هغه کسان چې د نژاد، مذهب، قومیت، سیاسي عقیدې یا په یوه ځانګړې ټولنیزه ډله کې د غړیتوب له امله خپل د اوسېدو هېواد پرېږدي یا د ځورونې، جګړې او غیرانساني چلند له ویرې له خپل هېواد څخه تښتېدلي وي او یا هر ډول جدي ګواښ سره مخ وي، کولی شي د یونان خاورې ته دننه او د پناه غوښتنه وکړي. یونان د ډوبلین قانون او د جنیوا کنوانسیون په پام کې نیولو سره د پناه غوښتنې د غوښتنلیکونو د کتنې او ارزونې مسوولیت لري. د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ (UNHCR) بیا په دې هېواد کې د پناه غوښتنې له لړۍ څخه څارنه کوي. دا مقاله هغو خلکو ته معلومات وړاندې کوي چې یونان ته د پناه غوښتنې په موخه ننوځي.

د پناه غوښتونکي په توګه نوملیکنه

د نوملیکنې طریقه داسې ده چې یو شخص یونان ته سفر کوي او هلته د کډوالو د پېژندنې یو مرکز ته چې د دې هېواد په سرحدونو کې موقعیت لري، ځان معرفي کوي. دا مرکز د شخص د هویت او نورو اړینو معلوماتو او د هغه یا هغې د پناه غوښتنې د غوښتنلیک د ثبتولو مسوولیت په غاړه لري. له نوملیکنې او ثبت پړاو څخه وروسته، پناه غوښتونکي د کډوالو یو کمپ ته لېږدول کېږي او هلته د لږ تر لږه روغتیایي خوراکي توکو، جامو، د ورځني اړتیا وړ وسایل او د خوب ځاي اسانتیاوې وي. له پناه غوښتونکي څخه غوښتنه کېږي چې د کډوالۍ او پناه غوښتنې د چارو وزارت پورې اړوند د کډوالۍ خدمتونو ادارې ته مراجعه وکړي او په رسمي ډول خپل غوښتنلیک بشپړ کړي. همدارنګه یو پناه غوښتونکی کولی شي د کورنۍ نورو غړو ته هم چې په یونان کې وي، د پناه غوښتنه وکړي. یاد مرکز پناه غوښتونکي ته د یونان د کډوالۍ خدمتونو ادارې سره د مرکې لپاره د نېټې او وخت د ټاکل کېدو په تړاو خبر ورکوي. که چېرې غوښتونکي له 18 کلونو څخه کم عمر ولري دا مشوره ورکول کېږي چې د پناه غوښتنې په هر پړاو کې د خپل عمر په تړاو مسوولینو ته یادونه وکړي ځکه چې د یونان حکومت له 18 کلونو څخه د کم عمر پناه غوښتونکو ته په لږ توپیر سره اسانه پروسه لري. د یونان د پناه غوښتنې لپاره د نوملیکنې او غوښتنلیک په اړه نور معلومات په (https://migration.gov.gr/en/gas/diadikasia) لینک کې لوستل کېدای شي.

د پناه غوښتنې رسمي غوښتنلیک

پناه غوښتونکي په ټاکلې نېټه او وخت د یونان د کډوالۍ خدمتونو ادارې ته مراجعه او چارواکو ته خپلې څرګندونې کوي چې ولې له خپل هېواد څخه تښتېدلي او په یونان کې د پناه غوښتنه کوي. د يادې ادارې چارواکي د مرکې ټول جزئيات او د پناه غوښتونکي ځوابونه په ليکلي او غږيز ډول ثبتوي. پناه غوښتونکي ټول هغه اسناد چې د دوی د هویت، څرګندونو، ګواښونو او ادعاوو د اثبات او تصدیق لپاره اړین وي د یونان د کډوالۍ خدمتونو ادارې ته وسپاري. د دې مرکې په موده کې د کډوالۍ د خدمتونو ادارې افسر به له غوښتونکي څخه د هغه د غوښتنلیک د معلوماتو له مخې د پېژندنې، یونان ته د راتګ ډول، د خپل اصلي هېواد یا د هغه هېواد چې مخکې استوګڼ و د پرېښودلو لاملونه او هغو سببونو په تړاو چې ولې هېواد ته بېرته راستانه کېدا نشي، پوښتنې وکړي. د کورنۍ له ټولو غړو سره به په جلا ډول مرکې ترسره شي. یاده اداره به په یونان کې د پناه غوښتونکو ته د نړیوال ملاتړ د مواردو په نظر کې نیولو سره یو لیکلی سند ورکړي چې شپږو میاشتو لپاره به اعتبار ولري. د مرکې په اړه نور معلومات په (https://migration.gov.gr/en/gas/diadikasia-asyloy/i-synenteyxi/) لینک کې او دا چې د مرکې په موده کې څه پېښېږي په (https://migration.gov.gr/en/gas/diadikasia-asyloy/meta-tin-aitisi/) لینک کې لوستل کېدای شي.

د پناه غوښتنې د غوښتنلیک منل کېدل

د کډوالۍ د خدمتونو اداره د 1951 د جنیوا کنوانسیون او ډوبلین قانون په رڼا کې، د وړاندې شويو اسنادو او همدارنګه د پناه غوښتونکي د اصلي هېواد د سیاسي او امنیتي وضعیت په نظر کې نیولو سره د پناه غوښتنې د غوښتنلیک په تړاو خپله پرېکړه کوي. یاده اداره به پرېکړه وکړي چې غوښتونکي ته پناه ورکړي یا د پناه غوښتنې غوښتنلیک یې رد کړي. خو په هر ډول چې وي، غوښتونکي ته به په لیکلي بڼه ځواب ورکړل شي. که چېرې یو پناه غوښتونکی په یونان کې د پناه غوښتنې پر شرایطو وړ وپېژندل شي، هغه ته به د یو کال لپاره په دې هېواد کې د اوسېدو اجازه ورکړل شي.

لنډمهاله استوګڼه یا اقامه

که چېرې پناه غوښتونکي په یونان کې یو کال تېر کړي او په دې موده کې جرم ونه کړي او د یونان د قوانینو سره سم عمل او ژوند کړي وي، د هغه د استوګڼې لنډمهاله سند په اتومات ډول د نورو درېیو کلونو لپاره غزول کېږي. یو کډوال کولی شي د پناه غوښتنې له لارې په یونان کې له درېیو کلونو ژوند څخه وروسته په دې هېواد کې له دولت څخه د دایمي استوګڼې یا اقامې غوښتنه وکړي.

د کډوالو حقونه

د پناه غوښتنې غوښتنلیک پروسس کول او د وروستي پریکړې اورول میاشتې او کلونه وخت نیسي. تر هغه وخته پورې چې د دایمي استوګڼې لپاره غوښتنلیک منل شوی نه وي، کډوال له یو شمېر حقونو لکه د تابعیت په برخه کې برابر حقونه، له دې هېواد څخه د نشړل کېدو، په دې هېواد کې دننه سفر، د پېژندنې په مرکز کې د استوګڼې حق، د کار کولو حق، روغتیایی پاملرنه، بیمه، وړیا زده کړې او داسې نورو حقونو څخه به په یونان کې برخمن وي.

محدودیتونه

تر څو چې کس د کډوال به توګه منل شوی نه وي، حق نه لري چې د خپلې کورنۍ غړي د یونان هېواد ته راوغواړي او ورسره ګډ ژوند وکړي. همدارنګه، په ځینو مواردو کې، یو کډوال به اجازه ونلري چې د یونان د استوګڼې د سند ترلاسه کولو څخه وړاندې د دې هېواد خاوره پرېږدي او یا له 90 ورځو څخه ډېر وخت په نورو اروپایي هېوادونو کې تېرې کړي.

که غوښتنه رد شي، څه به کيږي؟

که چېرې د نړیوال ملاتړ په برخه کې د چا د پناه غوښتنه رد شي، نو پرېکړه به وشي چې پناه غوښتونکي له یونان څخه ووځي. خو پناه غوښتونکي حق لري چې د پرېکړې پر وړاندې په پورته محکمه کې د استیناف غوښتنه وکړي. همدارنګه دغه کس به وکولای شي چې د کډوالۍ د نړیوال سازمان (IOM) د راستنېدو پروګرام له لارې په خپل زړه خپل هېواد ته راستانه شي.

مرسته او مشوره

د پناه غوښتنې د نوملیکنې، مرکې او لارښودونو په اړه د نورو معلوماتو لپاره د یونان د کډوالۍ ادارې رسمي وېبپاڼه (www.migration.gov.gr)  کې لوستلی شئ. دا مشوره ورکول کېږي چې له اړوندو بنسټونو سره یا خپلو هغو ملګرو سره چې په دې برخه کې کره معلومات ولري، مشوره وکړئ.