې سپاري. یاده اداره د پناه غوښتونکي انځور اخلي او د هغه د بایومټریک معلومات هم ثبتوي. د معلوماتو په ثبتولو او څېړلو سره، د سویډن حکومت به ډاډ ترلاسه کړي چې د ډوبلین قانون سره سم د پناه غوښتنې د غوښتنلیک پروسس کول د دوی مسوولیت دی.

مرکه

که چېرې کس د پناه غوښتنې وړ وي، هغه ته به د مرکې د نېټې او وخت په تړاو خبر ورکړل شي. پناه غوښتونکی او د هغه وکیل په ټاکلې نېټه او وخت کې د سویډن کډوالۍ ادارې ته حاضرېږي او په مرکه کې ګډون کوي. د دې مرکې په ترڅ کې به د خپلې غوښتنې په تړاو څرګندونې کوي او اړوندو چاروکو ته خپل اړین اسناد وړاندې کوي. د مرکې پر مهال یو یا دوه کسان د کډوالۍ له ادارې څخه پوښتنه کوي چې د مرکې ټول جزئیات او ځوابونه په لیکلې او غږیز ډول یادې ادارې سره ثبت کېږي.

د پناه غوښتونکي د عمر قضاوت

معمول دا دی چې یو معتبر پاسپورټ یا تذکره د پناه غوښتونکي عمر راښیي. که چېرې د عمر د تثبیتولو په برخه کې شواهد شتون ونلري او یا وړاندې شوي سندونه د منلو وړ نه وي، د کډوالۍ اداره به د پناه غوښتونکي د عمر په اړه قضاوت وکړي. د سویډن د کډوالۍ اداره کېدای شي د پناه غوښتونکي د عمر د تثبیتولو په موخه روغتیايي معایناتو د ترسره کولو سپارښتنه وکړي. که چېرې یو شخص له 18 کلونو څخه کم عمر ولري، د هغه د پناه غوښتنې غوښتنلیک به تر نورو په جلا ډول وڅېړل شي او هغه سره به ځانګړی چلند وشي.

د پناه غوښتنې د غوښتنلیک منل

د سویډن د کډوالۍ اداره خپله پرېکړه د جنیوا کنوانسیون، د ډوبلین قانون، وړاندې شویو اسنادو او شواهدو او د اصلي هېواد د سیاسي او امنیتي وضعیت په پام کې نیولو سره له 18 کلونو څخه د کم عمره پناه غوښتونکو د غوښتنلیکونو د منلو یا رد کولو په تړاو پرېکړه کوي. کله چې د کډوالۍ ادارې پرېکړه وکړي، د پناه غوښتونکي او د هغه وکیل ته یو لیک استوي چې د کډوالۍ ادارې کارمند سره د لیدلو ځای، نېټه او وخت په ګوته کوي. د دې لیدنې په ترڅ کې به پناه غوښتونکي ته خبر ورکړل شي چې د هغه غوښتنلیک منل شوی او پناه غوښتونکي به د راتلونکو پړاوونو د بشپړولو په اړه نور معلومت هم ترلاسه کړي.

لنډمهاله استوګڼه

د پناه غوښتنې د منلو په صورت کې به پناه غوښتونکي ته استوګڼې یا اقامې د درې کلنه اجازه ورکړل شي. پناه غوښتونکي کولی شي د سویډني ژبې له زده کړې وروسته د دایمي استوګڼې د غوښتونکو په لیست کې شامل شي. که چېرې پناه غوښتونکي د لنډمهاله پناه غوښتونکي په توګه د استوګڼې سند ترلاسه کړي وي، د استوګڼې د اجازې دا سند به 13 میاشتو لپاره اعتبار ولري چې وروسته به د کډوالۍ ادارې د پناه غوښتنې د غوښتنلیک په تړاو خپله وروستۍ پرېکړه اعلان کړي.

د پناه غوښتونکو ژوند څنګه وي؟

پناه غوښتونکي به د 18 کلنۍ عمر تر پوره کېدو پورې به په هغه کمپ کې وي چېرې چې له 18 کلونو څخه نور کم عمرلرونکي پناه غوښتونکي هلته ژوند کوي. دا د سویډن حکومت مسوولیت دی چې په سویډن کې د پناه غوښتونکو او کډوالو لپاره د هغوی د ژوندانه لګښت ورکړي. سویډن له 18 کلونو څخه هغه کم عمرلرونکي پناه غوښتونکي ته چې خپل لګښتونه نشي پوره کولی، د بانک کارت یا LMA کارت ورکوي ترڅو پر کارولو يې خپلې اړتیاوې او د ژوندانه لګښتونه پوره کړي. پناه غوښتونکي ماشومان د نورو ماشومانو په شان له حقونو لکه ښوونځي ته د تللو، روغتیايي درملنو، مالي ملاتړ، کارموندنې او د سویډني په ټولنه کې د کورنۍ له نورو غړو سره د یوځای کېدو او نور اساسي حقونو څخه برخمن دي.

مرسته او مشوره

له 18 کالو څخه کم عمر لرونکو خلکو لپاره د نوملیکنې، مرکو او د پناه غوښتنې طرزالعملونو په اړه نور معلومات د سویډن د کډوالۍ ادارې په رسمي وېبپاڼه  (https://www.migrationsverket.se/)کې موندل کېدای شي او همدارنګه د پناه غوښتنې د غوښتنلیک د وړاندې کولو لپاره د وکیل د نیولو په اړه معلومات په (Informationsverige.se/lawyer) لینک کې لوستلی شئ. په سویډن کې د ماشومانو د حقونو په اړه نور معلومات هم په (https://www.informationsverige.se/fa/jag-har-fatt-uppehallstillstand/rattigheter-och-skyldigheter/barnets-rattigheter/) لینک کې موندلی شئ.