اسټرالیا ته د کورنۍ ویزې له لارې تلل یوه له اصلي قانوني لارو څخه ده. د کورنۍ له غړو سره یوځای کېدل او هغوی ته د ویزو ورکولو له شرطونو څخه یو شرط یې په ​​دې هېواد کې د کورنۍ د غړي د دایمي استوګڼې یا اقامت او د نورو غړو د مالي ملاتړ او سپانسرکولو وړتیا ده. له همدې امله د کورنۍ له غړو سره د غوښتونکي اړیکه څېړل کېږي او څومره چې دا اړیکه نږدې وي، اسټرالیا ته د کورنۍ د غړو د غوښتنلیکونو د منلو چانس ډېر وي.
دا مقاله په اسټرالیا کې د پناه غوښتنې او د کورنۍ د غړو د بیایوځای کېدو پروسې په اړه لنډ معلومات وړاندې کوي.

د کورنۍ له غړو سره د یو ځای کېدو لارې

د اسټرالیا کورنۍ ویزې د کورنۍ د بېلابېلو غړو لکه مور او پلار، د ژوند ملګري، رسمي کوژدن شوي کس او ماشومانو لپاره دي. دا ویزې هغو ته ورکول کېږي چې د کورنۍ یو غړی یې په اسټرالیا کې د کورنۍ د نورو غړو د یوځای کېدو شرایط پوره کړي وي. د اسټرالیا حکومت په معمول ډول د اسټرالیا 202 فرعي ډول ویزې د اسټرالیا د اوسېدونکو مور او پلار ته صادروي ​​چې هغه هم خپل شرایط لري. د یو شرط له مخې، د مور او پلار لږترلږه نیمایي ماشومان باید په اسټرالیا کې ژوند وکړي یا په اسټرالیا کې د مېشتو ماشومانو شمېر باید د نورو هېوادونو په پرتله ډېر وي. د اسټرالیا د والدینو یا مور او پلار ویزې غوښتونکي باید د خپلو هغو ماشومانو او یا د هغو د ژوند ملګري لخوا چې د اسټرالیا تابعیت او یا د استوګڼې یو ډول سند ولري، سپانسر شي. هغه خلک چې د اسټرالیا دایمي اوسېدونکي دي کولی شي خپل د ژوند ملګري او یا هغه کس چې په رسمي دول ورسره کوژدنه کړې وي، د ځانګړو ویزو په اخیستو سره اسټرالیا ته وغواړي او د لنډمهاله او بیا د دایمي استوګڼې لپاره ورته سپانسر شي. پر مور او پلار او ژوند ملګري سربیره، د اسټرالیا دایمي اوسېدونکي کولی شي خپل ماشومان یا نږدې خپلوان د 101 او 802 ویزو په اخیستو  سره چې د ماشومانو د ځانګړو ویزو په نامه هم پېژندل کېږي یا د 837, 117, 102, 445 ډول ویزو تر چتر لاندې د ځانګړو شرایطو په پوره کولو سره اسټرالیا ته وغواړي.

د کورنۍ له غړو سره د یوځای کېدو شرایط

که چېرې یو شخص د اسټرالیا د بشردوستۍ ځانګړې ویزې پر بنسټ د دې هېواد دایمي یا لنډمهاله اقامت لرونکی وي او یا په اسټرالیا کې د ژوند کولو پر شرایطو برابر د نیوزیلینډ تابعیت لرونکی وي، کولی شي د کورنۍ نور غړي سپانسر کړي او په اسټرالیا کې ورسره بیا یوځای شي. سپانسر یا بلنه ورکوونکي باید د خپلې کورنۍ د غړو مالي ملاتړ مسوولیت واخلي ترڅو په اسټرالیا کې سره ګډ ژوند وکړي. په عمومي توګه پر شرایطو برابر خلک کولی شي اسټرالیا ته د کډوالۍ یا ژوند کولو په برخه کې له ژوند ملګري، ماشومانو، مور او پلار یا د کورنۍ نورو غړو څخه ملاتړ وکړي.

نوملیکنه او د کورنۍ د غړي غوښتنلیک

د کورنۍ غړي د اسټرالیا د کډوالۍ خدمتونو وېبپاڼې ته په تلو سره د 842 فورمه  (https://immi.homeaffairs.gov.au/form-listing/forms/842.pdf) او د 681 فورمه (https://immi.homeaffairs.gov.au/form-listing/forms/681.pdf) ډانلوډ کوي. د 842 فورمه د غوښتونکي لخوا او د 681 فورمه د سپانسرکوونکي چې د اسټرالیا پر شرایطو برابر اوسېدونکي وي، ډک کېږي. پر یادو فورمو سربېره تذکره، پاسپورټ، نکاح خط (د واده په صورت کې)، انځورونه او نور اړین اسناد د پُست یا برېښنالیک له لارې به د اسټرالیا د حکومت نږدې سیاسي استازولۍ ته استول کېږي. دا هم شونې ده چې اسناد او غوښتنلیکونه د اسټرالیا د کډوالۍ خدمتونو رسمي وېبپاڼې له لارې د دې هېواد حکومت ته وسپارل شي.

د غوښتنلیک ارزول او منل

غوښتونکي به یو برېښنالیک ترلاسه کړي چې په هغه کې د هغه د غوښتنلیک یا فایل شمېره وي، دا به په دې مانا وي چې غوښتنلیک د اسټرالیا حکومت ته رسېدلی او تر ارزونې لاندې دی. وروسته د اسټرالیا د حکومت د غوښتونکي له سپانسرکوونکي سره اړیکه نیسي ترڅو ډاډ ترلاسه کړي چې هغه پر شرایطو برابر او د کورنۍ د غړو سره د یو ځای کېدو وړ دی. د کورنۍ د بیا یوځای کېدو لپاره د غوښتنلیک په دوام، له غوښتونکي څخه به وغوښتل شي چې 80 فورمه (https://immi.homeaffairs.gov.au/form-listing/forms/80.pdf) ډکه کړي او همدارنګه نور اړین اسناد هم سیاسي استازولۍ ته واستوي. په بل پړاو کې غوښتونکي ته به د اسټرالیا په نږدې سیاسي استازولۍ یا سفارت کې د ملاقات یا مرکې د ترسره کېدو په موخه خبر ورکړل شي. د کورنۍ غړي په ټاکلي نېټه او وخت کې اړونده سیاسي استازولۍ ته د مرکې په موخه حاضرېږي او د خپلو څرګندونو د ثابتولو لپاره خپل ټول اصلي اسناد وړاندې کوي. که چېرې د کورنۍ د غړي اړیکه د اسټرالیا تابعیت لرونکي شخص سره ثابت شي، د کورنۍ د غړو سره د یوځای کېدو لپاره د غوښتونکي غوښتنه به ومنل شي. د کورنۍ غړي کولی شي اسټرالیا د ویزې په اخیستو سره دې هېواد ته مهاجر شي او هلته د دایمي استوګڼې، کار، زده کړې او نورو ګټو څخه برخمن او په اسټرالیا کې له 2 کلونو ژوند کولو څخه وروسته د ځانګړو شرایطو په برابرېدو سره د دې هېواد تبعه شي.

د غوښتنلیک ارزول څومره وخت نیسي؟

د استوګڼې په هېواد کې د غوښتونکو لپاره د پناه غوښتنې او د کورنۍ له غړو سره د یو ځای کېدو غوښتنلیکونه میاشتې او کلونه وخت نیسي او غوښتونکي به په دې موده کې د سیاسي استازولۍ د ځواب په تمه وي.

که غوښتنه رد شي، څه کېږي؟

که چېرې غوښتنه رد شي، اړونده سیاسي استازولۍ به غوښتونکي ته د برېښنالیک له لارې یو لیک واستوي. که  پرېکړه د اسټرالیا د قانون له مخې نه وي شوې، نو غوښتونکی کولی شي د اسټرالیا پورته محکمې ته د غوښتنلیک د بیاکتنې او ارزونې غوښتنه وکړي.

مرسته او مشوره

په اسټرالیا کې د کډوالۍ او پناه غوښتنې په اړه نور معلومات د اسټرالیا د کډوالۍ خدمتونو وېبپاڼه (https://immi.homeaffairs.gov.au/) کې نور معلومات ولولئ او یا د (https://immi.homeaffairs.gov.au/help-support/departmental-forms/online-forms)  لینک له لارې د نورو معلوماتو غوښتنه وکړئ. د اسټرالیا د کډوالۍ قانون پېچلی او پوهېدل پرې ستونزمن دی، نو دا مشوره ورکول کېږي چې دې هېواد ته د هر ډول غوښتنلیک څخه وړاندې یو وکیل یا مشاور سره مشوره وشي.