د برېټانیې حکومت د نړۍ په کچه زده کونکو ته د چیونینګ د ۲۰۲۳-۲۰۲۴ کال بورسونه (Chevening Scholarships) وړاندې کړي دي. چونینګ په برېټانیې کې یو له سترو بورسونو څخه دی چې هر کال یو لوی شمېر غوښتونکو ته ورکول کېږي کوم چې غواړي په دې هېواد کې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي. دا بورسونه په بشپړه توګه مالي تمویل (Fully funded) شوي دي چې په ترڅ کې زده کونکو ته ډېر امتیازات ورکول کېږي.
په برېټانیې کې د تحصیلي دورې په پای کې زده کونکو ته د ماسټرۍ سندونه ورکول کېږي چې د نړۍ په ټولو هېوادونو کې د اعتبار وړ او منل شوي دي.
که څه هم غوښتونکي باید په دې هېواد کې د خپلو زده کړو له بشپړولو وروسته په حد اکثر دوو کلونو کې خپلو هېوادونو ته راستانه شي، خو دا هم امکان لري چې د لوړو زده کړو له بشپړولو وروسته په برېټانیې کې دنده او د شرایطو په پوره کولو سره په دې هېواد کې دایمي استوګڼه ترلاسه کړي.

څوک په شرایطو برابر دی؟

  • هغه کسان چې په اړونده برخه کې د لیسانس سند لري؛
  • غوښتونکی باید د برېټانیې څخه پرته د بل هېواد تبعه وي، چې افغان محصلین پکې شامل دي؛
  • غوښتونکی باید په برېټانیې کې د زده کړې بشپړولو وروسته د دوو کلونو په ترڅ کې بېرته خپل هېواد ته راستون شي؛
  • لږ تر لږه دوه کاله (2800 کاري ساعتونه) کاري تجربه ولري؛
  • غوښتونکی لا دمخه د برېټانیې په یو یا درېیو بیلابیلو پوهنتونونو کې د درېیو بیلابیلو کورسونو لپاره غوښتنه کړې ده؛
  • لږ تر لږه د برېټانیې له یو پوهنتون څخه یو غیرمشروط وړاندیز (Unconditional Offer) د 2023 کال د جولای تر 13 پورې ترلاسه کړی وي؛
  • له دې بورسونو څخه مخکې په برېټانیې کې د زده کړې لپاره ګټه نه وي پورته کړی.

د زده کړې کچه او موده

د برېټانیې په پوهنتونونو کې د چونینګ بورسونه تر ډېره د ماسټرۍ په کچه دي چې د زده کړې له پیل څخه تر پایه پورې یو کال وخت نیسي.

د زده کړې رشتې او پوهنتونونه

د زده کړې ټول هغه برخې او رشتې چې د برېټانیې په پوهنتونونو کې تدریس کېږي په دې بورسونو کې شامل دي. په برېټانیه کې د ماسټرۍ په کچه د زده کړې د تر ټولو ښې رشتې او برخې د لیست کتو په موخه د Studying in UK وېبپاڼه وګورئ.
د برېټانیې په ټولو پوهنتونونو کې زده کونکو لپاره د زده کړې زمینه شتون لري. په study.eu وېبپاڼه کې له 100 څخه د ډېرو برېټانوي پوهنتونونو لیست وګورئ.

اړین اسناد

  • د چونینګ انلاین غوښتنلیک فورمه؛
  • د برېټانیې له یو پوهنتون څخه د داخلې لیک (Admission Letter)؛
  • د دې هېواد له یو پوهنتون څخه غیرمشروط وړاندیز لیک (Unconditional Offer)؛
  • د پوهنتون وروستی سند چې انګلیسي ته ژباړل شوی وي؛
  • د پوهنتون ټرانسکرپټ (Transcript) په انګلیسي ژبه کې؛
  • د سپارښتنې دوه لیکونه (2 Recommendation Letters)؛
  • د انګلیسي ژبې سره بلدتیا کوم چې د ایلتس (IELTS) لپاره 5 نمرې او د (TOEFL) لپاره 79 نمرې دي؛
  • خپل هېواد ته د بېرته ستنېدو د ژمنې لیک؛
  • د هڅونې لیک (Motivational Letter) چې په برېټانیې کې په اړونده برخه کې د زده کړې دلیل لیکل کېږي؛
  • د برېټانیې د حکومت ویزې ترلاسه کولو شرایطو پر بنسټ اړین روغتیایی اسناد؛
  • د سوانحو لنډیز (Resume)؛
  • د زېږېدنې کارت؛
  • تذکره؛
  • او پاسپورټ.

غوښتنلیک

غوښتونکي کولی شي خپل غوښتنلیکونه د برېښنایی سېسټم له لارې په انلاین بڼه وسپاري. پر شرایطو برابر نوماندان کولی شي د چونینګ د غوښتنلیک انلاین سېسټم (How to Apply) ته مراجعه او اړوندې فورمې ډکې کړي. د دې سکالرشپ لپاره د غوښتنلیک سپارلو په اړه د نورو معلوماتو ترلاسه کولو لپاره دې رسمي لینک ته مراجعه وکړئ.

د نوم لیکنې د پیل او پای نېټه

هغه غوښتونکي چې د دې سکالرشپونو لپاره لېوالتیا لري او د 2022 کال د اګسټ له 2مې څخه د نومبر تر 1 نېټې  پورې فرصت لري چې خپل غوښتنلیکونه د بیاکتنې او منل کېدو لپاره د برېټانیې حکومت ته واستوي. د چونینګ د نوم لیکنې د پیل او پای مهالوېش کتلو لپاره د چونینګ وېبپاڼه وګورئ.

د غوښتنلیک د بیاکتنې او د پایلې اعلانولو پړاوونه

  • د شرایطو د نه پوره کولو په صورت کې د ځواب وړاندې کول: د برېټانیې حکومت به د اړوند حساب یا اکاونټ له لارې غوښتونکو ته د 2022 کال د نومبر میاشتې له لومړۍ نېټې څخه تر پایه یا د ډسمبر میاشتې تر پایه پورې ځواب ووایي. د دې سکالرشپ ردېدو په تړاو د نورو معلوماتو لپاره دې رسمي لینک ته مراجعه وکړئ.
  • پر شرایطو برابر نوماندانو شارټ لیست: د 2023 کال په فبروري میاشت کې هغه نوماندان چې شرایط یې پوره کړي وي چونینګ لپاره به شارټ لیست شي.
  • له نوماندانو سره لومړنۍ مرکه: د 2023 کال په فبروري میاشت کې او ممکن په مارچ میاشت کې شارټ لیست شوي نوماندان د ویډیو کنفرانس له لارې مرکې ته حاضر شي او هر نوماند سره به په جلا توګه مرکه تر سره شي. د چونینګ مرکې په اړه د نورو معلوماتو لپاره دې رسمي لینک ته مراجعه وکړئ.
  • ریفرینس چیک: د 2023 کال له فبروري څخه تر اپریل پورې له هغو غوښتونکو څخه چې د چونینګ بورسونو لپاره منل شوي دي، غوښتنه کېږي چې د خپل غوښتنلیک د راتلونکو پړاوونو بشپړولو لپاره د برېټانیې حکومت ته د دوه ریفري (Referee) په ګډون ټول اړین اسناد واستوي. په دې مرحله کې د غوښتونکي په اړه د دوو کسانو څخه معلومات یا ریفرینس چک (Reference Check) ترلاسه کېږي. د نورو معلوماتو لپاره دې رسمي لینک ته مراجعه وکړئ.
  • د برېتانیې په سفارت کې د چونینګ وروستۍ مرکه: له غوښتونکو څخه غوښتل کېږي چې د 2023 کال د فبرورۍ او اپریل په میاشتو کې د چونینګ وروستۍ مرکې لپاره په اړوند هېواد کې د برېټانیې سفارت یا د اړوند هېواد نږدې سیاسي استازولۍ ته ولاړ شي. په دې مرکه کې به د برېټانیې د حکومت څو تنه استازي په حضوري او انلاین بڼه حضور ولري.
  • پایلې: د 2023 په جون کې د چونینګ بورسونو لپاره د بریالي او غوره شويو نوماندانو لیست به د برېټانیې حکومت لخوا خپور شي او اړونده نوماندان به د برېښنالیک له لارې خبر شي.
  • د چونینگ د غوښتنلیک بیاکتنې، مرکې، پایلې اعلان او نور پړاوونو په تړاو لا ډېر معلومات د چونینګ وېبپاڼه کې وګورئ.
  • د پوهنتون د درسونو پیل: د 2023 کال په سپتمبر او اکتوبر میاشتو کې به له زده کوونکو وغوښتل شي چې په برېټانیې کې اړوندو پوهنتونونو ته د درس په موخه حاضر شي. البته، مخکې له دې زده کونکي باید د برېټانیې د ویزې ورکولو مرکز له لارې د دې هېواد ویزې ترلاسه کړي.
دا باید په یاد ولرئ چې د برېټانیې حکومت په ټولو پړاوونو کې غوښتونکو، کاندیدانو او محصلینو ته لازمې لارښوونې کوي.

ولې زه باید د زده کړې لپاره د برېټانیې هېواد غوره کړم؟

پر دې سربیره چې زده کونکي په برېټانیې کې د نړۍ په مشهورو پوهنتونونو کې زده کړې کوي، دوی په دې هېواد کې د ډېرو امتیازاتو څخه هم ګټه پورته کوي، چې ځینې یې په لاندې ډول دي:
  • د زده کړې د عصري اسانتیاوو او نوي علمی تخنیکونو په کارولو سره خورا لوړ کیفیت زده کړه؛
  • د زده کوونکو د اړتیاوو سره سم د زده کړې لنډې دورې؛
  • د امریکایي هېوادونو په پرتله له افغانستان سره لنډ واټن؛
  • د برېټانوي پوهنتونونو څخه د فراغت وروسته په نورو اروپايي هېوادونو کې د کاري زمینې شتون؛
  • د افغانستان په ګاونډی هېوادونو کې د برېټانیې په سفارتونو کې د اسنادو د پروسس د اسانتیاوو شتون؛
  • د زده کوونکو لپاره د زده کړې پر مهال د کار کولو امکانات؛
  • په نړیواله په پرتله د غوره پوهنتونونو شتون؛
  • د زده کړې د لوړو اعتبار اسنادو وړاندې کول چې له ډېري هېوادونو څخه پورته دي؛
  • د دې بورسونو په جریان کې د زده کړې د ټولو لګښتونو ورکول؛
  • او له فراغت وروسته د کار ویزې د ترلاسه کولو شونتیا.

د چونینګ بورسونه کوم لګښتونه تر پوښښ لاندې نیسي؟

  • د راجسټریشن، زده کړې او د برېټانیې له پوهنتون څخه د فراغت اسنادو د ترلاسه کولو د ټولو فیسونو ورکول؛
  • د روغتیایي لګښتونو منل چې په ډېري مواردو کې زده کونکو ته د روغتیايي بیمې کارت ورکول کېږي؛
  • برېټانیې ته د ننوتلو لپاره د الوتکې د ټکټونو د لګښت پوښل؛
  • په میاشتني ډول د زده کوونکو د خوړو او جامو د ټولو لګښتونو ورکول؛
  • په برېټانیې کې د زده کړې پرمهال د استوګڼې لپاره د استوګڼځی د کرایې لګښت ورکول؛
  • او د دې بورسونو د اړوندو پروګرامونو او کنفرانسونو د بشپړ لګښتونو منل.

د چونینګ بورسونو په اړه معلومات

په برېټانیې کې د چونینګ بورسونه په برېټانیې او حتی په نړۍ کې یو له غوره بورسونو څخه شمېرل کېږي چې د راتلونکي مشرانو او مدیرانو د پیاوړتیا په موخه د زده کړې لپاره په لاره اچول شوي دي او له دې لارې هر کال په برېټانیه کې د ټولې نړۍ څخه لوی شمېر لېواله غوښتونکي د زده کوونکي په توګه جذبوي. دا بورسونه په لومړي ځل په 1983 کال کې پیل شول چې په هغه وخت کې د برېټانیې له 50,000 څخه ډېر زده کوونکي د ماسټرۍ په کچه د زده کړې له دې موقع څخه ګټه پورته کړل. د دې بورسونو تر چتر لاندې په ټولو رشتو او پوهنتونونو کې د زده کړې لګښت د برېټانیې حکومت لخوا ورکول کېږي. په برېټانیه کې د زده کړې ملاتړي په دې هېواد کې د ژوند کولو د پام وړ لګښتونو څخه د خلاصون په موخه تل د دې سکالرشپونو په ترلاسه کولو سره په کلکه سیالي کې وي. هر کال د افغانستان په ګډون له 180 هېوادونو څخه شاوخوا 1500 زده کوونکي د چونینګ بورسونو د ترلاسه کولو چانس لري.

مرسته او مشوره

د چونینګ بورسونو په اړه د نورو معلوماتو لپاره دې رسمي وېبپاڼې ته مراجعه وکړئ. د افغانستان لپاره د چونینګ په تړاو د ځانګړو معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره دې ځانګړي لینک څخه لیدنه وکړئ. د دې سکالرشپونو پورې اړوند ډېرو اړوندو اندېښنو او پوښتنو ته د چونینګ وېبپاڼه کې ځوابونه وړاندې شوې دي.