پاسپورټ یو له رسمي سفري اسنادو څخه دی چې د دولت لخوا خپلو اتباعو ته صادرېږي. د دې مهم سند لرونکي د خپل هویت د تثبیتولو او د نورو هېوادونو د ویزو د ترلاسه کولو په موخه خپل غوښتنلیک سپارلی شي. هغه افغانان چې پاسپورټونه او ویزې ولري د ځمکې او هوا له لارې نورو هېوادونو ته د سفر او ننوتلو اجازه لري. له پاسپورټ پرته بهر ته د افغانانو سفر به ناقانونه وګڼل شي چې په دې توګه له ډېرو ستونزو او ننګونو سره مخ کېږي. له همدې امله اړینه ده چې دا مهم سند د سوداګریزو سفرونو، ناروغۍ او کډوالۍ لپاره ترلاسه او د اړتیا په وخت کې د بهرنیو سفرونو په موخه وکارول شي.

په هلمند ولایت کې پاسپورټ څنګه ترلاسه کېږي؟

غوښتونکی د پاسپورټ ترلاسه کولو لپاره د لاندې پړاوونو څخه تېرېږي:
 

لومړی پړاو: غوښتنلیک

  • غوښتونکي خپل غوښتنلیک یا رسمي عریضه د هلمند ولایت امنیې قومندانۍ ته د وړاندې کولو په موخه چمتو کوي؛
  • د پاسپورټ لپاره د غوښتنلیک د پړاوونو د ترسره کولو لپاره، د پخواني پاسپورټ د صادرېدو شمېره (که چیرې مخکې اخیستی وي)، د تذکرې یوه کاپي او همدارنګه یو انځور ته اړتیا ده؛
  • غوښتونکی د پخوانی پاسپورټ او تذکرې کاپي، په 5x4 اندازه دو قطعې انځورونه او که چېرې غوښتونکی د 18 کلونو څخه کم وي، په لیکلي بڼه د پلار یا سرپرست اجازه لیک چمتو کېږي؛

دویم پړاو: احکام اخیستل

  • غوښتونکی د هلمند ولایت امنیې قوماندانۍ ته مراجعه کوي او خپله فورمه یا غوښتنلیک اړوند مامور ته سپاری ترڅو د امنیې قوماندان د پاسپورټ آمریت ته په کې احکام ورکړي؛
  • وړاندې تر دې چې د پاسپورټ ریاست ته مراجعه وشي، غوښتونکی باید د تذکرې د اصلي او یوه کاپي، دوه انځورونو او د پخواني اصلي پاسپورټ (که مخکې ترلاسه کړی وي) له شتون څخه ډاډ ترلاسه کړي؛

درېیم پړاو: د بانک تحویلي

  • د احکام له ترلاسه کولو وروسته، غوښتونکي باید د پاسپورټ دفتر ته مراجعه وکړي او د خپلو اسنادو په وړاندې کولو سره د بانک اویز ترلاسه او د پاسپورټ لګښت د ورکولو لپاره دې د افغانستان بانک نږدې استازولۍ ته مراجعه وکړي؛
  • د پاسپورټ اخیستلو په موخه د بانک اویز به د لسو کلونو په نظر کې نیولو سره وټاکل شي چې په دې توګه د 14 کلونو څخه د کم او پورته عمرلرونکو د پاسپورټ فیس به توپیر ولري؛

څلورم پړاو: د بیف، بایومټریک او معلوماتو ثبتولو برخې

  • غوښتونکي احکام شوې فورمه او اصلي تذکره د بیف برخې ته سپاري او بیا د بیف ماشین کې د شهادت ګوتې له ایښودلو وروسته د بیف مسوول د غوښتونکي بیف د معلوماتو تصدیق او لاسلیک کوي؛
  • په دې پړاو کې، د بیف فورمه له نورو اسنادو سره مل د بایومټریک برخې ته وړل کېږي او هلته د ښي لاس د څلورو ګوتو او د دواړو لاسونو د غټو ګوتو نښې او وروسته بیا د دواړو سترګو نښې ثبت کېږي او مسوول شخص د بایومیټریک معلوماتو تصدیق او لاسلیک کوي؛ که غوښتونکی تر دې وړاندې هم پاسپورټ اخیستی وي، پر پخواني پاسپورټ یې د باطلېدو ټاپه وهل کېږي؛
  • غوښتونکی د اسنادو د چک برخې ته ځي، اړوند کارکوونکی د بانک اویز او د غوښتونکي پخوانی پاسپورټ ګوري او د هغو تصدیق کوي؛
  • غوښتونکی د معلوماتو د ثبت څانګې ته راجع کېږي او اړونده کارکوونکی د پاسپورټ اصلي فورمه، د بیف او بایومټریک تصدیق پاڼه، بانکي سند یا اویز او انځور ترلاسه، له اصلي تذکرې او پخواني پاسپورټ څخه کاپي اخلي او وروسته یوه بله فورمه چاپوي او غوښتونکي ته یې د معوماتو د کره والي او تصدیق لپاره ورکوي؛
  • په سېسټم کې د معلوماتو له ثبتولو او تاییدولو وروسته، یو سند یا رسیدپاڼه غوښتونکي ته ورکوي چې وروسته بیا غوښتونکي د دې رسیدپاڼې په وړاندې کولو سره خپل پاسپورټ ترلاسه کوي؛

پنځم پړاو: د پاسپورټ اخیستل

  • غوښتونکی دې په هلمند ولایت کې اړونده پُست خونې ته مراجعه او د رسیدپاڼې په وړاندې کولو سره خپل پاسپورټ ترلاسه کوي؛
  • هغه سند یا رسیدپاڼه چې د پاسپورټ امریت لخوا غوښتنونکي ته ورکول کېږي، په هغه کې له پُست خوې څخه د پاسپورټ د اخیستلو نېټه هم لیکل شوی وي.

د مثنی پاسپورټ اخیستل

  • غوښتونکي لومړی خپل غوښتنلیک یا عریضه د هلمند ولایت د امنیې قوممندانۍ تر سرلیک لاندې چمتو، په هغه کې د موضوع شرح لیکي او د پاسپورټ د ترلاسه کولو غوښتنه کوي؛
  • د مثنی پاسپورټ د ترلاسه کولو لپاره د پاسپورټ امریت ته د راډیو اعلان سند، د ورک شوي پاسپورټ کاپي یا ویجاړشوي اصلي پاسپورټ او په 5x4 اندازه د شپږو انځورونو وړاندې کول اړین دي؛
  • غوښتونکي خپل غوښتنلیک او نور اړین اسناد د هلمند ولایت د امنیې قومندانۍ ته وړاندې کوي، احکام اخلي او بیا د ځینو نورو پړاوونو په بشپړېدو سره به خپل مثنی پاسپورټ ترلاسه کړي.
پته: د لښکرګاه ښار، عیدګاه جومات ته مخامخ، د امنیې قوماندانۍ، د پاسپورټ آمریت