یونان د جنیوا کنوانسیون او ډوبلین قانون سره سم هغو کډوالو ته چې د دایمي استوګڼې اجازه ولري، حق ورکوي چې له غیراروپایی هېوادونو څخه د خپلې کورنۍ غړي دې هېواد ته وغواړي او ورسره ګډ ژوند وکړي. یونان د کورنۍ بیایوځای کېدو لپاره ځانګړې ویزې چې په انګلیسي کې ورته Greece Family Reunification Visa  وايي د کورنۍ غړو ته د یوځای کېدو لپاره صادرېږي. هغه غوښتونکي چې غواړي په یونان کې د خپلې کورنۍ له غړو سره یوځای شي، کولی شي د شرایطو په پوره کولو سره دا ځانګړې ویزې ترلاسه کړي او یونان ته کډوال شي.

شرایط

د یونان د کورنۍ ویزو د ترلاسه کولو یو له خورا مهمو شرطونو څخه یو شرط دا دی چې د کورنۍ غړي په یونان کې د استوګڼې یا اقامې اجازه ولري، په یوناني ژبه بلد وي او همدارنګه د هغه یا د هغې د کورنۍ غړي د اروپايي ټولنې په هېوادونو کې دایمي استوګڼه ونلري. له بلې خوا د هغو خلکو د پناه غوښتنې پروسه چې لا بشپړه شوې نه ده، د خپلې کورنۍ غړي یونان ته راوستلی نشي. د یونان اوسېدونکي د خپلې کورنۍ سره د یوځای کېدو لپاره د کور یا دندې لرلو ته اړتیا نلري.

د کورنۍ کوم غړي یوځای کېدای شي؟

د یونان اوسېدونکي چې عمر یې له 18 کالو ډیر وي، کولی شي یونان ته د ژوند ملګري، له 18 کلونو څخه کم عمرلرونکي ماشومان او په ځینو ځانګرو مواردو کې له 18 کلونو څخه کم عمرلرونکي ورونه او خویندې یونان ته د ژوند کولو په موخه وغواړي. له 18 کلونو څخه کم عمرلرونکي یوناني اتباع کولی شي په یونان کې له خپل مور او پلار سره یوځای شي.

د کورنۍ غړو سره د یوځای کېدو غوښتنلیک

کله چې یو کس د یونان خاورې ته ننوځي، باید د خپلې کورنۍ غړو په تړاو اړوندو ادارو ته یادونه وکړي. همدا چې یو کس د کډوال په توګه وپېژندل شي، د 90 ورځو په دننه کې باید د کډوالۍ خدمتونو ادارې ته په رسمي توګه د خپلې کورنۍ د یو ځای کېدو غوښتنلیک وسپاري. د غوښتنلیک د ارزونې مسوولیت به یو کارکوونکي ته وسپارل شي چې په هر پړاو کې غوښتونکي ته لارښوونه کوي. دا کارکوونکی د اړتیا په صورت کې له غوښتونکي څخه د غوښتنلیک د بشپړولو په موخه د نورو اړینو اسنادو د چمتو کولو غوښتنه کوي.

د غوښتنلیک سپارلو لپاره کومو اسنادو ته اړتیا ده؟

یونان کې منل شوي پناه غوښتونکي په دې هېواد کې د اوسېدو قانوني سند، نکاح خط، تذکره، پاسپورټ، د بیمې اسناد، د روغتیا اسناد او د کورنۍ د ټولو غړو انځورونه د غوښتنلیک د اړینو اسنادو په توګه چمتو کوي. دا اسناد باید په یوناني ژبه وژباړل شي او د اړوندو یوناني چارواکو یا ادارو لخوا تصدیق شي. په ځینو حالاتو کې له غوښتونکي څخه غوښتل کېږي چې د یونان مرکز اټن ته د کډوالۍ چارو مرکزي ادارې ته ورشي او له هغه ځایه د اړتیا وړ اسنادو دې ځانګړې ادارې ته راوړي. هغه کس بیا په یونان کې د غوښتنلیک د بشپړېدو په اړه د خپلې کورنۍ غړو ته خبر ورکوي او هغوی هڅوي چې هر یو خپل غوښتنلیکونه د یونان اړوند سیاسي استازولۍ یا سفارت ته وسپاري.

د کورنۍ ویزې غوښتنه

د کورنۍ غړي په یوه ټاکلې نېټه او وخت په اړوند هېواد کې د یونان سفارت ته د پناه غوښتنې رسمي غوښتنلیک سپاري. سربیره پردې، د کورنۍ هغه غړي چې غواړي د ژوند ملګري ویزې له لارې د یونان استوګڼه ترلاسه کړي، باید د اړینو اسنادو په سپارلو سره د یونان اوسېدونکي سره خپلې کورنۍ اړیکې ثابت کړي. د کورنۍ د ټولو غړو غوښتنلیکونه د بیاکتنې او ارزونې لپاره د یونان د کډوالۍ او پناه غوښتنې وزارت د کورنۍ د یوځای کېدو څانګې ته راجع کېږي ترڅو په تړاو یې اړینې پرېکړې وشي. که چېرې د غوښتونکي کورنۍ اړیکې د یونان له اوسېدونکي سره تایید شي، غوښتونکو یا د کورنۍ غړو ته به ویزې ورکړل شي چې په دې توګه به هغوی یاد هېواد ته کډوال شي.

د ویزې اخیستو لپاره اړین اسناد

د کورنۍ د بیایوځای کېدو لپاره د کورنۍ غړي سفارت ته د بلنې سند، د کورنۍ غړو لپاره د ویزې د غوښتنلیک فورمه، د کورنۍ د غړو د زېږون کارتونه، نکاح خط، په یونان کې د کورنۍ د غړي د اقامې یوه کاپي او نور اسناد د اړتیا په وخت کې سفارت ته وسپاري.

که د سفر د اسنادو د چمتو کولو شونتیا نه وي، څه کېږي؟

که چېرې د یو یوناني اوسېدونکي د کورنۍ غړو ته دې هېواد کې د کډوالۍ اجازه ورکړل شي خو د سفر اړین اسناد لکه پاسپورټ ونلري، د یونان حکومت به ورته لنډمهاله اسناد چې یوې میاشتې لپاره به اعتبار ولري، ورکړي ترڅو په ګټنې سره وشي کړای یونان ته سفر وکړي.

یونان ته تر سفر وروسته

د کورنۍ غړي یونان ته له رسېدو وروسته د یوې میاشتې په اوږدو کې د یونان د بهرنیو چارو وزارت ته مراجعه او د استوګڼې د اجازې غوښتنه کوي. یاد وزارت به د کورنۍ له ټولو غړو سره مرکې وکړي او په ترتیب سره به د استوګڼې لپاره د دوی غوښتنلیک او شرایط وارزوي. یاد وزارت به دوی ته د درېیو یا پنځو کلونو لپاره د استوګڼې سند ورکړې چې د دې سند د نېټې پای ته رسېدو سره غزول کېدای شي. هغه کسان چې په یونان کې د اوسېدو اجازې ترلاسه کولو په موخه بریالي کېږي، کولی شي په یونان کې د اړینو شرایطو په برابرېدو او د اړینو اسنادو په چمتو کولو سره د دایمي استوګڼې د اجازې غوښتنه وکړي. د یونان د دایمي استوګڼې سند په ترلاسه کولو سره به کډوال وشي کړای د اروپايي هېوادونو په ګډون د نړۍ 154 هېوادونو ته پرته له ویزې سفر وکړي.

مرسته او مشوره

په یونان کې د کورنۍ غړو سره د یوځای کېدو په اړه د نورو معلوماتو لپاره د (https://migration.gov.gr/en/ypovoli-aitisis-oikogeneiakis-epanenosis/)  لینک ته لاړ شئ او په یونان کې د پناه غوښتنې په اړه د عمومي معلوماتو د لوستلو په موخه د یونان د کډوالۍ خدمتونو ادارې وېبپاڼې   (https://migration.gov.gr/en) ته مراجعه وکړئ. همدارنګه سپارښتنه کېږي چې د یو بریالي غوښتنلیک برابرولو لپاره یو داسې بنسټ سره مشوره وشي چې په اروپا او په ځانګړې توګه په یونان کې د کډوالۍ په برخه کې مشورې ورکوي.