په سویډن کې پناه اخیستل د هغو خلکو لپاره په دې هېواد کې د اوسېدو یوه لاره ده چې په خپل استوګڼ یا اصلي هېواد کې خوندي نه دي. دغه کسان کولای شي د اړینو اسنادو او شواهدو په برابرولو سره په سویډن کې د پناه غوښتنه وکړي. سویډن د کډوالو د خوندیتوب په برخه کې د ملګرو ملتونو د کنوانسیون غړی دی، په دې مانا چې یاد هېواد پناه غوښتونکي مني. په سویډن کې د غوښتنلیکونو د کتنې او ارزونې لپاره جلا اداره لري چې د کډوالۍ ادارې په نامه یادېږي. په هرډول، په سویډن کې پناه غوښتونکي باید په خپل اصلي هېواد کې خپل ژوند ته ګواښ د سویډن حکومت اړوندو ادارو او چارواکو ته ثابت کړي.
دا مقاله د سویډن د پناه غوښتنې پړاوونو او په دې هېواد کې د پناه غوښتنې عمومي شرایط په تړاو معلومات وړاندې کوي.

څوک په سویډن کې د پناه غوښتنه کولی شي؟

هغه کسان چې په خپل هېواد کې خوندي نه دي او کېدای شي وځورېږي یا هم هلته په مرګ ګواښل کېږي، په سوډن کې د پناه غوښتنه کولی شي. هغه کسان چې په خپلو هېوادونو کې د سیاسي، ټولنیز، مذهبي، جنسیتي، نژادي، ملیتي او جنسي ځورونو سره مخ وي، په دې هېواد کې د پناه غوښتنې او دایمي استوګڼې د ترلاسه کولو لپاره ډېر چانس لری. په هرډول، په سویډن کې پناه غوښتونکي باید دا ثابته کړي چې دوی نشي کولی په خپل هېواد کې ژوند وکړي.

د پناه غوښتنې غوښتنلیک

که تاسو غواړئ په سویډن کې د پناه غوښتنه وکړئ، تاسو باید سویډن ته له ننوتلو سره سم د سویډن کډوالۍ ادارې یا د سویډن پولیسو دفتر ته خپله عریضه یا غوښنلیک وسپارئ. په دې توګه پناه غوښتونکي سویډن ته د ننوتلو څخه پرته یعنی د دې هېواد د سیاسي استازولیو له لارې د پناه غوښتنه نشي کولی. پولیس د هغه کس سره چې د پناه غوښتنه کوي، د غوښتنلیک په چمتو کولو او د سویډن کډوالۍ ادارې ته په ورپېژندلو کې مرسته کوي.

اړین اسناد

په سویډن کې د پناه غوښتنې د ترلاسه کولو په موخه، غوښتونکي د پېژندنې ځانګړې فورمه ډکوي او پاسپورټ یا د اصلي هېواد څخه اخیستل شوی تذکره له هغه سره یوځای کوي او یادې ادارې ته سپاري. همدارنګه په دې پړاو کې د شخص بایومټریک، انځور او نور اړین معلومات په بشپړ ډول ثبت کېږي.

د غوښتنلیک ارزول

که چېرې غوښتونکي د اروپايي ټولنې په بل هېواد کې د پناه غوښتنه نه وي کړې او په سویډن کې اړین شرایط پوره کړي وي، په دې هېواد کې به یې غوښتنلیک و ارزول شي ځکه چې د ډوبلین قانون له مخې، که چېرې غوښتونکي په بل هېواد کې د پناه غوښتنه کړې وي، هغه باید بېرته هغه هېواد ته لاړ شي.

د کډوالو کمپ ته لېږدول

د لومړنیو ارزونو وروسته، پناه غوښتونکي په سویډن کې د پناه غوښتونکو کمپ ته لېږدول کېږي. پناه غوښتونکي تر هغه وخته پورې په کمپ کې ژوند کوي تر څو چې د هغه د پناه غوښتنه ومنل شي. د پناه غوښتنه او د هغه ارزول ډېر وخت نیسي، نو پناه غوښتونکي باید د یوې مودې لپاره په کمپ کې د ژوندانه محدود شرایط او اسانتیاوې وزغمي. که پناه غوښتونکي د سویډن د پناه غوښتنې پر شرایطو برابر وي، د هغه د غوښتنلیک د کتنې او ارزونې په موخه د مرکې نېټې او وخت په تړاو ورته خبر ورکول کېږي.

مرکه

پناه غوښتونکي په ټاکلې نېټه او وخت د سویډن کډوالۍ ادارې ته ځي او د خپلې غوښتنې د لاملونو په تړاو چارواکو ته څرګندونې کوي چې په ترڅ کې د خپلې غوښتنې په تړاو ټول اړین اسناد به یادې اداري ته وسپاري. د يادې ادارې چارواکي د مرکې ټول جزئيات او د پناه غوښتونکي ځوابونه په ليکلي او غږيز ډول ثبتوي. په دې پړاو کې له غوښتونکي څخه د هغه د پناه غوښتنې غوښتنلیک پورې اړوند پوښتنې کېږي ترڅو د هغه سم ډول ارزونه وشي. دا مرکه د کډوالۍ د ادارې د یو کارمند یا د پولیسو یو افسر لخوا ترسره کېږي. ټول هغه اسناد چې د پناه غوښتونکي د څرګندونو ملاتړ کوي، اړینه ده له ځانه سره مرکې ته راوړي. که اړتیا وي د سویډن د کډوالۍ ادارې به د غوښتونکي ټول اسناد، څرګندونې یا نور مواد په سویډني ژبه وژباړي.

د لنډمهاله استوګڼې یا اقامې سند

تر مرکې وروسته، هغه یا هغې ته به د LMA په نامه کارت ورکړل شي، کوم چې پناه غوښتونکو ته اجازه ورکوي په سویډن کې په قانوني توګه ژوند وکړي او خپلې لومړني اړتیاوې پوره کړي چې پناه غوښتونکي دا کارت د پناه غوښتنې په تړاو د وروستۍ پرېکړې تر وخته پورې به له ځان سره ولري. په حقیقت کې د دې کارت په وسیله دا شخص د پناه غوښتونکی په توګه پېژندل کېږي چې د پناه غوښتنې د وروستي ځواب له ترلاسه کولو څخه وروسته به له دې کارت د ګټو څخه بې برخې شي.

د پناه غوښتنې د غوښتنلیک منل کېدل

د سویډن د کډوالۍ ادارې د پناه غوښتنې د منلو یا ردولو په اړه خپله پرېکړه د 1351 کال د جنیوا کنوانسیون، د ډوبلین قانون او د سپارل شویو اسنادو پر بنسټ کوي او خپله وروستۍ پرېکړه په لیکلي بڼه غوښتونکي ته سپاري. خو د پناه غوښتنې د نوي قانون له مخې اوس سویډن ته نوي راغلي کسان کولای شي چې د لږ تر لږه درې کاله ژوند کولو او د سویډني ژبې له زده کولو وروسته د دایمي استوګڼې غوښتنه وکړي. که چېرې یو پناه غوښتونکی په سویډن کې د پناه غوښتنې وړ وپېژندل شي، هغه ته به د استوګڼې اجازه ورکړل شي. د هغو کسانو لپاره چې په سویډن کې د پناه غوښتنه کوي په معمول ډول د استوګڼې یو لنډمهاله اجازه لیک یا سند ورکول کېږي چې د یو یا درېیو کلونو لپاره به اعتبار ولري.

د لنډمهاله استوګڼې د مودې غزول

کله چې د استوګڼې یا اقامې د لنډمهاله اجازه لیک یا سند موده پای ته ورسېږي، کډوال کولی شي د پای نېټې څخه وړاندې د درېیو میاشتو په موده کې د استوګڼې یا اقامې د مودې د غزولو غوښتنه وکړي. که چېرې غوښتونکی نشي کولی د خپل ژوندانه لګښتونه پوره کړي، د سویډن حکومت د هغه بانکي کارت کې به پیسې جمع کړي او د اړتیا په صورت کې هغه ته وړیا روغتیایی خدمتونه چمتو کوي.

د وکیل لرلو حق

پناه غوښتونکي په سویډن کې تر ډېره د وکیل د لرلو حق لري چې د دې هېواد د حکومت لخوا یې لګښت ورکول کېږي. که چېرې پناه غوښتونکی د وکیل د لرلو په شرایط برابر وي، د کډوالۍ ادارې به د پناه غوښتنې د غوښتنلیک وړاندې کولو او د پړاوونو د بشپړولو لپاره یو وکیل ټاکي چې په هر پړاو کې پناه غوښتونکي سره مرستي کوي او هغوی د قانوني حل لارې ښیي.

که غوښتنه رد شي، څه به وشي؟

هغه کسان چې د پناه غوښتنه یې رد شي باید خپل هېواد ته ستانه شي یا د کډوالۍ پورې اړوند پورته محکمو ته د خپل غوښتنلیک د بیاکتنې غوښتنه وسپاري. که چېرې د پناه غوښتونکي د پناه غوښتنه رد شي، نور اروپایي هېوادونه به هم د هغه غوښتنلیک رد کړي چې په دې توګه هغه شخص د نورو هېوادونو لپاره هم د پناه غوښتنې فرصت له لاسه ورکوي.

ایا سویډن ته له ننوتلو پرته د پناه غوښتنه شونې ده؟

هو، یوازینی استثنا د هغو کډوالو لپاره ده چې په بل هېواد کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ (UNHCR) له لارې په سویډن کې د پناه غوښتنه وکړي. په دې تړاو د نورو معلوماتو د ترلاسه کولو په موخه د سویډن د کډوالۍ ادارې وېبپانې The Swedish Resettlement Programme - Swedish Migration Agency (migrationsverket.se)) ته مراجعه وکړئ!

مرسته او مشوره

د پناه غوښتنې د نوملیکنې، مرکې او لارښودونو په اړه د نورو معلوماتو لپاره د سویډن د کډوالۍ ادارې رسمي وېبپاڼه (https://www.migrationsverket.se/) وګورئ. همدارنګه تاسو کولی شئ په +46 771 235 235 ټېلفون شمېرې سره په سویډن کې د پناه غوښتنې پروسې په اړه د لا ډېرو معلوماتو غوښتنه وکړئ.