سویډن د نورو اروپايي هېوادونو په څېر خپلو اوسېدونکو ته دا حق ورکوي چې د ځانګړو شرایطو په پوره کېدو سره د خپلو کورنیو له غړو سره بیا یوځای شي او سره ګډ ژوند وکړي.
دا مقاله په سویډن کې د کورنۍ د غړو د بیا یوځای کېدو په تړاو معلومات وړاندې کوي.

د کورنۍ سره د یوځای کېدو شرایط

هغه کسان چې په سویډن کې د پناه غوښتنې یا فرعي ساتنې په پایله کې استوګڼه لري یا څوک چې په سویډن کې د اوږدې مودې د استوګنې اجازې ترلاسه کولو شونتیا ولري، کولی شي په دې هېواد کې د خپلې کورنۍ له غړو سره د یوځای کېدو غوښتنه وکړي. برسېره پردې، د سویډن اوسېدونکی باید د دې هېواد حکومت ته ډاډ ورکړي چې ښه عاید لري او کولی شي چې له معیارونو سره سم د کورنۍ د غړو د ژوندانه او د کور ټول لګښتونه ورکړي. سپارښتنه کېږي چې پناه غوښتونکي د نورو معلوماتو لپاره د لینک ته مراجعه وکړي او یا د لا ډېرو معلوماتو او پر قوانینو د پوهېدو لپاره د کډوالۍ ادارې ته لاړ شي او یا هم له تجربه لرونکي وکیل سره مشوره واخلي.

څوک د کورنۍ له غړو سره د یوځای کېدو حق لري؟

هغه څوک چې د سویډن اوسېدونکي سره واده کړی وي یا ورسره د ژوند ملګري په توګه ګډ ژوند ولري په سویډن کې سره یو ځای کېدای شي. په هر ډول، دواړه یعنی مېرمن او خاوند باید له 18 کلونو څخه پورته وي او سپانسرکوونکي له خپل ژوند ملګري سره د سویډن ته تر راتلو دمخه او له دې هېواد څخه بهر د یوې جوړې په توګه ګډ ژوند کړي وي.
له 18 کلونو څخه کم عمرلرونکي ماشومان چې مور یا پلار او یا دواړه په سویډن کې اوسېږي، هغوی ته هم په سویډن کې د استوګڼې حق ورکول کېږي. په ځینو مواردو کې د DNA ازموینې په څېر اسناد کېدای شي د کورنۍ د غړو غوښتنلیک پروسس او منل کېدو لپاره وغوښتل شي. ماشومان باید د غوښتنلیک په وخت کې له 18 کلونو څخه کم وي، که چېرې ماشوم له غوښتنلیک له سپارلو څخه وروسته 18 کلن شي نو د سویډن د کډوالۍ اداره د غوښتنلیک د سپارلو په وخت کې د ماشوم عمر په نظر کې نیسي او د غوښتنلیک په تړاو پرېکړه کوې.
دا هم شونې ده چې د سویډن د کډوالۍ ادارې د سویډن د 18 کلونو څخه کم عمرلرونکو اوسېدونکو ته اجازه ورکړي څو خپل مور او پلار او له ۱۸ کلونو څخه کم عمرلرونکي خویندې او ورونه له ځانګړو شرایطو سره سم سویډن ته وغواړي او سره بیایوځای شي. همدارنګه، که چېرې په سویډن کې ماشوم ساتنې ته اړتیا ولري، د مور او پلار پرته نور بالغ کسان لکه قانوني مور یا پلار یا سرپرست چې په قانوني توګه د ماشوم د ساتنې مسوولیت په غاړه ولري، کولی شي په سویډن کې د استوګڼې اجازه ترلاسه کړي.

د کورنۍ غړو سره د یوځای کېدو لپاره غوښتنلیک

غوښتونکي په سویډن کې د اوسېدو سند یا استوګڼې اجازې ترلاسه کولو څخه وروسته د درېیو میاشتو په موده کې د خپلې کورنۍ له غړو سره د بیا یوځای کېدو په موخه د سویډن کډوالۍ ادارې ته غوښتنلیک وړاندې کوي. یاده اداره غوښتنلیک څېړي او په ترڅ کې معلوموي چې ایا دا غوښتونکی د خپلې کورنۍ له غړو سره د یوځای کېدو شرایط پوره کړی دی او که نه. غوښتونکي باید د (https://bit.ly/3zSsILU) لینک ته مراجعه وکړي، اړوندې فورمې ډکې، اړین اسناد آپلوډ او د خپلې کورنۍ غړو سره د یوځای کېدو لپاره آنلاین غوښتنلیک وسپاري. د آنلاین غوښتنلیک د سپارلو په تړاو لارښوونې په (https://bit.ly/3zStad4) لینک کې شتون لري. غوښتونکي کولی شي خپل غوښتنلیک د پُسټي خدمتونو له لارې هم د سویډن کډوالۍ ادارې ته وسپاري.
که غوښتونکي غواړي چې یوازې خپل ماشوم یا له 18 کلونو څخه کم عمرلرونکي ماشومانو ته غوښتنلیک وسپاري، نو په آنلاین بڼه غوښتنلیک سپارلی نشي. پرځای یې، غوښتونکي باید د غوښتنلیک فورمه له (https://bit.ly/3xRBPcS) لینک څخه ډانلوډ کړي، هغه ډکې، اړوندې برخې بشپړې او غوښتنلیک اړوند سفارت ته ولېږي.

د غوښتنلیک لګښت

ځینې غوښتونکي اړتیا نلري چې د غوښتنلیک لګښت ورکړي. که سپانسرکوونکي د خپل د ژوند ملګري یا له 18 کلونو څخه کم عمرلرونکي ناواده شوي ماشومانو لپاره د بیایوځای کېدو لپاره غوښتنه وکړي، نو دا به هېڅ لګښت ونلري. که څوک خپل مور او پلار یا خور او ورور لپاره غوښتنه وکړي، نو د دوی د غوښتنلیک لګښت باید ورکړل شي.د غوښتنلیک د لګښتونو په اړه د نورو معلوماتو لپاره د لینک باندې کلیک وکړئ.

اړین اسناد

د ژوند ملګري لپاره یو معتبر پاسپورټ، تذکره یا د پېژندنې نور اسناد او نکاح خط یا د واده قانوني سند اړین اسناد دي؛ ښه ده چې نور اسناد لکه د واده عکسونه او ویډیوګانې چې د ښځې او خاوند ګډ ژوند ښیې په غوښتنلیک کې شامل وي. له 18 کلونو څخه کم عمرلرونکي ماشوم ته د غوښتنلیک سره معتبر پاسپورټ، تذکره، د زېږون کارت یا د پیژندنې نور اسناد ضمیمه کېږي. د مور او پلار او خویندو او ورونو د غوښتنلیک لپاره پاسپورټ، د زېږون کارت او ځینې نور اسناد چې د کورنۍ اړیکې ثابتوي، اړین دي.

د غوښتنلیک ارزونه

د غوښتنلیک له سپارلو څخه وروسته، د سویډن د کډوالۍ ادارې د کورنۍ د ټولو غړو د غوښتنې په تړاو په دې هېواد کې سپانسرکوونکي ته د برېښنالیک له لارې کیس یا کنټرول نمبر لېږي چې د دې شمېرې ترلاسه کول به د غوښتنلیک د پروسې د ارزونې د پیل په مانا وي. په دې برېښنالیک کې به د سویډن د استوګڼې سندلرونکي کس عاید، کور او له غوښتونکو یا د کورنۍ غړو سره د اړیکو په تړاو یو پوښتنلیک هم لېږل کېږي. د سویډن د استوګڼې سندلرونکي باید پوښتنلیک ځواب او بشپړ کړي او هغه د 14 ورځو په دننه کې بېرته د کډوالۍ ادارې ته واستوي. د سویډن د کډوالۍ ادارې د کورنۍ غړو د یوځای کېدو په تړاو د دې هېواد د نافذه قوانینو او د جنیوا کنوانسیون سره سم اړینې پرېکړې کوي. د سویډن د کډوالۍ اداره په معمول ډول له 12 څخه تر 24 میاشتو پورې وخت نیسي ترڅو خپله پرېکړه وکړي چې ایا د کورنۍ غړي سر یوځای کېدای شي او که نه. سپانسرکوونکي به یو برېښنالیک ترلاسه کړي چې د سویډن په سفارت کې د هغه د کورنۍ غړو لپاره د لیدو یا مرکې په تړاو معلومات په کې وي. په سفارت کې د مرکې د نېټې او وخت ټاکل کېدای یو کال وخت ونیسي. په هرډول، سپانسرکوونکي ته د برېښنالیک له لارې په اړونده سفارت یا قونسلګرۍ کې د هغه د کورنۍ د غړو د مرکې د نېټې او وخت په اړه معلومات ورکول کیږي چې په دې توګه د کورنۍ غړي هم خبرېږي.

سفارت کې مرکه

د کورنۍ غړي په ټاکلي نېټه او وخت کې د مرکې لپاره د سویډن اړوند سفارت ته مراجعه کوي. دا اړینه ده چې د کورنۍ غړي په دې پړاو کې د خپلې غوښتنې په تړاو ټول اړین اسناد له ځان سره ولري. د ماشومانو په ګډون ټول غوښتونکي باید د مرکې په ورځ کې حاضر وي. د مرکې په ترڅ کې د سفارت چارواکي د کورنۍ له غړو څخه د سپانسرکوونکي سره د دوی د کورنۍ اړیکو په تړاو پوښتنې کوي.

د غوښتنلیک منل کېدل

کله چې د کورنۍ غړو سره د پیوستون یا یوځای کېدو د غوښتنلیک په تړاو وروستۍ پرېکړه وشي، پایله یې د برېښنالیک له لارې سپانسرکوونکي سره شریک کېږي. که چېرې د سویډن سفارت د کورنۍ د پیوستون غوښتنلیک ومني، نو له غوښتونکو څخه غواړي چې سفارت ته بیاځلي راشي او خپل د سویډن د استوګنې سند او ویزه ترلاسه کړي. که غوښتنه رد شي، د پرېکړې پر وړاندې د استیناف غوښتنه کېدای شي. په دې حالت کې تاسو باید د پرېکړې ترلاسه کولو څخه وروسته د 3 اونیو په موده کې د غوښتنلیک د بیاکتنې غوښتنه وکړئ. د یادولو وړ ده، کله چې سفارت ستاسو د غوښتنې د ردولو په تړاو برېښنالیک لېږي نو تاسو ته د غوښتنلیک د بیاکتنې په تړاو لارښوونه هم کوي.

د استوګڼې یا اقامې اخیستل

د کورنۍ غړي په سویډن کې د استوګڼې دوه کلنه اجازه یا په سویډن کې د سپانسرکوونکي د استوګڼې سند د پای نېټې په نظر کې نیولو سره سم د استوګڼې سند ورکول کېږي چې په راتلونکي کې غزول کېدای شي. په سویډن کې له دوو څخه تر درېیو کلونو پورې له ژوند کولو وروسته، د کورنۍ غړي کولی شي په سویډن کې د دایمي استوګڼې لپاره د سویډن د کډوالۍ ادارې وېبپاڼې ته مراجعه او د دایمي استوګڼې لپاره خپل غوښتنلیک وسپاري.

د غوښتنلیک څارل

د کورنۍ غړي کولی شي د خپل غوښتنلیک وضعیت او پرمختګ په تړاو معلومات د سویډن د کډوالۍ ادارې په رسمي وېبپاڼه کې د کېس شمېرې لیکلو سره ترلاسه کولی شي.

د کورنۍ د غړو لخوا د پناه غوښتنې ګډ غوښتنلیک سپارل

که یوه کورنۍ یعنې مور او پلار خپل د اتلس کلنۍ څخه د کم عمرو ماشومانو سره یوځای د سویډن خاورې ته د پناه اخیستلو په موخه ورشي، د کورنۍ هر غړي ته د استوګڼې اجازه ورکول کېږي او همدارنګه د کورنۍ ټول غړي کولی شي سره په یو ځای کې ګډ ژوند وکړي.

مرسته او مشوره

په سویډن کې د کورنۍ د بیا یوځای کېدو په تړاو نور معلومات د سویډن د کډوالۍ ادارې په رسمي وېبپاڼه  کې موندلی شئ. د هغو خلکو په اړه معلومات چې د واده کولو او سویډن ته د کډوالۍ پلان لري په (https://bit.ly/3OiJ9pd) لینک کې موندلی شئ. د سویډن د سفارت یا قونسلګرۍ په تړاو د معلوماتو په موخه دې لینک ته مراجعه ورشئ.