وراثت خط یو رسمي سند دی چې د مړي د وارثانو پېژندلو لپاره د رسمي قضایي بنسټونو لخوا صادر کېږي. په دې سند کې د وارثانو شمېر، له مړي سره د هغوى اړيکې او د ميراث د ونډې اندازه شامله ده چې د وارثانو په غوښتنه د وارثانو له څېړنې، پېژندلو او د هغو د برخو له ټاکلو وروسته د وراثت خط په نامه سند صادرېږي. وارثان د وراثت خط څخه په ګټه اخیستنې د هېواد په دننه او بهر کې د خپلې ونډې اثبات او غوښتنه کولی شي.

په هلمند ولایت کې وراثت خط څنګه ترلاسه کېږي؟

غوښتونکي د وراثت خط د ترلاسه کولو لپاره لاندې پړاوونو څخه تېرېږي:

لومړی پړاو: غوښتنلیک

  • یو وارث د نکاح خط د ترلاسه کولو په موخه د هلمند په ښار او ولسوالیو کې لومړۍ محکمې ته خپل غوښتنلیک یا عریضه وړاندې کوي؛
  • په غوښتنلیک کې ټول وارثان لکه نارینه، ښځینه، نابالغ او لویان او همدارنګه د مړي د مړینې علت لیکل کېږي؛
  • د وارثانو د تذکرو کاپي او په 3x4 اندازه د هغو انځورونو، دوه تنو شاهدانو او درېیو تنو اقرارکوونکو سره د هغو د تذکرو کاپی او دوو قطعو انځورونو او همدارنګه د سیمه ایزې شورا تصدیق پاڼې ته د وراثت خط اخیستلو لپاره اړتیا ده؛

دویم پړاو: د وثایقو محکمې ته مراجعه

  • د وارثانو څخه یو یې د وراثت خط ترلاسه کولو په موخه خپل غوښتنلیک یا عریضه او اړین اسناد د هلمند ولایت دوثایقو یا لومړۍ محکمې رییس ته وړاندې او د محکمې د رییس احکام په کې اخلي؛
  • محکمه وارث تهیوه فورمه چې په هغه کې د مړي د مړینې لامل او د هغه د وارثانو د پېژندنېاو د دوی د اوسېدو ځایونوپه اړه پوښتنې لري،ورکوي او وارت به یې پر اړوند خلکو یې ځوابوي؛

درېیم پړاو: د ملا امام، ګذر وکیل او اړوندې ناحیې تصدیق

  • فورمه دوه ګاونډیانو، ملا امام، ملک یا ګذر وکیل او ولسوالۍ یا ناحیې ته وړل کېږي او هغوی د مړي د هویت، د مړینې د لامل، د وارثینو او د هغوی د تذکرو د شمېرو په اړه معلومات لیکي او تصدیقوي؛
  • یو وارث د فورمې له ډکولو وروسته، هغه فورمه بیا بېرته د وثایقو محکمې ته سپاري او نور پړاوونه یې بشپړوي؛

څلورم پړاو: اقرار او شهادت

  • دوه شاهدان او درې تنه اقرارکوونکي د خپلو اصلي تذکرو او دوه انځورونو سره او همدارنګه د ټولو وارثانو په استازیتوب یو وارث به د دوی د دوو انځورونو او اصلي تذکرو سره محکمې ته حاضر شي؛
  • شاهدان او اقرارکوونکي د قاضي په حضور کې اقرار او شهادت ورکوي چې د مړشوي وارثان سم دي؛
  • محکمه د غوښتونکي وراثت خط ترتیب او په هغه کې د وارثانو، شاهدانو او اقرارکونکو معلومات لیکي او بیا د سپارلو نېټه یې په ګوته کوي.

پنځم پړاو: د وراثت خط ترلاسه کول

  • له وارثانو څخه یو یې په ټاکلې نېټه د وثایقو محکمې ته ځي او د اصلي تذکرې په وړاندې کولو سره وراثت خط چې ثبت او ټاپه شوی وي، ترلاسه کوي؛
  • د وراثت خط له اخیستلو وروسته به یو وارث وراثت خط د هلمند ولایت د استیناف محکمې ته یوسي تر څو د استیناف محکمې رییس هغه تایید کړي؛
  • له تایید وروسته له وراثت خط څخه د هېواد په دننه کې ترې ګټه اخيستل کېدای شي خو په بهر کې د کارولو لپاره باید اړوندې ژبې ته وژباړل شي او د بهرنیو چارو وزرات تصدیق واخیستل شي.

د مثنی وراثت خط ترلاسه کول

  • له وارثانو څخه یوه یې لومړی یو غوښتنلیک یا عریضه چمتو، د موضوع شرح لیکي او په کې د مثنی وراثت خط د ترلاسه کولو غوښتنه کوي؛
  • د مثنی وراثت خط د ترلاسه کولو لپاره د وارثانو، شاهدانو او اقرارکوونکو انځورونه، د راډیو اعلان سند، د ورک شوي وراثت خط کاپي، د صادرېدو شمېره او نېټه یا ویجاړشوي اصلي وراثت خط وړاندې کول اړین دي؛
  • غوښتنلیک او اړین اسناد د هلمند ولایت پورې اړوندې محکمې ته سپارل کېږي چې د ځینو پړاوونو په بشپړېدو سره به وارث خپل وراثت خط ترلاسه کړي.
ولایتي پته: د لښکرګاه ښار، ولایت مقام ته څېرمه، لومړۍ محکمه، د وثایقو آمریت
د ولسوالیو پته: د ولسوالۍ په کچه د ولسوالیو محکمې